افغانان حق وحقدار ته رسول غواړي
لیک:محمدنعیم کاکړ 12.04.2014
نن د اپريل يوولسمه ده او افغانانو په پنځه اپريل په ډېره باتوري سره خپلې رائې په خپله خوښه د نوي ولسمشر او د ولايتي شورا د غړو د ټاکلو دپاره ګار کړي وي خو د نن ورځو پوري د افغانانو لخوا د شوو پريکړو پايلي تراوسه و دننګيالي ملت ته نه دي ښوول شوي په دي اړه به و مخ ته خبره کوو خو افغانانو يوواربيا و نړۍ والو ته دا څرګنده کړه چې دوې څوک دي او دوې څه غواړي او دوې چې کله پريکړه وکړي بيا دهغه و مخ ته يو خنډ منلو ته تياردي او دوي چې پريکړه وکړي بيا د هيچا څخه نه ويريږي افغانان چې د دومره ناخوالو او ګوښونو سره سره په دومره لويه کچه د خپل سباون د پريکړي کولو دپاره رائي مرکزونه ته راووتو چې ميرمنې او سړي ځوانان او سپين ږيري په کښې وو د دوي دهغه وياړ يوواربيا ټوله نړۍ وال غاښ په ګوته کړو او افغانانو چې کوم نوي تاريخ د جمهوريت او خپلواکي په ډګر کښې د مشل وارو جګ کړي هغه نړۍ وال څه چې خپلوان يې هم حريان کړل او هغه پروپيګنډ او هغه جګړه چې نړۍ والو او ګاونډيانو پخپله د ځيني افغانانو په نامه راخستې وه او ده د هغو خواب هم تللي دي اوس نوي د سيسي سنجوي چې څنګه د ولس او دهغه هيواد په جګړو کښې بوخت وساتي او په هغه درواغو پرده واچوي چې دوي ډوډي په پيدا کوي او خپل هر څه تر دي لاندي خوندي وساتي لنډه دا چې افغانانو يوه بله مړانه وکړه چې ټوۍ والو يې نه يواځي ستاينه وکړه او بې شمير ليکونه يې باندي وکړو بلکې بريښنائي رسنې او ميډيا تراوسه خبري او بحثونه باندي کوي او دوي دا هم ومنله چې د افغانانو لومړي غوښتنه سوله او سوکالي ده خو د بده مرغه څوک چې د افغانانو ستاينه کوي هم دهغه څوک دي چې په دوي يې جنګ تپلي دي او د افغانانو په وژنه او درپدري کښې دوي خپلې ګټي خوندي کول غواړي که دهغه خلګه لږ هم وجدان او ضمير لري نو بايد د دهغه جګړي څخه لاس په سرشې خو داسې هم د دهغه چا څخه څوک دا پوښتنه ولي نه کوي چې دهغه لوبه به تاسي تر کله روانه او جاري ساتي...؟
افغانانو خو تر خپله وسه داهڅه وکړه چې د يو شمير ناخوالو سره سره د خدائي پاک په توکل درايو مرکزونو ته ولاړو خپلې رائي ورکړي او د را روان وخت دپاره يې خپله پريکړه وکړه خو په ټولټاکنو کښې چې څه وشول دا ددوي دنده او مسئوليت نه وو چې يوه خواته د رائي ورکولو پاڼي لږ شوي يا بې درکه شوي يا زورورو په خپله خوښه د رايو پيټي ډکي کړي يا يې د مخالف نو ماندو استاځي او څارونکي ودي ته ايله نه کړو چې د نړۍ وال قانون سره سم خپله دنده