ولې پښتونواله جرم دى؟ سليم ساپى
ژباړه: حبيب الرحمن تاثير،
پاکستان يو هيواد دى، لاکن د افسوس ځاى دا دى چې د ټولو پاکستانيانو قسمتونه يو ډول نه دي، که يو څوک غير پښتون پاکستانى دى نو د هغه قسمت ښه دى، خو که څوک د منځني پنجاب په ځانګړې توګه د لاهور پاکستانى وي نو د هغه قسمت خو بيا تر هر چا ښه دى (دطيب اردغان د اسلام اباد پر ځاى لاهور ته راتګ ته اشاره ده، چې لاهور د باقاعده پلازمېنې خواته بېول کېږي) او که څوک يو پښتون وي هغه به تر هر چا بدقسمت پاکستانى وي، که څوک يو قبايلي پښتون وي نو تر هغه بيا لوى بد قسمته پاکستانى نه شته، خو که څوک په وزيرستان کې اوسي نو هغه بيا انتهايي بدقسمته دى، پښتون تر هغه اندازې بدقسمته قام دى چې الله پاک خو يې سيمې ته تزويراتي اهميت وربخښلى دى، لاکن د شعور او تعليم له نعمت څخه بېخي بې برخې دى، هغه ته خداى داسي رهبري ورنصيب کړې ده چې يا خو يې د ملتپالنې په رنګينو خوبونو کې ښکېل کړى دى او يا يې ورته د پلار او نيکه د کيسو په اورولو باندې هغوى په مځکه باندې مېخ کړى دى، د هغه رهبران خو پر خپلو اولادونو په امريکا، بريتانيا او د لاهور په ايچي سن کالج کې زدکړې کوي، خو د هغوى زامن کله په يو او کله په بل نوم جنګوي، پښتو غريب دى، بېچاره دى، نالوستى دى، له مرګونو او وژنو څخه پرته نور هيڅ هم نه پېژنې، څوک هغه په ديني او څوک په ملي غيرت لوړوي او جنګوي يې، څوک يې د پيسې په زور او څوک يې مجبورا وژني، نتېجتا د هغه سيمه د نړۍ والو استخباراتي ادارو له پاره لېبارټري جوړه شوې ده، د جګړې ميدان خو د هغه سيمه ګرځېدلې ده، اوږه خو د هغه استعمالېږي، وينه خو د هغه بهېږي، مړه کېږي هم هغه، د وژلو والو والا هم هغه په خپله دى، لاکن جګړه، پيسه او وسله د نورو خلګو ده.
لومړى پښتون د فرنګي او وروس د جګړې نغرى شو، بيا دا هغه خپله جګړه و ګڼله د امريکا او سويت يونين په جګړه کې وجنګېده او اوس بيا د نړۍ والو او سيمه ييزو طاقتونو لاس پاکونى جوړ شوي جنګېږي او مړ کېږي، پښتون په ځانګړې توګه قبايلو ته دي وويل شي (امريکا، عرب دنيا، پاکستاني جرنېلان، مذهبي سياسي مشران، رسنۍ او داسي نور دي ورته وايي) چې اسلام په سرحدونو باندې باور نه لري، په افغانستان کې د سوويت يونين په خلاف جګړه او مړي کېدل ديني او قامي فرض دى، دا چې له عرب او عجم څخه مجاهيدين راغلي وو او هغوى ته په خپلو کورونو کې پناوې ورکړل شوې وې او د هغوى نصرت کول ستاسو ديني، اخلاقي او قامي فريضه وه، که په دغه لاره کې تاسو ژوندي پاته شوئ نو غازيان ياست او که مړه شوئ نو شهيدان ياست، چې هغوى همداسي کول، خو کله چې د دغه مجاهدينو په مقابله کې په افغانستان کې طالبان راووتل نو بيا نو د لاهور، کراچۍ او اسلام اباد عالمانو فتواوې ورکړې، مذهبي او سياسي رهبرانو ترغيب ورکړ او جرنېلانو هغوى مجبور کړل چې د دغه مجاهدينو په وړاندې د طالبانو ملګري شئ، دغه وجه ده چې ټول پښتون په ځانګړې توګه قبايلو پښتنو جلالدين حقاني او د هغه په رنګه نور مشران د سر پر سترګو کښېنول، شمالي وزيرستان د افغان مجاهدينو مرکز جنرل اختر عبدالرحمن او جنرل حميدګل جوړ کړى وو، څنګه چې د دغه جلالدين حقاني او نورو طالبانو مرکزونه د بېنظيربهټو او نوازشريف د حکومتونو په وختونو کې د هغوى سړو ته ورپاته وو.
