اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتنو او پښتو

سهار څاشت يوه ملګري ټيلى فون راته وکړي چي نن درې پاتاوي دي او د درې سروو پاتا وي ته به ورځو ما د خپلې ناستي ځائي ته د راتلو وويل چي نوموړي را ورسيدي او يو بل ملګري هم ځما د رسيدو سره را ورسيدي درې سره په موټر کښې روان شول لومړي پاتا ته ورغلو دعا يا خواست کونکي نه وو دهغه په ځائي يو بل څوک ناست وو چي هغه هم ځموږ د پښتو ژبى يو شاعر او اديب بلکې ډېر وخت دراډيو سره پاته شوي دي دوي لومړى په عربى دعا وکړو بيا يې په پښتو ښه اوږد خواست وکړي چي په رښتيا يې ښه خوند راکړي دويمي پاته ته ولارو بيا دريمې ته په دريمه پاته کښې چي ځموږ دولادړيدو وخت وو وشوه چي دعا وپائي ته ورسيده.

ما مولوى صاحب ته په خندا کښې وويل چي په هغه بله پاته کښې دعا يا خواست په پښتو کښې وشو چي ډېر خوند يې راکړي تاسو لکه چي پښتو خواست يا دعا نه شې کوي ملاصاحب و ماته وکتل او بيا ناستو خلګو و ملا ته وکتل ځما په اند چي ما څه چپه بول نه ووکړي ځکه چي ملا صاحب په لومړي پاتا کښې چې پښتو دعا او خواست کاوي نو په هره جمله يې موږ پوهيدو او چي امين امين يې موږ باندي کوي هغه هم ښه خوند راته کاوي خو چي په بله ژبه دعا کيږي که موږ په پوهيږو يا نه پوهيږو موږ امين امين باندي کوو خو ددي د څنګه دا خيال هم په زړه کښې راغلي چي يواځي ولي د پښتو دهغه ليکوالان شاعران په دهغه خپلې پښتو هر څه ورکاوي او هر ځائي يې وړاندي کوي آيا دا نور چي په شمير کښې هم زيات دي دوي ولي په دهغه خپله ژبه کښې باک نه وهي او د پښتو سره چي هر ځائي د ډېرو وخته څخه زياتوب کيږي دوي يې په کيسه کښې هم نه دي نه دي خبر دي چي د پښتو سباون به څه وى...؟

رښتيا خبره داده چي پښتو او پښتنو باندي لومړي ګوځار او زوال هغه وخت وخت پيل شو چي کله تيمورشاه پلازمينه د کندهار په ځائي کابل وټاکي او د پښتنو دود او دستور په ځائي يې د نورو بودوباش خپل کړل آن دا چي د پښتو ژبى ځائي فارسي ته ورکول شول پاچا سلامت د پښتنو د دوداو رواج په ځائي د ايرانيانو او قزلباشو خو يو نه خپل کړل د پښتنو جامي او اخلاق يې د منځ څخه يووړل پاچا خو پښتون او هيواد د پښتانه وو خو د چارواکو ژبه يې فارسي وه او د پښتو سره ناولده وو آن دا چي کال ۱۷۹۴ء کښې پاچا تيمورشاه پښتانه سرداران د واک څخه بې واکه کړو او ټولي حکومتي چاري يې و قزلباشو او ايرانيانو ته ورسپارلي ولي چي دده کولداري ايراني وه احمدشاه بابا چي د پښتنو لوئې مشر او باچا وو دهغه برياليتوب هم په دي کښې وو چي دوي د هري قبيلي پښتانه سرداران په ځان راټول کړي وو او هر کار به د دوي په خوښه او صلاه کاوي پښتو او پښتنو دويم لوئي ګوځار هغه وخت و خواړي چي انګريزانو په زور په ۱۸۸۳ء کال کښې اميرعبدالرحمان ودي ته اړکړي چي د ډيورنډ په کرښه ورسره رضا شې چي د پښتانه وجود په دوه ځائي باندي بېل کړي او د نن پښتانه د ناخوالو لوئي علت هم دهغه دي او تر کله چي پښتانه بيا يو وجود شوي نه وي دهغه ناورين به وده کوي خو لږوالي به نه ووينې چې دا ويره هم ورسره تړلي ده چي پښتون افغان خپل پښتنونوالي او خپله پيژندنه دلاسه ورکړي نور ډېري تاريخي پيښې شوي دي چي دلته ذکر نه شې کيدلي يا خبره بيرته سياست ته ځي چي دهغه ځائي هم دلته نه شته خو دا يوه خبره اړينه ګڼم چي د نن د ناخوالو يو علت د بشپړه پښتون افغان يو قومي او وطني اقتصاد نه لرل دي چي قومونه په اقتصاد باندي سره راټول وي دهغه نن چي د نشئي توکو د کاروبار د څنګه ځموږ په بشپړه خاوره کښې څه راکړه ورکړه کيږي دا هم اقتصاد نه دي او دا لږ و ډېر چي بيا هم څه کيږي هغه د بل تر لاس لاندي دي او دهغه بل کله هم نه غواړي چي پښتون، افغان يو پياوړي اقتصاد ولري.

