اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ښاغلى ډاکټر کبير ستورى د دعوت سره په مرکه کې:


بــــزګـــر : د شعر او شاعرۍ سره موکله مينه پيدا شوه يا په بله مانا کله مو شعر ويل پيل کړل؟

ســـتـورى : د شعر او شاعرۍ سره ځما مينه د کوچنيوالي را هسې شته دى او په کوچنيوالي کې مې شعر ويل پيل کړي دي خو ليکلي مې ندي.
کله چې زه په 1964 ع کال کې جرمني ته د زده کړې د پاره راغلم نو بيا مې خپل ځينې شعرونه په يوه کتابچه کې ليکل وروسته ځما يو ماما چې شاعر و جرمني ته راغي ځما شعرونه يې وکتل خوښ يې شو اوخپله هم ئې څو شعرونه جوړ کړل او د يوه کتاب په بڼه کې چې " سکروټه" نوميده په جرمني کې په دوه زره ټوکه کې د سيلاني( افغان) او ( ستوري) تر نامه لاندې چاپ کړل.

بـــزګـــر: لومړنى شعر مو په ياد دى او که نه؟ او د لومړنيو شعرونو په اړه مو د خلکو غبرګون څنګه و؟

ســــتـورى : لومړنى شعر مې په ياد نه دى خو په " سکروټه" کې زما لومړنې شعرونه راغونډ شوي دى. "سکروټه" موږ د پښتونخوا ډېرو برخوته ورسوله او د خلکو غبرګون پرې ډېر ښه او مثبت و.

بـــزګـــر : ستاسو د شعرونو ډېره برخه د څه په باره کې ده مقصد مې دا دى چې عشقي دى، ولسى دى د وطن د مينې او که د پښتو ژبې سره په مينه کې دى.

ســــتـورى : مينه په شعر کې مهم رول لوبوي. د پښتو ژبې، وطن، خپل قام او اولس سره مينه ځما په شعرونو کې نغښتي ده. مينه، تخيل او احساسات د شعر جوړولو وسيله ده ښايست او ښکلا هم بې د مينې څخه بل شي نه دى.
مـــيــنه مــــــــور ده دښـــايـــســت کــــــــه څــوک پـــــــــوهــــــيــــږي
ښــــــــــايــســـــــتــونــــــه خــولــــــــه مــيــــنـــې پــــيـــدا کــــــــېـــږي
کـــــــه دا مــــيــــــــــــــنـــــــه نــــــه وى ودى وائـــــــــــــي څــــــــــه دى
چې بـــدرنګ ځــــــوى ښــــــايــــســـتـه، پــــلار تـــه ښـــکاريـــږي

بزګر: په شعر کې د کوم شاعر د طرز او ويلو په ليکه روان ياست او که خپله ځانګړى لار لرئ؟

ســـتورى : ځما شعرونه د يوه فلسفي ادبي بهير برخه ده چې ګڼ شمير شاعران ور پورې تړلي دى چې مشر نماينده ئي اجمل خټک دى.
خو څنګه چې شعر د شاعر سړيتوب (شخصيت) سره اړيکي لري او د هر شاعر سړيتوب د بل څخه توپير لري چې دا ځانګړتيا د شاعر په شعر کې را په ګوته کېږي.
چې ځما د شعر د پاره هم اتبار لري چې د يوي خوا د فلسفي ادبي بهير برخه ده او د بلې خوا ځانګړتيا هم لري.

بــزګـــر : ستاسو د خوښي شاعر څوک دى؟

ســـتورى : ځما د خوښي شاعر خوشحال خان بابا دى.

بــزګـــر: دپښتو شاعرۍ اوسنى بهير ستاسى له نظره څنګه دى؟

ســـتورى : د پښتو شاعري اوسنې بهير د حکومتونو سرکاري سانسورونه او زلونې ماتې کړيدي او اوس بېد ځنځيره او زولنو مخ په وړاندې روان دي.
د دې خبرې علتونه ډېر دي خو مهم علت يې په نړۍ کې تخنيکي او الکترونيکي وده ده چې حکومتونه او سرکاري مقامات په ليکوالانو، شاعرانو، معلوماتو او نظريو هغه شان پابندي نه شي لګولى لکه څنګه چې ئې پخوا لګوله.

بــزګـــر : په نورو شاعرانو کې مو د چا شعر ډېر خوښ دئ؟

ســـــتـورى : په نورو شاعرانو کې مې د رحمت شاه سائل، اکمل ليونې، لائق زاده لائق، پروفيسر اباسين يوسفزي او ډاکتر راجولى شا خټک شعرونه خوښيږي.

بـــزګـــر : د ازاد شعر په هکله مو نظر څه دى؟

ســـتـورى : د ازاد شعر په باره کې ځنې پوهان وائي چې دا د بلي ژبې د شعر ژباړه ده او د ژباړلو د لړۍ يا ترڅ کې ګوډ شوي شعر دى. ځما په اند هر شي يو بنسټي جوړښت لري.
د شعر د بنسټي جوړښت د پاره وزن، قافيه او تال ضروري دى که ويي نلري نيمګړي دى ښه به دا وي چې ادبې ټوټه ورته وويل شي.

