اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ځموږ تاريخ موږ ته څه راښائي

محمد نعيم کاکړ

08.01.2014: کله چي شور وي روس په تيري پيړي کښې چي دپيړي وروستي کلونه وو ړنګ شو نو امريکا او د هغه ملګرو چي په سر کښې برتانيه وه داو انګبرله چي اوس نړۍ د دوي شوه او د دوي په خوښه به روانه وي نو ځکه دهري لوري دوي هلي ځلي پيل کړي په دهغه وروستيو کلو کښې يو کتاب چي نوم يې ځما په اند فکري مغالطي وي چاپ شو دهغه کتاب که څه هم ډېر غټ وو خو په دي کتاب کښې داسي بحث شوي وو چي د څه مطلب و لاس ته دراړولو يه ځائي په کتاب کښې داسي هڅه شوي وي چي لوستونکي سوچ او فکرور ګډوډ(CONFUSE) کړي زه چي د نن حالاتو ګورم نو داسي راته ښکاري چي نن دهغه زور ځواکو هم داسي حالات جوړ کړي دي چي هر څه يې سره ګډوډ کړي. په زياته بيا ځموږ په دي سيمه کښې چي پښتون افغان ټاټوبى دي چي دهه ژوندي بيلګه دافغانستان د اوسني حکومت او ددي دڅنګه دطالبانو غورځنګ دي چي چاته نه څرګثديږي چي څوک د چا سره ولاړ دي او څوک څوک لو بوي او د څه دپاره يې لوبوي ځکه چي په رسنېو کښې موږ ګورو چي ډېر خلګه د حامدکرزئي په چلن کلکي نيوکي کوي او ډېرو بيا طالبان په مخه کړي دي نز دي دولس کاله کيږي چي دنيمي نړۍ زورځواکى وافغانستان ته دسولي دټينګولو په پلمه راغلي دي خو تراوسه په داخاوره باندي سوله نه د راغلي بلکي دا ويل کيږي چي د پښتنو افغانو د منځ څخه دوړولو دپاره به دهغه د ورور وژني جګړه نوره هم دوام و لري څه ټاکل وخت نه دي ښکاره داسي نوري ډېري خبري او ثبوتونه دي چي وړاندي کيدلي شي خو د ټولو دلته ذکرنه شي کيدي ولي چي دمطلب خبري به پاته شي خو پوهان او زيرک لوستلي په دي ټوله لوبه پوهيږي او ليک هم باندي کوي خو يو ځانګړي نظر تراوسه ځموږ دهغه پوهانونه دي تراوسه يو کړي نه دي چي په دي وخت کښې اړتيانه يو داسي پوه او دټاټوبى رښتني سياسي خادم او چوپړوهونکي راوتلي دي ته يو ډله ددي دومره لوئي ولس څخه را وتلي دي چي هغه ودي ځپل شوي قام ته داخلاصون يو لاره په عملى ډول وړاندي کړي او قام باندي را ټول کړي ځکه چي دمشري دعويدارانو په دهغه سخت وخت خپله دنده دلاسه ورکړي ده ځکه چي يو تشه او خلارامنځ ته شوي ده که دهغه تشه ژر تر ژره ډکه نه شي نو نوري ناخوالي به ځموږ په برخه وي چي پښتانه افغانانو سره به هغه څه کيږي چي دتيرو پنځه ديش کلو په ځانګړي ډول ددي دولس کلو څخه را روان دي.

دلته په کار دي چي موږ څو خبري دتاريخ څخه راواخلو د زور ځواکو استلعمار چيانو رښتني ځهره وپيژنو ځموږ دټاټوبى جغرافيائي ارزښت په نظر کښې وساټو ځموږ دځينو پخوا نبوتش په نامه کړني داوسنيو سره پرتله کړو ددي سرشندونکي ولس ذهني سو يه دنړۍ او دسيمي د حالاتو سره سم دولس وهيلو او غوښتنو سره سم چي نور ډېر څه شته هغه هم د نظرونه غورځوو لکه دوي پيړي دمخه چي ځموږ قام او ټاټوبى دکوموناخوالو سره مخامخ وو هغه ته ورته حالات نن هم موږ راګير کړي يو که څه هم په دهغه دوو پيريو کښې په ټوله نړۍ په زياته بياځموږ په خاوره او قام ډيري ناخوالي او بدي ورځي تيري شوي دي چي ددي يو مطلب دا راؤي چي موږ په حيث ديوه قام دخپل تاريخ څخه څه نه دي زده کړي پښتانه وائي که يو وار چاتيراستي نودي دي خدائي خوار کړي که دويم وار د هوکا کړي بيادي دي خدائي خوار کړي او که دريم وار تيراستي نو تادي خدائي خوار کړي موږ ځکه خوار او زار يو چي موږ هر وخت تيروتنه کړي ده دچاڅخه مو کړي ده ولي مي کړي ده؟ تر کله به کوو په دي باندي کله په حيث ديوه قام موږ سوچ نه دي کړي نه موږ دهغه دلستوڼو دمارانو سرو نه غوڅ کړي دي چي هميش يې دنورو دپاره خپل ولس او ټاټوبى وا ورته غور ځولي دي يا هغه چا څخه موږ پوښتنه کله نه دکړي چي دبدي په وخت ځان ناخبره ساتي خوچي خوشحالي ورځي خاوند هم وي وغيره وغيره نن چي ځموږ پ ټاټوبى او ولس څه تيريږي په هغه څوک نه دي خبر نن لکه نوره نړۍ چي ځان اچولي دي مشرانو هم غوږ کن سترګي پټي کړي دي داسي څوک نه شته چي هغه وقام ته داوښائي چي دهغه ناورين ولي په موږ جوړ دي څه دپاره او چاجوړ کړي دي؟ او ددي مخ نوي به څنګه په ګډه کيږي؟

