اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

نړۍ وال کليوالتوب او..

GLOBALIZATION AND HISTORY

13.06.2014: ځموږ يوه ليکوال وائي چې يو سيلانې جرمن انجلى د ما څخه پوښتنه وکړه چې تاسي دومره شانداراويرغوني تاريخ وارثان ياست نن په کار وو چې تاسي د نړۍ تر ټولو پرمخ تللو قامو په ليکه کښې ولاړوي خو تاسو تراوسه د تاريخ په تورتم کښې شاته ياست آخر ولي..؟ ښاغلې ليکوال ليکي چې د ما څخه داسې جواب نه وو ما به او توبوتو ځان خلاص کړ خو يوه خبر مي په ډېر باور او وثوق سره ورته وکړه چې د مخلص او ايمانداره رهبرانو د نشتوالي او کمي ځموږ ټولي لارې بندي کړي دي.
​په رښتيا هم که د هر پښتانه افغان څخه هم دهغه پوښتنه وشې د دوي څخه جواب نه شته يا ډېر داهڅه کوي چې ددې پوښتني ځواب هم ودي ته ورته ورکړي لکه ښاغلي ليکوال چې وهغه سېلاني انجلي ته ورکړي و خو بيا ډېر داسې پښتانه افغانان شته چې دوي د ځواب ورکولو څخه ډه ډه کوي خو اوس وخت راغلي دي چې د دهغه او ودې ته ورته پوښتنو ځوابونه و خپل ولس ته ورکړي ولي چې پښتانه افغانان د ډېرو بدو او اوږد وکړاونو څخه تېر شوي او تيريږي که موږ د خپلو ستونځو او شخړو ځواب ورنه کړي او ددې څنګه موږ خپل قام د نوو حالاتو او کليوالتوب (GLOBALIZATION) سره نه وسنجاوي نو به نه موږ يو نه به ځموږ دهغه شانداره تاريخ وي ولې چي پښتنو افغانانو ډېره اوږده او نه ستړي کيدونکي مبارزه د تاريخ په اوږدو کښې کړي ده چې دوي تاريخ ددې شايد دي خو اوس د توري او کوتک وخت نه دي بلکې سائنس او ټيکنالوجي دومره مخ په وړاندي روانه ده چې هر څه تر پښو لاندي کوي نو ددې دپاره به په حيث د يوه قام يورڼه او سپيڅلي تګ لاره ځان ته ټاکل وي او هغه به و خپل ولس ته د مثال په ډول ورته ځلانده کول وي ځکه چې په تورتم کښې نورتګ نه شې کيدي لکه د ډېر عمر او وخت څخه موږ تګ کړي دي چې ځموږ و خپلو مشرانو ته هم تراوسه خپله تګ لاره نه د څرګنده چې يو شمير بيلګي وړاندي کيدلي شې.
​دلته چې موږ د کليوالتوب يا ګلوبلازيشن خبره کوو ددې مانا دانه ده چې موږ هر څه پريږدو او د نورو په لارو روان شو دا ځکه چې پښتانه افغانان ځان داسې دودونه رواجونه او د ژوند تګ لارې لري چې د نړۍ ډېر لږ قامونه د دوي سره سيالي کولي شې لکه د جرمني سيلاني چې څنګه پوښتنه کړي وه په رښتيا هم چې موږ پښتانه افغانان ډېر شانداره تاريخ لرو چې ډېر لږ د نړۍ نور قامونه لري خو موږ ددې د څنګه ډېره لرغوني او پراخه ژبه پښتو لرو چې د پښتونولي په نامه ځموږ تاريخ جوړ شوي دي او ددې د څنګه يو پراخ ټاټوبى لرو چې قدرت هر څه په کښې زيرمه کړي