اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د تاريخ غبرګون

لکه څنګه چ مورو هر زوي ته ډيو ګرانه او تيره ده هم داسي خپله مورني ژبه وهر چاته تيره ده ځکه چي ودي ته مورني ژبه ويل کيږي هم دا خبره ده چي ځموږ ستر پيغمبر محمد(ص) ويلي وو چي عربي ژبه ماته ټولو ژبو راتيره ده چي يو خو دلوئي څښتن ستر قرآن شريف په عربي ژبه دي بل دا چي ځموږ د مور ژبه عربي ده يا ده چي ځما مورني ژبه عربي ده دموږ څخه زيات لويديځه نړۍ ملکوه وخپلو خپلو مورني ژبو ته ډېر ارزښت ورکوي او دخپلي مورني ژبي ځغورنه هغه ته وده ورکول څه دهار او پشمياني خبرنه ده بايد څوک په دي وشرميږي نه بايد موږ د ژبي په سر يو دبل څخه کرکه وکړو بلکي دا ځموږ موخه او هدف وي چي دخپلي مورني ژبي دڅنګه نوري چي دنورو خلګو مورني ژبي دي هغه ه وده او پرمختياوکړي خو دبده مرغه ځيني داسي څوک هم شته چي هغه غواړي چي يواځي د دوي مورني ژبي وده پرمختياوکړي نور دي پاته شي چي ځما په اندديو غير بشري عمل دي او ددي څخه کرکه اولاړ سيږي په کار دي چي د داسي چاد مورمي ژبي يا ژبو څخه کرکه څوک ونه کړي بلکي دهغه چاڅخه کرکه وشي څوک چي ددي لاري کرکه ژيږ وي.
ژبي څنګه دمنځ وړل کيږي چي بيا قام ورسره پوه پناه کيږي....؟؟
د ژبي دودي او پرمختيادپاره د دولت او حکومت ډېره لويه ونډه ده ولي د حکومت مرسته ديوي ژبي دپاملرني څخه ووځي هغه وده نه شي کوي هم دهغه دولت او حکومت دي چي په زده کړوښوونځيو کښي مورني ژبي نافذکوي زده کونکو ته هم په دهغه ژبو کتابونه چاپ کوي دښوونکو يو لوئي شمېر تياروي يا يې بهرتي کوي چي دوي وزده کونکو په خپله مورني ژبه زده کړي ورکړي ددي دڅنګه دکتاښنونونو دپاره په لويه کچه کتابونه تياروي دنورو ژبو څخه په بيلو بيلو عولومو کښي چاپ شوي کتابونه ژباړه کوي او دخپلو ژبو ښه ښه کتابونه ونورو ته اړه وي ددي دپاره چي ژبي وده وکړي دپلټني مرکزونه(RESERCH CENTES) ورته فعاله کوي او لوئي لوئي عالمان او ژبه پوهان هڅوي او غټ غټ معاشونه ورکوي د ژبو اکيډمياني ورته جوړه وي په پوهنتونو کښي چارواکي داسي آسانتياوي و زده کونکو ته ورکوي چي دوي نور ډېر کار په ژبو باندي وکړي دولتو نه په خپل لګښت ورځپاڼي مجلي راډيو ټيلي ويژن او نوري رسنې ورته برابر وي چي يوه خواته حکومت خپل پروګرامونه او هر اړخيزه پروګرامونه په هم دي خپلو ژبو خپل ولس ته وړاندي کړي هم يې ژبه يا ژبي وده وکړي لنډه دا چي دايوه لويه څانګه ده چي د حکومتونو په مرسته وده کوي چي څومره دولتونه ودهغه بهيرته وده ورکوي هومره ژبي وده وسره کوي.
