عقل
12.04.2014 لیک: گل پاچا الفت
ډېر لږ خلک دي، چې کله کله يو نيم کار د عقل په خوښه کوي.
نور ټول کارونه د مينې او محبت دپاره، د حسد او عناد دپاره، د حرس او هوس دپاره وي يا د کوم زورور په امر او د نادانۍ په فرمان اجرا کېږي. سره له دې چې د عقل برخه په ژوندانه کې ډېره لږه ده بيا هم هر څوک د عقل ستاينه کوي او د عقل دښمن هم عقل ښه ګڼي او بې عقلي نه خوښوي.
ښايې، چې عقل په همدغه سبب د هر چاخوښ وي، چې د چا په کار کې کارنه لري او د زورورو خوي په کې نشته.
عقل زمونږ تابع دى او زمونږ زړه ته ګوري هغسې مشوره راکوي، ځکه يې ستا يو او صفت يې کوو.
که عقل پر مونږ باندې حاکم واى او اقتدار يې درلوداى مونږ به ترينه ډېر سرټکاوه او بد به مو ګاڼه، ځکه چې تر اوسه مونږ له يوه حاکم نه هم زړه کې ډېر خوښ نه يو او ډېر ښه حاکم هم ډېر خلک له ځانه خوابدي کړي دي.
په رښتيا، چې عقل غوندې بې ضرره شي نشته.
عقل هر کله زمونږ خير او ګټه راښيي او عقل د همدغه شي نوم دى. که مونږ د عقل يوه خبره هم ونه منو بيا هم عقل رانه نه ځي او بد راسره نه کوي که مونږ په ناکاره کار پسې په بده لاره روان شو عقل راسره ملګرى دى او څومره، چې کېداى شي له خطر نه مو ساتي.
ډېرې غلاګانې د عقل په مرسته کېږي، که څه هم غلا ته په ښه نظر نه ګوري او غلا يې نه ده خوښه.
هغه شيطاني چلونه، چې انسان کشف کړي دي او شيطان هم ورته حيران دى د سادګانو او احمقانو کارنه دى.
فرېب او ټګي سره له دې، چې سم او صحيح عقل ورته بد ګوري بيا هم د هوښيارۍ بد عمله اولاد دى او د بدسړي له عقل څخه دغه راز بد اولاد پيداکېږي، همدغسې عقل يوه غله ته هم د تېښتې لاره ښيي هم يې د ماړه کاله ته بيايي او که حاکم ونيوه د ځان د خلاصولو چلونه هم ورښيي.
که سړى هرڅومره ګنهکار و عقل ورته د نجات لاره لټوي او له همدردۍ نه يې لاس نه اخلي. په رښتيا، چې دومره مهربانه ملګرى بل نشته.
هغه وخت، چې څوک عقل له ځانه شړي او په عقل هجوم ور وړي باده او پياله دى په لاس کې ورکوي او دمخه ورته لا يو داسې ځاى پيدا کاندي، چې ډېر رسوا نشي او محتسب يې ګرېوان ته لاس وانچوي.
د عقل خوى او خصلت په هيچا کې نشته په زړه کې حسد او عناد نلري، لکه ماشوم مرور کېږي، نه ظلم او نه يې ناروا خوښه ده، مګر له ظالم سره دښمني هم نه کوي، فسق او فجور ورته بد معلومېږي، خو د ذاهد په شان له فاسق او فاجرنه نه تښتي، هر چا ته د خېرخواه په نظرګوري او د انسان په مجبوريت ډېرښه خبر دى.
عقل په دې خبره ډېر زور اچولى دى، چې انسان پخپلو کړو کې پوره ازادي او اختيار نلري او د مجبوريت جنبه يې ډېره غالبه ده.
هو! عقل دا غواړي، چې د انسان له ضعف او ناتوانۍ نه يو داسې قوي دليل جوړ کړي، چې د هغه بل جهان له ملامتۍ نه يې هم خلاص کاندي.
عقل په دې پوهېږي، چې انسان د خپلو غرايزو او احساساتو تابع دى او منطق هر کله د خپلو اغراضو دپاره استعمالوي.
د انسان له منطقي تعريف څخه هم دا معلومېږي، چې دى اول حيوان او بيا عاقل دى، يعنې د ده نطق او عقل د حيوانيت تابع دى او حيواني غرايز پکې د اوليت حق لري.
دا يو منلى حقيقت دى، چې عقل زمونږ تابع دى، مونږ د عقل تابع نه يو.
عقل زمونږ دپاره پيدا شوى دى مونږ د عقل د پاره نه يو پيدا.
که مونږ په عقل باندې د ليونو او ماشومانو کار کوو، کوي يې او زمونږ له امر نه غاړه نه غړوي.
که زه او ته دوستان يو زما او ستا عقل هم دوستي کوي.
که مونږ غليمان شو زمونږ عقلونه يو له بل سره دښمني کوي او په جګړه اخته کېږي.
ښه عقل هماغه دى، چې د مينې او محبت په غېږ کې وده وکړي او د ښو عواطفو او احساساتو په لمن کې وروزل شي.
عقل د اخلاقوتابع دى، که اخلاق ښه و عقل ښه کېږي که اخلاق بد و عقل په بده لار روانېږي او بده لاره ښيي.
Aqal, By Late Gulpacha Ulfat, Source: Stori Magazin 11the Issue
