، مورني ژبي په لومړيوزده کړوکې
مورني ژبي په لومړيو زده کړو کښې ولى ضرورى دي
عبدالجبارکاکړ
تيره اونۍ په يوه مجلس کښې خبري اتري رواني وي په دي مجلس کښې دقام پرستي پاټي او ګوند دمرکزي لارښو د دڅنګه ددهغه ګوند نور ځائي او مشران اولادان هم ناست وو نامتو ليکوال دمترقى ليکوالو مرکزي مشر چي و کوټي ته راغلي وو محترم سيلم راز هم د نيک مرغي سره په دا مجلس کښې ناست وو خبره په دي روانه وه چي په مورني ژبه ويوه ماشوم ته په لومړيو لګيو(CLASSES) کښې څومره ارزښت لري؟ څرګنده خبره ده چي په دي به هم خبره شوي وي چي په لومړيوليګو کښې په کار ده چي ارومر وو پښتنو ماشومانو ته په پښتو او د نورو ژبو ماشومانو ته د دوي په مورني ژبه لومړي زده کړي وشي ولي چي دا دپوهانو دتعليم ماهران او دروحي او نفسياني ماهرانو او پوهانو دا لارښودنه کړي ده چي لومړي زده کړي په کار دي چي يوه ماشوم ت ارومرو دده په مورني ژبه ورکول شي خو په مجلس کښې ناست دوطنپال ګوندد مرکزي مشر چي په رښتيا يې د قام ولي دپاره ډيري خواري او جيلو نه وړي دي هغه دا وويل چي نه دي په کار چي ماشوم ته لومړي زده کړي په خپله مورني ژبه ورکول شي دوي وويل چي زه خو خپل ماشومان ودي ته نه ايله کوم چي دوي دي لومړي زده کړي په پښتو وکړي چي ددي څخه موږ او ځموږ ماشومان څه ګټه نه شي ترلاسه کولي خو په دي بحث باندي تر ډېره خبري اتري وشوي هر يوه به خپل دريځ وړاندي کړي وي خو وروسته سيلم راز ته وويل شو چي دوي په دي اړه خبره وکړي سيلم راز ډيري حوالي ورکړي چي دا موږ ته وايو بلکي دنړۍ لويو لويو پوهانو دالارښودنه کړي ده چي يوه ماشوم ته په خپله مورني ژبه زده کړي او تعليم په لومړيو ټوليګو کښې اړين او ضروري دي په دي اړه ډېره بحث وشونو دهغه بحث بشپړه روئيداد دلته را وړل ګران دي.
دا وړاندي ليکه او خواله ددي دپار وړاندي شوه چي ځموږ په ټولنه کښې ډېر ښه ښه پوه او زيرک سړي تراوسه په دي نه دي رسيدلي چي په مورني ژبه يوه ماشوم ته درس اوښوونه کول څه مطلب؟ دا ډېر اوږ د بحث دي خو په لنډه او ځغړده به ووايو چي ديوه ماشوم تعليمى غوښتنه نفسياتي غوښتنه او کلتوري او دژبي سره دولدتيا په مانا کښې راځي خو ددي مطلب دا هم نه دي چي زده کونکي به بس هم دهغه مورني ژبه لولۍ نور به نه زده کوي نوري ژبي او دپخوا او د ضرورت سره سم به هراړخيزه زده کړي کوي نه خبره داسي ن ده دنورو پوهانو چي دټولو نومونه دلته ليکل به لاړ ډېر اوږ دکړي دلته موږ ديوه پاکستاني ژبه پوه ډاکټر ډاکټر رحمان ذکر دلته کوو دوي دماشوزده کړي په دروبر خو ويشلي دي لومړي زده کړي په کار دي چي پخپله مورني ژبه ورکول شي(PRIMARY) بياتر دي پورته زده کړي بايد په اردو ژبه ورکول شي او بيا په پورته ټولګيو کښې په انګريزي ژبي ورکول شي ولي چي په انګريزي کښې دسائنس او ټيکنالوجى په ګډون د زده کړو ټول ورونه ورته پرانستل شي دوي و خپل دي نظر ته ډېر ثبوتونه او رښتني ازمويني او تجربي وړاندي کوي چي ددي لاري يو زده کونکي څومره مخ په وړاندي رسوي.
