اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دویم پړاو ټولټاکنې

03.06.2014: په افغانستان کښې به د دويم پړاو ټولټاکنې چې په ۱۵م جون باندي ترسره کيږي خو ددې د مخه چې دهغه انتخابات تر سره شې د هيواد ګاونډيانو د اوسه څخه داخبره په ډېر باور کوي چې په دوئم پړاو په ټولټاکنو به ارومرو ډاکټر عبدالله بريالي کيږي دهغه ګاونډيان ولې په ډېره باوري داخبره کوي دوي په کوم اټکل داخبره کوي په دي خو هر څوک پوه دي چې هم دهغه ګاونډيان دي چې کله هم ځموږ هيوادو کراري ته نه دي ايله کړي بلکې داهڅې يې کړي دي چې څومره افغانان د دوي ترلاس لاندي کيدي شي بايد لاندي شې او د دوي دهغه هڅې د ډېرو وختو څخه کړي دي اوس يې کوي د دوي د هغه ناوړه هڅې د لسيځو لسيځو څخه را رواني دي که افغانان په را روانو ټولټاکنو کښې د ډېر سوچ او فکر څخه کار واخستې او يو داسې ولسمشر يې وټاکي چې د بشپړه ولس ملاتړ ورسره وي نو هغه به وکولي شې چې افغانستان د دهغه ناخوالو څخه راوباسي چې د لسيځو لسيځو څخه ورسره مخامخ دي خو داسې ولسمشر چې دوي يې وټاکې هغه څوک کيدي شې هغه کومه کچه او پيمانه ده چې هر افغانان يې ور باندي کښيږدي او هغه خپل ولسمشر وټاکي دا يوه خبره د ډاډوړده چې افغانانو ددې کلو کلو د کړاونو څخه ډېر څه زده کړي دې او دوي ډېر شغور پيدا پيدا کړي دي ځکه چې د دهغه ټولو ناخوالو سره افغاني ټولنه مخ په وړاندي روانه ده ياغيان اوس هم افغانان په يوه او بل نامه وژني چاودني کيږي ځان وژونکي و خلګو په منځ کښې ځانونه الوځوي چې د دوي دلاسه ډېر مشران د مخ سړي پوهان او نور ډېر ووژل شول خو افغانانو خپله هيله او حوصله دلاسه نه د ورکړي او په ډېر مړانه د دهغه ناخوالو و مخ ولاړدي چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ورته پاته دي خو څنګه وکولي شې چې افغانان خپل لوئي څښتن ورکړي وياړونه په کار راوړي او د ژوند په هر چاره کښې نړۍ والو ته ښکاره کړي چې دوي د نورو په مخ کښې نه دي خو تر دوي پاته نه دي...؟
​رښتيا خبره داده چې په را روانو ټولټاکنو کښې وچاته رائي ورکول شې ځواب ورته ورکول څه آسانه خبره نه ده ځکه دلته د سيالي خبره په مخ کښې ده خو موږ ته به د دواړو نوماندو ولسمشرانو تېر حکومتي او غير حکومتي کارونه د دوي کړني و مخ ته ايښوول وي د دوي علمي پوهنه د دوي د را روان وخت و نظر ته کتل وي او ددې د څنګه به ودي ته هم کتل وي چې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت کښې دواړه ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني چې د وزيرانو په حيث پاته شوي دي د دوي کارکردګي څنګه وه دوي د افغانانو تر منځ خو د لوړي څوکي په وخت نه وو کړي ځان ته خوي شتمني نه ټولو له په اداري فساد خو ککړنه وو او داسې ډيري کچي او پيماني دي چې هغه موږ په دواړو نيولي شو ودي ته وکتل شې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني ملاتړي څوک دي د دوي شاليد څه دي او ددې د څنګه ودي ته وکتل شې چې هر دواړو را روان پروګرام څه دي..؟ افغانستان چې دا وخت د کومو ناخوالو سره مخامخ دي دوي څه پروګرام ورته لري کله چې د ۲۰۰۱ء وروسته په افغانستان کښې نوي حکومت د باندنيانو په مرسته جوړشو په دهغه حکومت کښې داسې وزيران وو چې دوي دا غوښتو چې هغه جنګ سالاران چې د افغانانو په وېنو يې لاسونه ککړدي هغه راوپورزوي او و عدالت ته مخامخ کړي خو داسې وزيران وو چې دوي د دهغه غوښتنو مخ نوي وکړي ولې چي دوي په خپل ځان ويريدو ځکه چې زياتره وزيرانو ځان د حکومت څخه بېل کړي د هر دواړو د داسې کسانو په اړه څه پروګرام لري چې ولس هم داسې غوښتنه لري د رائي ورکولو په وخت په کاردې چې ودي ته وکتل شې چې په هر دواړو کښې خو يو يا بل و سيمه ايزه ژبه ايزه او نورو لانجو ته خو وده نه ورکوي او هر يو که داسې کوي په کاردې چي هغه بې برخي کړل شى.