او وظيفه تر سره کړي يا ځيني دولتي چارواکو په پټه يا په ښکاره د چا په حق او برخه کښې بيځايه زياتوب ور وکړي چې ودي ته لوئي جنايت خيانت او دهوکا ويل کيږي او ددې د څنګه د ټولټاکنو وروسته د بل چا د رايو پيټي ماتي کړي دهغه څخه د چا رائي چي ولس په خپله خوښه ورکړي وي هغه يې واستي او وبل ته يې په خپله خوښه بې شميره رائي ور واچولي چې ددې ټولو پړه په حکومت د ټولټاکنو په خپلواک کميشن باندې راځي چې دوي ددې څخه ځان نه شې استلي څرګنده خبره ده چې د چا په کوم ځائي کښې وس وو هغه خپل کار وکړي چې ددې مانا دا شوه چې د يوه ځانګړي نو مانده يا کنډي ډيټ نوم څوک نه شې اخستي خو دهغه کارونه چې هر څوک په زياته بيا افغان ولس خيانت ورته وائي په بشپړه افغانستان کښې نه دي شوي بلکې په ځينو ځينو سيمو کښې شوي دي او هغه سيمي نه يواځي د ټولټاکني و خپلواکي اداري ته څرګندي دي بلکې و هر هغه چاته ورمعلومي دې څوک چې د ټولټاکنو په خواپاکي او سپيڅلتيا باور لري ځکه چې د دهغه ټګي پټول د سره څخه نه شې کيدلي او بيا په ننې وخت او زمان کښې چې د معلوماتي ټيکنالوجي آسانتياوي د هر سړي تر لاس لاندي دي خو هم دهغه خبره ده چې د وړوکي څخه وړوکي ټګې د ټولټاکنو و کميشن ته استول شوي ده چې هم داخبره ده او دا يې دليل دې چې په زراو تيروتني ټکي ويادي شوي اداري او کميشن ته رسيدلي دي ځيني داسې خواوي به ارومرو وي چې چيري يوه او نيمه ټکي په کښې شوي وي چې دا د دريمي او وروسته پاته ملکو عادت دي چې ددې مخ نوي آسانه کار هم نه دي خو دهند وارو د نړۍ تر ټولو لوئي جمهوريت چې د ۷م اپريل څخه د ټولټاکنو بهير پيل شوي دي او تر يوه مياشت هم زيات وخت به اخلي دوي داسې ميشني چاري نيولي دي چې دهغه يوه او نيمه درغلي هم نه شې په کښې کيدي خو ځيني داسې ملکونه هم شته چې د خلګو رائي هر وخت په دا بله خوا اړول کيږي او استادان داسې استادي کوي چې رائي ورکونکې هم نه په پوهيږي نو چيري چې په ټولټاکنو کښې داسې ټکي کيږي او په وارو وارو کيږي نو بيا د داسې ملکو د خلګو د ټولټاکنو څخه اړه مات شې او دوي خپلې رائي ته ارزښت نه ورکوي او ډېر لږ خلګه د رائي ورکولو دپاره د کورو څخه په دهغه ورځ ووځي خو په ټولټاکنو کښې چې په لويه کچه ټګي او تېروتني وشې هغه دورايه ښکاره کيږي او څارونکي يا ټولټاکنو کميشن هم په پوهيږي او بيا خو داسې کار څه ګرانه خبره هم نه ده د کومو سيمو څخه چې خلګو شکايتونه او اعتراضونه کړي دي هغه هم د پلټنو په وخت د دوي سره مرسته کوي که څوک د خپل ضمير او وجدان په ښوونه کار کوى.