موږ چي د ډيورنډکرښي و يوې خوا او بلې خواته و ګورونو دا به راته څرګنده شې چې دواړو خواو ته د پښتو او پښتون سر بد روان دي چي نه يواځي ګاونډيان بلکې د نړۍ زياتره ملکونه په دهغه بده کښې لاس لري چي هر وګړي په دي پوه دي خو و نورو ته د ګوتو د نيولو د څنګه په کاردي چي موږ هم په خپل ګريوان کښې و ګورو په کوټه، پيښور، کراچۍ او نورو ښارو کښې د کلو کلو څخه د پښتو دودي او پرمختيا دپاره ورځپاڼي مجلي کتابونه تر چاپ راووځي خو هغه د څو مياشتو يا د کال دوه وروسته بيرته بندي شي ولي چي حکومت ددوي مرسته نه کوي او پښتانه نه د پښتو ورځپاڼه نه مجله او نه کتاب باندي پيسي ورکوي نه يې تراوسه دا سوچ دوي کړي دي چي په يو څو روپو دهغه ورځپاڼه مجله او کتاب باندي د ورکولو څخه ده ده هيڅ نه په کيږي خو په دهغه څو روپو ځموږ پښتو وده کوي هم داسې حالت د کابل، هرات، جلال آباد، کندهار يا په افغانستان کښې دي چي ودي ته ورته زياتوب ورسره روان دي آن دا چي په افغانستان کښې کوم ټيلې وپيژنى د پښتو شبکى او چينلى دي د هغو سره هم ډېر ناوړه عمل کيږي کله کله چي د کابل ځيني ټيلي ويژني چينلونه د پښتو د چينلونو سره پرتله کوو نو دادورايه راته څرګنده شې چي په دوي هم دهغه سوري او سايه غوړيدلي ده.

داسې نه چي پښتنو افغانانو کښې لوئى لوئى شتمن نه شته بلکې ډېر لوئي پنګوال لري چى شميرني په بيلن بيلن کښې کوي خو په دهغه ځايه ملا ماته ده که دا وويل د دوي څخه دهغه حس کاوي خو دهغه قامي بورژ وانن په هيڅ ځان نه پوه کوي په کاردي چي د هري لاري دهغه کهول وهيڅول شې چي ددي ژبى او ددي خاوره حق په دوي باندي دي په کاردي چي ادايې کړى.

خو بيرته هم داسي سوچ لرونکي کهول راپورته شوي دي چي دوي دننې نړۍ په غوښتنو پوه دي او دوي د پښتو او د پښتون افغان په ناخوالو خبر دي او ددي هڅي هم کوي چي د دهغه اوږد مهاله ناخوالو څخه خپل قام او خپل ټاټوبى راوباسي چي ددي اټکل ددوي د ليکنو څخه کيږي چي په انټرنيټ باندي يې موږ ګورو يا يې نورو ته وړاندي کوو خو يواځي په ليک او شعر باندي کارونه نه تر سره کيږي نه په تودوتودو ويناو کارونه تر سره کيږي تر هغه وخته چي په عملى ډول ګامونه نه وي پورته شوي د خپل ټاټوبى او د خپلې ژبى او د خپل ولس د خلاصون دپاره ډېر څوک ځموږ هر دواړو خواو ته موجود د خو دا ټول په يوه لړي کښې پېول او راټولو لوته اړتياده او د نن معلوماتي ټيکنالوحي دا کار ډېر آسانه کړي دي چي کرښې او سرحدونه يې د منځ څخه وړي دي نن هر وګړي کولي شي چي د نړۍ په هر کونج کښې د خپل هم خيال سره اړيکي ټينګي کړي نو د قام لوستي وګړي په زياته بيا ځوانان د وخت او آلاتو (I.T) څخه ګټه واخلي او خپل وجود سره راټول کړي او يو سوله ايزه کړنلاري و ځان ته وټاکي سوله ايزه ځکه ورته وايم چي پښتون افغان د جګړو څخه ډېر ځوريدلي دي دوي و سولي ته ليواله دي چي د دوي خپلواکي او د دوي ارزښتونو درناوي وشې د دوي لوئي څښتن ورکړي حق ومنل شې د دوي د ګريوان څخه نور لاسونه وکاږي او دوي پريښودل شې چي د خپل دود او دستور سره سم خپل ولس او ټاټوبى سوکاله کړي او هغه شيطاني قوتونه چي پيړيو پيړيو څخه د قام ځورولي دي اوس يې دوران کار او تهره ګر په نامه نوموي هغه دي د بشر په نامه دوي پريږدي خو ددي د څنګه پښتنو افغانانو ته هم په کاردي چي دوي په خپل ګريوان کښې وګوري چي هر هيواد ولي دي موندلي دي دا د ټولو تياري په کاردي ځکه چي ۲۰۱۴ء کال روان دى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←