اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د رحمن دي همه واړه انتخاب

23.05.2014: د پښتو ژبې په کلاسيکي دوره کې عبدالرحمن بابا له هغو سترو او لوړومعروف ترينو شخصيتونوله ډلې څخه شمېرل کېږي چې تل يې د ياد په ډول په خپلو ذهنونو کې د تل لپاره ژوندى ساتواو همدا راز يې د نوي سبک او طريقې بنيادګراو لاروى بللى شو .
عبد الرحمن بابا له نوو ابتکاراتو سره پښتو ادب کې د خپلو آثارو په واسطه د پښتو منظومه ژبه په ډېره اوچته او بلنده پايه او معيار باندې اودرولى دى ، د عبدالرحمن باباپه اشعارو کې يو ډول هنريت سره ، سره ولسي او عقيدوي انګېرنې هم شاملې دي مخکې له دې چې بحث پرې وکړو د منطقي دلايلو عيني واقعيتونو په رڼا کې يې تر څيړنې لاندې راوستلى شو او په خپله وينا کې عبدالرحمن بابا وايي :
چې علاج کولاى نه شي د قسمت څوک
تروبه څه وايي و چا ته نصيحت څوک
که نظر کا و قضا او هم رضا ته
په هېچا باندې دې نه کا ملامت څوک
عبد الرحمن بابا نه يوازې د پښتو په ډګر کې يو ستر شاعر بلکې يو لوى ديني عالم هم دى چې د فقې او تصوف درس يې له ملا محمد يوسف يوسفزي څخه حاصل کړل او د نورو تعليماتو د پاره کوهاټ او نورو سيمو ته تللى دى او په لوړه کچه يې د شعر منظومه نړۍ په ټولو نړيوالو په بنيادي توګه وروپېژندله .
عبدالرحمن بابا د پښتو او درى ژبې د شعرونو مطالعه هم لرله او ډېر داسې شعرونه يې شته چې د دري ژبو وتلو شاعرانو لکه عبدالقادر بېدل ، سعدي صيب ، خواجه حافظ شېرازي او داسې نورو افکار يې لوستي او په خپله شاعرۍ کې يې هم ځاى پر ځاى کړي دي .
عبدالرحمن بابا په خپلو اشعارو کې د تصوف رنګ د قران پاک له تفسير او د حديثو له رڼا ګانو څخه په ډير هنريت سره اخستى او په ډېره لوړه کچه يې کارولي چې په ټولنه کې هم دشهرت عوج ته رسېدلي او ټول اديبان او عالمان يې له هنري فکريت سره لوبې کوي او ورنه ګټه اخلي عبدلرحمن بابا په خپلو شعرونو کې الله ( ج ) او د الله ( ج ) د رسول محمد ( ص ) صفات يې په منظومه ژبه کې عام کړي دي .همدا راز يې په تخليقي توګه په خپلو شعرونو کې رقص السماع ته هم ځان روسولى دى چې د تصوف د دنيا يوه اهمه برخه يې ګڼلى شو رقص سماع هغه حالت ته ويلى شو چې د تصوف په افرادو کې يو اوښتى حالت يا بدلون پيدا کوي چې د کلاسيکي موسيقۍ يوه مهمه برخه هم ګڼل کېږي او په دې اړه يې د سماع رقص دا شعر تر بحث لاندې نيولى شو .
ساقي راکړه نن و ما ته جام د رقص
زه ارزو په زړه لرم مدام د رقص
ده وې اوس به د خوښۍ ساعت په تا شي
مغني راکړه ته و ما پيغام د رقص
سر يې پاس ترېنه فلک سرګنديږي
چې په چا وشي ارشاد اعلام د رقص
که دشعرونو نړۍ ته زير شو او د عبدالرحمن بابا لوړ تخيلات مخته کېږدو نو ثابتېږي چې په ساده او روانو خبرو کې يې ډېر هغه څه اخستي چې انسان په يوه معنوي فکر کې ور غورځوي که د لوړې پولې دا منظوم کلام ته زير شو چې پخپله وينا کې وايي .
