د افغانستان را رواني ټولټاکنې
ليکونکى: محمد نعيم کاکړ03.04.2014
دا دويم وار دې چي په افغانستان کښې ټولټاکنې د ولس په رايو باندي تر سره کيږي اوس و دهغه ټولټاکنو چې نوي ولسمشر او د ايالتي شو راغړي به په کښې ټاکل کيږي په داسې حال کښې چې د طالبانو په نامه ډله نه يواځي د تېرولسو کلو څخه دا هڅه کوي چې د افغانستان هر څه سره ګډوډي کړي دوي چې په دهغه لسو کلو کښې کوم وراني کړي دي او څومره وطنوال يې وژلي دي او په ټول هيواد کښې چې څومره ويره د اچولو هڅي کړي دي هغه د هيچا څخه پټ او و ډرنه دي ددې د څنګه هغه باندني ميلمونو چې په افغانستان کښې د امنيت سولې او اقتصادي پرمختيا او د يو شمير نورو ژمنو سره راغلې وو د هغو عمل او کردار هم هر افغان وګړي ته څرګنددي طالبان څوک دي...؟ په دې اړه بايد چې څه ونه ويل شې خو د څو کلو د تيريدو وروسته داخبره هم څرګنده شوې ده چې په طالبانو کښې بېلې بېلې ډلي دي او يو لوئي شمير طالبان اوس هم ودي ته تياردي چې دوي د خپلو افغانانو وروڼو سره په يوه ټغر کښينې او د خپلې لانجي د خبرواترو د لارې اوار کړي او دهغه خوار افغانان چې د تېرو څلورو لسيځو څخه د باروتو د بمبار يو ځان وژونکي بريدونو د چاودنو د خونړيو پيښو سره مخامخ دي هغه د دهغه شخړو څخه وباسې او هغه کډوال افغانان چې په نورو ملکو کښې سپکاوي کيږي يا دوي د مجبوري د کبله د مهتر يا د نورو د کچرو د وړلو کارونه کوي د دهغه رزيله کارو څخه راوباسي او دوي په عزت و خپلو کورو ته ولاړشې چې د اسلامي جهان په نامه دوي د يوې کړنلاري د کبله ډېر لوئي شمير راکډه کړل شوي وو.
خير دا خو هغه ګيلي رښتيا او حقيقتونه دې چې يو ناپيله تاريخ ليکونکي به دهغه هر څه و افغان ولس او نړۍ والو ته په ګوته کوي چې چا د چا دپاره په دهغه اوږدو کلو کښې کار کاوي چې خپل هيواد يې ورانوي خو دلته خبره د افغانستان د را روانو ټولټاکنو ده چې دوي ورځي د وروسته به تر سره کيږي ددې سره سره چي د دهغه ټولټاکنو د مخ نوي دپاره يو شمير خو نړۍ پيښې وشوي خو بيا هم افغانانو د خپل هوډڅخه په شاء نه شول او په نره يې و نړۍ والو ته دا وروښووله چې دوي د خپلې ژمني او ارادي څخه نه په شاء کيږي که د دوي و مخ ته څومره خنډونه وي نن نړۍ وال هم داخبره منې چې افغانان په ډېر جم جوش دوي ورځي وروسته را روانو ټولټاکنو ته تياري نه شې خبره دا راپورته کيږي چې هغه ډلي چې دهغه ټولټاکنو د سبوتاژکولو او د مخ نوې دپاره چې کومي حربې او چمنو خپلوي او بيا افغانان به جم جوش د ټولو ګواښولو سره خپلې رائې د ګارولو پوخ نيت کړي دي او دابه دوي د خالي د ورځي په ټولټاکنو کښې ورڅرګند کړي نو بيا په هغه چا کښې څه پاته کيږي چې دوي دا داوه لري چې ولس د دوي په ملاتړ کښې ولاړ دي که ولس په ډېره لويه کچه و ټولټاکنو مرکز ته ورشې نو به په داسې چا کښې څه پاته شې خو داسې به کيږي.
افغانان او د ولسمشري د څوکي دپاره نومان شوي د ستاينې وړدي چې د مخالفينو د زياتو هلو ځلو دورانيو او چاودنو سره سره دوي لوئي لوئي ولسي غونډي د هيواد په زياترو سيمو کښې وکړي او خلګه په ډېر لوئي شمير په دهغه ولسي غونډه کښې ګډون وکړي و دهغه ولسي غونډه ته چې هر نوماند ورغلي خلګو يې په ډېر لوئي شمير هرکلې وکړي، چې ددې څخه دا څرګنده شوه چې افغان دهغه وخته څخه د جمهوريت پلويان وو او دي او په کار وو چې نړۍ والو د افغانانو دهغه وياړو ټولې نړۍ ته ور په ګوته کړي وي چې د څلويښتو کلو څخه را روان دهغه ولس چې د تېرو کلو څخه په هره سيمه کښې وژني روانې وي او دي خو بيا هم دوي په خپل هوډولاړدي نړۍ وال داسې ځکه نه کوي چې دوي ټول په سر کښې سر يو دي خو دوي په مخونو بېل بېل څهري اغوستي دي نومول شوي کسانو هم دهغه مياشت يوه نيمه کمپين داسې په مخ يووړي چې دوي په افغانانو دا ثابته کړه چې دوي هيڅوک نه دي بلکې افغانان دي او دوي خپل ولس د دهغه ناخوالو څخه د استلو دپاره و ميدان ته راوتلي دي او دوي په خپلو ويناو کښې افغانستان د کلو کلو څخه را روانو ناخوالو څخه د استلو ژمنې کړي دي يايې په اقتصادي ودي خبري کړي دي چې هم دهغه ژمنې هغه څوک چې د جمهوريت خپل هيواد او خپل ولس سره مينه لري که په افغانستان کښې خواپاکي او سپيڅلي ټولټاکنې تر سره شې نو به د هر وګړي ته د منلو وړوي ځکه چې بشپړه افغانان ودي ته تياردي چې هر يو افغان به هغه څوک وننګوي رښتيا خبره ده چې ټولټاکنې د يوه هيواد ته ډېر ارزښت لري په زياته بيا د افغانستان وارو ملک ته چې تر دوستانو يې دښمنان ډېر دي او باندنيان يوه موقعه هم دلاسه نه ورکوي خو دا هم د افغانانو ډنډه جوړيږي چې دوي داوسنجوي او د ټولټاکنو دهغه مرحله په ښه ډول تر سره کړي او دريمه مرحله چې نوې ولسمشر به خپل مسئوليت تر سره کوي چې دهغه مرحله په ښه ډول تر سره شې نوبه دوي و نړۍ ته چيلنج ورکوي شې چې راشي تاسي په کومه خبره تر موږ مخ ته ياست نو ددې کبله دهغه ټولټاکنې افغان ملت يوه لويه ازموينه ده....؟