ټولي نړۍ او د سيمو ملکو او پخپله افغانان ودي ټولټاکنو په زياته بيا د نوې ولسمشر وټاکيدونه ډېر لوئي ارزښت ورکوي ولې چې هم ددې ټاکنو سره د نړۍ د سيمي او پخپله د افغانستان سباون تړلي دي او افغان ولس د يو شمير ازموينو او امتحانو سره مخامخ دي که د ولس و پريکړي ته ارزښت ورنه کړل شې او حق وحقدار ته ونه رسيږي نو ډېر خطرونه به سر راپورته کړي لکه وړاندي چې وويل شول چې افغان ولس افغان ملې ځواکونو په ډېر برياليتوب دهغه دروند بار تر ځايه ورساوي اوس مسئوليت په حکومت د ټولټاکنو په خپلواک کميشن او عدالت راځي چې دوي حق څنګه وحقدار ته رسوي که دوي هم دهغه چا په پله پل ايږ دي چاچې درغلي کړي دي افغان ملت ودي ته چمتودي چې حامد راځي که محمود راځي خو د دوي دا غوښتنه ده چې هغه څوک دي راشې چې چاپه ټولټاکنو کښې درغلې نه د کړي خو ترکومه چې ددې ټولټاکنو ارزښت هر سړي په پوهيږي افغانان په دي خاطر د ټولټاکنو مرکزونو ته د ډېرو ناخوالو او مشکلاتو سره ځانونه ورسول چې دوي په روان نظام کښې بدلون غواړي دوي په هيواد کښې نور تشدد او ورور وژنه نه غواړي دوي نړۍ والو ته دا وروښووله چې دهغه اوږده جګړه د افغانانو نه ده بلکې دا د نورو لخوا په دوي باندي تپل شوي ده دوي خپلو طالبانو ته هم دا څرګنده کړه چې د دوي د جګړي ملاتړنه کوي دوي نړۍ والو ته هم دا وښووله چې افغانان وران کار او تهره ګرنه دي بلکې غواړي چې د نړۍ او د خپل هيواد په پرمختيا کښې د دوې سره وږه په وږه دريږي دوي دا هم وښووله چې افغانان د خپل ټاټوبى پريکړي په خپله کوي او کوي شې او د افغان ملي اردو و خپل هيوادوالو او نړۍ والو ته داثابته او څرګنده کړه چې د پخواوارو دوي د خپل هيواد او د خپل ملت ساتنه او ځغورنه پخپله کوي شى.
نن ټولي نړۍ ګاونډيانو او په ځانګړي ډول افغانان ودي ته ګوري چې د ټولټاکنو کميشن يا ادارو څه پريکړه کوي څرګنده خبره ده چې نړۍ وال او ګاونډ د خپلو ګټو په عينکو کښې و دا اوسنې بهير ته ګوري خو پخپله افغانان ودي ته ګوري چې حق بايد حقدار ته ورسيږي او دوي چې و نړۍ والو ته څه څرګند کړي او پيغام يې ورکړي بايد هغه ته زيان ونه رسيږي او دوي چې کوم چاته زياتي رائي ورکړي دې په کاردي وهغه ته د ولس امانت ور ورسيږي که هغه رحمان وي که لقمان وي ولي د سياست مدارانو دا پريکړه ده چې ولس چپه او بيځايه پريکړه نه کوي د دوي پريکړه رښتيا او رښتني وي نو ددې دپاره چې د ولس و پريکړه ته غاړه کښيښوول شې بايد ددې مخ ته يو خنډ هم ونه منل شې نه د چا خاطر وکولي شي که هغه باندنيان وي که خپلوان وي دا ځکه چې دا لومړي وار دي چې افغانانو په خپل ځان باور کړي دي او دهغه ټول بهير يې په برياليتوب تر سره کړي دي نو ځکه چې موږ ويلي شو چې په افغانستان کښې د جمهوريت تاداو او بنسټ هم د دهغه ځايه پورته کيږي دا يوه د وياړ خبره ده چې افغانستان پياوړي مدني ټولنه (Civil society) لري چې د ځوانانو لوئي شمير په کښې شتون لري دوي چې په تېرو کلو کښې کومي هلې ځلې کولي په کاردي چې څو چنده خپلې هڅي زيات کړي ولې چې د دوي د نن پريکړه د دوي د سباون دي دوي بايد حق حقدار ته ور واخلي وله که هغه هر څوک وي رسنې او ميډيا نن د ملتونو ملکونو سباون جوړه وي دوي په دهغه احساسو شبکو کښې خپله دنده په ډېره پوهنه تر سره کړي او د ولس د پريکړي درناوي وکړي او حق حقدار ته ور ورسوي ځکه چې افغانانو کومه پريکړه کړي ده ارومرو به هغه دهيواد او ملت په ګټه وي نه دهغه چا دپاره چې افغانان يې هر وخت د شخړو سره مخامخ کړي دي..