د ناين الېون له پېښې څخه وروسته پروېزمشرف اعلان وکړ چې:له نن څخه وروسته دا هېرو زيرو، يعني طالبان ترهګر دي، نور بايد د دوى ملګرتيا ته د پاى ټکى کښېښوول شي، ګويا پښتنو ته يې وويل چې: په تېرو دېرشو کالو کې هغوى کومه نظريه خپله کړې وه په شپه شپه کې دي هغه بدله کړي، د جنرل علي محمد ورکزي په سربراهي کې جنرل پروېز مشرف په زرکونه تنه پوځيان په قبايلي سيمه ګې ځاى پر ځاى کړل، په هره ايجنسۍ کې دغه قبايلي مشرانو د ګلونو غاړګۍ په غاړه کې ورواچولې او هغوى ته يې ښه راغلاست ووايه، ځکه چې ورته ويل شوي وو چې: دغه پوځ د دې له پاره دلته راغلى دى چې د القاعده او طالبانو ملګري قبايلي سيمې ته را نه شي، لاکن دا د پاليسۍ اعلانيه وه، خو تر پردې لاندې نور څه کېدل او دا لامل وو چې په زرګونه تنه د القاعدې او طالبانو تړاو لرونکي دغې سيمې ته راغلل، کله چې رسنيو د دغه شي په اړه راپورونه خپاره کړل چې دلته دا لوبه روانه ده، نو هيچا هم غوږ و نه ګيراوه، کله چې بيا کيسه تر حد تېره شوه نو امريکا زور راووړ چې بيا په جنوبي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې اقدم وکړ، په ټول پاکستان کې دا خبره مشهوره شوه چې قبايل ترهګر دي او يا هم د ترهګرو ملګري کوي، پايله يې دا راووته چې د پاکستان په هر ښار کې پښتون او قبايلي ته د شک په سترګه کتل کېدل، که محرم وي او يا کومه بله دا ډول موقع، په لاهور او راولپنډۍ کې د حفظ ماتقدم په توګه پښتانه نيول کېږي په تاڼو کې بنديانېږي، نورې قبايلي سيمې خو يوې خواته يواځې د شمالي وزيرستان جاج اخلو چې حال يې دا ډول مخې ته راځي، چې دلته افغان طالبان له ناين الېون څخه وروسته هم په يو نه يو ډول رياستي سرپرستي او بيا لږ تر لږه د رياست د سترګو پټېدو له امله پاته کېږي.
زموږ پاليسي جوړوونکيو افغان او پاکستاني طالبان په جلا جلا باور کولو په مفروضه باندې درول د پاکستانيانو په نظر کې رښتيا له پاره بېخي زور لګوي، لاکن په وزيرستان کې افغان او پاکستاني طالبان کله هم جلا نه شي پاته کېدى، هغوى يو وو، يو دي او يو به وي، د هغوى موخه او مقصد هم يو دى او اميرالمومنين هم يو دى، دا لامل دى چې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو تر سايې لاندې ځي، د هغه ځاى خلګ دا هر څه په خپلو سترګو له ډېر نزدې څخه ويني او څاري او کله چې اولس په دې پوه شو چې د دوى رياست د يو قوت په خلاف نه دى، نو دوى لېوني دي چې هغوى به د چا په وړاندې پورته کېږي، له دغه خلګو سره په دوه زره اووم (۲۰۰۷م) کال کې ګورنر يا والي علي محمدجان ورکزي پرېکړه وکړه او د هغوى له پاره يې ټول رياستي مراعات بحال کړل، څنګه چې يوې خواته هغه جهاد کوي له امريکا سره جنګېږي، بلې خواته هغه د مدرسو او مسجدونو سمبالوونکي دي، دريم لور ته د هغوى په اړه رياست سترګې هم پټوي، نو ځايي قبايل به هغه پر خپلو اوږو ولي نه کښېنوي؟، د تېرو اووه کالو په موده کې هلته د زرګونو په شمېر کې پوځيان شتون لري، د بنو او ميرانشا ترمنځ په لويه لاره کې يې په درزنونو باندې پوستې جوړې کړې دي، د شمالي وزيرستان اوسېدونکي چې تر دغه پوستو تېرېږي نو له ډول ډول خبرو اورېدو سره مخامخ کېږي، خو کله چې دوى تر هغوى تېر شي نو بيا د طالبانو تر واک لاندې رياست ته داخلېږي، په دغه دروان کې چې د پاکستان په کوم ځاى کې هم د طالبانو کړنې کېږي، چارواکي اعلان کوي چې ريښې يې له شمالي وزيرستان سره تړلې دي، چېري چې هم خلګ تښتول کېږي هغه وزيرستان ته وړل کېږي.
له دغه ځايه طالبان راغلل او د بنو بندي خانه يې ماته کړه، بېرته ولاړل لاکن هلته موجود پوځ ته د هغوى په خلاف د کړنې اجازه ورنه کړل شوه، اوس له تېرو څو ورځو څخه د شمالي وزيرستان په څه برخه کې پوځ کاروايي پيل کړې ده، نو له دې څخه وړاندې نه خو د سيمې خلګو ته د سيمې د پرېښوودلو خبردارى ورکړل شوى وو او نه هم هغوى ته لاره ورکړل شوه، له تېرو پنځو ورځو څخه هلته ګرځ بنديز دى، څرخي الوتکې بمبار کوي، خوراکي توکي نه پيدا کېږي، خلګ خپل ټپيان هم بنو او يا پېښور ته نه شي راوړلاى، له سيمې څخه د روزګار او تعليم لپاره دباندې تلونکي وزيرستاني د خپل ال و عيال له پاره فکرمند او پرېښانه دي، رسنيو ته هلته د ورتګ او بې طرفه رپورټينک کولو اجازه نه ورکول کېږي، د رياستي ادارو دعوه ده چې ترهګر وژل شوي دي، لاکن د سيمې د خلګو دعوه ده چې په درزنونو اولسي خلګ يې وژل شوي دي، پوښتنه دا ده چې د جنرل ضياءالحق، جنرل حميدګل، جنرل علي محمدجان ورکزى، جنرل مشرف او داسي نور يا بيا نوازشريف، اصف علي زرداري، سيد منورحسن او مولانا فضل الرحمن او نورو د غلطو پاليسيو سزا ولي پښتون او قبايلي ته ورکول کېږي؟، پوښتنه دا ده چې د دولت په مذاکراتو باندې څه وشول؟ او که يې د عملياتو پرېکړه کړې وي، نو اعلان يې ولي نه کېږي او له هغه ځايه د سيمې خلګ ولي نه ايستل کېږي؟، ولې په دې هيواد کې پښتون يا قبايل جرم دى؟ او زموږ چارواکي دا غواړي چې هر پښتون يا لږ تر لږه هر قبايلي دي طالب جوړ شي؟.