دبده مرغه په پاکستان کښې دنورو چارووارو هر څه سره ګډوډ کيږي چي ددي څخه ځموږ د زده کړو ټولي چاري ويوه زده کونکي ته څه پايلي نه لري کله دموږ نيو ژبو څخه کرکه خپرول کله وائي که مورمي ژبي په ښوونځيو کښې راغلي پاکستان ته به زيان ورسيږي ضياالحق خو بيله دڅه سوچ او دليله څولسيځي په زده کونکو غربي ژبه وتپله ددي څه ګټه زده کونکو ته ورسوله په کار دي چي دپوښتنه دهغه چاڅخه وشي چا چي نوموړي ودي ته هڅولي وو ځکه چي اوس هغه څوک چي په غوښتنه هيلو او خو اهيشاتو يې د ملک تعليمي نظام جوړ کړي وو هغه نن دا خبره کوي چي دغلامانو سوچ لرونکو خپل دهغه غلام سوچ او فکر ځموږ په روان نسل او را روان کهول باندي دتپلو دپاره ځموږ ږده زده کړو او تعليم چاري او نظام سره ګډوډ کړي خبره ديو او دبرابري دنظام تعليم دکيږي خو په رښتيا هم زده کړي په طبقاتي نظام باندي ولاړي دي لکه.
THE POWERFUL AND AFFLUENTELITE OF PAKISTAN HAD INVESSTED TEDIAN ENGLISH AND THERE WAS NO WAY THEY WOULD ALLOW THEIR CHILDREN TO STUDY IN PUNJABAI OR PUSHTO ETS EVEN IT WAS FOR THE FIRST FEW YEARS OF THEIR LIVES NOR WOV-LD THEY TO STUDY IN URDU OR ANY OTHER LWC LATER.THEY GAINEN THEIR PROMINECE THEIR CLASS ADVAN TAGE AND THEIR SOCIAL GR-AES THROUGH ENGLISH. SO IT WAS INSANG TO THINK THEY WOULD LIKE THIS TO BE ALTERED TO THE ADVANTAGE OF THE HAVE NOTS(THE EXPPESS TRIBUNE)
خو چي خپلي خبري ته راځو راسي داوګورو چي دپنجاب حکومت لخوا چي په لومړي ټوليګو(CLASES) کښې انګريزي ژبه د زده کړو دپاره لازمى وګرځول شوه په هغه باندي دي د زده کړو او تعليم پوهان څه وائي دپنجاب حکومت په دي پريکړه باندي کلکى نيوکي شوي دي او يو را پور په دي جوړ شوي دي دانګريزي ژبي په لومړي زده کړو کښې دنافذکيدو به څه ګټي وي او څه زيان به وي په دارا پور باندي يوه چيړن غونډي وارو ناسته هم شوي وه وي دناستي ته د (LUMS ) نامتو استاد ډاکټر فضل باري او دانجمن ترقى تعليم عباس رشيد او نورو وينا کونکو وي واو رولي او ويل چي دماشومانو د روزني او دزده کړو او د دوي په ضد دهغه کيږي چي دا به ښه پايلي ونه لري ددي دڅنګه دپنجاب د حکومت په دهغه پريکړه باندي دوي نوري ډيري نيوکي وکړي.
رښتيا خبره دا ده چي دپاکستان زياتره چاري د داسي چا په لاس کښې دي چي دوي يا دوي مشران هميش دانګريزانو په چوپړ کښې پاته شوي دي يا دهغه چا تر لاس دي چي دوي دنورو سيمو څخه راغلي دي دوي ته دخاوري مينه دخپل دود او دستور سره اړيکى شليدلي دي نه دوي دخپلي مورني ژبي په ارزښت پوهيږي چي يوه بله لويه پيښه دا ده چي دخپلواکي په خوند نه دي پوه ځکه چي انګريزان خو ولاړو چاري دي ته وسپارلي خو خپلواکي دخوار ولس په برخه نه شوه.ځکه چي دوي په دي نه دي پوه چي په انګريزي ژبي زده کړي او تعليم يو شي دي او په انګريزي ژبه تعليم بيل څه دي.
