په آسيا کښې ولس واکي وده کوي
ليکونکى: عبدالجبارکاکړ
چې په دي لاره باندي ډېر آسيائي ملکونه روان شو آسيا د نړۍ تر ټولو لويه وچه ده او د وګړو شمير يې د نړۍ د نورو وچوزيات دي ځکه چې په دهغه وچه کښې خوارې او غريبي هم ډېره زيات ده ددې سره سره چې دهغه
وچه باندي قدرت ډېر مهربانه شوي هم دي چې زياته قدرتي شتمني يې هم ورکړي ده خو دوي تراوسه په دي نه دي توانيدلي چې د دهغه قدرتي زيرمو څخه ګټه واخلې اوس په آسيائي وچه کښې په قومو او ملکو کښې دا سوچ راپيدا شوي دي چي د نوري شتمني نړۍ څخه د پورونو او مرستو په ځائي په کاردي چې په خپلو ځانو باور وکړي او خپل ولسونه د دهغه اقتصادي غلامي څخه راوباسي ي دي چې بيلګي يې چين هندملائيشيا ترکيه جاپان او ځيني نور ملکونه کيدي شې که څه هم چين په دي څو کو کښې دومره اقتصادي پرمختيا کړي ده خو جاپان کوريا ددې د مخه ډېر مخ ته تللې آسيائي ملکونه دي خو د چين پرمختيا ډېر بې ساري ده او د نړۍ پرمخ تللې ملکونه نن چين ته د يوه لوئي هيواد په سترګه ګوري داسې اټکل کيږي که چين هم داسې په مخ روان وو نو به د نړۍ لومړي لومړي او دويم هيواد وو هند هم په دي څو کلو کښې ډېره پرمختيا کړي ده او دا ملک هم د نړۍ وسيالي ته ځان چمتو کوي نور ملکو لکه پاکستان ترکيه ايران او ځيني نور په دي هڅو کښې دي چې دوي پخپلو پښو ودريږي خو دا ټول آسيائي ملکونه تر هغه وخته ودي موخه او هدف ته نه شې رسيدلي چې دوي په سيمه کښې امنيت او سوله نه وي راوستي او خپلې لانجي يې په خپلو کښې نه وي اواري کړي ځکه چې د دوي د شتمني يوه لويه برخه په وسلو باندي ګاريږي او ولسونه يې د خواري او غريبي سره مخامخ دي که دهغه لګښتونه چې دوي يې په وسلو او پوځو ورکوي که په ولس ګار کړي نو تر ډېره به دهغه خوار ولسونه د خواري څخه راووځي خو داهغه وخت کيږي چې په ټوله سيمه کښې کراري سوله او امنيت راشې.
که سړي ورته ځير شې نو دا به هر چاته څرګنده شې چې د آسيائي ملکو ولسونه د سره څخه جګړي او ويني تويول نه غواړي او دا دوي دا په وارو وارو څرګنده کړي او ثابته کړي ده چي ددې لويه بيلګه د ولسونو د ولس واکي سره مينه او محبت دي په پاکستان کښې دنهه کلو د يوه سړي او شخص تر حکومت لاندي وو چې کله نزدې يو کال د مخه په دي ملک کښې ټولټاکني وشوي چې دوي يو داسې ګوند او داسې مشر ته رائي ورکړي چي هغه په ټوله سيمه کښې سوله جوړجاړي او امنيت غواړي چي د پاکستان په ګډون په ټوله سيمه کښې سوله راشې چې کله سوله راشې دهغه وروسته به اقتصادي پرمختيا وده کوي ولې چې به سولي او امنيت اقتصادي پرمختيا د سره څخه نه شې کيدي نو ځکه چې دوي زياته پاملرنه وجوړجاړي ته ګرځولي ده او دوي په دي پوه دي چې پاکستان چې هميش د نورو په جګړو کښې راګير کړل شوي دي نو تر هغه وخته دهغه تشدد مخ نوي نه وي شوي پرمختيا نه شې کيدي او د پاکستان ولس دا هيله لري چې دوي به په دې بريالي شي چې نه يواځي په پاکستان کښې امنيت راولي بلکې په ټوله سيمه کښې به امنيت او سوله راځي بلې خواته هند که څههم په داسې جګړي کښې نه دي راګير لکه پاکستان چې راګيردي خو بيا هم هند و سولي او امنيت ته زياته اړتيا لري د نن د ۷م اپريل څخه په هند کښې ټولټاکني پيل کيدونکي هند چې ډېر لوئي ملک دي او ډېر وکړي لري نو ددې کبله دهغه ټولټاکنې به يوه مياشت او ددې څخه زيات وخت غواړي خو دا وخت په هند کښې دوه ګوندونه لکه کانګريس او بى.جى.پى يو د بل په سيالي کښې دي خو بى.جى.پى د لومړي وزير داره څوک نومولي دي چې ډېرتندلاري دي او د ګجرات اعلا وزير پاته شوي دي خو د نوموړي د تېر کردار د ستاينې وړنه دي ولي چي پنځه شپږ کاله د مخه چې نوموړي څه وکړو په هغه ټوله نړۍ خبره ده خو د هند ولس به دده په اړه پريکړه کوي که دي لومړى وزير راهم شې ښاغلې مووي به په هغه پخواني لاره تګ وکړي که دا يواځي د ټولټاکنو د ګټي دپاره دى.
