اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د ددي مترقى او دمقصد ادب

عبدالجبار کاکړ

لکه څنګه چي داخبره سپنه شوي ده چي نثر (ليک) او شاعري دواړي دادب برخي دي نو ځکه نثر هم ادب دي او شعر هم ادب دي خو تر کومه چي د نثر خبره داو د پښتو خبره ده نثر ډېر او شاعري په کښې ډېره زياته ده نو ځکه موږ زياتره ه په شاعري باندي راګرځو او زياتره خبري او تبصري هم په شاعري باندي کوو خو د پښتو شاعري چي څومره او چته ده هومره اوس په پښتو کښې ټيټ شعر هم ويل کيږي چي دهغه ژوندي بيلګه د نن صباد ټيټو شاعرانو څه او بربنډه شاعري ده چي د دووټکو دياره دوي د پښتو او د پښتنو سپکاوي کوي چي په رښتيا هم د هغه شاعران پښتانه نه شي کيدي ځکه چي پښتون دومره لويدلي نه دي نه يې ټولنه دومره ټيټه ده هو هغه څوک دهغه بربنډه شاعري کوي نو به د دوي چاپيريال هم ددهغه شاعري وارو وي ځکه چي هندوانه دهند واني څخه رنګ اخلي خو خيردايو بيل بحث دي.

ځمايو ملګري او دوست چي په اردو ژبه کښې ليک کوي هغه دهغه کړي ده چي رحمان بابا مترقى (PROGRISSIVE) شاعر ثابت کړي او ددي دپاره يې د رحمان بابا څو شعرو نه هم په ثبوت کښې وړاندي کړي د رحمان بابا ډېر داسي شعرونه دي چي هغه طبقاتى توپير ښکاره کوي خو يوه خبره ځما په اند چي هر شاعر د خپل چاپيريال سره سم شاعري کوي يادا چي د چاپيريال اغيزه په شاعر باندي ارومرو کيږي ځکه چي وائي چي شاعر د ټولني سترګي دي خو په کښې هم شک نه شته چي طبقاتى تضاد او توپير پخوا هم په ټولنه کښې وو او نن هم شته دي او داتوپير به تر هغه وخته وي تر کله چي دانړۍ پاته وي نو څرګنده خبره ده چي په رحمان بابا هم ددي طبقاتى تضاد اغيزه شوه وه خو ددي دڅنګه دا خبره هم ديادوني وړ ده چي دوخت اغيزي هم په شاعر باندي لويږي او زياتره شاعران هغه ناخوالي په خپل شعر کښې په يوه ډول ولس ته وړاندي کوي يو وخت وو چي په نړۍ کښې طبقاتي انقلابونه او ځموږ په خپله خواکښې په زورو کښې وو نو ځموږ ډېرو شاعرانو ومترقى شاعري ته مخه کړي وه چي و دهغه شاعري ته د دوي يامقصد شاعري هم ويل کيدي شي او موږ دلته ددي ډيري بيلګي او ثبوتونه وړاندي کوي او ددي دمخه جي د پښتو سترو شاعرانو چي کلاسيک شاعران ورته ويل کيږي هغه هم د خپل خپل چاپيريال په رڼا کښې شاعري کوله.

مترقى نه يواځي شاعران دي بلکي سياست مداران او سياسي ګوندو نه هم د مترقى په نامه نومول کيږي خو دابيله خبره ده چي ځموږ سياست مداران چي دمترقي سياست علمبرداران وو نن هومره غير مترقى دي کارل مارکس هغه څوک وو چا چي په طبقاقي تضاد بشپړه يوه فلسفه او نظريه ورکړه چي نن هم دمارکس په د هغه فلسفه ولاړ دي خو دبده مرغه موږ د خپل دود سره سم دمارکس فلسفه داسلام په سيالي کښې و دروله او مسلمانان موږ د غير مسلمان په نامه ونومول مارکس يامار کسزم يو علم دي او ډېر پراخ علم دي ا د علم څخه په کار دي چي څوک مخ ونخ ګرځوي ولي چي پخپله لوئي څښتن (ج) وائي چي علم وکړي او دعلم په زور ما( لوئي څښتن) وپيژني ځما په آند چي مارکسزم دعلم يوه لويه څانګه ده بايد چي ردنه شي هو د چا چي ايمان ضصيف او کمزوري وي هغه په ځائي ددي چي دعلم په زور لوئي څښتن (ج) وپيژ ني هغه په چپه خوا روان شي او چاچي دعلم دلاري خدائي پاک پيژندلي دي هغه په لوئي الله (ج) داسي ايمان را وړي دي چي څوک يې په سرنه شي کيدي نه هغه متزلزله کيږي.

دمترقى اومقصد دادب باندي خبره روانه ده لکه وړاندي چي وويل شول چي کله د نړۍ سياست د مترقي انقلاب تر اغيزو لاندي وو نو د دريمه نړۍ شاعرانو او ليکوالانو هم و دهغه خواته موخه کړه او ډېر ستر ليکوال او شاعران يواځي دادبي مبارزه بلکي سياسي مبارزه کښې هم ومخ مخ ته وو خو ددي دڅنګه پښتانه هم په دهغه ډګر کښې تر نورو پاته نه وو چي د ډېرو نومونه دلته موږ راوړلي شو دوي نه يواځي خپل دهغه ډنډه ترسره کوله بلکي په سياست کښې هم دهر چاپه مخ کښې وو آن دا چي دوي و خپل هدف او موخه ت درسيدلو دپاره خپله خاوره هم پريښودله او غرو او نورو سيمو ته ولاړو او وسله واله مبارزي څخه هم مخ ونه ګرځاوي د پښتنو په دهغه مبارزو کښې موږ د ارواښاد کاکاجى صنوبر ارواښاد اجمل ختګ ارواښادنور محمدترکي رحمت شاه سايل ارواښاد قلندر مومند هميش خليل سليمان لائق داسي نور ډېر چي د قامي شاعران او ليک يې په طبقاتى مبارزي په اړه کړي ده دمقصد شاعري او دمقصدنثر ځکه موږ ورته ويلي شو چي دوي وټولني او پښتانه ولس ته په خپل ادب کښې ډېر څه ورکړي دي او د دوي کار او ادب به کله هم خپل ارزښت دلاسه ورنه کړي نن هم د دوي شاعري او نثر په ډېر شوق سره ويل کيږي ځکه چي پ وارو وارو د هغه کتابونه (ايډيشن) يې تر چاپ تيريږي ځکه چي دوي داسي څه بى مطلبه نه دي ليکلي يا يې شاعري په کښې کړي ده لکه د نن ورځي شاعران او ليکوال چي ځموږ ټولني ته وړاندي کوي چي وړاندي وړاندي ذکرو شو.

