اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

افغانستان: دويم پړاو ټولټاکنې

افغانستان د يوي نوي او ډېر ارزښت که دور څخه تيريږي که د افغانستان چارواکو زورځواکو او نورو افغانستان کښې دويم پړاو کښې لاس وهنه ونه کړه او افغانستان ملت يې و خپلې خوښې ته پريږودي او ټولي چاري د اساسي قانون په چوکاټ وسرکيدو ته ايله کړي نو باور وکړي چې افغانستان او افغانان به د ټولو ناخوالو او مشکلاتو څخه د هميش دپاره راووځي نه به و طالبانو ته داجواز پاته وي چې دوي و خپلې رواني جګړي ته دوام ورکړي په کومه د ولس کلنه جګړي د باندنيانو په پرتله افغان لارښودان د مخ سړي او عام افغانان زياته په کښې شهيدان شوي يا ژوبل شول او نور په لويه کچه مالي زيانونه يې واړول افغان ولس د ۵م اپريل په شوو ټولټاکنو کښې نه يواځي نړۍ والو ته دا وښووله هغه نورو ډلو ټپلو او ګاونډيانو ته چې دوي په هيڅ ډول تشدد او جګړي نه غواړي دوي ولسي واک غواړي او هيڅ باندني ته دا واک نه ورکوي چې ددوي په کورنيو چارو کښې د لاس وهني اجازه نه ورکوي ولې چې ددوي تاريخ ددې څرګندوي افغان ولس دا هم وښووله چې دوي خپل ولسمشر ولسي جرګه او ولايتي جرګي او استاځي پخپله ټاکي نه و باندنيو نه و کورنيو ته دا اجازه ورکړي چې دوي د ټولټاکنو څرخ د ځان وخواته وګرځوي که څه هم په شوو عام ټولټاکنو هر نوماند ملاتړو په لويه کچه درغلي وکړه خو يو هم بريالي نه شو خو يواځي و افغانانو ته بد نوم راوړي ددې سره سره د شوو ټولټاکنو په ټوله نړۍ کښې وشوه او د افغانانو ننګونه يې وکړي خو ددې پړه په ولس نه راځي بلکې په هغه چا راځي چاچې دهغه ناوړه کار وکړي ددې د څنګه د افغانستان ټول ځواکونه د ستايني وړدي چې دوي د زياته ګواښونو سره سره و رائي ورکونکو ته امنيت د خپل سر په بيه او سرشندني ورکړي او د افغانستان د ټولټاکني خپلواک اداره هم دامبارکي حق لري چي دوي د ډېرو فشارونو او ګواښونو په منځ کښې تر ډېره هڅه وکړه چې د افغانانو د رايو درناوي وکړي خو دهغه درغلي او زور په دوني لويه کچه شوي وو چې دهغه سپناوي به ډېر ورته ګران او مشکل وو.
​لکه وړاندي چې وويل شول د افغانستان را روان د دويم پړاو ټولټاکنې چې ددوو زياته رائي وړونکو تر منځ به کيږي ډېر لوئي ارزښت لري افغانان به دا پريکړه يوواربيا کوي چې دوي خپل هيواد د ولسواکي په لور روانوي يا که په هغه پخواني لاره ياني دا چې مصلحت ائتلافي حکومت د زورځواکو برلاسي په هيواد کښې اداري فساد چې افغانستان ميډال په کښې ګټلي دي او داسې نوري ډېري ناخوالي چې د څو کلو په اوږدو کښې وليدل شوي خو افغان نور دهغه ناخوالي او مشکلات نه غواړي چې دوي ورپه کښې کباب شول که په لويه کچه په شوو ټولټاکنو کښې درغلې نه وي شوي نو به ولس د دويم وار دپاره د رائي ورکولو ځايو ته نه اړکيدي هر چاچي لومړي بازي او لوبه وړي وي هغه به په يوه دوي ورځو