چې ژبه ختم شې قوم ورسره ختم شى
عبدالجبارکاکړ
19.01.2014: ژبه د يوه قام پيژندګلوي ده چي ژبه د مينځ څخه ولاړه شې قوم د منځ څخه ولاړشي د تاريخ په اوږدو کښې ډېره قومونه د منځ څخه تللې دي ځکه چي ددوي ژبه ختم شوه ځکه چي هر قام داهڅه کوي چي خپلې قامي ژبې يې وده او پرمختيا وکړي په پښتنو کښې ديوالي لويه يووالي هم ځموږ ګراني پښتو ټينګ ړي دي بيا ځموږ دود او د ستوردي پښتانه ځان ته خپل دود او دستور لري خپله ژبه لري او خپل ټاټوبى لري نو ځکه دوي د دهغه ارزښتونو څخه پيژندل کيږي که د دهغه درو ارزښتونو څخه پښتو د منځ څخ واستل شې نو بيا به پښتون هر څه دلاسه ورکړي بيا پښتو خو د پښتانه د يو بل د پوه کولو نوم نه دي بلکې پښتو ځموږ د ژوند تګ لاره او ځموږ د غيرت نخښه ده دا هم نه ده چي پښتو پښتو د اسلام د چوکاټ څخه وتل دي داسې نه ده پښتو چي په حيث د يوه قام د اسلام سپيڅلي دين او مذهب د خپل کړي نو دوي د اسلام په چوکاټ کښې خپله پښتو وساتله په څه بدلون کولو پښتو او پښتونولي ته يې دوام ورکړي ولي چي پخوا هم د پښتو دود دستور په انسانيت ولاړوو او نن هم چي کله چاته څوک وائي چي فلانکي پښتون دي نو ددي هرومرو مطلب دادي چي نوموړي مسلمان هم دي او پښتون هم دي ځکه د پښتو پښتون په منځ کښې هيڅ توپير نه شته خو دا بيله خبره ده چي پښتنو د نورو دودونو او کلتورو څه رواجونه د خپل دود برخه جوړه کړي وى.
د وړاندي خبرو څخه دا څرګنده ده که موږ خپله پښتو ژوندي وساتونو به نه يواځي خپل پښتون قام پښتون ژوندي پاته وساتو خو د بده مرغه نن لکه پښتون چي نړۍ والو په کومه جګړه کښې راګير کړي داسې پښتو هم په ډول ډول لارو راګير کړي ده نو د دهغه ناخوالو څخه د پښتو او پښتون ځغورل د هر پښتانه دنده او مسئوليت جوړيږي نن چي د نړۍ د رسېنو او ميډيا د لارې کوم يلغار شوي دي ځموږ مسئوليت او دنده نوره هم زياتيږي نن چي د نړۍ والو ټيلى ويژنونو او نورو لارو کومي خپروني کيږي او دهغه پروګرامونه ځموږ په کوټه او حجره راننوتي دي چي نه يواځي ځموږ اسلامي ارزښتونو ته زيان رسوي بلکې د پښتون و دود او دستور او ژبى ته هم زياته رسوي خو ددي د مخ نوي يواځني لاره داده چي موږ هم داسې ټيلې ويژني خپروني ولرو او خپلو ژبو ته وده ورکړو او داسې پروګرامونه وړاندي کړو چي هغه د اسلام او د پښتنو د دود او دستور په چوکاټ کښې وې چي ولس د نورو بې پردي او عياشې پروګرامو په ځائي خپل سپيڅلي دود او کلتور ته ارزښت ورکړي ځموږ پښتو او د پښتنو دود او کلتور دومره د مغزن او پياوړي دي چي د امريکا اروپا او نورو غير اسلامي کلتورونه يې سيالي نه شې کولي خو دا بيله خبره ده چي امريکايانو اروپايانو و خپلو ژبو او کلتورو ته وده ورکړي ده موږ نه و خپلې ژبى او دود ته وده نه د ورکړي بلکې د خپلې ژبى او کلتور او دود څخه بيګانه شوي يو خپل ښه وياړ موږ اير کړي دي او د نورو بې شرمه عادتونه ګورو او که دا حال وو نو را روان کهول په خپل پښتني او اسلامي ارزښتونه خپل کړي او خپل به هر څه اير کړي که د اسلام په رڼا کښې ورته و کورو يا پښتون په نظرو دهغه باندنيو خپرونو ته و ګورونو کوم مسلمان يا پښتون يوه ښځه دومره لوڅه او په بې پردګي کښې ليدل غواړي اسلام چي يو نړۍ وال دين مذهب او د ژوند لارده هغه د هر چا که هغه ښځه وي که نر خپل ځائي ورته ټاکلي دي اوس هم ډېر مسلمانان او پښتانه د اسلام هغه دود او دستور په ځائي ساتلي او په هغه عمل کوي خو لکه وړاندي چي وويل شول که موږ خپل سپيڅلي دين او دستور ژوندي غواړونو په کارد چي خپل دهغه ارزښتونه ژوندي وساتو وده ورکړو او هغه غير اسلامي دودو او کلتورو مخ نوي وکړو چي په ټوله اسلامي نړۍ او پښتنو يې يلغر کړي دي.