ددي دڅنګه بيادولت ژبه ياژبو ته په دفتر کښي ځائي ورکوي او د دولت ټولي چاري هم په دهغه مورنيو ژبو مخپه وړاندي وړي چي په دولتي چارونه يواځي هر وګړي ښه پوه شي بلکي خپلي ټولي چاري هم پخپله ژبه ترسره کړي او نورو ته اړنه شي دا دنړۍ يو معمول دي چي دپيړلو پيړيو څخه را روان دي چ يو ډول ستونځه نه رامخ ته کوي چي داخبره هم و هر چاته څرګنده ده چي په يوه هيواد کښي ديوي مورني ژبي وګړي تر نور زيات وي هم هغه ژبه به دارزښت لري چي هغه دفتري او دچارواکو دکار ژبه وګرځول شي او دانړۍ يوه ټاکل شوي لار او اصول دي که څوک جنجال جوړول نه غواړي نو کله هم جنجال نه رامخ ته کيږي چي ددي ژوندي بيلګه ايران دي جي دايراني نسل وګړي نز دي په سلو کښي څلويښت پوري دي نور بلوڅان شته عرب شته آذربائيجانيان شته کردان شته او نور وړوکي وړوکي تکمونه هم شته خو دايران دفتري ژبه پارسي ده او دلوست ژبه يې هم پارسي ده او په ښوونځيو کښې وزده کونکو او ماشومانو ته په مورني ژبه هم زده کړي نه ورکول کيږي ولي چي کله موږ يوه ډله ايران ته تللي وو نو ځموږ شپه په زاهدان پوهنتون کښې وه چي دماښام د ډوډي وروسته دياد شوي پوهنتون د لوړ پوړو چارواکو سره دليدني کتني په وخت ځموږ ځينو بلوڅانو ملګرو دبلوڅي ژبي په اړه پوښتنه وکړه چي دپرمنتيا په کوم پړاؤ کښي ده نو د دوي څخه داسي ډاډمن جواب نه وو خو دايران د نورو ژبو په اړه ډاډمن نه وو او دوي ځموږ په خبرو خواښني او خوابدي هم شول ترکومه چي په ايران کښي په مورينوژبو بايد زده کړي ورکول شي ولي چي دايوه بشري غوښتنه ده او ملګروملتو په خپله کړنلاره او چارټر کښي ځائي ورکړي دي خو افغانستان دهغه بشري حق په ځائي کړي دي ددي سره سره چي افغانستان و ډېرکيو پښتنونو ته او د دوي وژبي پښتو ته دفتر کښي ځائي نه دي ورکړي او څوک چي داغوښتنه کوي لږکي دکرکي په نظر ورته ګوري پاته شوه دايران خبره نو د پښتنو هغه متل چي نون يې لوړ کور يې ډګاردي ددي په پرتله که موږ هندته وګورو چي بى شمېره وګړي لري او ډول ډول توکمونه ژوند په کښي کوي او بى شمېره ژبي په کښي ويل کيږي خو دوي تر خپله وسه په ښوونځيو کښي په ډېر ومورينو ژبو زده کړي ورکوي آن دا چي په ډېرو ايالتو کښې هم دوي دهغه ايالت ژبي دفتري ژبي ګرځولي دي ځکه چي هند يو دنړۍ لوئي جمهوريت دي.
پاکستان کښي چي څومره مورني ژبي دي دهغو سره هم ښه چلن تراوسه نه دي شوي بيله دسيندي ژبي چي د ډېره وخته څخه دښوونځي ژبه ګرځيولي ده اوس وروورو داردو ژبي دڅنګه سيندي هم دفتري ژبه ګرځول کيږي که څه هم په پاکستان کښې اردو ژبه دفتري او قومي ژبه ګرځول شوي ده خو اوس هم زياتره دفتري کار په انګريزي ژبه کښې دپخوانيو بادارانو دهغه ژبي نه يواځي داردو ژبي حق تر پښو لاندي کړي دي بلکي نوري مورني ژبي لکه پنجابي پښتو بلوڅي بروهي او سرائيکي سره يې هم دميري چلن