اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ټولټاکنې

21.04.2014: دپنځم اپرېل وټولټاکنو ته بشپړه افغان ډېر او خوشبينه وو ځکه چي لومړي دوخت دشوروي اتحاددسرو لښکروسره خو نړي جګړي او بيا داسلام آباد څخه راليږل شوي دجوړ حکومت ترمنځ جګړي او بيادطالبانو سره درد ناکه جګړي او بياد دوي دحکومت طرز افغان ترشل کاله هم زياته وځورول چي وروسته په امريکا کښې په نهم سپټمبر۲۰۰۱ء پيښه وشوه او امريکا او ملګرو يې افغانستان په نښه کړي ولي چي دالقائده مشر اسامه بن لادن په افغانستان کښې ميشته وو او دنيويارک دپيښي مسؤل هم اسامه بن لادن او دده القائده وګرځوله ملګروملتوو امريکا ناټواو نورو ملکوته اجازه ورکړه چي اسامه بن لادن او القائده وځپي او ددي دڅنګه يې دا ژمنه هم وکړه چي دافغانستان بيارغونه به هم کوي او سوله به هم راوړي افغانانو دباندنيو ځواکو هرکلي ځکه وکړي چي داخو هم خرماده او هم ثواب او دويم دوي داسي اټکل کړي وو چي دجرمني او جاپان وارو به غرب افغانستان داسي ورغوي لکه يادشوي دوه ملکونه چي په دويم نړيواله جګړه کښې ډېر زيات وران شوي وو لکه په افغانستان چي دنورو وباندنيو او کورنيو جاه طلبولخوا وران شو خودافغانستان رغونه داسي ونه شوه هوڅه کارونه او څه وداني وشوي خونه جګړه ودريده ته هغه چرموښان او دولس په وينو ککړ زور واکي مهار او جلو شو بلکې دوي دنومول شوي ولسمشر حامدکرزئي په څنګه کښې لوئي لوئي څوکي ونيولي چي نن هم په هغه ناست او دجوړ جاړي په ځائي په درندو وسلو زياته باور کوي او دکابل دحکمران و آمرته هم غاړه نه ايږدي ددي دڅنګه دطالبانو سره دجګړي په نامه دهغه دسولي او دبشر دحقوقو علمبرداران عام افغانانو قتل او وژنه روانه کړي ده او بلي خواته طالبانو هم دافغانانو په وژلو او دهيواد دوراني په سيالي کښې دنورو څخه هم په مخ کښې دي لنډه داچي افغان دغنم وارو دميچني تر دواړو ډېر ولاندي دي او دهري خوا دسولي او دپرمختيااو دبلي خواڅخه دافغاستان دآزادي په نامه بې دريغه وژل کيږي چي دايو لوئي داستان دي چي هر دعقل خاوندپه پوه دي خو شکاريان په خړو اوبو کښې کعبان نيسۍ.
افغانان دپنځم اپرېل وټولټاکنو ته ډېر خوشبين وو چي دوي به په خپله رائي يو داسي ولسمشر وټاکي چي دهغه دټاکلو سره به په هيواد کښې سوله راشې دوي به خپلواک شي ولي چي باندني ځواکونه به ووځي هغه به وسولي ته راوبولي او هغه باندنيان چي دشوروي دجګړي څخه يې افغانستان کښې لاسونه اوږده کړي وو هغه په ورلنډ کړي او ددي دڅنګه به دافغانستان دمځکي تماميت نور ګړندي کړي او بيله دڅه توپيربه هغه چاته خپلي رائي ورکړي چي هغه ودي ټولو کارونه جوړوي که هغه هر څوک وي خو د دوي دناخوالو غم ورسره وي ځکه چي په ډېر لوئي شمېر افغانان درايو ورکولو مرکزونو ته ووتل ددي سره سره چي دوي ته دمرګونو ګواښونه شوي وو په دهغه ورځ ډېر يخ او باران هم وو خو دوي اوږدي اوږدي ليکي او قطارونه جوړو کړو چي خپل نوي جمهور رئيس وټاکي چي د دوي ژوند او سباؤن ورسره روښانه کيږي آن دا چي د ډېر غمر لرونکي سپين سري او سپين ږيري هم په دي هوس درايو وځائي ته ورورسيدو او په ډېر لوئي شمېر دنارونوو دڅنګه ښځي هم درائي ورکولو ځايوته ورسيدل او تر ناوخته په قطارو کښې ولاړ وو نړي والو چي دافغانانو دهغه جوش او جذبه وليدله نوګوته په غاښ ورته پاته شول چ داخود جمهوريت دومره ليواله دي او دومره منظم دي چ دنړۍ والو داګمان هم نه کيدي ځکه چي دغرب ميډيا او رسنې تراوسه د دوي په ستاينه نه مړيږي او هر ورځ خبري اتري او مياحشي باندي کيږي.
