اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ملاله يوسف ذي ولى ترينوکو لاندي ده

قدرت چي و چاته لوئي مقام او لوئى نوم وروبلي پا يې ورکوي نو دهغه دپاره چاري هم جوړه وي ملاله خو يواځي د څور لس کلو وه چي ددي قام او ددي ټاټوبى ديوې داسي ناخوالي او ناورين سره مخامخ شو چي چا يې سوچ هم نه شو کولي چي ملاله او ددي کورني هم تر دهغه ناورين راغلو په يو داسي ناورين کښې چي چا هيڅ نه شو کولي يايې کول نه خو ملالي يواځي دومري وکړو چي د ګل مکئي په نامه يې دبى بى سي تړون وشو او دسوات په زياته بياد منګوري حالات يې هم ددي لاري و نړۍ والو ته ښوول چي په رښتيا هم داسي کار يواځي هغه څوک کوي شي لوئي څښتن (ج) وهغه ته څه زړه او جرات ورکړي وي کښې په کار وو چي دا کار هغه چا کړي وي څوک چي د رسنېو او ميډياباګان او هر څه ځان ګڼي خو دوي دا کار دويري نه شو کولي يا که دمصلحتود کبله بهر حال دهغه ډنډه هم د دوي وه خو په رسنېواو ميډيا کښې چي څوک کار کوي په هغو کښې دځينو ځانګړي سوچ (Mina .set) دي چي هغه هره هغه پيښي ته په خپل سوچ ګوري او خپروي يې او داهر څه ترلاسه روان دي او دا ځانګړي سوچ د پښتنو په بشپړه مخالف دي نن هم په رسنېو کښې ليدل کيږي او هر سترګه ور په دي ناوړه عمل ښه پوهيږي.

دملالي يوسف ذي نوم هغه وخت په ټوله نړۍ کښې راڅرګندشو کله چي په سپنه ورځ په موټر کښې داتندي په مرمي ووشتل شوه او دوي نوري خوندکي يې هم تر دهغه تشددلاندي راغلي خو ښکار کونکي موخه داوه چي ملاله په داسي ځائي وولۍ چي بياد ژوند څکه ونه کړي خو قدرت ته دامنظوره نه وه په ملالۍ باندي د ژوند او مرګ دا وه وه خوبلي خواته ټوله نړۍ په دي پيښه باندي ډېر خواښني وه نو ځکه دپاکستان په ګډون ددي د روغيتا دپاره په ټوله نړۍ کښې دعاوي وشوي ملاله ډېره کاري وشتل شوي وه او د نړۍ دهر کونج څخه ددي د روعتيايا د ژوندپه اړه هر وګړي ځان خبرول غوښتي ځکه چي يوه خواته په ټوله نړۍ کښې دا خبر خپور شو وبلى خواته هر چاغوښتو چي ددي په روغتيا ځان خبر کړي او داسي څوک نه وو چي ددي سره دلچسپى نه لرله هم دهغه خبره وه چي دملالۍ يوسف ذي نوم په ټوله نړۍ کښې خپوله شو دا ددي کبله چي ددي تهره ګري او وحشت سپکاوي په ټوله نړۍ کښې وشو چي په يوه ماشومه باندي به څنګه داسي بريد کيدي؟

تراوسه خو دملالۍ سره د هر سوچ لرونکي خوا خوږي ملګري وه خو کله چي ددي پيښي غندنه پيل شوه او ترهګرۍ په کلکه وغندل شو منفى سوچ لرونکو وسنجوله چي د دوي په سوچ دملالۍ پيښي بده اغيزه وکړه او دوي په ټوله نړۍ کښې رسوا شول نو ځکه يې منفى حربي پيل کړي لومړي دا وويل شو چي داهسي يو ناټک او ډرامه ده څوک چي په سر کښې ووشتل شي هغه څنګه ژوندي پاته کيدي شي او بيا يې دملالۍ په جامو خبري پيل کړي چي لومړي يې څنګه جامي اغوستي وي بيا يې کومي جامي وي دهغه ډول يې خپل منفى سوچ مخ ته وړي چي دا ټول د رواغ دي.

خو چي کله ملاله خدائى(ج) جوړه شوه او دجراحي عملياتو وروسته يې د ژوند هيله پيدا شوي او دنړۍ والو لخوا ددي همت وستايل شو او دتهره ګري غندنه په لويه کچه وشوه نو ځانګړي شوچ و خپل منفي هلو ځلو ته نور تاؤ ورکړي خو بيا چي کله ملاله په رسنېو او نړۍ واله ميډيا کښې نوره را څرګنده شوه او داسي وينا وي وکړي چي په هغه کښې دتهره ګري څخه کرکه او د بشر سره مينه پر چار دي د کړي نو دهغه خلګو دا او اځه ګډه ګډه کړه چي دا لويدي او غرب ديوي مهري په حيث ګار وي چي هغه د اسلام په ضد وي خو ملالۍ کله هم داسي خبره نه وکړي نه يې کومي بلکي ددي وراشه دا ده چي بايد د تشدد څخه کرکه وشي او د زده کړو او تعليم سره مينه وشي هر ماشوم په زياته بيا انجونى بايد ښو ونځي ته ولاړي شي کله چي د نړۍ والو وياړ نو جائيز وباران پ ملاله باندي وشو آن دا چي و نړۍ والى نو بل جائيزي ته ددي نوم ونومول شو او بيا د نړۍ د ملکو مشرانو په ګډون دباراک او باماد ملالۍ سره ليدني او کشتي وکړي او په وکړي او په ملګرو ملتو کښې يې وينا ته دعوت کړه نو ددي مخالفينو اوربل شو او دوي ته داموقعه په لاس ورغله چي څنګه د دومره لږ عمر انجلي په دومري لږ وخت کښې د پرمختيااوج ته رسيږي ارومرو ددي وشاته غرب ولاړ دي چي ملاله يوسف ذي د خپلو ګټو دپاره نوره راڅرګنده کړي خو دهغه سوچ لرونکو سره که په رښتيا هم دليل او ثبوت شته خو دي دي وړاندي کړي خو دنورو چارو د څنګه دوي هر وخت داټکل څخه کار اخلي او ددي دڅنګه دبيځايه ويلو څخه هم مخ نه ګرځوي او درواع په رښتيا ووبدلوي نو ځکه چي يوه ورځ يې د رواغ ويلي دي بله ورځ يې ايروي او بله خبره کوي.

