اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ائتلاف حکومت

06.05.2014: افغانان په دي کښې نه دي چې څوک به د دوي را روان ولسمشروي خو دوي په خپله دي غوښتنه ټينګ ولاړدي چې د دوې د رائي دي درناوي او احترام وشې که د دوي د رائي درناوي ونه شې نو څرګنده خبره ده چې دا ډېري بدي پايلي نه يواځي د افغانستان دپاره ولري بلکې د افغانانو سره به هم دا لويه زياتې او جبروي ځکه افغانان چې په کومو شرائيطو کښې په پنځم اپريل د ټولټاکنو مرکزونو ته وتلي وو هغه ددې دپاره نه وو چې آزمويل شوي کسان او هميش په حکومت کښې اوسيدلي لوړ سړي دي ددوي د قسمت يا د پريکړو په ځائي باندي يوواربيا کښينې چاچي پخپله د افغانستان په ګډوډيو کښې لويه ونډه لرلي وي بلکې افغانان په ډېرو بدو حالاتو کښې د رائي اچولو مرکزونو ته په لوئي شمير وتلي وو چې دوي په خپل هيواد کښې بدلون غوښتي دوي سوله او امنيت غوښتي او دوي برابري او عدالت غوښتي او دوي غوښتو چې د دوي په هيواد کښې جمهوريت وده وکړي او د جمهوريت کوم نيالګي چې دوي کښينولي دي هغه يوه سايه داره درخته شې چې هر افغان يې يوه خواته ميوه وخوري او بلې خواته يې ترسوري لاندي آرام او استراحت وکړي خو د دوي دهغه هيلي اميدونه د خاورو سره خاوري شول چې دوي په دي خبر شول چې د دوي و رائي ته يو ډول ارزښت نه دي ورکول شوي او زورواو ضدوقونه پخپله ډک کړي دي يا ضدوقونه يې مات کړي دي او ددې څنګه نورې داسې بې لارې کړي دي چې نه يې ټولټاکنې يا انتخابات شرمولي دي بلکې په بشپړه افغان ملت سپکاوي کړي دي او په افغانستان کښې د جمهوريت مخ داسې ورتور کړي دي چې تر ډېره به په دهغه هيواد کښې هم په دهغه حالت کښې پاته وي تر ټولو لويه د شرمندګي خبره داده چې پخپله د ټولټاکنو چارواکي پخپله د انتخاباتو چارواکو هم په لويه کچه د پيسو بايد وجدان پلورلي او درغلي يې کړي ده چې د نړۍ په ډېر و لږ و ملکو کښې داسې پيښې کيږي نورو ښکاره او پټو لاسو خپل ضميرونه تر پښو لاندي کړي د هغو ذکر دلته نه کوو ولې چې د موږ سره دومره توان نه شته چې د انتخاباتو په نامه څه وشو...؟
​اوس چې د افغانستان د ټولټاکنو يوه مياشت بشپړه شوي ده خو تراوسه يې دولتي اعلام نه دي شوي دوي دا وائي چې دوي د شوو درغليو يا د شکاياتو سپناوي کوي خو په کوم ميزان...؟ او دوي د شکاياتو د کميشن چارواکي دهغه سپناوي څنګه کوي شې ولي چې په دومره لويه کچه درغلي شوي ده چې د نړۍ يوه پرمخ تللې ټيکنالوجي هم نه شې کولي چې د سمي او چپي رائي توپير وکړي....؟ خو هو يو ميزان شته چې هغه د خوښې او ناخوښې دي کوم څوک چې باندنيان او ځيني زورځواکي چې غواړي چې يو ځانګړي نوماند دوي و دهغه پورته څوکي ته ورسوي نو دهغه په برخه که خواپاکي يا ناخواپاکي رائي وي دهغه په خوا کښې و شميره او د بل خواپاکه رائي په ناخواپاکو رايو ورګډه کړه او بيا پايلي د انتخاباتو اعلام کوه چې ولس په پوه نه شې اوس هم چې دولتي پايلي نه اعلام کيږي ددې وشاته لوبه نه لوبى رواني دي او داسې هم کيدي شې چې دوي د خپلې خوښي نوماند ولسمشر بريالي وګرځوي ولې چې پريکړه د ملت په رايونه ده ولاړه بلکې خوښه او ناخوښه ولاړه ده چې زور ځواکو ملکو او ګاونډيانو خوښه وه هغه به کيږي يا دهغه کورنيو زور ورو چې ولس يې هميش تر ګواښ لاندي ساتلي دي او ددې لاري ولوړو څوکيو ته ځانونه رسولي دي او کله هم په خپله ژمني نه دي دريدلي اوس هم ګواښونه کوي که د دوي نوماند ولسمشر اعلام نه شو نو به دوي يو غر د بله غره سره ووهي..؟
​اوس يوه بله هڅه روانه ده چې يو ائتلاف حکومت دي جوړشې چې کيدي شې د ټولو باندنيانو ګاونډيانو او د ځانګړو خوښ کس دوي خپل ولسمشر وټاکي او د خلګو رائي بې ارزښته کړي چې د مخه د ډېرو درغلو څخه بې ارزښته شوي ده هم دهغه هڅو ته موږ مصلحت ويلي شو نو چې مصلحت کيدي نو بيا انتخابات د څه دپاره....؟ هم دهغه مصلحتونه دي چې دهغه وخته څخه يې افغانستان په مخه کړي دي او دي اوسنې حالت سره مخامخ کړي دي...؟ خو ولس چې څومره خواري په پنځم اپريل په ځان يووړو د هغه بدل هم دهغه مصلحت شو...؟ اوس چې شوي انتخابات مشروعيت دلاسه څخه ورکړي دي که انتخابات و دويم پړاو ته ځي نو څوک ددې باور ورکوي شې چي بيا به داسې درغلي نه کيږي لکه څنګه چې يوه مياشت د مخه وشول...؟ چې ټولټاکنو او که په وروستيو او دولتي پايلو کښې ځانګړي کس ولسمشر اعلام شې هغه به يو ډول مشروعيت ونه لري يا به دا د نورو تر فشار يا د ګواښونو په زور داسې کيږي نو مشروعيت يې پخپله دلاسه ورکړي نو ددې د مخه چې دهغه لوبي وشې ښه خبره په داوي چې په ټول افغانستان ټول پوښتنه يا(REFERUNDUM) وشې چې دوي هغه سنجول شوي د ولسمشري پايلي او نتائج منلو ته تيار دي که يا.....؟ ولې خواپاکي ټولټاکنې د افغانستان د صباون سره تړلي دي چې ولس په خپل هيواد کښې بدلون غواړي سوله غواړي..؟ يا که هغه پخواني حکرانان چې د جګړو د څنګه يې په هيواد کښې اداري فساد ګډوډي او من ماني او د شتمنو د راټولو په ځائي بل څه نه دي کړي او ملت يې د خپلو ګټو دپاره تقسيم کړي دي..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←