اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ترکله به افغانان دکړاونو

ترکله به افغانان دکړاو نو سره مخامخ وي؟

محمد نعيم کاکړ

19.01.2014: يو ملت چي د بل په خوله خبره کوي يا د نورو په لارښودنه ږغيږي يا د رښتيا او حقيقت څخه سترګي پټوي يا د تاريخ څخه زده کړي نه کوي يا د خپلو ډله ايزه يا ځاني ګټو په خاطر هر هغه څه کوي چي دده ګټي يا دده د ډلي ګټي خوندي پاته شې يا هغه څوک چي هر څه ورته څرګندوي خو رښتيا نه شي ويلي يا خبره د منطق او اټکل په ځائى د نورو د خبرو او ازواوپروپيګنډو څخه اغيزمن وي نو هغه کله هم نه شې کولي چي و خپل ولس ته سوچه او خواپاکى لاره وښائي او خپل ولس په داسې لاره د روانو هڅي وکړي او نور د ځان سره ملګري کړي د بده مرخه افغانانو د تېرو پنځه ديش کلو څخه هر اړخيزه سرشندني ورکړي دي خو بيا هم دوي په دي خبره پوه نه دي چي ولې دوي د نورو د ګټو ښکارشول او اوس هم ښکار دي يو داسې ملت چي په سينه يې د زور د لاري چاړه تېره شوي وي او هغه بيا هم په پلمو او بهانو ځان خلاصوي نو ددي په ځائي چي څه خبره ونه کړي هغه به ښه وي د ډيورنډ کرښه په زور راکښل شوي وه که هغه د وخت د پاچا په هوکړه شوي وه يا د ولس په خبري يا ناخبري شوي وه ددي د منلو څخه يانه منلو څخه څه فرق نه راځي خو ځما د خبري مانا بايد چي په مطلب کښې وانه خستل شې خو بايد د رښتيا څخه هم سترګي پټي نه شي ځما د هغه مبارزو ليکوالو او رڼ اندو څخه دا هيله ده چي دوي و خپل ولس ته رښتيا وړاندي او يوه داسې سوچه تګلاره و ولس ته وړاندي کړي چي دهغه خوار ولس د دهغه ناورين او اور څخه څنګه را استلي شو.

داسې خو موږ په انټرنيټ باندي ډېر څه ګورو چي هر يو خپل وړانديځ وړاندي کوي خو د بده مرغه دوي دهغه وړانديځونه د يوې او بلې خوا د اغيزو په زور د هغو خبره زياته مخ ته وړي ډېر لږ داسې ښکاره کيږي چي دوي و خپل ولس ته رښتيا وړاندي کوي نن بشپړه ملت تاټوبى داور په سړه لمبو کښې سوځل کيږي خو هيڅوک داسې نه ښکاره کيږي چي دوي ملت ته د رڼا يو بڅرکه ورښکاره کړي بلکې دوي يا خو د کرزئي په حکومت توري ګورتي مږي يا ددي دولت په مخالفينو چي دويم اړخ يا طالبان ورته ويل کيږي هغه د خپلو نيوکو لاندي راولي خو هيڅوک داخبره نه کوي چي دا دواړي خواوي ددي ناورين مسئول دي ولي چي دا دواړي خواوي خپلواکه نه دي او د دوي واک او اختيار د نورو په لاس کښې دي نو چي د چاواک او اختيار په خپل لاس کښې نه وي نو بيا څنګه موږ يوه ته ښه او بل ته بد ويلي شو خو ددي څخه هم ډه ډه نه شې کيدي چي دادواړي ډلي په دي ناورين کښې برخه لري او د دوي کردار ارزښت لري خو ددي څخه مطلب دا هم نه دي چي يو لوري موږ په غره وحيږوو او بل وڅاه ته واچوو بلکې د دواړو خواو ښه او بدو ځان ته او ولس ته څرګند کړو خو د پريکړه ونه کړو چي يو ښه دي او بل بددي چي په داسې کولو باندى ځموږ نا پيل توب ته زيان رسيږي او چي څوک و خپل لوستونکي ته د يوه ناپيله په حيث خپله خبره نه وړاندي کوي نو لوستونکي خپله رايه او سوچ د داسې ليک په اړه نه شى جوړولى.

