اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دوه سوچونه

24.03.2014 دوه سوچونه يادوه MIND SETS

پاکستان د څو کلو څخه دوران کاري او ترهګري سره مخامخ دي خو خيبرپښتونخوا بلوچستان او کراچۍ تر ټولو زياته تهرور وژني او وراني ليدلي دي کله چي اې اين پې او پيپلز ګوند په مرکز او پښتونخوا ايالت کښې په ګډه حکومت جوړ کړي نو د هغه جفت په سوات باندي ناورين راغلې په لکاو لکاو د سوات او ملاکنډ اوسيدونکې په دي اړ کړل شول چي د مردان پيښور صوابى او نورو خواو ته کډي وکړي د دهغه ناورين وروسته وران کارو د پيښور ښار او نوري سيمي په مخه کړي ځان وژونکي بريدونه چاودني په ښارو او کوڅو کښې د هري ورځي معمولي وګرځيدي چي حجري جنازي جرګي او جمات هم نه وو خوندي هم دهغه ناورين په قبائيلي سيمو کښې هم غبرګيدي راغبرګيدي چي په لوئي شمير قبائيلي سياسي او د پښتنو مخورو خپل ژوند دلاسه ورکړي چي په دهغه پيښو باندي کتابونه په کاردي چي وليکل شى.

اې.اين.پې چي د پښتونخوا حکومت په لاس کښې وو ددهغه ناورين د مخ نوي په خاطر يې د پاکستان په کچه يوه ټول ګوندي غونډه راوغوښته چي د څو ګوندو په چپه ټولو ګوندو ګډون په کښې وکړي که زه تيروني نه يم نو تحريک انصاف او جماعت اسلامي بائيکاټ کړي وو نورو په دي خبره غور وکړي چي څنګه بشپړه پاکستان په زياته بيا قبائيلي سيمي د دهغه وران څخه راواستل شې خو دهغه ټول ګوندي غونډي څه پايلي ونه لرلي بيا د جمعيت العلماءاسلام امير يا مشر مولانا فضل رحمان ودي ته ورته ټول ګوندي غونډه راوغوښته خو دي ( A.P.C) هم څه پايلي ونه لرلي هم دهغه تهرور او وژني په خيبرپښتونخوا کراچۍ د پاکستان په نورو ځايو کښې ځائي زياتي او ځائي يوه ونيمه رواني وي چي په قبائيلي سيمو کښې دهغه ناتار دوام لرلي ټول ولس په دوه لاسه د تهره ګري په سوري کښې ژوند کاوي وژني او وراني روان وو چي د تېر مرکزي او ايالتي حکومتو پنځه کاله بشپړه شو خو د نوي ټولټاکنو اعلان د وخت سره سم وشو.

د مئي مياشت ۲۰۱۳ء د ټولټاکنو ورځ وټاکل شوه اې.اين.پې ته دهغه جنګيالانو ډلو ګواښ کړي وو چي دوي په را روانو ټولټاکنو کښې نه برخه اخستلي شې نه ولسي غونډي کوي شې خو و ايم.کيو.ايم او پيپلز ګوند هم داسې خبرداري ورکول شو د پاکستان خلګه په زياته بيا د خيبرپښتونخوا ولس چي د ډېرو وژنو او وژوبلو څخه ستړي شوي وو او سوله او امنيت يې لومړي غوښتنه وه او عمران خان او نواز شريف په هره غونډه کښې دامنيت او سولي د راوستلو ژمنه کوله نو هم دهغه دواړو ګوند د پاکستان او پښتونخوا په کچه ټولټاکنې وګټلې او مسلم ليګ(ن) په مرکز او پنجاب کښې تحريک انصاف په خيبرپښتونخوا کښې حکومتونه جوړ کړل.

مسلم ليګ(ن) چي په جون ۲۰۱۳ء کښې په مرکز کښې حکومت جوړ کړي په دي وتوانيدي چي په ستمبر کښې ټول ګوندي غونډه او غواړي ددي سره سره چي خيبرپښتونخوا کښې چاودني او وژني رواني وي بلوچستان او کراچۍ هم د تشدد سره مخامخ وه ټولو ګوندوو و نواز شريف حکومت ته واک او اختيار ورکړي چي د جنګې ډلو د طالبانو سره د سولي خبري اتري پيل کړي د حکومت او وه مياشتي تېري شوي خو د سولي خبري پيل نه شوي په تېره فروري مياشت کښې حکومت وتوانيدي چي د طالبانو سره د ځيني ديني کسانو په هڅو د طالبانو سره اړيکي ټينګي کړي اوس دوې درې ورځي کيږي چي د حکومت او طالبانو تر مينځ د خبرواترو بهير پيل شې او طالبانو دا وړانديځ کړي دي چي يوه داسې ځائي او سيمه وټاکي چي الته سوله او امنيت وي چي په سوله ايزه چاپيريال کښې داخبري اتري تر سره شې ددې وروسته به خبري اتري شروشى.

