اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

پښتانه او د ډيورند توافق ليک

د هیواد تاریخ پوه ښاغلی پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ دا ليکنه (پښتانه او د ډيورند توافق ليک) په پيښور کې د 2003 ع کال داکتوبر په پنځلسمه نيټه د "ډيورند د کرښې " تر سر لیک لاندی سیمینار چی د پښتون قامی وحدت د ستر لارښود ښاغلی محمد افضل خان (خان لالا) په نوښت او کوربه توب جوړ شوی ؤ ،اورول شویده.
پښتون د اسيا په زړه کې يو لوى ولس دى. اوس يې ټول شمير د ډيورند د کرښې په دواړو خواو کې څه کم څلويښت مليونه کيږي. پښتون يو ډير لرغونى ولس هم دى. شته والى يې په ويدي او اوستايي دورو کې تثبيت دى. بلخ، غور، کندهار، پيښور، او مستونګ يا ننۍ کويټه يې تاريخي مرکزونه دي. د همدغه لرغونتوب په وجه دى په څو نومونو ياد شوى دى: پښتون، افغان او پتهان.
لومړنئ او ډير پخوانى نوم يې پښتون دى چې هيرودت د پکتيک (Packtyic) په نامه ياد کړي. په پښتنو کې همدغه نوم مروج دى. تر پښتون وروسته د افغان نوم ډير اوريدل کيږي. افغان د مهاباراته اس واکا (Asvaka)، اوس واغانه (Asva-Ghana) او د منځنۍ پاړسو ابګان (Abgan)، او اپاکان مفرس يا معرب نوم دى چې معنى يې اس سواره او د اسونو هيواد کيږي. دغه نوم په اسلامي دوره کې افغان او افغانستان شوى دى. پټان نسبتاً نوى نوم دى او هغه اول په دولسمې پيړۍ کې هغو پښتنو ته ورکړل شو چې د هند د بهار ولايت په پتنه کې ميشته شوي وو.
د پښتنو او تاجکو او نورو لرغونى هيوادو اريانه و، چې په سانسکرت کې په اريا ورته (Arya vartta) او په زند کې په ارياني ويجو (Erienevecjo) ياديده. لرغونې اريانه يوه پراخه او نامشخصه سيمه وه چې بلخ يا بخدي، يا د يونانيانو بکټريايى مرکز و او اوستايي دوره کې زراسپه (Zariaspa) يې واکمنه کورنۍ وه. دغه کورنۍ لکه هسې چې له نامه نه يې ښکاري په غالب احتمال پښتنه کورنۍ وه. د يونان – باختري په دوره کې اريانا د هغې سيمې نوم و چې د اباسين او کرمان يانې د هند او پارس ترمينځ پرته وه. دا سيمه په اسلامي دوره کې د افغانستان په نامه ياده شوه. په څوارلسمې پيړۍ کې افغانستان د سيفي هروي په تاريخنامه هرات کتاب کې هغو سيمو ته ويل کيده چې د اباسين او غزني ترمينځ پرتې وې او د مستونګ يا ننۍ کويټې حاکم يې تر نورو نه مهم و. په بله ژبه د سليمان د غرو شاوخوا ټولې هغه سيمې چې د ايلمن، غزني، کابل، او اباسين ترمينځ پرتې وې د افغانستان په نامه ياديدلې. خو پخپله پښتنو خپل دغه ټاټوبى د پښتونخوا او رده په نامه يادوه.