د تاريخ څخه په کاردي چي زده کړه وشې خو افغان په دي لاره کښې کوره ده ځکه چي دوي کله هم د شخړو څخه نه دي وتلي که څه هم په نړۍ کښې دوي د جنګ کولو ملت په حيث نومول شوي دي خو که په رښتيا ورته وکتل شې نو پښتانه افغانان تر هر چا سوله ايزه او جوړجاړي مين خلګه دي خو دوي باندى هميش نورو جګړه تپلې ده هم هغه وخت چي خپله افغانانو د نورو يرغلګرو ملګري کړي ده او خپل وروڼه يې ورسره وژلي دي چي ښکاره بيلګي يې موږ په دهغه پنځه ديش کلن ناورين کښې په ګوته کولي شو هر افغان ننګيالي چي د خپلې خپلواکي دپاره پاڅون کړي دي دښمن په افغانانو کښې خپل لاس پوځي موندلي دي هغو ته آسانتياوي ورکړي دي او ددي آسانتياو دپاره دوي د خپل ور ورسره جګړي کړي دښمن ته ګټه رسولي ده او خپل ملت او ټاټوبى يې و دښمن ته حواله کړي دي داسې ډيري پيښې ځموږ د تاريخ برخه جوړي شوي دي خو د بده مرغه چاچي داسې غداري کړي ده هغه هم لکه غاړه ژوند کړي دي لنډن دا چي موږ د تور او بور توپير نه دي کړى.

اوس راځو خپلې خبري ته دا رښتيا خبره ده چي دا وخت افغان پښتون ته د جوړ جاړي او سولي ضرورت دي او که موږ خپله د جوړجاړي هڅي ونه کړي نو به موږ و خپلې وراني او بربادي ته خپله بلنه ورکوو او دا وخت چي د بيلو بيلو افغان ډلو وشاته کوم لاسونه اوږده دي دهغو غوښتني به موږ خپله ورپوره کوو ځکه چي بيله د افغان پښتون بل هيڅوک هم نه غواړي چي دهغه روانه جګړه دي و دريږي او افغان وژنه دي ختم شې بلکې که دوي د خپلو ګټو دپاره ځموږ په خاوره د زوري وسلو اړتيا وليده ددي څخه به هم مخ ونه ګرځوي نو ځکه موږ وايو چي سوله او جوړجاړي ته يواځي او يواځي د افغانانو اړتياده.

اوس پوښتنه داده چي د افغان ملت د لوئى او زياتي غوښتنې سره سم روانه جګړه د بندولو خبره ولې يو لورې نه کوي ددې سره سره چي طالبان د خبرواترو د سولي په نامه په قطر کښې دفتر پرانستي او د افغان دولت په ځائى د امريکا سره لومړى خبري اتري کول غواړي خو ددي د څنګه بيرته د خبرواترو بهير په ټپه دريږي او امريکا داوړانديځ کوي چي افغانان دي په خپلو کښې د سولي خبري وکړي چي دا يو په بل د باور نه لرله دويم طالبان دا اټکل کوي چي دوي و افغانستان ته راغلو باندنيو ځواکو ته ماته ورکړي ده او باندنيان به د افغانستان څخه خپلې پښې سپکلوي او بيا به دوي هغه څه کوي چي د دوي خوښه وي خو رښتيا خبره داده چي د دوي (طالبانو) دا سوچ او فکر سم نه دي ځکه چي و افغانستان ته دهغه باندني ځواکونه ايله يا اتفاقي نه دي راغلي ددې وشاته د برتاينې د دوه نيم سوه کلو را روانه پروګرام او لويه لوبه وه چي ددې دپاره پخپله په ناپوهي او پوهي و دوي ته لاره اواروله او بيا دهغه لويه لوبه نزدې يوه پيړي مخ کښې امريکايانو په مخ وړي او په دي کښې د افغانستان د يوه ګاونډي ملک ډېر لوتي کردار دي روانه جګړه د طالب لوري ولي نه دروله کيږي بيرته هم هغه خبره ده چي د افغان دولت وارو طالبان خپل واکه نه دي او دوي دهغه څه کوي چي دوي ته ويل کيږي تر کومه چي د باندنيانو د راتلو خبره ده يا بيرته د تلو خبره ده دا دوي د ګټو د خوندي کولو پوري اړه لري دوي افغانستان نه ددې دپاره نه دي راغلي نه يې دهغه په کهربو ډالر دلته لګولي دي چي دوي په افغانانو ډير مين دي يا وو داخام خيالي ده چي باندنيان به د طالبانو او د نورو د ويري د افغانستان څخه ستانه شې دوي د مخه دا ويلي دي چي په ۲۰۱۴ء کښې به د افغانستان څخه ستانه شې خو د دوي حضور به بيرته هم په افغانستان کښې وى.