په سجود يې ځمکې سر دى لگولى
هم يې زوړند په رکوع سره سمان دى
که دا شعر د خيال له پولې واړوو نو داسې برېښي چې دالله تعالىٰ ټول نظام د عبادت يوه ذريه ده نو بېشکه چې دا هر څه عبادت کوي خودا ، دانسان د لمانځه هغه ټول رکنونه دي چې په کائيناتوکې يې لټوي په منظومه ژبه يې بيانوي او بل ځاى کې وايي .
هره ونه په قيام ورته ولاړه
هر مارغه يې په هوا کې ثنا خوان دى
همدارازدانسان ټول فکر د تخيل په صف کې الله(ج) او د الله(ج) رسول( ص ) ته ګرځوي او په هره تسبيح کې د خپل رب نوم ثابتول غواړي دا هر څه چې دي د تصوف هغه عميق خيال دى چې رسېدل ورته د ټول عمر مزل غواړي .په ډېرو شعرونو کې د پند او نصيحت په توګه تبليغ کوي هر څه د هغه چا نظام ته برابروي څوک چې دا نظام چلوي .او کله کله د عشق په لور هم ګړندى شي او هغه ګام اخلي چې په يوه قدم ځان رسول غواړي دا رسېدل هم د حقيقت په لور دي ، نۀ دمجاز ، که له مجازسره خبرې کوي هغې کې هم يو حقيقت پروت دى عبدالرحمن بابا چې کومه خبره له نن نه څو پېړۍ مخکې کړې نن داسې برېښي چې د وخت له نظام سره همدا اوس او چا نوې کړې وي ولې چه دا هم د هغه د صوفي ګريت يوه ښکاره څرګندونه ده او دصوفيانو کرامت هم په ټولنه کې مفتي عبدالحنان داسې برسېره کوي
کرامت د اولياوکې شک نه شته
دحنان په همه واړو دى يقين
نو دا يقيني خبره ده چې هغوى د مرتبې خاوندان ووهره وينا يې دانسانيت لپاره يوه رڼه هنداره ده که دصوفيانو خبره بار بار کوو نو بايد د صوفي نښې هم وګورو چې صوفي چا ته ويل کېږي په دې اړه د ځينو تاريخ ليکونکو نظريات اخلو چې صوفي څوک دى ؟
د تصوف په اړه ډېر داسې نظرونه شته چې بيانول يې اړين دي ځينې وايي چې تصوف د ( صوف ) له کلمې څخه اخستل شوى چې صوف په عربي کې ( وړۍ ) يه پشمينه نيمسي يا شړۍ ته وايي چې د څارويو له وړيو څخه جوړېږي دا ځکه چې صوفيانو به داسې پشمينه جامې اغوستې تر څو يې اوجود نا آرامه اوسي او توجه يې دالله (ج) له ذاته بلې خواته وا نه وړي .
او بعضو بيا دا کلمه د( صفا ) نه پورته کړې ده چې صفا دپاک والي په معنى برېښي يعنې دوى خپل نفسونه له هر ډول دنياوي مادياتو څخه پاک کړي او فکرو خيال يې اخرت ته اړولى دى خو ځينې وايي چې د تصوف کلمه له ( صفحې ) نه اخستل شوې چې منسوب والى يې له اصحاب صفحې سره برا برېږي يعنې هغو کسانوسره چې عمال يې په عقيدوي توګه د کموالي نه خالي دي په دې اړه ډېرې نظرې دي ابوالقاسم قيشري وايي ( صوفي هغه دى چې په عمل باندې ښائيسته وي او د خلکو په نظر کې مردود نه اوسي ) همدا رازحکيم سنايي د تصوف په اړه داسې نظر څرګندوي .
