زده کړه، له نورو سره د سيالۍ يواځنۍ لار
25.03.2014په پخوا زمانو کې به خلکو ليکلو، لوستلو او د رياضي د يو څو معادلو زده کولو ته سواد وايه او په دې به خوشاله ول، خو د وخت په تېرېدو سره دا هر څه بدل شول داسې کسان د نړۍ په غېږه کې را پيدا شول، چې له دې ټولو پولو ور واوښتل او زده کړې يې د بشپړ ژوند يوه اړينه غوښتنه وبلله.
په ۱۹۴۹ م کال د زده کړې او سواد په لومړنۍ غونډه کې د زده کړې مانا داسې راووتله (په ټولنيزو ، اقتصادي او سياسي چارو کې د وګړو داسې چمتوکول چې له هوسا او ښه ژوند څخه برخمن وي او په ټولنيزو او فرهنګي چاروکې په زړه پور ې ګډون وکړاى شي)
په وروسته پاتې هيوادونو کې بيا دا چاره بل ډول ده، هلته خلک نه يوازې دا چې زده کړې نه کوي بلکې هغو کسانو ته چې زده کړې يې کړې وي او يايې کوي زيان رسوي، چې دا ډول کارونه يو هيواد د بربادۍ کندې ته ورغورځوي.
زمونږ په هيواد کې هم زده کړو ته عام ولس دومره ژمن نه دى پاتې، هغه هم په دې خاطر چې د ټولنې زياته برخه وګړي مو تعليم او زده کړه نه لري.
علم او پوهه د پاک خدای له لوری خپلو بندګانو ته هغه ستر نعمت دی، چې انسان د تکامل پړاو ته رسوي او د پوهې په وسيله بنيادم په ډېرې اسانئ سره خپلو ستونزو ته د حل لارې چارې لټولى شي.
د اسلام مقدس دين د نړۍ خلکو او په ځانګړي توګه خپلو پيروانو ته امر کوي چې پوهه تر لاسه کړي. د لوی خدای په دغه ستره ګاڼه ځان سمبال کړي او دغه لړۍ تر هغې جاري او روانه وساتي تر کومې چې دا خاورينه نړۍ ودانه او اباده وي.
په همدې برخه کې د اسلام ستر لارښود فرمايي: که يو ايت مو هم زده وي، نو زما له لوري يې خلکو ته ورسوئ.
په بل ځای کې وايي: د علم زده کړه پر هر مسلمان نارينه او مسلمانې ښځې فرض ده.
دا چې علم او پوهې ته د اسلام مبارک دين دومره ارزښت ورکوي او خپل پيروان اړ باسي، چې تعليم وکړي، ښکاره خبره ده، چې زده کړې مو د ژوند له تيارو د رڼا په لور بيايي او د حالاتو د هر ډول پېښېدونکو ستونزو د ارمولو چل را زده کوي.
افغانان هم د نړۍ پر مخ د هغو خلکو د کتار په سر کې راځي، چې زده کړه يې د ژوند دويمه چاره ګڼلى ده او په ځينو ځايونو کې بيا له دې هم ټيټ معيار لري.
ممکن د دې خبرې لپاره ډېر دليلونه وړاندې کړو؛ خو يو ستر لامل يې په هېواد کې د تېرو جګړو ناخوالې دي.
له دې هم سترګې نشو پټولى، چې له تېرو څو کلونو د سولې د ټغر د نشتوالي له امله ډېر کمو افغانانو ته د زده کړو د ترلاسه کولو زمېنه برابره شوې ده. که په يو حساب يې رواخلو نو دم ګړى هم په هېواد کې د زده کړو د تر لاسه کولو لپاره د اړتيا وړ ټولې اسانتياوې نه دي، چمتو شوي.
که ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې، نو کتابونه نه لري، که کتابونه لري، نو مسلکي ښوونکي نشته او که مسلکي ښوونکي شته نو بيا په مورنۍ ژبه زده کړې نه کېږي. خو دا خبره هم هېرول نه دي پکار چې په تېرو څو کلونو کې د هېواد په کچه د پوهنې په برخه کې د ياد وړ کارونه شوي دي. څرګنده ده، چې دولت په خپلو چارو کې له حده ډېر ستونزې او نيمګړتياوې لري خو ولس بايد څه وکړي؟ د سيمې قومي مشران څه دنده لري؟ چې په دغسې حالتو کې بايد د زده کړو د ترلاسه کولو لپاره له کومو لارو چارو کار واخلي.
له نېکمرغه په هېواد کې داسې ډېرې سيمې شته چې ښوونځي يې نه ودانې لري او نه انګړ؛ خو بيا هم د سيمې د قومي مشرانو په هڅونه ماشومان ښوونځي ته ځي. په اوړي کې سرو غرمو ته ناست وي او په ژمي کې يې له يخه خولې کړپېږي خو د زده کړو لاره نه پرېږدي.
همدا له ټوله غوره لار ده او همدا ډول خلک په دې هېواد کې روڼ راتلونکى لري. اوس په ډېرښت حساب نه کېږي. وخت راغلى چې په وړتيا حساب وشي.