د زور ځواکو او استعمار نه په لو زباور کيږي نه د دوي په دوستي ملګري او دښمني بايد څوک باور وکړي هر څوک زور ځواک چي د زور نشئه يې په مخه واخلي بيانو هغه وړوکي ملکوته تر پښو لاندي کول څه هارنه ګڼي ولي چي د دوي په مخ کښې نړۍ واله تګ لاره او قانون اصول څه ارزښت نه لري که ولسمشر حامدکرزئي لکه څنګه چي خبره کوي چي ځمادا داغوښتني دي ومني نوبه لوزنامه لاس ليک کوم د حامدکرزئي داغوښتنه دسره څخه بيځايه او عبث ده دهغه زور ځواکو په دا دولس کلو کښې په شوي لوزناموکله عمل کړي دي او بيا که د دوي داغوښتني ومنل هم شي څوک داباور ورکوي چي په شوو لوزونو به دوي عمل کوي ولي چي د زورواکو په خمير کښې داسي څه نه شته ولسمشر کرزي تر ټولولو لويه تيروتنه دا ده چي دوي خپل ولس په ځان نه کړي را ټول که ولس په دوي چاپيروي نو به دهغه من ماني دهغه راغلونه کولۍ خو طالبان دي هم په دي نه خوشحاله کيږي چي په حامدکرزي افغان ولس نه دي راټول نو به ارومرو ځموږ ملګر وي خو خبره داسي نه ده ولي چي اوس هر څوک په لويه پوه شوي دي او هره څهره څرګنده شوي ده چي دا ځان ته يو بحث دي.