اين همه علم جسم مختصر است
علم رفتن به راى حق ديګر است
چيست اين راه رانشان ودليل
اين نشان از کليم پرس وخليل
( شبلي ) د تصوف په اړه داسې څرګندونې کوي ( صوفي هغه چا ته ويل کېږي چې نه په دنيا او نه په اخرت کې څوک وويني بغير ديوه ذات نه چې الله (ج) دى يعنې ټول فکر او پام يې يوازې او يوازې د الله تعالىٰ رضامندي اوسي . نو پورته صفات ټول په عبدالرحمن بابا کې موجود دي ځکه د معراج تګ په يوه قدم ثابتوي .
چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي
ما ليدلى دى رفتار د دروېشانو
او خپل کرامت سينګارکړې بوډۍ ته داسې روښانه کوي .
په دغه لاړه په دې راغله په دې بيا راځي
بوډۍ چې سترګې توروي ما ته خندا راځي
نو داهر څه دتصوف هغه مقام دى چې د عقل له پردو ورته کتل ډېره لرې فاصله لري چې په دې راز هر څوک نه پوهېږي .که د عبدالرحمن بابا نظر هم په خپلو کلامونوکې ونغاړو نو هم داورېدونکو او هم دلوستونکو د پام وړ ګرځي او ډېرداسې مجلسونه شته چې دفکر دبدلون لپاره پکې د ده کلامونه ويلى کېږي . پخپله وينا کې هم وايي
په غزل کې يو دوه شعره انتخاب وي
د رحمن دي همه واړه انتخاب
په دې اړه د غزل بابا امير حمزه خان شيونوارى هم د عبدالرحمن بابا نه په تعاثرسره له خولې داسې فطري ږغ باسي چې پخپله يې هم د اورېدو تاب نه لري او په عاطفي تو ګه وايي
په مجلس کې شاعرانو لاس په نام شئ
قدر دان دشاعرانو رحمن راغى
همدې هنريت ورته هغه مقام ور په برخه کړى چې د غزل روانو سلسلو يې هغه ښېګړه او ځانګړنه چې د ده شعر ته يې ګرانښت او پايښت ور کړى دا به په همدې هنريت ټول عمر د ادب په جهان کې ژوندى وي او دخضر غوندې به تر قيامته پورې عمر کوي دعبدالر حمن باباپه شاعرى کې بنيادي او بنسټي الفاظ او ټکې د عشق او عرفان له شتون سره مذهبي جزبې هم لري د ده کلام د هنريت مظهري جامه بللى شو بل ښه خاصيت د با با ټکى د ادم ( ع ) له زمانې نه په ميرات کې را پاتې دى خو عبدالرحمن بابا هم د پښتوژبې د شاعري بابا ګڼلى شو او هغه څه ترې نه اخلو چې د فکر د تندې ماتېدو سبب ګرځي .او په اخېره کې د عبدالرحمن بابا په دې شعرونو د پاى ټکى ګږدم
ژوبل ژوبل د خوبانو په نګاه يم
لا تر دې نه زيات غوصېږم چې پنا يم
دسپين مخ د تورو زلفو له رغبته
منت بار دهر سفيد دهر سيا يم
درقيب خبرې وړم د يار لپاره
دعاګو هم دنيک خوا هم دبد خوا يم
بې دعشقه که مې عيب که مې هنر دى
نه خبر په عبادت نه په ګنا يم
ښاخ د زلفو يې پخپله خداى راټيټ کړ
گڼى زه ديار تر قد پورې کوتا يم
بې صبرۍ ديار په وصل کې مهجور کړم
دسپرلي په مرغزار کې وچ ګيا يم
درقيب علاج اسان دى بلا اوشوه
زه رحمن له خپله ياره نه بې سا يم
په اخېره کې د نيو کابل کتاب پلورنځى مشر تا به غړي زېور هېواد مل څخه يوه نړۍ مننه چې د وتلي او پېژندل شوي شخصيت صوفي عبدالرحمن بابا اشعار يې يو ځل بيا را تازه کړل چې په دې سره د پښتو ژبې او هنريت ته ډېره ښېګڼه او بډاينه رسېږي او په تخليقي توګه يې داشعارو څخه فکري او عقيدوي ګټه او لاسته راوړنه راځي .
په درنښت
نظيرالحق قريشي
دپيلوزې مجلې مدير

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←