د زور ورو اوبه په ځوړ خيږي
محمد نعيم کاکړ
خليل جبران وائي
Pity is the Nation who forgets its past so Easily
حيف او افسوس دي په هغه قام څوک چي خپل تير وخت ډېر ژر اير وي.
يو هغه وخت وو چي دوخت پاچا دافغانانو لويه جرګه په دي راغوښتي وه چي دبرتانيي حکومت چي بشپړه هنديې تر ګونډولاندي کړي وو او دافغانستان دوخت دحکمرانانو څخه داغوښتنه کړي وه چي د دوي داجازت په چپه افغانستان نه شي کولي چي دګاونډيانو او د نړۍ دنورو ملکو سره په خپل سر اړيکى ټينګي که هغه هر ډول اړيکى ولي نه وي نو کله چي موږ ته وائي چي داوکړه هغه مه کوه دافغانستان تاريخ د داسي وياړونو څخه ډک دي خو دلته د ذکر کولو اړتيانه شته خو په تيره وانۍ کښې هم يوه لويه جرګه وشوه چي تر دوه نيم زره زياته غړو ګډون په کښې کړي وو چي ډول ډول مشران او مخور هم په کښې را ټول شوي وو چي په هغه تړون خبري اتري وکړي چي دجوړ جاړي او د دفاعي چارو په اړه دي خو دهغه جرګه و هغه جرګي ته ورته نه وه د کومي جرګي چي وړاندي ذکر وشو ولي چي دجرګي ټولو غړو چي استاځيتوب يې پنځو کميټو کاوي ټولو وغوښتل چي دامريکا سره دي دهغه تړون ژر تر ژر ولسمشر حامدکرزئي لاس ليک کړي ولي چي دهغه تړون دافغانستان په ګټه دي خو جرګي نز دي وويشت وړانديځو نه ياغوښتني هم وکړي خو دجرګي يوي کميټي هم ددي تړون دلاس ليک کولو د مخه دا وړانديځ ونه کړي چي لومړي دي امريکا ځموږ وړانديځو نه ومني بيا دي تړون لاس ليک شي ولي چي دنړۍ تګ لاره او اصول هم دهغه وي خو خير داخبره به دلته پريږدو.
دامريکااو افغانستان ترمنځ به داتړون ارومرو لاس ليک کيږي که امريکا پخپله ددي تړون څخه په شانه شي ولي يو خوا د زورورو او به په ځوړخيږي دويمه دا چي پخپله ولسمشر حامدکرزئي دهغه تړون دافغانستان په ګټه ګڼې خو دوي دا خبره کوي چي په کار دي چي دامريکا ځموږ غوښتني ومني ياد دي باور موږ ته را کړي چي دافغانانو په کورو به دپلټني دپاره په خپل سرنه ننوځي دافغانستان په راروانو ټولټاکنو کښې به لاس وهنه نه کوي افغانستان ته به داباور ورکوي که چيري د ګاونډيو هيوادو لخوا په افغانستان بريدوشي نو امريکا به دهغه ځواب ورکوي ددي دڅنګه څه نوري غوښتني هم شته خو پخپله هم دهغه جرګي په وويشت مادو کښې وړاندي کړي دي که څه هم موږ نه دولسمشر حامدکرزئي د خبرو او غوښتنو ملاتړ کاوو نه دامريکا ددا دومره تلواري او نه دجرګي ملاتړي يو ديوه ناپيله نظر لاندي خپله لږ و ډېره پوهنه تاسو لوستونکو ته وړاندي کوو دولسمشر حامدکرزئي وړانديځو نه تر ډېره په ځائي باندي دي چي ددي دپاره به موږ دولس کاله د مخه او بيا تر اوسه چي څه شوي دي په هغه به ځعلنده نظر اچوو.