لکه وړاندي چي وويل شول چي دافغانستان نني حالات دوي پيړي (۱۸۴۰ء) ته ورته دي چي کله انګريزانو داهڅه وکړه چي دافغانستان خاوره په دا ډول تر خپل واک لاندي راولي چي افغانانو ته داباور ورکړي چي دا هر څه چي دوي کوي هغه دافغانانو دګټي دپاره کوي نو ځکه دوي شاشجاع رامخ ته کړي چي دا دافغانستان دتخت رښتني وارث دي شاشحاع چي په عمل او کړو وړويې موږ خبريو دانګريزانو سره هره هغه خبره ومنله چي افغانستان په زيان خو دبرتايني په ګډه وه دوي غوستو چي شاشجاع به په نامه پاچاوي چي افغانان په وغوسږي خو واک او اخيتار به دانګريزانو وي انګريزانو ددي دمخه د پښتنو افغانانو ومشرانو خانونو پيرانو ديني علماؤ او مخور ته ډېر روپى بډي ورکړي او ډېر لاس پوځي د ځان ملګري کړو شاه شجاع دخپلوپو خونونو په بدرګه کښې و کابل ته د باچاپه حيث روان کړي وافغان مشر تابه او ولس ته يې دا باور ورکړي چي دوي به نو موړي پاچا په تخت کښينوي بيا به بيرته خپل ځواکونه دافغانستان څخه راباسي وشاشجاع سره يې هم داسي لوز نامه کړي وه او بله داپلمه يې جوړه کړه چي په افغانستان کښې دا وخت ګډوډي ده دوي به دهغه ګډوډي هم ختم کوي او دافغان ولس دښيګڼي کارونه به هم کوي دافغانستان دوخت اميران لکه امير دوست محمدخان چي ملک يې دولس او دمشرانو په مرسته خوندي کړي وو د دوي څخه هغه ټول افغان مشران بيل شول ولي چي دوي ته انګريزانو ددمخه څخه بډي ورکړي وي او دباور يې ورکړي وو چي دوي شاه شجاع دافغانستان پاچاجوړ وي د کابل په تخت يې کښينوي بيا دوي بيرته وهندته ستانه کيږي انګريزانو دافغان مشرتابه په ملګري باندي کښيناوي خو واک او اختيار يې په خپل لاس کښې وساتي او هغه چا چي ددي سره مخالفت کاوي هغه نيول او و هندته دبندي په حيث ليږل آن دا چي جا دشاه شجاع دباچاپه جوړولو کښې دانګريزانو مرسته وکړه هغه يې هم په يوه او بله پلمه ونيول او هندته دبندي په حيث واستول ددي دسيسى دپاره چي دوي کوم مخور د ځان ملګري کړي او په تمه کښې ساتلي وو چي کله د دوي څخه کار واخستي نوټولو ته جواب ورکړي چي موږ خو يو ډول لوز د تاسو سره نه وو کړي پخپله دشاه شجاع سره څه وکړو هغه تاسو په تاريخ کښې لوستي شوي شاه ديوه بت وارو ناست وو او پخپله په وارو وارو داخبره کوله چي دي پاچانه بلکي يو غلام دي چي په خپله خوښه ولاړيدي نه شي وا او اختيار خو په خپل ځائي وو انګريزانو چي په خپل ځواک او زور وياړ کاوي او ځان ته يوه پريکړه کړي وه افغانانو د دوي سره څه وکړه دا يو لوئي درس وو چي دوي بايد اخستي وي خو زور ځواکه کله خپل غرور څخه لاس په سرکيږي او دهغه وخته څخه نيولي تر نن پوري انګريزانو پښتانه په کراره نه دي پريښودلي نن هم دهغه اور د دوي دلاس په سرشوي نه دي څومره زيان پښتون افغان ته رسيږي اوس يې هم رسوي تر دي نوره دښمنى لا څه چي دپښتانه افغان په وجود يې توره کښې کړه اوس هم دهغه وجود پاته ساتل غواړي دهغه زور ځواکه به څنګه دبشر د حقوقو درناوي وکړي په لوزنامي به عمل وکړي ولسونه به سوکاله کړي.

دکله څخه چي د پښتون وجود دوه ځايه شوي دي بيا يې روغه ورځ نه دليدل او د دا اوسنيو ناخوالو تر ټولو لوئى علت هم دا دي چي موږ دويري د خپل وجود د يو کولو لو ږغ نه شو پورته کوي د کله څخه چي دهغه فرنګي ودي سيمي ته رالويدلي دي دهغه ورځي بيا تر نن پوري دوغه ورځ پوري نه دليدلي فرنګى تللي نه دي بلکي په سيمه کښې پاته دي خو په مخ يې بل مخ نښلولي دي.

هم پخوا پښتون افغان څخه لوئي تيروتني شوي وي هم اوس ځيني کيږي څوک چي دنورو په زور ځان د رول غواړي په زياته بياد زور ځواکو په بسياکيو ولاړيږي هغه هم داسي ډلونه خوري لکه پښتانه افغانان چي خوري لومړي تيروتنه هغه وخت وشوه چي د تور دبدلون هڅه وکړه او بيايې سري لښکري دبدلون داستالو دپاره راوغوښتي بيا دبوڼ په لو زنامه کښې چي اوسني حکومت پ وجود کښې راغلي چي په زور ځواکو يې باور وکړي او د دوي فطرتي کردار يې ځان پوه نه کړي دويمه تيروتنه چي په داپنځه ديش کلو وشوه چي طالبانو ځان په دي پوه نه کړي چي داجګړه دچاده او دڅه دپاره يې د دوي په زور کوي؟ ددي ټولو ناخوالو يواځني لاره دا ده چي د دواړه ځواکونه دنوره په بيساکي څخه کارونه خلي بلکي خپل ولس ځان ملګري کړي او يو داسي لاره په داسي جرګه کښې غوره کړي چي په هغه کښې دتولو خلاضون په کښې وي که دا ټول هر ځائي پراته دي ځکه دا د ټول پښتون افغان ناورين دي چي ځموږ په کور کښې غورولي دي که په دي څوک خوشحاله کيږي که خو ابدي کيږي او هغه څوک چي ځموږ ټاتوبى يې دا ور ډګر جوړ کړي دي هغه دي دشاشجاع دوخت ولولي او دموږ څخه دي دغلامي په ځائي دملګري په سترکه وګوري هم دهغه نړۍ وال اصول دي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←