که د بيلګي په حيث موږ دارواښاد کاکا جى صنوبر ژوند ته ځير شونو دي څوهر اړخيزه شخصيت دي په يوه وخت کښې دوي شاعر دي ليکوال دي دخپلواکي عسکر اولاد ددي سياست مدار دي ټوله ايزه اړخ لري چي دده په هر اړخ باندي ډېر څه ليکل کيدي شي په دي ډول نور محمدترکي هم يوه داسي هستى وه چي په خپله خبره او نظريه ولاړ وو دوي خپله مبارزه دي ديوه سياسي کار کونکي وارو پيل کړه يو عام ژوند يې کاوي خوار سړي وو خ هدف يې ټاکل وو دهغه دپاره يې مبازره کوله ددي دپاره يې کتابونه وليکل د خپلي ټولني رښتني هنداره يې ولس ته وړاندي کوله بندي خانى څخه هم نه ويريدي او وخپل هدف او موخه يې ترلاسه کړه خو دابيله خبره ده چي دنړۍ والو دسيسو او سازشو ښکار شو داسي ډېر ننګيالان موږ لرو چي دهر يوه په ژوند کتابونه ليکل کيدي شي خو دا پوښتنه به ارومرو يو څوک کوي چي د دوي وفولاد غوندي اداري څنګه د دوي ملګري وي.

خو نن چي پښتانه افغانان د يو بل ډول ناورين سره مخامخ دي نو ځکه ځموږ رښتنى ليکوال او شاعرانو و دهغه ناورين په اړه و خپل ولس ته لاره ښائي داوخت چي و پښتانه ته کومه ور پيښه ده نو دوي هم په دهغه حالاتو راګرځي نن د پښتون افغان ديو والي زياته اړتياده نو موږ وينو چي لوئي لوئي شاعران لکه عبيدالله درويش رحمت شاه سايل پير محمدکاروان مطيع الله او داسي نور ډېر پښتانه شاعران په بشپړه پښتونخوا کښې رامخ ته شوي دي چي د ټولو نومونه دلته را وړل ګرانه ده نو ځکه چي موږ ويلي شو چي هغه شاعران او ليکوال چي دچاپيريال سرسم ولس ته ښوونه کوي او خپل ولس ته دخلاصون لاره ښائى هم هغه رښتني او هميشني دي هم و داسي چاته د قام سترګي ويل کيږي او په دي که نور څه نه شي ويل کيدي.

د بشپړه قام کښې دا يو لوئي سازش شوي دي چي کله هم ځموږ د هغه کهول د خپل ولس ستونځي په ګوته کړي دي ولس يې په دهغه مشکلاتو خبر کړي دي او د دوي دخلاصون دپاره يې ولس ومبارزي را بللي دي د دوي په ضد يې دسيي او سازشونه پيل کړي دي او زياتره يې داسلام سپيڅلي نوم ددي دسيسو دپاره ګار کړي دي او دهغه عمل دپښتانه قام په ضدد تيرو نز دي لسو پيړلو څخه را روان دي او نن هم دوام کوي چي ددي لوئي علت دا دي چي پشپړه پښتون افغان نالوسته پاته شوي دي او دليک او لوست دمخ نوي دپاره يې هم داسلام دسپيڅلي نامه څخه کار اخستي دي او ورور يې دورور په ضد د رولي دي چي نن د دوي دهغه دسيمى و خپل اوج ته رسيدلي دي کوم چا چي د ودي او مقصد خبره وقام ته کړي ده ددي دپاره يې مبارزه پيل کړي ده هغه بدوبدو نومونومول شوي او دکافر نوم يې ورکړي دي يا يې دهغه مخ نوي کړي دي .

اوس دا اړين شوي ده چي بشپړه قام په زياته بيا نوي کهول و تعليم او زده کړو ته روګرځوي د کلاشنکوف پ ځائي کتاب او قلم وماشومانو ته په لاس ورکړي د ژوند پ هر اړخ کښې لوئي پوهان رامخ ته کړي په زياته بيااسلامي زده کړو ته زياته پاملرنه وکړي او هغه څوک چي اسلام يې بيځايه د پښتون افغان د ځپلو دپاره دهغه وخته څخه ګار کړي دي داسي چاته د قرآن او حديث په رڼا کښې جواب ورکول شي ځموږ شاعر او ليکوال چي هميش يې دقام ستونځي په ګوته کړي دي هغه نوري هڅي وکړي چي دهغه شاعرانو مخ نو ي وکړي چي هغه د پښتنو او پښتون سپکاوي کوي دهغه مخ نوي وکړي او ولس هم رښتني شاعران او ليکوال وستائى لباس او نقلي شاعران او نورو ټکوي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←