اوس نور اځو هغه کتاب ته چي ملالۍ خپله ليکي دي چي زه ملاله يم (I AM MALALA) که څه هم داکتاب مانه دي لوستي خو په ورځپاڼو کښې په دهغه کتاب تصبري کيږي تصبدي څه چي په اټکل باندي نيوکي په کيږي او د دوي په دي نيوکو کښې داسي دلي او منطق نه ښکاره کيږي چي څوک و هغه ته ارزښت ورکړي په دوو ورځپاڼو کښې د دوو ليکوالانو ليکونه ياينوکي مالوستي دي خو داسي ملاله څه نه دي په کښې چي لوستونکو ته يې څه په ګوته کړي وي خوهو دايوه خبره په دهغه ليکولو کښې شته چي ونورو ليکوالوته بلنه ورکړي دهچي دملالۍ يوسف په کتاب کښې دي وګوري او داسي څه دي ځيني راو باسي چي هغه موږ د ملالۍ په ضد ګار کړو يا دا چي ليک په ملاله پيل شوي ددي دکتاب ذکر شوي خو دڅو جملو وروسته ملاله يا ددي کتاب ځيني پاته شوي دي.

ددي ليک موخه دانه دهخ چي موږ دملالۍ يوسف ذي يا ددي دکتاب پ بشپړه ملاتړ وکړه ولي چي ملاله يوپښتنه ده خو چي په چاباندي بيځايه نيوکي کيږي او هغه دنورو سره تړل کيږي نو بيا ديوه ليکوال ډنډه ده چي د داسي چا يا د داسي سوچ جواب ورکړي هسي په هواکښې خبري کول او دلوستونکو سوچ پراګنده کول ددي اجازه خو هيڅوک چاته نه ورکوي ځکه چي د رښتيا ملاتړ کول تر ټولو لوئي جهاد ګڼل کيږي.

رښتيا خبره دا ده چي دتهره ګري په نامه چي کومه تش په نامه جګړه روانه ده ددي زور او ټاؤ تر هر چا زياته د پښتانه څخه وتلي دي او څومره زيان چي دغه جګړي و پښتون افغان ته رسولي دي و بشپړه نړۍ ته دومره زيان نه دي رسيدلي لکه دوي ته چي رسيدلي دي چي دهغ ژوندي بيلګه دبى پائيلټه بريدو نه دي چاودنى دي ځان وژونکي بريدو نه د څړک دغاړي چاودمي دي دجوماتو جنازو جحرو او جرګو او دهوا دلاري بمباري او په نخښه شوو پښتنو او افغانانو وژني دي چي دهري لوري په دوي باندي دهغه بريدو نه کيږي آن دا چي دا څرګنده شوي ده چي دهغه ډراؤن بريدو ته دچاچا په صلاح کيږي بلکي داسي هڅي هم وشوي چي پښتانه افغانان وټولي نړۍ ته په ګوته کړي چي تر ټولو لوئئ تهره ګرا وران کار هم دهغه پښتانه افغانان دي په کار دي چي دوي دمحکمى دمخ څخه ورک شي اوس نو که ملاله يوسف ذي په نړۍ واله کچه و نړۍ ته دا خبره کوي چي پښتانه وران کار او تهره ګرنه دي نه اسلام دتهره ګري لارښودنه کوي او دملالۍ دا خبره په دوي ښه نه لګيږي او په دي نيوکي کوي نو داسودا دملالۍ دپاره ياد پښتانه او مسلمان دپاره د زيان سودانه ده خدائي (ج) دي وکړي چي په موږ کښې نوري ملالۍ وزيري او نړۍ والو ته ور په ګوته کړي چي دوي دتشدد په ضد د زده کړو ا علم سر مينه او محبت لرلي کوم ناورين او جګړه چي په پښتانه او افغان او د دوي په ټاټوبى دتيرو ۳۵کلو څخه ورانول کيږي او د دوي وژنه په لويه کچه روانه ده او ددي دڅنګه هغه پښتانه افغانان چي دبل پ جګړه کښې لتاړ دي هغه دي هم په خپلو ګريوانو کښې وګوري او ځان په دي پوه کړي چي څوک وژل کيږي د چاټا ټوبى ورايتږي او په دي هم پوه شي چي دهغه ناورين يواځي دوي خپله په ګډه ختم کوي شي نور خوو دهغه جګړه بيا بيا دوام ورکول غواړي خو موږ پوه پناه کول غواړي اوس چي ورځ تيريږي هر خبره او رښتيا په ډاګه کيږي چي هر سترګه ور په ټولو لوبه پوهيږي او دا ورڅرګنديږي چي د پښتنو افغانانو سره دلويه لوبه چا وکړه خو دبده مرغه نه مشران و خپل ولس ته داهر څه په ګوته کوي نه رڼ انده او ليکوال په دي لوئي ناروين څه ليک نه کوي ځکه چي په دوي اوس هم تور شپه ده او توره شپه دويري علامه ده خو کوږ بار هم تر مزله نه رسيږي؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←