افغانستان چې د تېرو څلور لسيځو څخه چې د جګړي په اور کښې سوځي او خوارولس يې د کړاونو اوګواښونو سره مخامخ دي دوي د وړمه ورځ په ټاکنو کښې وښووله چې دوي په خپل هيواد کښې د ټولو د مخه سوله او امنيت غواړي ددې سره سره چي د هري خواڅخه و افغان ولس ته افغان چارواکو ته ګواښونه کيدل چې دوي به تر پخوا هم زياته وژني او تشدد وګړي که څوک د ټولټاکنو مرکزونو ته ولاړو خو د هر ډول خطرونو او ويري سره سره دومره ښځو او سړيو د رائي مرکزونو ته مخه کړه چې نړۍ په ځان حريانه کړه ددې سره سره چي د مخالف لاري ويان دادوه په ډاکه کړي ده چي دوي لږ او ډېره دوه سوه بريدونه په ټولټاکنو په مرکزونو کړي دي چې د دولتي چارواکو لخوا ويل شوي دي چې شل ته نزدې وګړي وژل شوي او سل ژوبلي شوي دي خو په کاردي چې ددهغه مخالف ډلي د ويان څخه پوښتنه وشې چې افغان ولس غوښتنه څه ده د باران سړي هوا او د تشدد د ګواښ سره سره بيا هم هر افغان نارينه او ښځينه غړۍ و رائي اچولو ته ووتو.
د افغانستن په اړه هر څوک داخبره په ډاکه ويلي شې چې افغان ملت يو سوله ايزه ملت دي
دوي نه پخواجګړه غوښته نه يې اوس غواړي چې ددې روښانه بيلګه د وړمه ورځ ټولټاکني دي خو د بده مرغه په افغانانو باندي نورو دهغه اوږده جګړه تپلي ده چي افغانستان يې تس نس کړي کله چې د وخت شوروي سري لښکري د افغانستان څخه پښې سپکي کړي هغه وخت هم افغانانو سوله غوښته او بيا چې افغانانو و ناټو ته په خپل هيواد کښې هرکلې وويې هغه وخت هم دوي د سولي په خاطر دهغه ترخ غړوپ وکړي خو ناټو په دهغه هيواد کښې ددې کبله بشپړه بريالي نه شوه چې دوې د افغانانو د خوښې په ځائي جګړي ته دوام ورکړي که دوي په افغانستان کښې عام وګړي نه وي وژلي نو به د نټو پايلي داسې نه وي ددې څخه علاوه د ډاکټر نجيب الله د حکومت د نسکوريدو وروسته د وخت مجاهدينو چې د حکومت چاري تر لاس کړي او بيا چې په افغانستان او په زياته بيا کابل چې په کنډوالو واړوي دهغه وشاته هم د نورو لاس وو او بيا چې طالبانو وار چې څنګه راغلې د هغو وشاته هم د نورو هڅي وي او د دوي د ګټو خوندي کول وو که نن هم دهغه وخت ورځپاڼي او ويني وپلټل شې نو به داڅرګنده شې چې دا لوبه څه وه ځما په اند د ښاغلې نصيرالله بابر بيان به نن هم د طالبانو په اړه پيادوي.
په افغانستان کښې چې تېره ورځ افغانانو څنګه څرګندونه وکړه هغه ټوله نړۍ ګوته په غاښ کړه خو نړۍ والو ته په دي اړه حريانتيا نه ده په کار بلکې په کاردې چي نړۍ په دي ځان پوه کړي چې افغانان څه غواړي..؟ هغه څوک چې په زوره په افغانانو څوک تپي هغه يوواربيا په دي فکر وکړ چې افغانان څه غواړي..؟ او هغه څوک چې دوي جګړي ته دوام ورکوي په دي خاطر چې ولس يې ملګري دي هغه هم سترګي روڼي کړي او هغه څوک يا زورور چې په خپله خوښه څه کول غواړي هغه هم ددې تاريخي پيښې څخه زده کړي وکړي..؟ په کاردي چې دا هره خوا د افغانانو تاريخ ولولي.
پوښتنه دا کيږي چې د نوري نړۍ د سوچ په غبرګون کښې افغانانو څنګه په يوه خوله دا دومره لويه تاريخي پريکړه وکړه او په عمل کښې دوي ته وښووله..؟ لومړي په کاردي چې ټوله په دي پوه شې چې افغانستان هغه افغانستان نه دي چې يوه دوي لسيځي دمخه وو بلکې ډېر لوئي اوښتون په کښې راغلې دي يوه پياوړي او ژوندي مغزه مدني ټولني په بشپړه په افغانستان کښې ځائي موندلي چې وهيچا ته که هغه
کورني وي که بادني چې
افغانانو د خوښي په چپه يو کار وکړي دهغه مدني ټولنه چې د ځوانانو څخه ده دوي په ولنه کښې څرګند يا ناڅرګنده ولس باندي اغيزي کړي دي چې پايلي يې وړمه ورځ څرګندي شوي چې په دي کښې د رسېنو او ميډيا ډېر لوئي لاس دي چې په نړۍ واله کچه دا هيله کيږي چي د ميډيا به د ولس واکي وبهير ته وده ورکړي او ددې د څنګه افغان ولس ته د دوي وسله والو ځواکو دا څرګنده کړي وه چې د دوي ساتنه به کيږي او دوي په عمل کښې وطنوالو ته څرګنده کړي او افغانانو ته دا باور ورکړي چې دوي خپل
ولس او هيواد ساتنه کوي شې خو په ۲۴م اپريل چې د شوو ټولټاکنو پايلي به څرګنديږي هغه ځان ته چيړنه غواړى
