اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

موږ څه کوو؟ اومنډيلا څه وکړل؟

نيلسن منډيلا نز دي د ۸۷کلو په عمر کښې په حق ورسيدي که څه هم نيلسن منډيلا د څو کلو څخه ناروغه وو کله به په روغتون کښې وو کله به په کور کښې پروت وو د ناروغي د کبله ډېر پخوا منډيلا حکومتي او نورو چارو څخه لاس په سر شوي وو خو که دوي غوښتي د ژوند تر وروستي سلګي پوري دسويلي افريقا حکمرانان پاته کيدي شوي خو نيلسن منډيلا يو مبارز وو چي نز دي درې لسيځي يې دانګريزانو په بندي خانو کښې تير کړو انګريزان چي يرغلګر وو او د زور د څنګه يې هر حربه په دوي ګار کړه خو نيلسن منډيلايو قومي مبارو وو او يوه موخه او هدف و خپل قام ته ټاکلي وو نو ځکه تر هغه وخته په شانه شو تر کله چي دوي خپل قام او ولس ديلغلګړ و انګريزانو څخه نه وو رااستلي هم دهخي يواځني مبارز وو چي د دوي مبارزه سپيڅلى سوچه او هدف يې ځلانده وو نو ځکه چي قدرت هم د دوي ملاتړ ته وده ورکړه او د اوږ دي مبارزي وروسته يې نه يواځي خپل تور پوستي قام دسپين پوستو چاليا زيو څخه خپلواکه او آزاد کړي بلکي ولس دوي دتختي څخه و تخت ته ورساوي او دخپلواکي غوښتونکو دقامو دپاره يو مشل ومنل شو چي نه يواځي دنورو تر واک لاندي قانونه ځان ته يو سمبول ګڼې بلکي ټوله نړۍ کښې دنيلسن منډيلا نوم روښانه دي نن چي دهغه مبارز په حق ورسيدي نو په ټوله نړۍ کښې دخبرو خپور شو او دهر ملک مشر د دوي مړينه يوه لويه تشه وګڼله او د دوي په جنازه کښې به د نړۍ زياتره مشران په جهانسبګرګ کښې ګډون کوي.

انګريزانو په نيلسن منډيلا هراړ خيزه حربي په کار راوستي خو دوي د خپل هدف څخه يوانچ په شانه شو ونيلسن منډيلا ته انګريزانو د هر ډول آسانتياؤ دڅنګه د دوي د خوشي کيدو وړانديځ هم وکړي خو دوي په ځواب کښې ورته وويل چي زه يو سړي يم که زه خوشي هم شم او هر ډول آسانتياترلاسه هم کړم خو داڅه لويه خبره نه ده خو چي ځما قام او ولس دغلامي څخه خلاصون وموندي نو به دالويه خبره وي چي ددي څخه دا خبره څرګنديزي چي شخصيت او مشر دقامونو تاريخ جوړ وي چي دمشر مبارزه سوچه او روښانه وي نيلسن منډيلا ځکه چي د خپل قام اتل شو چي په نړۍ کښې ديوه داسي مبارز نوم وګټي چي دخپله سپيڅلي مبارز وو او دده هدف روښانه او څرګنده وو او تر هغه وخته يې مبارزه وکړه چي خپل هدف ته نه و ورسيدلي نن دي د نړۍ دپاره دخپلواک عدالت انصاف او مبارزي يو روښاته ستوري دي که دي اوس په دي نړۍ کښې پاته نه وه خو د منډيلا نوم به تر هغه وخته په دي اړه پاته وي چي دا نړۍ پاته وي.