ملګر وملتو دستمبر ۲۰۰۱ء د پيښي وروسته امريکا ناټو او نورو ملکو ته اجازه ورکړه چي دوي خپل ځواکونه و افغانستان ته واستوي چي په دهغه هيواد کښې امنيت سوله او جوړ جاړي را ولي چي القائده او نورو په افغانانو باندي ناتار راوستي دي او دنړۍ د امنيت دپاره هم يو لوئي خطر دي ددي دڅنګه به دافغانستان بيارغونه دهغه دنړۍ ملکو نه کوي ولي چي افغانستان لومړي دشوروي روس په جګړه کښې وران شوي او بيا دمجاهدينو پخپل منځي جګړو کښې پاته هيواد هم لوټي لوټي شو او دا د لويديځو ملکو ډنډه او فرض جوړيدي چي دوي به افغانستان دنوي سره څخه رغاوي ددي دمخه په بون جرمني کښې دځينو افغانانو ډلو ترمنځ يو غونډه شوي وه چي په هغه کښې ملګروملتو امريکا او دناټو استاځو هم ګډون په کښې کړي وو چي ځيني پريکړي په کښې شوي وي چي دلته ذکر اړتيانه لري خو يوه پريکړه دا په کښې شوي وه چي هيڅ افغان ډله به و کابل ته نه ننوځي بلکي نړۍ وال ځواکونه به کابل ته ننوځي خو بيا څه وشو داټولو ته څرګنده ده هم دهغه لومړي سرغړو نه وه چي دباندنيو دشوي پريکړو سره وشوه او بيا چي په دهغه دولس کلو کښې چي څه وشو هغه ځموږ او ستاسو په مخ کښې دي القائده او طالبان خو دباندنيو ځواکو د راتلو دمخه دافغانستان څخه وويل او هر چاته دا هم معلومه ده چي چيري ولاړو او دهغه دولس کاله د کومه ځايه دافغانانو وژنو دپاره دهغه وسله وال راتلل او تراوسه راځي دناټو او امريکا د بمباري او نور څومره افغانان چي په هيڅ نه وو خبر ووژل شول بې کوره شول او نور څوني زيانونه ورسيدل دا دچا څخه پټ نه دي چي دلته ذکر کول څه اړتيا نه لري د بيارغوني په ډګر کښې چي څومره نړۍ والي مرستي راغلي هغه چيري ولاړي او څومره په کارو او بيارغونو ولګيدي ددي سره سره چي دهغه مرستي دافغان دولت لخوا ډيري لږ ګاريدي بلکي زياته هم دهغه مرستي درغونو په کارو پخپله لګولي چي دا هم چاته څرګندي دي دافغانستان وسله وال ځواکونه څومره په پښو ودريدي دا هم هر چاته روښانه ده د باندنيو ملکو څخه د وران کارو څومره مخ نوي وشو په دي باندي هم څه ويل عبث دي خو ددي دڅنګه يواځي ولسمشر حامدکرزئي وو چي دامريکا او ناټو او ايساپ څخه غوښتنه کوله چي دوي دي هغه ځايونه په نخښه کوي د کومه ځايه څخه دهغه وسله وال راځي خوار افغانان دي نه وژني دهغه غوښتنه حامدکرزئي پخوا هم کوله په لويه جرګه کښې هم وکړه او ددي دمخه يې په هره غونډه او ويناؤ کښې هم کوله نو که دوي دهغه غوښتنه اوس کوي او ددي دپاره دامريکا باور او ضمانت غواړي نو دا خو څه نوي يا بده خبره نه ده او کوم افغانان چي و ولسمشر حامدکرزئي ته ګوتى پورته هغه هم بايد داسي ونه کړي بلکي دامريکا څخه دوي هم ضمانت و غواړي ولسمشر حامدکرزئي د نورو افغانانو څخه بيل ارزښت لري ولي دوي په دي پوه دي که هم په دهغه حال کښې په ياده لوزنامه په پټو سترګو او په بيړه لاس ليک وکړي نو دده نوم دافغانستان په تاريخ کښې د شجاع او ببرک کارمل يا دنورو خائينانو وارو يا دول کيږي چي دي داسي نه غواړي ددي دڅنګه ولسمشر په اوسني لويه جرګه کښې دا هم وويل که لومړي امريکا او بيا پاکستان وغواړي په افغانستان کښې هغه وخت جوړ جاړي او سوله راتللي شي چي دي خبري طالبان هم تر پوښتني لاندي راوستلي دي؟ دويم دا چي ولسمشر وائي چي نه زه په امريکا باور لرم نه امريکا په ماباندي باور لري او بله دا خبره کوي چي دامريکا ارادي څه دي هم دي پوه نه دي نو ددي څخه هر څوک اټکل کوي شي او ولسمشر دانه غواړي چي ددي په لاس ليک دانوريدونکي ګوتي پوري وموژل شي ځکه دوي وائي چي په دهغه تړون دي نوي ولسمشر لاس ليک پنځه شپږ مياشتي وروسته وکړي خو داخبره هم ديادوني وړ ده چي امريکا څه کول غواړي يا دپر دي وشاته څه کيږي کيدي شي چي ولسمشريا خو په خبرنه وي يا ځان بيل ساتل غواړي؟
خو دا يوه خبره رښتيا ده چي په ځانګړي ډول امريکا او بيانورو ملکو افغانستان ديوه بدحال څخه په دوولس کاله کښې را استلي دي او په يوه ښه لوري روان کړي دي که يوه خواته افغانان په دهغه دوولس کاله کښې ډېر وځوريدل خو بلي خوا ته ډېر څه هم دنړۍ والو په مرسته ترلاسه کړل چي حامدکرزئي په هر ځائي د دوي سره وږه په وږه ولاړ وو او دکور غړي هم دمنځ څخه په يوه نامه او بل نامه واستل شول خو ملګري ولسمشر حامدکرزئي ور ماته نه کړه خو ددي دڅنګه دامريکادناټو او ايساپ هم ډېر ځائي او مالي زيانونه وشول چي افغانان به د دوي دهغه سرشندني ايري نه کړي ولي چي افغانان دچاښه او احسان نه ايروي خو که امريکا او ناڼو دافغانانو په دود او سائيکى پوه شي؟
اوس چي افغانستان ودي ځائي ته رسيدلي دي چي دسمسورتياپه لور ولاړ شي او ددي دپاره نه يواځي افغانانو ډيري سرشندني کړي ي خو امريکاناټو او ايساپ ځاني او مالي زيانو نه هم دايرولي وړنه دي خو افغانستان هغه وخت مخ په وړاندي تلى شي چي دامريکااو نورو ملکو مرستي ورسره وي ولي چي افغانستان په بشپړه پخپلو پښو نه دي دريدلي او ګاونډيانو هم خولي واځي ورته نيولي ده نو ددي دپاره په کار دي چي ټوله اړخونه يوه داسي لاره خپله کړي چي نه سيخ وسوځي نه کباب ولسمشر حامدکرزئي هم په تړون باند دتړون څخه ډه ډه نه کوي خو دي زړه وهي که په دهغه دولس کلو کښې امريکا ايساپ او ناټو په افغانستان کښې پشپړه جوړ جاړي او سوله راوستي وي افغان ځواکونه يې د هري لوري روزلي او داړتياوړ وسلي ورکړي وي او دافغانانو د کورو تلاشي يې کول ايله کړي وي ولي چي امريکااوملګر ويې په افغانانو کښې بيت هم ددي کبله ترلاسه نه کړي که دوي دافغانانو د دود کلتور او غوښتلو خيال دلومړي ورځ څخه ساتلي وي خو به نن دوي دافغانستان څخه وتلي خو افغانانو به د دوي ځواکونه پريښوول چي هم دا لوئي علت دي خو اوس هم څه نه دي شوي دهغه تړون به لاس ليک کيږي که امريکا غوښتو خو په کار دي چي امريکا افغانان وپيژنى او دملګري وارو چلن ورسره وشي. ځکه چي افغانان په زورجنت ته هم څوک نه شي بېولي خو ملګري سره دوزخ ته هم ځي که امريکا افغانستان څخه هم داسي ووځي په افغانانو څه اغيږي ن شي کولي ولي چي دافغانستان تاريخ هم داسي دي خو امريکا ناټو او نور ملکو چي په دولس کلو کښې څه دپاره وکړو هغه به په صفرودرسيږي امريکا ته به نړۍ د پخواني شوروي روس په سترګه ګوري او دوي چي ځان دښمنان بولي تر پخوا به پياوړي شي.
بيا خليل جبران څه وائي
Pity the Nation that Showers rose petals on its villans But bricks on its heroes.
درحم او افسوس وړ دي هغه قام چي په ويلين(بګيل) خو ګلان پاشي خو په خپل اتلان په تيږو وهلۍ