پښتانه په همدغه هيواد کې په مشخص ډول ياد شوي. د هيرودوت په تاريخ نومي کتاب کې ګنداري (Gandarii)، اپه ريتاى (Aparytae)، او سته ګيداى (Sattagayddae) راغلي چې لومړنى يې مومند، يوسف زي، يا پخواني اسپه زي، او اپه ليتاى يې اپريدي او سټه ګيداى يې خټک کيږي. د مقدوني سکندر د يرغل په وخت کې د کونړ او باجوړ خلک د اسواکا او اسپه زي په نومونو ياد شوي. هيرودوت په مشخص ډول وايي چې پکتيکان يانې پښتانه د هند په شمال کې اوسي. دوى زياتره کوچياني ژوند لاره چې اوسني کوچيان د همدغسې ژوند ښکارندوى دى. پښتنو د چنګيزيانو په يرغل سره د سليمان غرو او درو ته مخه وکړه. يوسف زيو په کابل کې اول له الوغ بيګ تيموري او وروسته له بابر سره له مقابلې وروسته کابل پريښود او په خپل اوسني ټاټوبي کې ميشته شول. داسې هم مومند او خليل په ديارلسمې يا څوارلسمې پيړۍ کې په خپل اوسني هيواد کې ميشته شول. تر هغه د مخه دوى د کلات او غزني په سيمو کې اوسيدل. په مقابل کې ابداليان يا درانيان د سليمان له غرو نه د لويديځ په لور کندهار او هرات ته لاړل او هلته يې د دولتونو بنسټ کيښود. په داسې حال کې چې په شپاړلسمې او اولسمې پيړۍ کې په ختيځ کې اول روښانيان او ورورسته لوى خوشحال خټک او ايمل خان مومند د خپلواکى په مقصد د مغلو په مقابل کې جنګيدلى وو. د خپلواکۍ په لار کې چې هغومره قرباني ميا روښان او د هغه زامنو او لمسيانو ورکړې شايد بلې کورنۍ په تاريخ کې نه وي ورکړي. په لويديځو پښتنو کې اول ميرويس هوتک او وروسته احمد شاه دراني وو چې پښتانه يې د خپلواکۍ هسکې ته ورسول. د احمد شاه دراني اهميت په دې کې دى چې د پښتنو په سروالۍ يې د آمو او اباسين ترمينځ هيواد کې خپلواک دولت جوړ کړ او تر هغه د باندې چې نورو سيمو لکه پنجاب، ملتان، سند، کشمير او پارسي خراسان کې يې د واک په خپرولو سره امپراطوري تاسيس کړه. ده دغه کارنامې په عمده ډول د ختيځو پښتنو په ملګرتيا تر سره کړې. په دې ډول ختيځو پښتنو د احمد شاهى دولت او احمد شاهي امپراطورۍ په جوړولو کې او په خاص ډول په هند باندې نهه ځل برياليو يرغلونو کې غټه برخه اخستې ده. د پاني پت په جګړه کې مرهټه وو په ماتولو کې د دوى برخه ټاکوونکې وه. که مرهټه چې ځانونه يې تر اباسين پورې رسولي وو پرځاى پاتې واى د هندوستان د مسلمانو ژغورنه او په شلمې پيړۍ کې د پاکستان هسکېدنه به په شک کې واى. د ختيځو پښتنو د همدغه ټينګې ملګرتيا له امله و چې احمدشاه دوى بر درانيان ونومول او ځاى ناستى يې تيمورشاه پيښور د خپلې امپراطورۍ د ژمي مرکز وګرځاوه. خو که اتلسمه پيړۍ د پښتنو د برم پيړۍ وه نورلسمه پيړۍ د هغو د نزول پيړۍ شوه.
په دغې پيړۍ کې د اروپايې په تيره انګريزي استعمار د صنعتي انقلاب په برکت نږدې ټوله اسيا لاندې کړې وه او انګريزانو په ټول هند د پيښور په ګډون قبضه کړې وه. د منځنۍ اسيا د لاندې کولو د پاره د روسانو او انګريزانو ترمينځ د سترې لوبې سيالي روانه وه خو افغانانو د ختيځو پښتنو په ملاتړ د څلويښتو کلونو په فاصله کې په افغانستان باندې د انګريزانو دوه يرغلونه شنډ کړل. له هغه وروسته انګريزانو، په داسې حال کې چې روسانو منځنۍ اسيا نيولې ده د هندوستان د ساتلو د پاره د ډيورند توافق ليک په نامه يوه بله ستراتيجي وايستله او پر هغه باندې يې د "علمي سرحد" نوم کيښود. اوس زه د دغه توافق ليک په غټو ټکو باندې رڼا اچوم.
د دغې نوې ستراتيجۍ اصلي مقصد د هندوستان ساتنه وه په دې ډول چې کله روس د افغانستان د لارې په هندوستان باندې رادمخه کيږي دوى به کندهار، کابل او جلال اباد ته خپل پوځونه زر رسوي او د روس پرمختګ به شنډوي. د دې د پاره حتمي وه چې دوى په ختيځو پښتنو کې ستراتيجيکي ځايونه په کنترول کې ولري. دغه کنترول بيا حتمي کوله چې دوى بايد د هغو په شاوخوا قومونو باندې سياسي نفوذ خپور کړي او د افغانستان لاس له هغو نه لنډ کړي. خو د افغانستان پاچا، امير عبدالرحمن خان، د دوى پر مخ خنډ و. دوى له 1888 نه تر 1892 پورې هغه تر ډول ډول فشارونو لاندې ونيوه. سره له دې هم امير دغه کار ته نه حاضريده. دى په پاى کې هغه وخت په دې اړه خبرو ته حاضر شو چې روسانو د افغانستان په شمال ختيځ يانې په لوى پامير کې د افغانستان نظامي پوسته په نظامي يرغل سره ونيوله او افغانستان ته يې خطر پيښ کړ. امير چې په دې ډول د روسانو او انګريزانو له خوا تر فشار لاندې راغى، د هند د باندنيو چارو وزير، سر ماتمر ديورند په سروالۍ يې يو کوچنى ملکي هيئت په کابل کې ومانه او له هغه سره يې د 1893 کال د نومبر په دولسمه د ډيورند يا کابل کنونشن په نامه ليک لاسليک کړ.