کړي دي او دهه مورني ژبي ډيري وروسته پاته دي ځکه چي دولت دومره پاملرنه نه د ورته کړي په دهغه ژبو کښې تر ټولو پاته ژبي بلوڅي او بروهي يا سرائيکي دي ځکه ودوي ته دپاکستان دسرحدو نو څخه په ليک يا دکتاب په بڼه کښې څه نه ترلاسه کيږي خو پنجابي او پښتو ژبي ځکه ډيري نه زيان مني کيږي چي دهند په پنجاب کښي په پنجابي ژبه باندي ډېر کار روان دي چي ماپخپله هغه ليدلي دي ددي سره سره چي دهند دپنجاب ليک دود ځموږ ددي پنجاب سره توپير لري هغه کرولکي ليک دود دي خو پښتو ژبه په دي باندي څه سودمنه ده چي دافغانستان څخه د رسنېو په ګډون دکتاب ورځپاڼو مجلو په بڼه کښي ډېر څه ترلاسه کيږي خو بياهغه دومره نه دي ځکه چي په حيث ديوه دولت په پښتو کښې دومره کار نه کيږي څومره چي په کار وو چي شوي وي خو دلته بيا ايران ډېر په مخ کښي دي چي دپارسي ژبي دپرمختيادپاره دايران دولت څومره لګښت کوي خو افغانستان په پرتله په پاکستان کښي پښتانه په خپل سر چي د دولت مرسته دنشت برابره ده هر يو ډېر کار کوي چي خپله ژبه يې تر ډېره مخ ته وړي ده چي په رښتيا هم ځموږ ددي سيمي ليکوالان شاعران رڼ انده د ډيري لوئي ستاينه وړ دي خو اوس چي په رښتيا هم ځموږ ددي سيمي ليکوالان شاعران رڼ انده د ډيري لوئي ستاينه وړ دي خو اوس چي په پاکستان کښې جمهوريت ورځ تربلي ګړندي کيږي نو ښه اغيزه يې په مورينو ژبو هم کيږي درې څلور کاله دمخه دخيبر پښتونخوا حکومت هه ټولي ژبي چي په دهغه ايالت کښي ويل کيږي هغه يې په ښوونځيو کښې دلوست دپاره لازمي وګرځولي ددي دڅنګه دبلوچستان ايالتي حکومت چي درې لوئي ژبي په کښي ويل کيږي لکه پښتو بلوڅي او بروهي هغه به د روان کال دمارچ دمياشتي څخه په ښوونځيو کښې وماشو مانوته ويل کيږي خو تراوسه په دي کار کښي ډېر خنډونه په مخ کښي دي خو هغه خبره ده ديرآيددرست آيد خو تراوسه دپنجاب ايالت په انګريزي پوري نښتي دي .(نوربيا)

ځيني پوهاند دا وائي چي تاريخ او د تاريخ پيښې بيا بيا راغبر کړي او د نړۍ ډېر نور پوهان بيا داخبره يا مقوله نه منې خو موږ پښتانه افغانان په دي سرونه ګرځوو خو داخبره د خپل تاريخ او ټاټوبى په رڼا کښې ولټوو او کله چي موږ دالټونه وکړونو دا به راته څرګنده شي چي په موږ باندي تاريخ د نورو په پرتله په وارو وارو راغبر کيږي خو په ډېره خواښني سره دا ويل کيدي شي چي موږ پښتنو افغانانو د شوو پيښو او تاريخ څخه زده کړه نه د کړي نو ځکه چي موږ هر وخت د تاريخ د دهغه ناخوالو د غبرګون لاندي راځو خو که د خپل تاريخ څخه موږ زده کړه ونه کړه نو به بيا بيا داسې راسره کيږي اوس نو پريکړه تاسو وکړي چي بشپړه قام ته څه په کاردي..؟ داسې هم نه چي موږ د ليک او د خبرو پوري د تاريخ څخه د زده ړو په اړه څه ووايو بلکې په عمل کښې موږ څه ښکاره کړونو بيا باور کولي شو چي دهغه ناخوالي به بيا بيا په موږ نه راګرځي.