دلته پوښتنه دا کيږي چي ولي دهغه غير اسلامي دود او کلتور په دومره لويه کچه په اسلامي نړۍ يلغر وکړي..؟ ددي لوئي علت دادي چي موږ خپله د ځان سره دا هر څه کړي دي چي موږ خپل ارزښتونه لکه ژبه او دود ايله کړي او د نورو ته هوسيږو ددي سره سره چي موږ په دي خبر يو چي ددوي هر څه د اسلام په ضد دي او ددي غواړي چي موږ په خپل رنګ ورلګوي او د خپل سپيڅلي دين اسلام څخه مي ليري کړي چي د هر څه ځموږ د حکمرانانو دلاسه ده چي دوي خپل ولسونه د خپل دود او ژبو څخه ليري کړو او دا هڅه يې وکړه چي د غرب ژبه او دودوکلتور په موږ وتپي نن هم که څوک لږ فکر وکړي نو دا هر څه به ورته څرګنده شې نن ځموږ هر سړي په دي هڅه کښې دي چي خپل ماشوم د انګريزي ښوونځي او سکول پوري ورسوي چي انګريزي ژبه زده کړي خو دوي کله هم ودي رښتيا او حقيقت ته غاړه نه ايږدي چي يوه ماشوم ته په لومړيو زده کړو کښې په خپله مورني ژبه زده کړي ورکول دومره ضروري او اړينه ده لکه زرغنو غمو ته چي د باران او اوبو اړتيا وي دا زه نه وايم دا د نړۍ د تعليم او زده کړو لوئي لوئي پوهانو داخبره په تحقيق او چيړنه رسولي ده او بيا د نفسياتو ياروحي ډاکټران د خبره په کلکه کوي چي يوه ماشوم ته لومړى زده کړي پخپله مورني ژبه ورکول ډېر اړين او ضروري دي خو ځموږ حکومت ددي منل شوو حقيقتو څخه نه يواځي سرغړونه ګوري بلکې ددي مخ نوي د بېلو بېلو لارو کوي د ماشومانو و مشرانو ته داخبره په غوږ کښې اچولي ده چي مورني ژبه و يوه ماشوم ته هيڅ نه ورکوي آن دا چي نوکري او روزګار هم نه شې ترلاسه کوي داسي نا پوه او کندذهين حکمرانه ټوله چا ليدلي دي مورنى ژبه په لومړيو ټولګيو او جماتو کښې و ماشوم ته ددي کبله ضروري ګڼل شوي دي چي ماشوم بيله د مورني ژبى په بل هيڅ شې نه پوهيږي که دي لومړى زده کړي په خپله مورني ژبه پيل کړي يو خو به د ماشوم د زده کړو سره مينه پيدا شې بل دا چې دده دماغ او مغزه به خلاص شې او بيا چي څو ټولګي يې په مورني ژبى ولوستل بيا د هغه ماشوم چي اوس څه غټ شوي وي بيا که هغه اردو ژبه وائي که انګريزي يا عربي وائي يو ډول قدغن يا بنديځ په لوستونکي نه شته موږ پښتانه چي د بده مرغه خوار خلګه يو او زياتره دوړو کوالي په وخت کښې ودي ته اړکيږو چي الک د ښوونځي څخه راوباسو چي کورنيو ته څه ګټه راوړي چي بشريت ددي اجازه نه ورکوي خو مجبوري په سړى هر څه کوي که داسې الک درې څلور کاله هم په خپله مورني ژبه لومړى زده کړى کړى وي هغه کولي شي چي يوه لوستلي او باسواده ځوان وګرځي که دي د پښتو ورځپاڼه او مجله او کتاب لوستلو ته دوام ورکړي خو په غير مورني ژبه يې زده کړى کړي وي يوه ګټه نه شې ترلاسه کولي هم دهغه اروپا امريکا که موږ و دوي ته ووايو چي ماشوم ته دي د مورني ژبى په ځائي په بله ژبه دي ماشوم ته زده کړي ورکړي نو هغه به و داسې چاته ليونى بلکې ځينې به جګړه هم ورسره وکړي خو ځموږ حکمرانان دي چي د مورني ژبى په ځائي و انګريزي ژبى ته لاره هواروي وده ورکوي په د ځائي دوي اسلام هم وشاته کړي او بشري غوښتنه هم تر پښو لاندي کړى.
دهغه حکمرانان يواځي دهغه غير بشري عمل نه کوي بلکې تور هم داسې کارونه کوي چي په دي ملک کښې پراته قامونه د خپلې ژبى د خپل دود او کلتور څخه بيګانه کړي او د لويديځ و ژبو او کلتور او دودونو ته ور پوري وهي او په هغه لاره روان دي چي دوي پيړي انګريزانو و دهغه غلام قامو دپاره ټاکلي وه او بيا نن موږ د ګيلي کوو چي نوي نسل بې لاري شوي دي اخلاق يې دلاسه ورکړي دي دروغ دهوکا فريب او بې باوري او نور ډېر بدعدتونه يې خپل کړي دي او ددي د څنګه دهغه حکمرانان او د مدني ټولني استاځي داخبره کوي چي لويديځ يا غرب يا هند په موږ باندي د دوي او کلتوري يرغل کړي دي او موږ ته ددي مخ نوي په کاردي خو و ځان ته دهغه حکمرانان ولې ګوته نه غزوي چي دا خو هم ځموږ تګ لاره او پاليسي ده چي د انګريزانو په ميراث کښې راپاته شوي او موږ يې مجبوره کړي يو.. (نوربيا)