دا نه ده مهمه چې څو اولادونه لرو، دا مهمه ده، چې په څو مو زده کړې، کړي دي!
همدا اوس موږ هم د هېواد او هم د خپل ولايت په کچه له بېلا بېلو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او دې ته ورته نورو ستونزو سره مخ يوو، چې د ټولو حل يوازې او يوازې په زده کړه کې دى.
زه نه پوهېږم چې زموږ د سيمې هغه پلار، چې په زامنو يې زده کړې نه وې کړې، د هغه پلار د زامنو ژوند ته ولې نه ګوري، چې زده کړې يې پرې کړې دي او نن په سيمه او او ټولنه کې ياد او د ژوند د هراړخيزو اسانتياوو لرونکي خلک دي. نو له همداسې پلار څخه هيله کوو، چې اوس دې په خپلو لمسيانو زده کړه وکړي او له ځانه نيولي تر خپلې ټولنې دې يو ستر بدلون راولي.
خير دى، چې زموږ دسيمې ښوونځى ودانۍ نه لري، کتابونه پکې کم دي او ښوونکي يې هم د معيار سره برابر مسلکي نه دي او په مورنۍ ژبې د زده کړو حق، هغه حسابونه دي، چې له پوهنې وزارت سره به يې کوو، خو له دې مخکې زموږ دنده ده، چې د زده کړو لپاره په زړه کې لېونۍ مينه ولرو، کنه سبا به همدا ښوونځى ودانۍ ولري، کتابونه به هم پکې وي؛ د معارف وزارت به هم د مورنۍ ژبې د زده کړو تشه په ټوله مانا حس کړي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې به هر چا په مورنۍ ژبه د زده کړو حق تر لاسه کړى وي؛ خو له موږ سره به بيا د زده کړو مينه نه وي او په دې به نه پوهېږو، چې ژوند ته څه ډول او په کومو لارو بدلون ورکړو.
مونږ نن د زده کړو په ارزښت خبرې کوواو په يوه داسې سيمه کې راټول شوي يوو، چې يو وخت د علم او پوهې په زانګو مشهوره وه، خو نن زه او ته د زده کړې او مکتب د دښمنانو په نوم يادېږو.
که نن په بلخ، چاربولک،چمتال او يا هم په ټول افغانستان (پښتني سيمو) کې ښوونځي د زده کوونکو د نه شتون له امله فرياد کوي؛ نو مسووليت به يې سبا دهغه چا پر غاړه وي، چې پوهېږي؛ خو خلکوته يې د ارزښت په اړه څه نه وايي.
ځيني خلک استدلال کوي، چې جګړه ده او موږ زده کړه نه شو کړاى. دا خبره به تر يو ځايه سمه وي، خو دومره نه چې موږ دې له زده کړو راوګرځوي. که داسې وي؛ نو بيا خو جګړه په فلسطين،لبنان،سوماليا او داسې نورو هېوادونو کې هم ده؛ خو هلته دولتونه او د دولت مخالف کسان او اولس په دې هڅه کې دي، چې څنګه خپلو خلکو ته د زده کړو زمينې برابرې کړي.
که لږ سوچ وکړو او ځان سره يوه وړاندوينه وکړو او حالت همداسې دوام وکړي، لس کاله وروسته به زمونږ حالت څنګه وي؟
ايا ټول به د شک په سترګه نه راته ګوري؟ يقينا همداسې يې وګڼئ . که چېرې ځان را ويښ نه کړئ او ځان ته ارزښت ورنکړئ، نو سبا به مو څوک سلام هم نه اخلي.
موږ هيله لرو چې په هيواد کې په جنګ او جګړو اخته خلک به د جنګ پر ځاى علم او پوهې ته ترجيح ورکړي. ماشومانو ته قلمونه په لاس کې ورکړي، د يو بل د نه منلو پر ځاى به يو بل په غېږ کې ونيسي او د يو بل د ژوبلولو او وژلو پر ځاى به د هغوى د ژوند د بچ کولو او پر زخمونو باندې يې د پټيو په لګولو فکر وکړي، خو دا هر څه هغه وخت کېږي، چې موږ زده کړې وکړو او همدا زموږ د کاميابۍ او سوکالۍ لار ده.
موږ د زده کړو له لارې ټولې هغه ستونزې او مشکلات له منځه وړلى شو، چې د بدمرغه او تباه کوونکيو جګړو له امله ورسره لاس او ګريوان يوو
يو ځل بيا له ټولو مشرانو څخه هيله کوو، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته وليږئ، ځکه چې د ماشومانو او تنکيو ځوانانو راتلونکې ستاسو په لاس کې ده. مسووليت يې ستاسو سره دى. نو راځئ، خپل ځان او خپل ماشومان د ((راځئ، چې سبق ووايو)) له کاروان سره يو ځاي کړو.
زمونږ نيکمرغي په درې خبرو کې پټه ده :
له پرون څخه تجربه، له نن څخه گټه او د سبا هيله. خو ولې مونږ په درېو خبرو خپل ژوند له لاسه ورکوو. په تېر پسې خفگان، نن د لاسه ورکول او له سبا وېره کول.
Stori Magazine 7th Year 11th Issue