د ډيورند توافق ليک د دواړو خواوو د نفوذ سيمې ټاکلي او هرې خوا تعهد کړى چې د بلې خوا د نفوذ په سيمه کې به مداخله نه کوي. له توافق ليک نه برتانوي هند حکومت يو مطلب دا و چې د ډيورند د کرښې په ختيځو سيمو کې به د امير عبدالرحمن خان د نظامي او سياسي وړاندې تګ مخه نيسي. امير تر هغه د مخه د دغو سيمو په قومونو باندې به ډول ډول نفوذ خپراوه او په هغو باندې يې د حکومت نيغ حاکميت چلاوه. د دغه مقصد د پاره د سپاه سالار غلام حيدر خان يوسف زي په سروالۍ په اسمار کې يوه لويه نظامي قوه ځاى پر ځاى شوې وه. د توافق ليک په متن کې د دواړو هيوادونو ترمينځ د ګډې پولې کلمه نشته. د دې معنى دا کيږي چې هند به له افغانستان سره ګډه پوله نه لري. د دواړو ترمينځ د فرنټيرز په نامه سرحدي سيمه يا سيمې دي چې د ډيورند په کرښې به سره بيليږي او يوه خوا به د بلې خوا د نفوذ په سيمه کې لاسوهنه نه کوي. خو د امير عبدالرحمن خان د پاره "مداخله" يوازې نظامي مداخله نه وه او په نورو ساحو کې دى د پخوا په شان ازاد و چې له دغو پښتنو قومونو سره ارتباط ولري. د دغو ټولو قومونو جرګې هم د پخوا په شان په پرلپسې ډول کابل ته تللى او له امير سره يې کتل. دا چې ډيورند په خپلو رسمې ليکنو کې او سلطان محمد د امير عبدالرحمن خان ژوند په نامه کتاب کې وايې چې امير عبدالرحمن خان د افغانستان د واکمن په حيث له دغو ټولو سيمو نه له خپلې ادعا نه تير شوى دى، سمه نه ده. دا واقعيت دى چې د سلطان محمد د کتاب ټوله دوهمه برخه يانې هغه برخه چې د سيمې، او بهرني سياست او د ډيورند د توافق ليک په اړه دى په لندن کې جعل شوى دى. د هند د وخت لوى درستيز، لارډ کيچنر، وايسراى لارډ کرزن ته همدغسې ليکلي و او ما دغه ټکي ته په خپل يو انګريزي کتاب کې کې تفصيل ورکړي. نو د ډيورند د کرښې په نامه د ډاکټر عظمت حيات خان کتاب چې دغه موضوع يې په زياته اندازه د هغه پر اساس کښلې د اعتبار وړ نه دي. په خپله ډيورند هم په کال 1897 کې په يوې مرکې کې ويلي و چې "... د هندوستان د خوا قومونه بايد داسې ونه ګڼل شي چې دننه د برتانيې په سيمه کې پراته دي. هغوى يوازې په تخنيکې لحاظ زموږ تر نفوذ لاندې دي، يانې دا چې تر هغه ځايه چې په امپراطورى اړه لري، او تر هغه ځايه چې دوى زموږ نفوذ ته تسليميږي يا موږ په هغو باندې نفوذ کوو."