طالبانو څه غوښتنې دي په دي اړه څه نه دي ويل شوي خو د پاکستان خوارولس چي د کلو کلو دورانېو څخه يې د ژوند ټولي چاري په ټپه ولاړي دي د سولي په تلاش او هيله کښې دي ددي سره سره چي په دهغه تهره ګري د ډېرو کورونه وران شوي او خپلوان يې وژل شوي او ډېر مالي زيانونه وړي دي ددې د څنګه زياتره مذهبي ګوندونه او سياسي ګوندونه د دهغه خبرواترو بشپړه ملاتړ کوي خو ځيني سياسي او مذهبي ګوندونه د دهغه خبرواترو د سره څخه مخالفت کوي او دا وړانديځونه کوي چي په هغه کښې يو دادي چي دهغه تهره ګرو او وران کارو سره څنګه خبري اتري کيدي شې چي هغو په زروزرو پاکستاني وګړي وژلي دي او اوس هم دهغه وژني رواني دي.

دلکه وړاندي چي وويل شول په ملک کښې د طالبان سره په خبرواترو باندي دوه سوچه يا دوه (MIND SETS) دي لومړي سوچ چې د ځينو مذهبي ګوندو دي چي حکومت هم دا غواړي چي د طالبانو سره دي د خبرواترو د لارې ټولي لانجي اواري شې خو ځيني مذهبي ګوندونه لکه سنې اتحاد کونسل ايم کيو ايم او نور ګوندونه نه غواړي چي د طالبانو سره خبري اتري وشي سنې اتحاد چي د څو مذهبي ګوندو تړون دي و حکومت ته په شلو ټکو او غوښتنو يو سوال نامه وړاندي کړي ده چي په سر کښې ويلي دي چي څوک د ملک آئين ماتوي او پنځوس ۵۰ زره څخه زيات ملکې وکړي وژلي وي د هغو سره خبري اتري کيدي شې په کاردي چي د داسې چا څخه قصاص واخستل شې بله دا چي د طالبانو غوښتنې منل کيدي شې..؟ هم دا ډول ايم کيو ايم د طالبانو سره د خبرواترو مخالف دي دوي د نورو وړانديځونو سره سره داخبره کوي که حکومت د ياغيانو سره د سولي خبري کوي نو په کاردي چي د هغه چا سره هم خبري اتري وشې څوک چې د پاکستان څخه جلا کيدل غواړي په دي ډول نور مذهبي ګوندونه چي د بلې فرقي سره اړه لري هغه هم د طالبانو سره د خبرو مخالف دي.

هغه ګوندونه چي منځه لاري دي چي دوي سيکولر ګوندونه ورته وائي د هغه د طالبانو سره د سولي په خبرو کښې څه نخښه او نقش نه شته دستمبر د مياشتي په ټول ګوندي غونډه کښې دړوي د نواز شريف حکومت ته واک او اختيار ورکړي وو خو د ډېر وخت د تيريدو سره دهغه سيکولر ګوندونه کله کله نيوي کوي پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند چي دوي په خپل تېر حکومت کښې د طالبانو په کړو وړو ښه خبر دي دوي د نواز شريف حکومت ازمول غواړي خو دا لومړي وار دي چي جمهوري او سيکولر ګوندونه د ليري څخه د دهغه را روانو خبرواترو څارنه کوي داسې هم و دهغه سياسي ګوندو ته په دي اوسېنو خبرواترو کښې څه برخه نه د ورکول شوي او داسې ويل کيږي چي دهغه خبري اتري د وسله والو ځواکو تر سوري لاندي کيږي.

خو د يوه ناپيله سياست مدار او سياسي چيړونکي څخه که پوښتنه وشې چي دوي خپل نظريه دهغه ټول بهير ورکړي خو داسې څوک به په رښتيا هم د ډېر مشکل او شش پنځ سره مخامخ کيږي، ولي يوه خواته هغه په زراو کورني دي چي د دوي خپلوان په ډېره ناترسي او په غير بشري او غير اخلاقي ډول ووژل شول يا ژوبل شول او د خوارو خلګو په ډېره لويه کچه زيان ورسيدي او ددي د څنګه يې خوار ولس بې باوره کړي دي چي په ارواحي او نفسياتي ناروغي اخته کړي دي او ددي څنګه يې د ملک ته ډېر لوئي زيان رسولي دي خو ددي د څنګه اړينه ده چي تحريک طالبان پاکستان يا نور چي دهغه تهرور تشدد او وژني کوي اسلام ددي اجازه ورکوي که يې نه ورکوي..؟ ولي چي هر خوا د اسلام تر سوري لاندي ځان جواز او پلمه راباسي چي په بل مانا هر يو د اسلام داسې تفسير کوي چي د دوي ډله په سمه روانه ده خو که په رښتيا ورته وکتل شې طالبان ځان ته يوه کړنلاره او ايجنډا لري چي و دهغه موخه ته د رسيدو دپاره هر خنډ د هري لاري د منځ څخه وړي دوي په پاکستان کښې په بيلو بيلو جامو کښې ملګري لري ځکه چي دوي نه په آئين کښې نه په جمهوريت کښې نه په ولس کښې څه باک وهي خو بيرته دا د اسلامي پوهانو او علماو دنده ده چي دوي و ولس ته د اسلام رښتني وړاندي کړي او هغه لاره خپله کړي چي هغه د اسلام د ولس د ملک او د سيمي په ګټه وى. که دهغه اړدوړ روان وو او هر يو په خپل دريځ ولاړوو نو به تر دي هم بدي ورځي په دهغه خوار ولس تيريږي په کاردي چي هر لوري په دي غور وکړي چي څنګه سوله ټنګيدي شي خو خبره به الته څرګنديږي چي طالبان خپلې غوښتني وحکومتي لوري ته وړاندي کړي چي هغه به و حکومت ته د منلو وړوي که نه..؟

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←