اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

کاکاجى صنوبرحسين

موږ دهغه باندنيو خبري اژانسو چي دا وخت په پښتو ژبه خپروني کوي دزړه د کومي ستاينه بايدوکړو په زياته بيا د دمشل راډيو د ډيوي راډيو چي دوي موږ ته نه يواځي تازه او نوي خبرونه ا روي بلکي په زړه پوري پروګرامونه وټولو پښتنو ته غوږ ورسوي په زياته بيادهغه رسنېو دا وياړ چي دوي ته پښتنو دننګيالو د ورځو دلمانځلو ياد دوي تليسن په اړه جوړ شوي پروګرامونه په هواکښې ځموږ دپاره خوروي نه يواځي دوي دپښتنو دسترو ننګياليو په ژوند خپروني کوي بلکي ځموږ تاريخي وياړو نه ادب شاعري لنډه دا چي بي شمېره څه د دواړو رسنېو دلاري پښتنو ته رسيږي پرون دجمعه په ورځ د پښتنو ديوه ننګيالي دتلين په اړه هم دضوبر حسين کاکاجى په اړه معلومات راکول شول ددي دمخه دارواښاد خان عبدالغني خان دتلين په ورځ چي په ټول پښتون افغان وطن چي کوم پروګرامونه شوي وو هغه د ټولو غوږو ته ورسول که هغه دوي رسني نه وي نو ډيري ګرانه چي وه چي په دي اړه دومره پښتانه خبرشوي وي ددي څخه دمخه ځلاند ورځپاڼي لخوا به دکاکاجى صنوبر او ځموږ دنورو اتلانو په اړه د دوي د ورځي په مناسبت ليک راتلي خو ددي واره دناخبرتيا اوستي دکبله دځلاند چارواکي په دي ونه توانيدل دا خو ددهغه رسنېو چي هغه باندني دي چلونکي يا چارواکي دومره پياوړي دي چي دوي دومره ښه خپرونى جوړه وي او خپروي يې ځموږ ځائي په دي کار پوه دهغه پيښي هم نه شي کولي او يوه بله بدمرغي چي ځموږ دليکوالو اديبانو او شاعرانو په برخه شوي ده دوي تراوسه په يوه خول يا چوکاټ کښې راګير دي دخپلو ننګياليانو يانوري ليکي کول يوه خواته دوي په دي هم نه دخبر چي ددهغه لويو پښتنو تلين ياد دو په ژوند څه وليکي آن دا چي دوي ته دا هم نه دڅرګنده چي د دوي ورځي کله دي خو خيردنومول شو ورسنېو او د دوي دکارکونکو چي څومره ستاينه وشي زه لږ شميرم دوي په دا څو کلو کښې دومره څه وکړه چي نورو په څو لسيځو کښې نه دي کړي؟

کاکاجى صنوبر چي کال ۱۸۹۷ء کښې دپيښور څخه په نز دي پروت يوه کلي کښې سترګي وغړولي خپلي لومړي زده کړي هم په دهغه کلي او پيښور کښې ترسره کړي خو دلومړي ورځي څخه دخپل ټاټوبى دخپلواکي او آزادي دپاره مبارزه پيل کړه او تر کال ۱۹۶۳ء پوري خپلي دي ميارزي ته دوام ورکړي چي هم په دهغه کال کښې نز دي ۶۳کلو ژوند وروسته سترګي ددي نړۍ څخه پټي کړي خو خپل ژوند يې ټول په مبارزه کښې په هر ډول بدحالاتو کښې تير کړي موږ ټول په دي خبر يو چي لومړي انګريزان او بياد هغه ځائي ناستو ته هره خبره دځغم وړده خو دخپلواکي يا دخپل قام غم خوړل و دوي ته دښمني ښکاره کيده او کيږي خوارواښادکاکاجي صنوبر يو داسي مبارز وو چي دوي نه يواځي د خپل قام دخپلواکي ږغ پورته کاوي بلکي ددي دپاره يې دوسله والي مبارزي څخه هم مخ نه ګرځاوي ددي دڅنګه کاکاجى صنوبر دخواري کښو او بزګرانو او خورانو دپاره هم مبارزه کوله او د دوي دحق دراوړ لوغوښتنه يې کوله ځکه چي موږ کاکاجى صنوبر يو مترقي وطنپال او مبارز ګڼلي شوه چا چي ديوه مشکل څخه مخ نه ګرځاوي او دوي دامبارزه د قلم او د عمل باندي ثابت کړي دي او ددي وياړ دپاره ليک هم کاوي شاعري يې کوله او يو مجله يې چاپ کوله دوخت دواکمنو دکاکاجى صنوبر وارو کله ربليږي نو ځکه دوي خپله مبارزه دغرو او ګږنګو ورسوله او دوطن څخه ليري په کلو کلو دخپلي خاوري او دولس دپاره نه ستړي کيدونکي مبارزه دخپلو ملګرو سره مخ ته يو وړه کاکاجى صنوبر په يوه وخت کښې دخپلواکي غازي وو شاعر ليکوال صحافى او اديب هم وو او دوي ډېر کتابونه هم ليکلي دي چي څه چاپ شوي او څه ناچاپه پاته دي خو دبده مرغه دوخت حکمرانان نه يواځي دکاکاجي صنوبر وارو مبارزنه يواځي ترټي بلکي د دوي دبدنامه کولو لوهڅي هم کوي چي په ولس کښې دهغه رښتنې ځائي او مکان پيدا نه کړي د کاکاجي صنوبر وارو بې شميره پښتانه مبارز هم داسې حکمرانانو د ولس څخه ليري ساتلي دي خو ليکوال او رڼ اندو ته په کاردي چي په ياد وساتي او د ټولو سپيڅلو مبارز وپيژندنه په پښتون ولس کښې وشې هم دهغه ټول ځموږ د تاريخ برده ده او هغه قامونه چي خپل خپل تاريخ ايروي هغه دهغه سړي وارو دي چي يادوني (ياداشت) ځيني واخستل شي چي دا د قوم وراني دي ټولو خلاصون په کښې وي که دا ټول هر ځائي پراته دي ځکه دا د ټول پښتون افغان ناورين دي چي ځموږ په کور کښې غورولي دي که په دي څوک خوشحاله کيږي که خوابدي کيږي او هغه څوک چي ځموږ ټاټوبى يې داور ډګر جوړ کړي دي هغه دي د شاشجاع د وخت پيښې ولولي او د موږ څخه دي د غلامي په ځائي د ملګري په سترګه و ګوري هم دهغه نړۍ وال اصول دى. دمشال راډيوپه مننه عبدالجبار کاکړ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←