​ډېر ليري نه ځو د ميروائيس نيکه او احمدشاه بابا وختونه به نه را اخلو بلکې هغه دور به را واخلو چې کله سره فرنګيان په بشپړه هند قبضه وکړه او د افغانستان وارو وړوکي هيواد کښې لاس وهنه او يرغل وکړي دهغه قام چي په ټوله نړۍ کښې په چل ول پيژندل شوي دي په خپل چل ول يې د هند بې شميره حکمرانان په غاړه کښې سره واچول يو په بله يې سره ووهل چي ډېر يې ناتوانه کړل بيايې په خپله ولکه کښې راوستل د پښتنو او افغانانو د سر کوټلو دپاره يې رنجيت سنګه رامخ ته کړي او پخپله وشاته ورته کښينتل دا هغه رنجيت سنګه دي چي ډېر مسلمانان خپل باتور او هيرو ورته وائي خو لوئي احمدشاه بابا او نور افغان حکمرانانو ته لوټ ماراوغلو نوم ورکوي هم دهغه لوئي هند چي د مسلمانانو په ګډون نور ډېر هندوانو او سکهانو او نورو ژوند په کښې کاوي ډېر ژر يې انګريزانو ته خپل بيرغ لاندي کړي او د دوي حکمراني يې ومنله آن دا چي هندوانو سکهانو خو پريږده چي د انګريزانو په پوځ کښې بهرتي شول خو مسلمانان هم د انګريزانو د وسله وال پوځ برخه شول او په وارو وارو يې په افغانستان بريدوته دوام ورکړي او په هره د سيسه او سازش کښې د انګريزانو ملګري پاته شول چي د هند په نوي ډيلي ګيټ کښې د ډېرو نومونه ثبت دي او هر څوک يې لوستي شي اوس چي بيا هم دهغه څوک چي د امريکا ناټو دپاره څه کوي نو دي ته موږ څه نوم ورکړو چي په دوي باندي د تاريخ غبرګون دي که دوي خيمردي يا د دوي دود او کلتور دي...؟
​خو موږ و خپل مطلب ته راځو چي په افغانستان کښې تاريخ څنګه ځان راغبرګوي که د نن افغانستان ته ګورو نو ډېره وهغه حالاتو ته ورته دي چي دامير شير على خان حکمراني وه چي د ۱۸۶۰ء او و دهغه کال ته نزدې کلونه وو چي انګريزانو و افغانستان ته د لاس اچولو دپاره د بېلو بېلو لارو اميرتر ګواښ او فشار لاندي راوستي وو امير شير على خان يې ودي ته اړکړي وو چي د انګريزانو و يوه پلاوي ته دي اجازه ورکړي چي و کابل ته ورشې او يوه داسې لوزنامه امير ورسره وکړي چي و انګريزانو ته دا اجازه وي چي دوي په افغانستان کښې هر څه کوي د دوي لاس يله وي او امير شير على خان ته تړي ورکولي که چيري د انګريزاانو دهغه غوښتني ونه منل شې د افغانستان نوم به د نړۍ دنخښي څخه وباسي د انګريزانو دهغه وخت دهند وائيسراتئي لارډليټن چي د برتاينې د شاهي کورني ملاتړ هم ورسره وو د خپلو ژمنو څخه د سرغړوني سره سره د افغانستان په امير يې ډول ډول تورونه لګول او ګواښونه ورته کول او غوښتو يې چي په زور افغانستان ته ننوځي دهغه وختونه وو چي يوه خوا نه دزار د روس پوځونه د افغانستان په سرحد باندي راټول شوي وو او د روس يو پلاوي د ښاغلي سټوليټاف په مشري په سرحد باندي ناست وو او د امير څخه يې اجازه غوښته چي کابل ته ورشې او که امير و دهغه روسيي پلاوي ته اجازه ورنه کړي په زور و افغانستان ته ننوځي خو امير د مخ سپناوي او د مجبوري څخه روسي پلاوي ته اجازه ورکړه خو انګريزانو ځان ته پلمه غوښته په امير يې تور ولګوي چي و روسي پلاوي ته اجازه ورکړي ده چي کابل ته راشي افغانستان غواړي چي دزارد روس سره اړيکي ټينګي کړي خو انګريزانو د امير په اړتياو او مجبوري ځان نه خبراوي خو چي انګريزانو په امير ډېر زور راوستي نو امير شير على خان و روس ته سترګي واړولي او غوښتنه يې ځينې وکړه چي د افغانستان سره دي د ملګري او دوستانه مرسته وکړي خو رارو دوي ته وليکل چي په اوسينو حالاتو کښې روسيه نه شې کولي چي د امير سره مرسته وکړي مخ ته دا هم وليکل چي ښه به داوي چي افيسر صاحب د فرنګيانو سره څه نه څه روغه وکړي او ددوي شرطونه په ځان تسليم کړي خو امير شير على خان ته دا څرګنده وه چي د انګريزانو غوښتني منل د افغانستان خپلواکي د منځ څخه وړل دي او پښتانه به داسې ژوند کوي لکه د هند خلګه چي د انګريزانو تر مستعمره لاندي تيروي خو داخبره نه امير ته د منلو وړوه نه و افغانانو ته منظوره وه خو امير شيرعلى خان د افغانستان خپلواکي ته ارزښت ورکړي ددي سره سره چي دوي په دي خبر وو چي د انګريزانو سره د جګړي توان لري دوي د خپل هيواد په خپل واکي باندي هر څه قربان کړل او پريکړه يې وکړه که د جنګ نوبت راغلي دهغه څخه به هم مخ نه ګرځوي دوي خپل د لوئي څښتن(ج) اسري ته وسپارلو او د هند وائيسرائي لارډليټن چي کوم خبرداري او الټي ميټم ورکړي وو وهغه ته يو ځواب ورنه کړي دا هغه وخت دي چي انګريزان په افغانستان باندي دويم جنګ تپي اود درو لارو لکه بولان خيبر او درو د لاري په افغانستان خپل پوځونه دمننه کولو تياري کوى.