افغانانو باندي دتواپيراو فرق نه وو چي هر څوک ولسمشر وټاکل شي و دوي ته دمنلو وړدي خو د دوي درائي(VOTE) درناوي وي وشې او هر څوک چي راځي هغه دي دولس په خواپاکو رايو راشي او يو ډول ګډوډي دي نه په کښې کيږي په زياته بيا دټولټاکنو انتخاباتو کميشن دي ناپيله پاته شي حکومتي چارواکي دپارليمان غړي او زور واکه دي دولس ورايوته احترام وکړي دهغه خپلواکه دانتخاباتو کميشن چي نن افغانانو دده خپواکى او خواپاکي وليدله داورته څرګنده شوه چي دهغه کميشن تش په نامه خپلواکه دي بلکې تر ټولو زياته جنايت هم دوي کړي دي چي دوي پخپله ددي ثبوت ورکړي دي دافغان ملت دهغه وياړ او احترام ته لويه زر به هغه وخت ورکول شوه چي په لومړي ساعتو ساعتو په قطارو کښې ولاړ وو خپله دهغه ملي او قامي مسؤليت يې ترسره نه کړي او نااميده وخپلو کوروته ولاړو داجنايت نه دي نو څه دي هم ددهغه ناخوالي چي دانتخابى کميشن لخوا شوي په لومړي ورځ دخلګودا اټکل شو چي داټولټاکنې دملت سره دهوکه(FRAUD) دي او ددمخه څخه سنجول شوي(ENGINEED) شوي دي او د دوي ورايوته يو ډول احترام نه دي شوي او دوي چي کوم وياړ دنړۍ والو څخه په يوه ورځ ترلاسه کړي وو هغه هم ددهغه نالوهانو او جائي طلب کارانو لخوا دخاورو سره خاوري شو او ددوي خوشالي د دوي څخه واخستل شوه نه يواځي په افغانستان کښې ديوه ښه ولسي او جمهوري لاري څخه يې دخلګو زړونه مات کړل او داسوچ ورته پيدا شو چي دڅو کلو دتيريدو وروسته د دوي سباؤن بيرته هم دزور واکو په لاس کښې دي.
يو داسي ملک چي ټولي چاري يې دبل په مرستو ولاړي وي او انتخابات هم دبل دمرستو په زور ترسره کيږي او په داسي حال کښې دومره لوئي جنايت وشي ددي ځواب به څوک ورکوي؟ دټولټاکنو ناخپلواکه کميشن که چارواکي ياکه هغه زورواکي چي جاه طلي يې دافغانستان دتاريخ په اوږدو کښې کړي ده دوي هميشن دنورو په سرو نو باندي خپلي ماڼي د رولي دي هم هغه خبره ده چي توري دى لاله وئ ګولي دي په کڼې ټاټاوئي.