​افغانانو په تېرو ټولټاکنو کښې و نړۍ والو ته کومه څرګندونه وکړه هغه هم داوه چې دوي په خپل هيواد کښې زياته جګړي او جنګونه نه غواړي او دوي غواړي چې د نوري نړۍ سره سم ولاړ او پرمختيا وکړي ولې چې د نورو جګړو دوي دومره ځپلې دي افغان ولس په ګډه د خپل نوي ولسمشر او د ولايتي شوراګانو د استاځو د ټاکلو دپاره په ډېر لوئي شمير راووتل خو د بده مرغه ډېرو دا هڅه وکړه چې په درغليو ځان د هيوادو د هغه لوئي څوکي ته ورسوي دوي په دي قناعت او صبرونه کړي چې و ولس ته خپل برخه ليک و سپاري او ولس چې هره پريکړه وکړه هغه ته لبيک ووائي ولې چې د يوه هيواد د دهغه لوئي څوکي برخمن او حقدار هم هغه څوک کيدي شې چي هغه د ولس لخوا ټاکل شوي د داسې چا وجدان او ضمير ډاډمن وي او هغه ودي ته چمتو وي چې د هر ډول پريکړو دي جوګه دي خو د بده مرغه په تېر ټولټاکنو کښې دومره درغلي او ګډوډي شوي دي چې کومي پايلي د ټولټاکنو د خپلواکي اداري لخوا کومي پايلي او نتائج اعلان شوي دي په هغه باندي يو افغان هم باور نه شې کولي چې ددې يوه لويه بيلګه پخپله د ټولټاکنو داداري دکارندوو د خوا شوي درغلي ده چې شمير يې په لساو کښې دي او دهغه کاوندوو او چارواکو دبډو په بدل کښې يا د بلې تمي دپاره دهغه درغلي وکړه چې د افغانانو هغه ستايني چې د ټولي نړۍ لخوا وشوي هغه دهغه بې وجدانو د عمل د کبله په نورونومدبدلي شوي خو په دي کښې د بشپړه افغانانو يوه پړه هم نه شته پړه که په چا راځي هغه څوک دي چې دوي د درغليو په زورو د هغه لوړي څوک ته ورسيږي.
​په کاردي چې هر دوه نومانده خپلو ملاتړو ته دا په ډاګه کړي چې ځموږ دپاره دي درغلي زور زياتي او ګواښونه څوک نه کوي بلکې دوي دي افغانان په لوئي شمير ودي ته وهڅوي چې دوي د رائي اچولو مرکزونو ته راشې او په دا دوو نوماندو کښې چې د دوي زړه غواړي وهغه ته دي خپلې رائي ورکړي او د ټولټاکنو خپلواکي اداري ته هم په کاردي چې بيله د څه ګواښه خپلې چارې په ډېره سپيڅلتيا او ايمانداري باندي تر سره کړي او په تېروار کښې چې کومي تېروتني د دوي څخه شوي وي چې هغه بيا راغبرګي او تکرارنه شې ولي چي اتلس شل ورځي وروسته چې ددوو ولسمشري د نوماندو تر منځ چې کومه سيالي کيږي وهغه ته نه يواځي افغانان بلکې ګاونډيان او نړۍ وال په ډېر ځير او دقيق نظر ګوري که افغانان په لويه کچه د پريکړي او فيصلې په دي ورځ کښې برخه واخلي د ټولټاکنو اداره د خپله وسه او دسته داهڅي وکړي چې د هر ډول درغلي مخ نوي وکړي او دواړه نوماند د ولس و پريکړي ته غاړه کښيږدي نو به افغانان يوواربيا و نړۍ والو او ګاونډيانو ته دا څرګنده او ثابته کړي چې موږ خپلې چاري څنګه تر سره کوي شو و که د تېروارو ګډوډي درغلي ګواښونه او د تړيو په منځ کښې دهه ټولټاکني وشې نو يوه خواته به د مشروعيت خبره رامخ ته شې وبلې خواته به د افغانانو وياړونو ته لويه زربه ورسيږي او ګاونډيان به په ډولو راووځي او تر ټولو لوئي زيان به د عام افغان وهيلو او صباون ته ورسيږي ولې چي افغانانو په تېرو ټولټاکنو او د ۱۵م جون په ټاکنو کښې دوښووله او ور به ښائي چي دوي نوره جګړه نه غواړي او څوک چې په يوه نامه او بل نامه په ګران هيواد کښې د نورو په لمسون وجګړي ته دوام ورکوي افغان ولس د دوي ملاتړنه کوي نو ځکه د ۱۵م جون د ولسمشري د ټولټاکنو مسئوليت د ولسمشر حامد کرزئي څخه نيولي د ټولو چارواکو خلګو او ټولو ادارو په غاړه راځي چې دوي داسې ټولټاکنو او انتخاباتو دپاره کار وکړي چې هغه سپيڅلي د درغليو څخه خواپاکي او و هر چاته د منلو وړوګرځي هم د دهغه لارې اوياړ په رڼا کښې د افغانانو ښه سباون ځلانده شې که څه هم هر پنځه کاله وروسته به په هيواد کښې ټولټاکني کيږي خو ددې هر څه صباون د ۱۵م جون د ټاکنو څخه يې بنسټ ايښوول کيږي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←