دعوامى نيشنل ګوند د حکومت لخواد لازمي او اړينه وګرځول شوه چي د پښتو په ګډون هر ماشوم به لومړي زده کړي په خپله مورني ژبه کوي ويل کيږي چي په ډېرو سيمو کښې دماشومانو مشرانو خپل ماشومان دخپلو مورينو ژبو دلوستلو څخه ډه ډه وکړه او مخ يې وګرځاوي ولي چي لومړي يارانو دا اواځي کړي چي دپښتو په ګډون نوري مورني ژبي په ښوونځيو کښې مه لولۍ ولي که په په دهغه ژبو تاسي زده کړي وکړي نو به دروزګاره څخه بي برخي شي نو اوس تاسو خپله سوچ وکړي چي دنړۍ پوهان څه وائي او ځموږ خلګه څه وائي رښتيا خبره دا ده چي په کستان کښې يو داسي سوچ(MIND SET) شته چي هغه خپل نظر ته سم او نور ټوله نړۍ او رښتيا منلو ته دسره څخه تيار نه دي.
اوس په بلوچستان ايالت کښې دوطنپالو او قوم پرستو حکومت به دنوي کال (تعليمى) چي دمارچ څخه به پيل کيږي پښتو بلوڅي او بروهي ژبي به هر ماشوم په ښوونځي کښې لولۍ پښتونخواملى عوامي ګوند دهغه وخت څخه داغوښتنه کوله نو اوس چي دوي د حکومت برخه ده ځکه دوي دبلوچستان اسمبلي په غونډه کښې دا اعلان وکړي هم دا ډول نيشنل ګوند په موږنيو ژبو کښې وماشومانو ته د زده کولو غوښتنه لرله اوس چس د بلوچستان اعلاوزير هم دنيشنل ګوند مشر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ دي دهغه بشري سائنس نفسياتي او ولسي غوښتنه به په را روان مارچ کښې عملي شي چي د ډېرو خلګو لخوا د پښتونخواملى عوامى ګوند او دنيشنل ګوند ددي پريکړي هر کلي کيږي خو ددي دڅنګه په دپ لوئي عمل ومخ ته ډېر خنډو نه پراته دي چي هر څوک په پوه دي دايو ډېر لوئي او ستر عمل دي نو ددي عمل دسرکو دپاره و ډيري تياري ته اړتياده چي لومړي لويه ناخوالو دولس سر په خلاصول دي چي دوي په دي پوه شي چي په مورني ژبه ولي يو ماشوم ته لومړي زده کړي ورکول ضروري دي؟ او ددي دڅنګه نور هم ډېر تياري ته اړتياده خو تراوسه داسي څه نه ښکاره کيږي يا دا چي چند لوړ پوړي په دي خبر دي دي ځماد خبري مانا دا ده چي ولس په ذهني ډول ودي ته تيارول هم څه آسانه کار نه دي خو په دي اړه څه تياري نه ښکاره کيږي خو کله چي يو وزير وينا کوي نو داخبره ورسره وکړي.
ليکوال رڼ انده او شاعرانو دا ډنډه جوړسيږي چي دوي دمورنيو ژبو وماشومانو ته په لومړي ټوليګو کښې دلوستلو ارزښت باندي پوه او خبرکړي ځکه چي دا دټولو قومي او ملي فرض او ډنډه جوړيږي ځموږ خوا ولس چي په بشپړه پښتونخوا کښې دګټو او زيان په توپيرنه يوهيږي بايد چي دوي ته لارښودني په خپلو ليکونو کښې وګړي پښتو ځموږ دټولو ده او پښتو ځموږ نوم او نشان ياپيژندني ده نو بايد چي خپل وس ونه سپموو هغه ټولي ستونځي چي خيبر پښتونخوا ورسره مخامخ شوه په کار دي چي هغه دوي ليکوال هغه په ګوته کړي ولي چي شمالي پښتونخوا ددي ازموينو څخه تيره شوي ده او سويلي پښتونخوا ددهغه سترعمل څخه تيريدونکي ده او سويلى پښتونخوا پښتانه حکمرانان ګټه ځيني ترلاسه کوي شي چي دوي داوسه څخه ددهغه خوار يو دمنځ څخه دوړلو هڅي پيل کړي او يوه خواپاکي اورڼه لاره واخلي داسي نه چي بيا دنورو ناخوالو سره مخامخ شي او دهغه لويه دنده دليکوالو اورڼ اندو په مرسته مخه ته يو شي.