کښې اعلام شوي وي خو د ولس درايو سره زياتوب او خيانت وشو د ولس د پريکړي درناوي ونه شو هند ته لږ وګوري چې د يوې مياشتي څخه هم زيات وخت کيږي د دوي د ولسي جرګي يا لوک سبها ټولټاکني رواني وي خو په يوه ورځ به دهغه په کروړو رائي وشميرل شې او ددې ليک د لوستلو د مخه به تاسو ته څرګندي شې ولي چې د هند حکومت داسې چاري ورته نيولي دي د هند دهغه لوئي مملکت چې وګړي څوچنده تر افغانانو زيات دي دوي خپله ولسواکي ددې کبله پياوړي کړي ده چې دوي د لومړي ورځي څخه د ولسواکي بنسټونه او تاداو ډېر مغرن او ټينګ اچولي دي افغانانو ته هم دهغه موقعه په لاس ورغلي ده چې دوي د ډېرو ناخوالو وروسته په خپله هيواد کښې ولسواکي ټينګه کړي او د څو ورځو وروسته به دوي د خپلې خپلواکي بنسټ ايږدي اوس دا د افغانانو دنده ده چې دوي په خپل هيواد کښې د هندوارو پياوړي ولس واکي غواړي که د ګاونډوارو....؟
​رښتيا هم چې افغانانو په شوو ټولټاکنو کښې د نورو غوښتنو د څنګه دا هم څرګنده کړه چې دوي خپل هيواد کښې داسې ولسواکي غواړي چې دوي واک او اختيار و باندي وي د هيواد ټولي چاري داثاسي قانون په چوکاټ تر سره کيږي هيڅ زورواکي نه وي چې هيواد مخ په وړاندي ولاړشې چې افغانان کولي شې چې خپل جوهر و نړۍ والو ته د ولسواکي ورښکاره کړي خو د بده مرغه د هري لوري څخه د دوي درايو سپکاوي وشو خو بيرته هم لوئي څښتن ودوي ته د دويم پړاو په بڼه کښې يوه بله موقعه ورکړه چې د دوي دپاره يوه بله لويه آزموينه ده که دوي په دهغه امتحان کښې بريالي شول نو به ددوي سباون ځلانده او روښانه وي کښې...؟ خبره يواځي هم دومره ده چې د افغانانو درايو درناوي وشې که د دوي په رايو حامد بريالي کيږي يا که محمود ددې سره ددوي اړه نه ده خو خبره دومره آسانه هم نه ده لکه څوک چې اټکل کوي خو که افغانان څه غواړي په ځان يوشې او د درغلي مخ نوي وکړي نو بيا د دوي رائي خپل ځائي نيولي شې داسې هم د نړۍ ولسونو د ولسواکي دپاره ډېري سرشندني کړي دي او اوږده مبارزه يې کړي ده او بيايې خپل هيوادونو تر يوه ځايه رسولي دي.
​افغانان کولي شې چې د ۵م اپريل د شوو ټولټاکنو څخه ښه لاس ته راوړنه ولري په شوو ټولټاکنو کښې چې چيري چيري او څومره څومره درغلي شوي وي و هغو ته چمتو پاته شې او هيچا ته اجازه ورنه کړي چې څوک د يوې او بلې لاري درغلي وکړي او که څوک بيا هم درغلي کوي د هغه ثبوتونه دي سره راټول کړي چې کله دهغه د دويم پړاو ټولټاکني تر سره شوي د تېروار وارودي و ټولټاکنو و اداري ته وړاندي کړي چې دايې يوه ساده او آسانه لاره ده چې په دي کښې ددوونوماندو استاځي دمدني ټولني استاځي خبريالان او د ولسواکي ملاتړي او رڼ انده ډېر لوئي کردار لري په تېروار چې کومي تيروتني شوي وي په هغه باندي دوي نظر وساتي او څوک راغبرګ نه کړي افغانان د تېر په شان او تر پخوا زيات شمير د رايو ځايو ته په ټاکلي ورځ ورشې.