په هر سړي داخبره روښانه شوه چي هم باندنيان هم دافغانستان چارواکي او هم دانتخاباتو کميشن يو ځانګړي کس درئيس جمهور په حيث منتخب کړي دي او هغه به په چل ول او دوړو او باران کښې اعلان کړي ولي چي پخپله هم دهغه کميشن څخه بيوقوفي هغه وخت وشوه چي دټولټا کنې ختم شوي او ماښام درسنېو دالاري اعلان پيل شو چي لاس به دهغه بهيرروان وي چي دځونتائجو او پايلو داعلان وروسته دهغه سلسله قطح شو ولي چي نن کوم دولسمشرنوماند چي په دويم مقام دي هغه ډېر په مخ کښې وو داځکه چي دوي قطع کړي چي داهغه پايلي وي چي داهغه پايلي وي چي دټاکنو وروسته دهر نو ماندومخ ته شميرل شوي وي بيا دوي داعلان وکړي چي په مزار شريف او يوبل ځائي چي جلال به وو په لويه کچه راغلي شوي دي دهغه تش په نامه دانتخاباتو کميشن وويل چي د رايو ضدوفونه مات شوي دي دخپلي خوښي سړي ته رائي په لويه کچه ورکړي دي ددي کميشن په خپله وويل چي د دوي کارکونکو هم دځانګړو کنډيټانو په حق کښې په لويه کچه رائي ګار کړي دي ناظرين نه ايله کول په زوره ضد وقونه ډکول دضدوفونو وړل او په بيل ځائي کښې ډکول دښځورائي دنارينو ولخوا استعمالول او دانتخاباتو دمخه دځينو لوړ پوړو چارواکو لخواد اګواښ کول چي يو ځانګړي ولسمشر به بريالي کيږي کنې دي به داوکړي او هغه به وکړي لنډه دا چي دهغه دولس دهيلو سره چي کومه لوبه وشوه هغه د دوي سره لويه لوبه وشوه.
اوس چي دانتخايانو کميشن کومه لوبه دخواپاکو او ناخواکو په نامه دنوي ولسمشر رائي وړاندي کوي او څنګه پيڅلي او ټيکنيکل لاره يې خپله کړي ده دايوه بله هڅه ده چي دوي افغانان تير باسي چي هر يو په پوه دي دهغه سنجول شوي نوبي نه يواځي داپرېل انتخابات سره ګډوډکړي دي بلکې کوم ولس مشر چي دوي رامخ ته کوي دهغه مشر وعيت هم ترشک لاندي راغلي دي چي ددي به ديري بدي پايلي دهغه چاپه غړه وي چي هميشن يې افغانان په لوبو او دنورو باندنيانو دګټي دپاره وژلي دي خو تر ټولو لوئي تور دانتخاباتو په ټولټاکنو راځي چي دوي دافغانستان د داسي ناورين وخواته ټيلوي چي دتوري تياري په ځائي بل څه نه ليدل کيږي آيادوي داتوتن لري چي ددهغه پياوړي ولس دخوښي په مخ کښې ودرسيږي ځکه چي وائي چي لمر په ګوتونه پټيږي وروستي خبره دا چي دانتخاباتو ناآزاد کميشن خپله دا په ډاګه وائي چي په دوي ډېر لوئي فشار دي نو بيا دولس ته رائي او پخپله دټاکنو دکميشن څه ارزښت پاته کيږي ښه لاره دا ده چي دانتخاباتو کميشن ددهغه لوبي څخه لاس په سر شي او څه چي دوي ليدلي يا په دوي ورغلي دي هغه دي ولس ته په ډاګه کړي هم دهغه د دوي دسوګند او حلف غوښتنه ده چي دوي دهيواد داساسي قانون او دخدائي پاک(ج) سره کړي ده....؟ هر چا چي په شوو انتخاباتو کښې دراغلي کړي ده هغه دي په زوره وګمارل شې چي دوي دباندنيانو څخه فقر وکړي او د ټول ملت څخه دي عفه وغواړي او دوي ته دي خواست وکړي چي يو وار بيا دټولټاکنو مرونو ته راشي چي دهغه بهير وپائي ورسيدي نو دوي دي عدالت ته ورکښ کړل شي چي دولس په حق باندي هميش ډاکي ددي دپاره اچوي چي نور باندنيان خوشاله کړي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←