چي کله موږ دنيلسن منډيلا او دده دهيواد دسويلي افريقا مبارزه د پښتنو افغانانو دمبارزي سره پرتله کړو نو دابه راته راڅرګنده شي چي ځموږ دمشرانو او ځموږ دټاټوبى مبارزه نه يواځي دپيړيو پيړيو څخه را روانه ده بلکي تر هر چا او تر هر قام يې زياته سرشندني هم کړي دي خو بيا يې هم لاس ته څه نه دي راواړي بلکي په زيان کښې روانه ده دنيلسن منډيلا په پرتله يادد دقام په پرتله پښتنو افغانانو هر وخت ډېر مبارز ومبارزي ته موندلي دي او دنيلسن منډيلا څخه هم په ډله ايزه دبند او جيلونه تير کړي دي آن دا چي دبندي خانو څخه يې په لوئي شمېر جنازي هم پورته کړي دي شتميو او جائيدادو څخه بى برخي شوي دي کورونه يې خوشې کړي دي وسله واله مبازره يې کړي بى ننګه شوي دي خو بيا هم دهغه هر څه په صفر دريدلي دي داسي نه چي ولس د دوي ملاتړ نه دي کړي ولس هر وخت په ډېروبدو حالاتو کښې د دوي په څنګه دريدلي دي خو بيا هم هيڅ هم نه ترلاسه کيږي دپيرروښان څخه نيولي بيا تر نن پوري دهر يلغرګر په ضد دي قام مبارزه کړي ده چي يو لوئي تاريخ ځموږ په مخ پروت دي خو بيا هم هغه آښ هغه کاسه متل راياديڼي کله ځموږ رن اندو پوهانو سياست مدارانو او عام خپل يو هيواد په خپل نامه نړۍ ته وروپيژندي توره يې هم وکړه ځان په نړۍ هم وپيژندي خو دننګيالۍ قام يې دنورو ملکو وارو تر يوه بيرغ لاندي دهميش دپاره نه کړي را ټول بلکي هغه دنيګه ګانو او تر يالانو کوم ټاټو بي ورته پاته وو هم په برخو برخو ورو ويشل شو او کوم ټاټوبي چي نوم يې په يادسيږي هغ نن دخطرونو او دشخړو په مخ کښې راګير دي هغه پښتانه چي وائي چي باندنيان راغلو او کوربانه يې وشړل چيري د موږ سره خو هغه لوبه ن د روانه ؟ وي چي چيري پښتون افغان ميشته ده په هغه ځائي باندي او ربل دي په خپله خاوره باندي بى واکه اولي اختياره دي او هر يو وده ته دکرکي په سترګه ګوري آخر دهغه بدمرغي ولي دهغه وراني يواځي ځموږ دولي کيږي هر ځائي چي ګوري د پښتون افغان وژنه او وراني روان دي که هغه افغانستان دي که شمالي پښتونخواده که سويى پښتونخوا ده که قبائيلي پښتونخواده او ياکه دکراچي ښار دي چي په لوئي شمېر پښتانه ژوند په کښې کوي پنځه ديش کاله کيږي چي افغان په افغان وژل کيږي پښتون په پښتون وژل کيږي او څوک داسي مشر نه شته چي دوي په خبر پوه کړي چي ورور وژنه تر کله؟ کله دالقائده او طالب پ نامه وژل کيږي کله د کيمونسټ او دبنسټ پال په نامه وژل کيږي کله په بل نانه او کله په بل نامه په هر ملک کښې طالب هم ژوند کوي مترقي وګړي هم پاته کيږي سيکولر هم وي آن دا چي داسي هم ولسونه شته چي مسلمانان دي خو دوي نه لمونځ کوي نه روژه لري نه بل داسي اسلامي ارزښت لري خو دوي کله هم يو بل عير مسلم ګڼې نه يو بل سره وژني نه په ډله ايزه جګړي سره کوي څرګنده خبر ده چي په موږ کښې ارومرو څه ول شته چي نه ځموږ مبارزو دمنډيلا وارو خپل هدف ته ورسيده نه موږ رښتني اسلام وپيژندي په کوم اسلام کښې چي ورورګلوي ده مينه ده محبت دي ورور وژنه څه چي دبشر وژني څخه اسلام ر مسلمان راګر ځوي؟

يو ځائي مى لوستو چي پخوانيو چاهانو د پښتنو افغانانو په اړه داسي ويلي وو.