دي نن چې د نړۍ زورځواکو په موږ کوم ناروين جوړ کړي دي هغه هم د دهغه قدرتي زيرمو باندي نظر دي چې څنګه ګټه ځيني واخلي نن چې پښتانه يو په بل سره وهل کيږي دا هم ددې کبله چې دوي په پراخه پښه و دهغه زيرمو ته لاس ورسوي ځکه چې و دوي ته د افغان تاريه څرګنددي موږ به خپل تاريخ کله هم وشاته نه اچوو خو يواځي په تېر تاريخ به ځان نه غولو و که څه هم د مغل څخه نيولي بيا تر انګريزه يا تراوسه دا هڅه شوي ده چې پښتون د خپل تاريخ او د خپلې شانداري ژبى پښتو څخه د دوي باتورانو او ننګياليانو او شاعرانو څخه ناخبره او ليري وساتي چې داسې هڅي په بشپړه پښتون افغان وطن کښې شوي دي او کيږي موږ د نورو د ژبو څخه کرکه نه کوو نه د دوي د شاعرانو او ليکوالو څخه بدوړونه په دي سوځل کيږو چې د نورو قامو ژبي دي پرمختيا نه کوي خو و چاته دا اجازه نه شو ورکولي موږ غواړو چې غالب ميرتقي مير او علامه اقبال يا نورو بولو خو ددې د مخه د ځموږ بشري حق دي چې د دوي د مخه موږ ستر خوشال خان بابا عبدالرحمان بابا او ډېر نور نه يواځي و لولو بلکې په ښوونځيو کښې لومړي خپله پښتو و ليکو ويلولو خبري خو موږ هر وخت په کوو ولي چې پښتو ځموږ مورني ژبه ده او د نړۍ ټول پوهان او رڼ انده دا لارښودنه کوي او اړينه يې ګڼې چې و يوه ماشوم ته دې لومړي زده کړي دده په مورني ژبه ورکول کيمي موږ نه شو ويلي چې د پاکستان واکداران ولې ددې بشري غوښتني څخه ډه ډه کوي.
او د دهغه ملک ټولي مورني ژبې يې دوراني په لور رواني کړي دي يواځي سيندي ژبه ده چې مخ په وړاندي روانه ده د نورو ژبووګړي وماشومان د خپلي مورنيوژبو څخه بيګانه شوي دي
​نن نړۍ داوښتون په حال کښې ده پښتنو افغانانو ته په کاردي چې د دهغه او پښتون سره ځان وسنجوي تر کومه چې د پښتو ژبى د پرمختيا خبره ده او ددې نوي اوښتون خبره ده لکه معلوماتي ټيکنالوجي ډېر څه ترلاسه شوي دي او هغه بنديځونه يا نبکلاک چې د دښمن لخوا د پيړيو پيړيو څخه را روان وو هغه ښکلاک نن د منځ څخه تللې او پښتو مخ په وړاندي روانه ده چې خپل نړۍ والو ته ورڅرګند کړي دي چې نړۍ دا منلي ده چې پښتو د نړۍ والو ژبو څخه يوه لويه ژبه ده چې موږ په دي ډاډمن يو خو ددې مانا دانه ده چې موږ لاس په لاس کښينو بلکې د مخالف لورو د ناوړ چلن د کبله ځموږ مورني ژبه ډېر وروسته پاته شوي وه خو اوس دا واک او اختيار د چا په لاس کښې پاته نه دي خو موږ به پښتو ته نور دېر څه کوو پښتو به د ښوونځي ژبه ګرځوو پښتو به د دفتر ژبه جوړه وو او پښتو به د مارکيټ ژبه اعلانه وو د سائنس او ټيکنالوجي ژبه به جوړيږي په کاردي چې موږ ټوله ددې دپاره کار وکړو.