بـــزګـــر : د پښتو شاعري راتلونکى څنګه وينئ؟

ســتـورى : د پښتو شاعرۍ راتلونکې ماته ډېر ځلاند او روښانه ښکاري. دا ځکه چې پښتو ته غټ تاوان پردې ژبو پښتنو واکمنو او سرکاري ليکوالانو او شاعرانو رسولى دى.
پښتو اوس د دوى د منګولو څخه خلاصه شوي ده او د اولسي شاعرانو او ليکوالانو لاس ته ورغلى ده.

بـــزګــــر : په پښتو شعر کې ستاسي د پاره څه شى ډېر مهم دى؟

ســـتـورى : ځما د پاره د شعر موضوع ګانې د کومو له مخې چې شاعران په ډلو ويشل کېدلى شي او په شعر کې د شاعر رول. غواړم چې دا خبره لږ څه روښانه کړم: تخيل چې د غېري رښتياني نړۍ پورې اړه لري د سرته نارسيدلو هېلو او ارمانونو کور دى شاعران د راپاريدلو احساساتو او جذبوتو په وخت کې چې د رښتياني ( حقيقي) نړۍ پورې اړه لري د مينې په زور سره نارسيدلي هيلى او ارمانونه د تخيل څخه راخلي او رښتياني نړۍ ته يې وړاندې کوي.
دا هيلي او ارمانونه د شعر موضوع ټاکي چې شاعر په کې يو يا ډېر رولونه لوبوي د ګل، بلبل، ناصح، کتونکي، تماشه کوونکي د يوي ډلې د نماينده او داسې نور. د شعر د موضوع او شاعر د رول څخه د شاعر د سړيتوب په باره کې معلومات لاس ته راځي.

بـــزګـــر : ستاسو د شعر يوه برخه پښتنو سندرغاړو د موزيک د ښکلا سره ګډه کړيدي. ستاسي له نظره پښتون شاعر بايد څنګه خپل شعر خپلو خوښوونکو ته ورسوي؟

ســــتـورى : موسيقي پښتون اولس ته د شعر د وړاندي کولو او رسولو غوره وسيله ده. نوري وسيلي هم شته دى. لکه مشاعري، غونډي، ورځپاڼې، مجلې، راډيو، ټلويزون، انټرنټ، او نور. په پښتنې ټولنه کې چې ډېر وګړي په کې د ليک او لوست څخه بې برخې پاتې شويدي. هغه وسيله غوره ښکاري چې د اوريدلو او غوږونو پورې اړه لري. دا د هر شاعر د امکاناتو او وسائلو پورې اړه لري چې کوم ډول او چاته خپل شعرونه ورسوي.

بــزګــر: تر اوسه مو څومره شعري ټولګي چاپ شوي دي؟

ســـتـورى : لومړنۍ شعري ټولګه لکه څنګه چې مې مخکې ياده کړه د سيلاني افغان سره په ګډه د ((سکروټي)) په نامه وه او نور شعرونه مې د (( پښتونخوا)) په نامه کتاب کې چې بيا وروسته په 1981ع کال کې چې د پښتون سوسيال ډيموکراټ ګوند جوړ شو. پښتونخوا يې د کوند نشراتي ارګان و ګرځيدچاپ شوى دى درې نورې ځانګړې شعري ټولګې مې چې ژوندى خيالونه، د قلم توره او سندريزپيغام نوميږي چې د پښتونخوا د پوهنې د دېري له خوا د ختيځ د بياروغوني اداري (کور) چاپ کړي دي.

بــزګــر: تر کومه ځايه چې زه خبر يم تاسې سياست هم کوي په دې مانا چې د يوه ګوند مشر ياست او په مسلکي توګه تاسو ارواپوه ياست او په خپل مسلک کې ډوکتور لرئ او ډېر خواږه ښه او په زړه پورې شعرونه هم ليکۍ ستاسي علاقه د کوم يوه سره ډېره ده؟

ســـتـورى : ځما ډېره مينه د پوهنې سره ده په لومړى سر کې زه دپيلوم ساپوه يا ارواپوه يم کله چې ما د پوهنې په رڼا کې د خپل اولس حال وليده نو د سياست ضرورت ليدل کيده نو په سياست مې پيل وکړ. شعر او هنر ځما د پاره په لومړى سر کې ساعت تيري وه خو بيا ژر دى نظر ته ورسيدم چې:
کـــه ادب، ســــيـــاست، هــــنر، شـــــــــريــــــک کـــــــړي کـــــــــور
او د پــــوهــــــــــي پـــــــــه اوږه ئــــې کـــــړي څـــــــــوک ســـــــــــــور
خـــــــــو ځــــــــــولـــــــې پــــــرګــــــــنــــــــې شـــــــــي دا مــــــي واوره
اتـــــــــحـــــــاد او پـــــــــــه وحـــــــــدت کــــــــې شــــــــــتــــه دى زور

بــزګــر: د دعوت خپرونې د هميشنى لوستونکى په توګه ستاسي نظر د دعوت په باره کې څه دئ؟

ســـتـورى : د دعوت خپرونه هر اړخيزه او د امکان د اندازي پورې سم معلومات خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. په جلاوطنۍ کې دا د وطنوالو د پاره غټ خدمت دي چې د رسنيو د تاريخ پاڼې به پرې زريني وی

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←