۱. دمغلو پاچا مغل اعظم اکبر وائي پټهان افغان دملګري شي نه دجګړي دلاري.

۲. محمود غزنوي وائي که پښتانه سره يو شي او په اتقاق شي دوي په ټوله نړۍ حکومت کوي شي.

۳. لوئي اسکندر يوناني وائي چي کله پښتانه د جنګ ميدان ته ورودانګي نوبيا د دوي مخ نوي څوک نه شي کولي.

دا خبري او ينا څه په هوا کښې شوي خبري نه دي بلکي دوي داهر څه ثابت کړي دي خو نن يې څه حال دي نن خو دوي په خپله خاوره واک او اختيار نه لري نو څرګنده خبره ده چي يوه کيسه خوشته چي نن موږ ورسره ومخامخ يو کله چ زه په کوڅه کښې هغه افغان وينم چي ډېر ښه لنګي بګړي تړلي وي خو دي دکورو څخه بس او کچره راباسي او په مرداريو کښې لاس وهي نو صورت مي ولړځيزي چي دا خو هم هغه افغان دي چي په خپله بګړي ناريږي خو کار دمجبوري د کبله دمهتر بهنګي يا(SWEEPER) کار کوي دانو د يواځني افغان نه دي بلکي دوي بى شميره نور هم شته چي په پاکستان کښې په هر ښار کښې هم دهغه لويدل کار کوي ن شم ويلي چي په ايران او نورو ملکو کښې دافغانانو څخه کوم کوم کار اخستل کيږي.

راشي چي هر يو پع خپل ګريوان کښې وګورو چي پښتانه افغانانو کښې هغه کوم زيان او کمزوري ده چي دوي ورځ تر بلي لاندي روان دي د دومره اوږ دي مبارزي وروسته او د دوني لرغوني تاريخ دلرلو سره سره نن دوي دنړۍ هغه څوک دي چي د هر چا کرکه ځيني کيږي ولي چي د دا دومره مبارزي سره پښتنو افغانانو خپل هدف ترلاسه نه کړي نه يو داسي مبارز وليدل شو چي هغه و خپل هدف ته ورسيدي نه هم دنيلسن منډيلا وارو نه يواځي خپل ټاټوبى او ولس ته خپلواکي او تاريخ جوړ کړي څوک چي نن د نړۍ اتل نومول شوي دي پښتون افغان ولس دچا څخه ددي ګيله وکړي ؟ ځموږ ځينو سياسي مشرانو دنيلسن منډيلا څخه هم زياتي خواري او مشکلات تير کړو خو دوي هم نيلسن منډيلانه شو؟ په کار دي چي هغه تيروتني په ګډه وڅيړو پلټنه او شته يې وکړه او بيا يې خپل ولس ته نه يواځي وړاندي کړو بلکي هغ لاندي چاري هم ور په ګوته کړو چي ددهغه اوسني ناورين څخه بشپړه قام او ټاټوبى راوباسو هر چا چي تيروتنه په هر نامه کړي د هغه په ګوته ګړو او تراوسه چي دهغه ولس ته څه نه دي کړي هغه دمشري څخه بى برخي کړو او داسي مبارزان و موندو چي هغه دنيلسن منډيلا وارو سوچه څرګنده هدف ولري او ونړۍ والو ته داورو ښائي چي پښتون افغان که تر چا زيات نه دي نو تر چالويدلي هم نه دي خو دبده مرغه نه يې مشرانو و خپل قام ته د ده موخه او هدف ورڅرګنده کړي دي نه يې ځان ته دنيلسن منډيلا دجوړو سوچ کړي دي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←