داماراتوپښتوادبي ټولنې دوبۍ هلې ځلې
داماراتوپښتوادبي ټولنه مرکزدبئ (متحده عرب امارات ) دکال ۱۹۸۰ .ء نه تر کال ۲۰۱۲ .ء پورې
دا د کال ۱۹۸۰ .ء د اکتوبر دويمه نيټه وه چه د متحده عر ب امارات په دبئ رياست کښې د الياس ټلوال په کور کښې په اماراتوکښې ميشتۀ پښتانوشاعرانو اؤ اديبانو يوه غونډه اوشوه چه پکښې الياس ټلوال ، شير بت خان صياد، غلام هادي مِظهر مسعود، صابر احمدصابر، مشتاق احمد مشتاق، دويسه، الطاف حسين الطاف، ايوب سلطان بنديوان ، نواب شير استاد اؤ اعجازخټک ګډون اوکړو اؤ د ټولوملګرو په اتفاق يو ادبي ټولنه جوړه کړلې شوه چه نوم ورله د اماراتوپښتوادبي ټولنه مرکزدبئ خوښ کړلې شو. ټول ملګري په متفق شول چه
• زمونږ ټولنه به د هر آړخ نه غيرسياسي اؤ خالصتِآ ادبي وې .
• هرڅوک د خپلو سياسي نظرياتو دپاره به آزادوي خو دټولنې د چوکاټ د ننه به هغه د ټولنې د غيرسياسي حيثيت پابند وى .
• زمونږ لوئې هدف د پښتوادب اؤ ژبې پرمخ تګ وي .
• د متحد ه عرب امارات ورونړو سر ه به مونږ د خپلې اسلامې ورورولئ ته د ودې ورکولو پوره پوره هڅې کوو .
• مونږ به د اماراتو د قوانينو پوره احترام کوو.
• هر هغه څوک چه دپښنو شاعر اديب دې ، هغه د ټولنې غړې جوړيدې شي .
دټولو ملګرو په خوښه لانديني کسان د ټولنې عهديداران اوټاکلې شو
1. صدر الياس ټلوال ،
2. نائب صدر صابر احمد صابر
3. عمومې سکرتر اعجازخټک
4. وړوکې سکرتر ايوب سلطان بنديوان
5. پنګه ور شيربت خان صياد
6. داطلا عاتو سکرتر مشتاق احمد مشتاق د ويسه
غړي الطاف حسين الطاف، نواب شير استاد،
يوسف استاد ، سراج الدين خاورې، سراج الدين ظفر،
په عربستان کښې د پښتووړمبئ مشاعره :
د ټولنې د اهتمام لاندې دکال ۱۹۸۰ . ء د اکتوبر په شلمې نيټې د پښتو وړمبئ مشاعره اوشوه کومه چه د حاجي لا ل بت خان په ديره القيصص کښې شوي وه . په دې مشاعرې کښې په سوونو پښتانو ګډون کړې وو اؤ دا مشاعر ه د ماسخوتن نهه بجې نه د سحر نمانځه بانګ پورې جاري وه . کله چه د دې مشاعرې پوسټرې خلقو ته اورسيدې نو مونږ ورباندې د خوشحال بابا اؤ د رحمن بابا تصويرونه چاپ کړي وو نو خلقو به ووې چه دا دواړه شاعران به راځي اؤ مونږ ته به په دوکړو باجو مجلس کوي . هغوي ته دا پته نه وه چه دا دواړه خو درې سوه کاله مخکښې په حق رسيدلي دي ، خو دوي ګرم ځکه نه وو چه هغوشپوورځو کښې به ځنو کسانو دپيښور نه فلمې سندرغاړي راوستل اؤ دلته به ئې ټنک ټکور پروګرامونه کول نو دوي دا محسوسوله لکه دا به هم هغسې سندر غاړي وي خو چه کله مشاعره شروع شوه نو الياس ټلوال، صابر احمدصابر، مشتاق د ويسه ، يوسف استا د اؤ داسې نور شاعرانو مشاعره داسې ګرمه کړه چه ايله خلقو ته دا پته اولګيده چه مشاعره څه وې اؤ مجلس څۀ وې. د دې مشاعرې صدارت دپاکستان ايسوسي ايشن دبئ عمومي سکرتر عاقل خان بنګش اوکړو اؤ خصوصي ميلمه پکښې د دبئ پوليس لوې افسر نسيم خان وو. ملک خليل الرحمن مونږ ته د لاوډ اسپيکر بندوبست کړې وو. د افغان کارپوريشن مالک حاجى نواب خان آورکزئئ د ډائس انتظام کړې وو. حاجي لال بت خان د کټونو اؤ د چايو بندوبست کړې وو . کله چه دا مشاعره ختمه شوه نو خلقو به دا وئيل چه بله مشاعره به کله وي ، مونږ به ورته وئيل چه ډير زر که د خدائې خوښه وى . په دې مشاعرې کښې مونږ سره ډيرو درانومشرانو ګډون کړې وو چه پکښې حاجي کريم خان آورکزي، سيد عمر شاه، حاجې نواب شاه آورکزي، حاجي غازي مرجان درويش، سيد عثمان شاه ،سيد قيوم شاه، عصام الدين آورکزئي، حاجي اکبر زمان ، ملک خليل الرحمن بنګش، ملک خيال زمان بنګش اؤ حاجى لابت خان سره د نورو ډيرو ملګرو .
د ويمه مشاعره
دسيرت النبى په مناسبت سره دويمه مشاعره دجنورئ په دويشتمه نيټې د کال ۱۹۸۱ هم د حاحى لابت خان په ديره کښې اوشوه چه دپاسينې ذکرشوو شاعرانو نه علاوه پکښې نورو ډيرو شاعرانو هم ګډون اوکړو . اؤ داسې د شاعرانو شميره پکښې ورځ په ورځ زياتيده لکه د ذکروړ پکښې فريدګل استاد، سلطا ن فريدى وغيره . دا هم ډير ه کاميابه مشاعره وه چه د سحر نمانځه پورې جارى وه ،
- نور بيا
De Emarates Pakhto Adabi Tolani, Dubai Activities: By: Ejaz Khattak