​د افغانستان د ټولټاکنو په خپلواک کميشن باندي تر پخوا هم زياته مسئوليت ته مخامخ شوي دي چې دوي د تېروار څخه زياته زده کړي وکړي تېر وار په ډېرو مرکزونو ته د رائي پاڼي نه وي رسيدلي يا لږوي چې ډېر خلګه د رائي ورکولو څخه پاته شول په ډېرو ځايو کښې د سره څخه د رائي مرکزونه نه شو پرانستل د ټولټاکنو د اداري کوم ماموران چې د درغليو په پيښو کښې ککړوو په کاردي چې هغه ټول د خپلو دندو څخه ګوښه شې په کومو ځايو کښې چې په تېروار زياته درغلي شوي وي و داسې ځايو ته ځانګړي چاري ونيول شې چې بيا دهغه ناوړه عمل راغبرګ نه شې د هر نوماندو استاځي ته بشپړه د خوندي کيدو چاري ونيول شې کوم زورځواک که هغه دولتي ماموران وي هغو ته دي خبرداري ورکول شې چې ددوي ګواښونه په خواپاکو ټولټاکنو کښې مخامخ لاس وهنه ده په کاردي چې د دولتي څوکي څخه داسې بيځايه کارونه ونه شې لکه څنګه چې اثاسي قانون لارښودنه کوي په تېروار کښې چې د خلګو د رايو په چپه ضدوقونه ډک شوي وو يا په لارې مات شوي وو يا بې درکه شوي وو بايد چې داسې عمل غبرګ نه شې او د هر نوماند دپاره چې داسې عمل کيږي هغه ته د مخه خبرداري ورکول شې چي دا به ددوي په رايوناوړه اغيزه وکړي په کاردي چې د ټولټاکنو د ختم کيدو وروسته هم په هغه مرکزونو رائي د هر نوماند استاځو د خبريالانو او د څارونکو په مخ کښې وشميرل شې او و هر استاځي ته يوه يوه کاپي چې مسئول مامور لاس ليک کړي وي هم الته ورکول شې چې داسې به د ډېرو درغليو مخ نوي وشې او دوي ته به چاري آساني کړي په دي اړه د رسنېو او د نورو څارونکو په ګډون د مدني ټولني لويه دنده او ذمه واري ددوي په وږو راځي چې دوي رښتنې لاس ته راوړني لاس دلاسه وخپلو هيوادوالو ته ورښائي که څه هم دا د يوې ورځي خواري ده خو دهغه يو ورځ د افغان ملت دپاره ډېر لوئي ارزښت لري چې د دوي سباون ورسره تړلي دي.
​د تاريخ خرڅ مخ په وړاندي روان دي خو چې څوک دا څرخ په يوه نامه او بل شاته اړول غواړي هغه په د کار کښې نه شې بريالي کيدي نن چې ځموږ لغزني ځوانان په يوه او بل نامه د مرګ وکندو ته ورپوري وهل کيږي او يو ليونتوب خوردي ددې د مخ نوي تر ټولو ښه لار دا ده چې د ولس او د ولسواکي په زور د دهغه ليونتوب د پوټي څخه دهغه هيواد او ولس وځغورل شې او د دويم پړاو ټولټاکنې په داسې شان او ډول وشې چې بيا څوک نه ګوت څنډنه وکړي نه ګوت نيونه وکړي تر ټولو ښه خبره به داوي چې دواړه ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني وخپلو خپلو پلويانو ته دا لارښودنه وکړي چې يو ډول درغلي دي نه کوي داسې هم د ۵م اپريل تېرو ټولټاکنو ډېر څه څرګند کړو په کاردي چې ولس پريښودل شې چې دوي خپل نوي ولسمشر وټاکي ولکه هغه هر څوک وي دا چې د سمت ژبي يا بله خبره به راپورته شې دا دومره لويه پيښه نه ده ولس په ښه وبد پوه دي دا بېله خبره ده چې په هر چا کښې داسې څوک شتون لري په زياته بيا د ټولټاکنو په مهال داسې په هر ملک کښې په بېلو بېلو نومونو کيږي خو چې خواپاکي ټولټاکنې وشې د هر څه د منځ څخه ولاړشې وروستي خبره داده چې په را روانو د دويم پړاو په ټولټاکنو کښې د افغانستان په اړه ډېري پريکړي نغښتي دي بايد چې هغه په نظر کښې وساتل شې..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←