بله غټه خبره دا ده چې ډيورند او شاته يې د هند حکومت له دغه توافق ليک او په نهايت کې له امير سره صادق نه وو ځکه چې د دوى مقصد دا و لکه چې د مخه مې ويلي د ضرورت په وخت کې به په افغانستان کې نظامي مداخله کوي. تر هر څه مهمه دا ده چې امير عبدالرحمن خان ته د دغه توافق ليک فارسي متن لاسليک کړي او نه هم هغه نقشه امضا کړې چې ورسره مله وه، او ډيورند وروړاندې کړې وه. امير عبدالرحمن خان په انګريزي نپوهيده او چې هغه په انګريزي نه پوهيده طبيعي ده چې د توافق ليک انګريزي متن به يې لاسليک کړى نه وي. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې آيا دغه توافق ليک به لکه هسې چې د ډيورند وړاندې کړى د اعتبار وړ وي؟
ما چې د کابل، نوي دهلى او لندن په ارشيفي مرکزونو کې د امير عبدالرحمن خان د دورې په اړه څيړنې کړي د امير په لاسليک مې د ډيورند د توافق ليک متن ليدلى نه دي. په دې اړه بله غټه موضوع دا ده چې د همدغه انګريزي توافق ليک متن ځينې برخې د تطبيق په ډګر کې د امير د پاره قبولې نه وې، او انګريزانو هم د هغه اعتراضونه ومنل. د پخواني کافرستان د باشګل دره د توافق ليک په متن کې د انګريزانو د نفوذ په ساحه کې ښودل شوې ده، خو په کال 1896 کې چې د ډيورند کرښه هلته په نښه کيدله امير په دې ټينګ شو چې باشګل د افغانستان برخه ده. د هندوستان وايسراى، لارډ الګين د امير اعتراض ومانه او د باشګل موضوع يې "د خواشينۍ وړ تيروتنه" وبلله. بله موضوع د مومندو وه چې د ډيورند د کرښې د نښه کولو په وخت کې امير په هغې باندې هم تېنګ ودريد او ويې ويل چې ټول مومند د افغانستان برخه ده. د مومندو سيمه په نښه نه شوه او امير بيا هلته د سرک جوړولو امر ورکړ. په دغه سرک باندې کار هم شروع شو خو د امير له مرګ نه وروسته د سرک جوړولو کار په ټپه ودريد. داسې هم د تورخم برخه د امير د اعتراض په وجه په نښه نه شوه. بله غټه موضوع په ساحه کې د توافق ليک او د هغه د نقشې له مخې د کرښې په نښه کول دي. چې د توقع پر خلاف اوږده شوه او درې کاله يې ونيول. د جغرافيايي او ټوپوګرافي له مشکل نه غير دغې کرښې لوى قومونه او حتى کلي سره بيلول لکه تر کلاني، وزير، شينواري، نورزي، اڅکزي، بړيڅ او بلوڅ. دا هغه قومونه دي چې سره ګډه ژبه، ګډ دين، ګډ تاريخ، ګډ کلتور او سره ورته نړۍ ليد او داسې هم يو راز اقتصادي، زراعتي او اجتماعي طرز لري. دوى سره نه بيليږي او نه هم د پرديو واکمني مني. نو دا عجيبه نه وه چې د ډيورند د کرښې له په نښه کولو نه وروسته چې دوئ پوه شول چې د انګريزانو د نفوس په ساحه کې راغلي د ملا نجم الدين "ملا فقير" او ملا مانکي او نورو قومي مشرانو په سروالۍ په کال 1897 کې په يوه لوي پاڅون لاس پورې کړ، او ځانونه يې تر شبقدر پورې ورسول خو انګريزانو د هغوى په برابر کې له اويا زريز منظم پوځ نه کار واخيست چې په هغو کې ځوان ونستن چرچل هم و. سره له دې هم انګريزانو له هندوستان نه تر وتلو پورې پر هغو باندې هغسې نفوذ خپرولي ونه شو. چې دوى غوښتل. پروفيسر اکبر احمد چې د هغه ځاى سياسي انتروپولوجست او د خپلو پښتنو متخصص دى وايى چې "د نړيوال توافق هغه ښه هيله چې د ډيورند په توافق ليک کې ښودل شوې د ډيورند د کرښې په دواړو خواوو کې يې بس کله کله مراعات شوي خو په پر له پسې ډول ترينه سر غړول شوي دي." پر هغه برسيره دى ليکي چې له کال 1920 نه تر 1938 پورې د اتلسو کلونو په بهير کې دغو قومونو اتلس ځله حتى پخپله په هندوستان باندې هم بريدونه کړي دي.
چې دغو پښتنو په انګريزانو باندې بريدونه کړي شايد د نړۍ په بل ځاى کې نورو قومونو پر هغو باندې هغومره بريدونه نه وي کړي. د عجب خان اپريدي حيرتناکه قصه تر اوسه هم په دغو خلکو کې انګازې کوي. د دغو ټولو لانجو او داسې هم تر هغه وروسته کشالو اصلي سرچينه دا ده چې ختيځ پښتانه يا د احمد شاه دراني بر درانيان د پرديو واکمنۍ ته غاړه نه ږدي.
Pakhtana au de Derand tawafuq lik
By: Dr. Mohammad Hasan Kakar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←