​د۱۹م عيسوي پيړي وروستيو پنځوس شپته کلو پيښي که موږ و ولولونو دابه راته څرګنده شي چي دهغه په بشپړه نړۍ حکومت کونکو چي د بشر د حقوقو او د جمهوريت لوبغاړو او د انسانيت د ارزښتونو داويدارانو د افغانستان او د افغانانو سره کوم هغه ناوړه عمل نه دي کړي چي يو زور ځواکه يې د کمزوري سره کوي خو دا هم څرګنده ده چي په افغانانو باندي د خپلې خاوري خپلواکي تر هر څه ورتېره ده او لوئي څښتن(ج) يې هم په دي غيرت مرسته کړي ده او هميش يې د ځان څخه زور ورته ماته ورکړي ده خو د بده مرغه يې د سياست په ميز باندي هر څه بايللي دي هم دهغه خبره ده چي موږ چي پيړي پيړي په کوم ځائي ولاړوو نن هم په هغه ځائي يو نه يواځي ځموږ ګران ټاټوبى يې راته ټکي ټکي کړي دي بلکې ځموږ سرنوشت او پيژندګلوي او رښتني ټاټوبى هر وخت د ګواښ سره مخامخ وي ددي يو لوئي علت هم دادي چي موږ د تاريخ څخه زده کړه نه د کړي او هميش نورو د مذهب د سوشلزم او نورو چغارو غولولي يو او د خپل ولس او هيواد ګټي موږ نورو ته قربان کړي دي خپل ټاټوبى او ولس موهر وخت په وينو کښې لمبولي دي او هميش موږ دا خيال کړي دي چي نور هم دومره سپيڅلي دي لکه موږ چي يو خو خبره داسې نه ده خبره پخوا هم د هر ملک د ګټو وه نن هم ده خو موږ خپلې ګټي نه دي پيژندلي.
​ډېر لوستونکي چي دهغه ليک لولې دا فکر به کوي چي دا څه د تاريخ غبرګون غبرګون کوي يا د تاريخ څخه د زده کړو خبره کوي او نوري ګډي وډي ليکي خو د زه چي څه وړاندي کوم هغه ځما نظر نه دي بلکې داهغه ازمويني او تجربي دي چي قامونو او پوهانو د پيړيو پيړيو څخه وړاندي کړي ځکه چي د علم خاوندان او پوهاند وائي چي هغه قام چي د تاريخ څخه زده کړه نه کوي او خپل تېر تاريخ ايره وي دهغه قامونه په وار وار تيروتني کوي او دهغه تيروتنې په وار وار راغبر کيږي د ټولني د علم پوهان (Socialogy) ماهران د قامو تير وختونه (ماضى FAST) د دوي يادونو ډول ګڼې او ودي ته يې تشبي کوي دوي وائي چي کوم قام خپل تېر يا ماضي ايره کړي نو يوه داسې وخت په داسې قام راشې چي خپله دهغه قام اير او د منځ څخه ولاړشې نو اړينه ده چي تېر وخت او ماضى يو قام ايره نه کړي دارښتيا دي چي د قامونو په مخ کښې ځوړي او کندي راځي او د بيلو بيلو ناخوالو سره مخامخ کيږي چي قامونه د ماتي او برياليتوب سره مخامخ کوي خو ژوندي قامونه خپل تېر وخت خپلې خوړلي ماتي او شکست او خپل دښمن کله هم نه ايروى.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←