اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ارتقاءاو معلوماتى ټيکنالوجى

ليکونکى : عبدالجبارکاکړ

دا اوسنې نړۍ د کله وخته څخه جوړ شوي او په وجود کښې راغلي ده دهغه وخته څخه دنن ورځي پوري دبدلون او دارتقاء څخه تيريږي دهغه ارتقاء به تر هغه وخته روانه وي چي دهغه نړۍ او کائنات پاته وي پخوانى بشر دومره پرمختيا او ترقى نه وکړي يا پرمختيا ډېره ورو ورو کيدله او ارتقاء هم ورو ورو ورسره روانه وه خو د کله چي بشر مخ په پرمختيا کښې تېزوالي راوستي دي نو ارتقاء هم دومره په چټکي سره ګام ورسره پورته کوي د بشر دهغه پرمختيا نه يواځي ارتقاء ژر ژر بدلون مومي بلکې ددي څخه ځموږ د مځکي تناونه هم راکښ شوي دي او د هغه مځکه ډېره سره رانزدي شوه ده آن دا چي د معلوماتي ټيکنالوجي خو نړۍ اوس يو کلي نومولي دي چي ژوندي بيلګه يې داده چي څو وخت د مخه د نړۍ يوه وچه په بله وچه نه وخبره نه چاته دا چاته څرګنده وه چي په نړۍ کښې نوري وچي (براعظم) هم شته که يا..؟ لنډه دا چي د هر بشر نړۍ ډېره وړوکي وه خو ن هم ددي آئي .ټي د کبله چي نن په امريکا کښې څوک لاس هم ښوروي او په ټوله نړۍ کښې هم هغه وخت دا لارښودونه د معلوماتي ټيکنالوجي په زور يې هغه وخت ليدلي شي د نړۍ د يوه کونج څخه تر بل کونج پوري مخامخ خبري کيدي شې او ددي سره چي خبري اتري کونکي يو بل هم ويني لکه په يوه خو نه کښې چې دوه وګړي مجلس سره کوي داسي نوري بيلګي دي چي وړاندي کيديشې هغه پخوا چي د پيرانانو خبري کيدلي هغه نن رښتيا شوي دي که سل کاله د مخه يو مړي ودي نړۍ ته راوستل شې هغه به ګوته په غاښ پاته شى.

ددي پرمختيا او چټکي ارتقاء که يوه خواته بې شميره ګټي لري خو بلې خواته ډيري ناخوالي هم ورسره تړلي دي او کيدي شې چي ډېر ددي پرمختيا مخالف هم وي په زياته بيا وروسته پاته ولسونه چي نالوستي هم دي څوک چي د ژوند په هر ډګر کښې وروسته پاته دي خو ددي د څنګه څه رښتيا او حقيقتونه هم شته چي څوک په دي اړوي چي په دهغه پرمختيا څخه چي د دوي په ټولنه کښې ليدل کيږي ددي يو بل علت دا هم کيدي شې چې دهغه لوئي بدلون په دېره چټکي او تيزوالي سره دهغه وروسته پاته ټولني په مخه کړي چي په بله مانا په ارتقاء کښې يو ټوپ (JUMP) رامخ ته شو په داسې حال کښې چي ارتقاني عمل ډېر وروسته پاته وو او د ټولني کښې دومره توان نه وو چي ددي لوئى بدلون سره ځان وسنجوي يا تګ ورسره وکړي نو په دا صورت کښې دهغه په ارتقاء کښې توپ زيان و ټولنه ته رسوي چي دهغه ژوندي بيلګه ګرځنده ټيلى فون (CELL PHONE) انټرنيټ او داسې نور ځما په اند ځما داخبره به څه چپه او بيځايه ته وي نن د هر لوئي او وړوکي په لاس کښې ګرځنده ټيلې فون ليدل کيږي چي دوي هر وخت په اخته وي او د ژوند نوري چاري ځيني پاته وي په زياته بيا زده کونکي چي زده کړي ځيني پاته وي ددي د څنګه دهغه معلوماتي ټيکنالوجي ځموږ د ژوند په ټولو چارو دومره اغيزي کړي دي چي هر څه يې سره ګډوډ کړي دي او ټولنه نه شې کولي چي پښې ټينګي کړي ځکه چي پخوانى وګړي اوسنې چاپيريال ته وراني وائي لکه وړاندي چي وويل شول چي آئى.ټى د ژوند په هر برخه اغيزي کړي دي که هغه ځموږ ژبى دى ک هغه ځموږ کلتور دي که هغه ځموږ ټولني دي يا که هغه ځموږ د کورو او ګاونډ سره راشه درشه ده ددي څخه په ژوند کښې يو درازراغلى دي چې يو وګړي و يوه خواته تللي شې نه بلې خواته او په منځ کښې درولي دي د ارواښاد رحيم غمزده يو شعر وو چي دوي به خپله په سندره کښې اړوي چي دنيا په ارتقاء کښې مخ په وړاندي روانه ده خو يواځي يو پښتون دي چي دارتقاء سره نه دي روان دوي خو يواځي هغه وخت د پښتانه په غم کښې وو خو نن هغه ټول وروسته پاته قامونه د دهغه ناخوالو سره مخامخ دي چي تر ټولو لويه بد مرغي هم داده چي دوي خپل هر څه دلاسه ورکوي آن دا چي موسيقي او سازونه يې هم د نورو پرمخ تللو سازو لاندي راغلي دي هغه موسيقى چي د خپل ولس او خاوري استاځيتوب يې کاوي هغه هم ورو ورو خپل وجود دلاسه ورکوي او که دهغه عمل دوام وکړي چي موسيقى او سازونه يې هم د نورو پرمخ تللو سازو لاندي راغلي دي هغه موسيقي چي د خپل ولس او خاوري استاځيتوب يې کاوي هغه هم ورو ورو خپل وجود دلاسه ورکوي او که دهغه عمل دوام وکړي چي موسيقى څه هر څه به په ډېره چټکي خپل هر څه دلاسه ورکړي ددي سره سره چي موږ د معلوماتي ټيکنالوجي څخه ګټي ترلاسه کړي يا يې ترلاسه کوو هغه هم نه شو ايله کولي لومړى خو دا څه او به نه ي چي موږ بند ورته واچوو او وي تړو دا خو يوه هواده چي په ټوله نړۍ رالوتي ده خو د هوا مخ نوي نه چا کړي دي نه کيږي نه بايد چي وشې نه د دهغه شوو زيانو پړه موږ په آئى.ټى اچوي شو

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←