​لکه وړاندي چې وويل شو چې نړۍ وال اوښتون ډېري اغيزي په ټولي نړۍ اغيزي کړي معلوماتي ټيکنالوجي د پښتو په ګډون وهغه ژبو ته ډېره ګټه رسولي ده کومي ژبي چې دواکدارانو تر ښکلاک لاندي وي لکه څنګه ددې نوي اوښتون څخه پښتو ته دومره وده ورکړي ده چې په پيړيو پيړيو يې نه وکړي هم داسې اغيزي يې ځموږ په سياست هم کړي دي خو د بده مرغه ځموږ سياست مداران يا خو په دي پوه نه دي يا يې دوس څخه وتلي ده ځکه چې په سياسي ډګر کښې بشپړه پښتون د ناخوالو او د ناورين سره مخامخ دي او دا تراوسه څرګنده نه ده چې دهغه خوار ملت به څنګه او کله د دهغه ناورين څخه خلاصون مومي هم دا ډول پښتون افغان د اقتصاد په ډګر کښې ډېر وروسته پاته دي چې ددې بشپړه پړه د پښتون افغان په سياست مدارانو او حکمرانانو باندي راځي چې دهغه سياست مدارانو و دهغه قام ته تر پايه خپل هدف او موخه ورښکاره نه کړه نه يې ددې د ولس په اقتصاد لارښودنه وکړه نه يې څه پروګرام د اقتصاد لرلي نه يې لري که دهغه سياست مدارانو د نوو حالاتو او د ولس د غوښتنو سره سمه نوي تګ لاره وړاندي نه کړه نو به دوي پښتانه افغانان و کباړخاني ته پوري وهي نن چې دوي کوم سياست کوي يا يې مخ کښې کړي وو هغه خودوراني او وژنو ناورين په چپه بل څه نه راوړو د چند کسانو څو کالي او ښه ژوند د بشپړه قام ښه ژوند نه شې کيدي په کاردي چې د قام غم وخوړل شې ځان ساتنه خو څلور بوله هم ساتي نه ځکه چې د زياتره پښتنو افغانانو ځواب ځموږ و سياست مدارانو ته هم هغه ځواب جوړيږي کوم چې ځموږ يو ليکوال د جرمني سېلاني انجلي ته ورکړي وو چې وړاندي به تاسو لوستلي وي.
​يوه بله ډله چې د کرنيو څخه يې پښتانه افغانان په مخه کړي دي او د اسلام په سپيڅلي نامه يې د لاسو پښو څخه اچولي دي او د دوي په کړونو هر څوک پوه شوي دي خو دوي په دي خبره ولي سترګي پټي کړي دي چې پښتانه افغانان د نړۍ د ښه مسلمانانو څخه دي نن هم چې څومره درناوي پښتانه د اسلام د کوي په ټوله اسلامي نړۍ کښې ساري نه ليدل کيږي دهغه ډلي اسلام او پښتونولي يو د بل په ضد سره درولي دي نن موږ وينو چې د کلو کلو څخه د پښتانه افغان وېني په يوه او بل نامه باندي بهيږي خو نور قامونه مخ په وړاندي روان دي خو ځموږ ټاټوبې يې د بارو دوډګر ګرځولي دي تنکي تنکي ځوانان وژل کيږي د دوي جنازي راوړل کيږي خو څوک پوښتنه نه کوي چې يواځي ځموږ دهغه ځوانان ولې شهيدان کيږي پنځه ديش کاله کيږي د زورځواکو دهغه نو به د موږ سره روانه ده کله چې شوروي افغانستان يرغل کړي د دوي شکار هم پښتانه وو دهغه روسته هم د دوي وژني رواني دي او د ديارلس کلو څخه چې دهغه نوي زورځواکونه چې راغلي دي او د بشر د حقوقو او د عدالت داويداري دوي هم د پښتنو په وژنو سر په نه کوي هم دهغه ډله په کاردي چې ددې ځواب ولس ته ورکړي که دوي د قام او ولس غوښتنه نه منې نو به د پښتون افغان په وراني کښې به د دوي لوئي لاس وي دوي چې هر څه غواړي بايد چې د ولس باور تراوسه کړي خو که دوي د نورو د ګټو دپاره کار کوي نو به د افغانانو او پښتنو دهغه وژنه روانه وي چې دوي يې بې واکه کړو نو هغه څوک چې وجګړي ته دوام ورکوي هغه به د افغانانو هر څه هړپ کړي چې ددي پړه هم په دهغه ډله راځي ځموږ دهغه ډله په دي نه د خبره چې پخپله ځموږ سترپيغمبرمحمد(ص) حديث دي چې خواري او غريبي يو وګړي و کفر ته هم اړه وي شې په کاردي چې د دهغه ناورين څخه د وتلو دپاره موږ ټول د نوي سره څخه غور وکړو..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←