رښتيا خبره داده چي د نړۍ په زياته بيا ددې سيمى په ځانګړي ډول د افغانستان سياست ډېر پچيلي دي چي په دي ځان پوه کول ډېر اړين دي داسې هم نه ده چي د جګړه جهاد دي او د کفر او اسلام جګړه ده بلکې په يوه وار د جګړه ډېر اړخونه لري او په يوه وار د نړۍ د ډېر و ملکو ګټي په دهغه جګړي کښې نخښتي دي او يو لوري ودي ته تيار نه دي چي د خپلو ګټو څخه لاس په سرشي خو د بده مرغه د هغه جګړه په افغان خاوره داوږدو کلو څخه را روانه ده او افغانان پښتانه په کښې وژل کيږي او هيواد يې په کښې ورانيږي ځکه چي د نړۍ تر هر چا د هغه ملت او ټاټوبى اغيزمن دي نو ځکه تر هر بل چا و افغانانو ته د جوړجاړي او سولي اړتياده نو هر هغه څوک چي ځان ته پښتون افغان وائي هغه و سولي ته کاروکړي که هغه افغان دولت دي طالبان حزب اسلامي وي که د حقاني ډله يا په وزيرستان کښې ميشته پښتانه وي بلکې په پاکستان کښې چي کومي سياسى او مذهبى ګوندونه دي په کاردي چي په سيمه کښې لومړى د جنګ درولو او بيا د سولي د راوستلو هڅي وکړي ځکه په دهغه نړۍ واله جګړه تر ټولو زياته دوي وژل شوي دي چي څومره دهغه جګړه اوږديږي هم دومره به دهغه ملت او ټاټوبى ورانيږي اوس د هغه پوښتنه هم افغانان د افغانانو څخه کوي چي دوي خپله هم نور دهغه هيواد ورانول غواړى.

زه دهغه ټولو افغان پښتنو د رڼ اندو ليکوالو او ناپيله سياست مدارانو څخه خواست کوم چي دوي خپل هيواد او ملت د دهغه اوږده ناورين څخه د استلو دپاره خپل وړانديځونه او ليکنى وکړي او خپل ولس په رښتنې حالاتو خبر او پوه کړي او که دهغه ډلي چي د نورو په ملاتړ خپل ټاټوبى بيا هم په جګړه کښې ښکيل ساتل غواړي دهغو مخ نوي دپاره ولس راغونډ کړي ولي چي وروستي پريکړه هم د ولس په واک او اختيار کښې ده دينې علماو کښې که ځينو د نورو په لمسون د خپل ولس په ضد توتيې کړي خو په لر او بر افغان خاوره کښې هم بې شميره ديني علماو په داسې مشکل حالاتو کښې د خپل ولس سره دريدلي او د ولس مشري يې کړي ده موږ د خدائي په نامه د دوي څخه خواست کوو چي دوي د اسلام په چوکاټ کښې رامخ ته شي او خپل ملت داده مشکل څخه راوباسي او داخبره په نظر کښې وساتي چي په بشپړه افغان خاوره کښې د نامداره مشرانو مخورو او نور وژنه ولي د طالبانو د جګړي په سايه کښې وژل کيږى..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←