اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

مصلحت که حقيقت...؟

18.06.2014: qخوئي بدبهانه بسيار:په افغانستان کښې په يوه مياشت کښې په دوو پړاونو کښې په ټولټاکنو کښې په ډېره لويه کچه افغانان د رائي ورکولو مرکزونو ته ولاړو ددې سره سره چې د حکومت د مخالفينو او د ځينو کورنيو ځان خوښو لخوا هم ګواښونه کيدل چې هم ددې کبله ټولي نړۍ يوواربيا د افغانانو دومره ستاينه او ننګونه وکړه چې د هر افغان شمله په نړۍ کښې جګه ښکاره کړه خو د بده مرغه ځيني خلګو چې د افغانستان په واک او اختيار کښې لويه برخه لري د افغانانو و دهغه ننګونوته زيان ورسوي کله چې د ګواښونو چل ول او مصلحتونه په دي ملک کښې روان وو نو هم دهغه ځان خوښو د خپلې خوښې ځايو ته ځان ورسوي او په افغانستان کښې کرکي رامخ ته کړي که څوک د دوي دهغه ناوړي کارونه او کړني ځان ته څرګندونه غواړي نو د ولسمشر حامد کرزي د لومړيو کلو چاري و پلټي کله چې دهغه څوک په لووړو څوکيو ناست وو چې يو بيلګه د باندنيو چارو د وزارت کارکردګي ده خو دوي ودي ته ونه کيدل چې افغانستان يواځي د پنجشير نوم نه دي بلکې ډېر لوئي افغانستان دي چې پنجشير يوه وړوکي برخه جوړيږي او د ټول هيواد اوسيدونکي په دهغه هيواد کښې غواړي چې د دوي دا حق په اساسي قانون کښې ثبت دي چې يواځي هغه څوک د دهغه حق څخه سرغړونه کوي چې دوي هر څه په غاب کښې غواړي يا اساسي قانون د دوي و مخ ته هيڅ ارزښت نه لري يا داسي څوک چې دوي هر څه د زور يا د سازشو د لاري ځان ته راوړل د دوي عادت او دودګرځيدلي وي.......
​خو دهغه ځان خوښي او ځان ته هر څه راوړل د دوي ايره شوه وه چې ولس او خلګه هر څه په يا د ساتي او چې وخت راشې دوي دهغه څرګندونه ښکاره کوي نو ځکه چې کله افغانانو ته د ټولټاکنو موقعه د افغانستان اساسي قانون دوي ته ورکړه نو دوي خپلې رائي د داسې چاپه حق کښې ګار کړي چې په هغه باندي د دوي باور وو چې دهغه ډله چې ته رائي ورکوي هغه به دوي ته سوله امنيت اقتصادي پرمختيا د ټولو افغانانو تر منځ برابري او يو ډول چلن که هغه د هري ژبى يا د هري سيمي يا د هر ګوند سره اړه ولري دهغه هم خلګو وسنجوله چې چا چا په اداري فساد کښې لويه ونډه وړي ده چې د اداري فساد افغانان په ټوله نړۍ کښې رسوا کړو دهغه وو چې ولس و ټاکنو ته ولاړو او د خپلې خوښې چاته خپلې رائي ورکړي چې دهغه ځائي ناستو چې داوليدو چې دوي مخ په ماته خوړولو خواته روانه ده نو ځکه يې يو شمير لانجي رابرسيره کړي تراوسه لاد وروستي پړاو د ټولټاکنو شميرنه نه وشوي چې د دهغه ډلي مشر و خبريالانو ته را وړاندي شو او يو مخ يې خپل زوړ عادت سره سم يې اعتراضونه وړاندي کړو چې اوبه د پخوا وارو راخړي کړي چې بيا ماهېيان په کښې ونيسي لومړي نيوکه يې د ټولټاکنو د اداري د دارالانشاء په مشر وکړي چې ده د رايو پاڼي د سرو بې ولسوالي ته وړل چې د يوه ځانګړي د ولسمشري د نوماند په ګټه ګار کړي خو هغه متل دي چې اردو ژبي يې کوي چې الټاچورکوتوال کوډانټي خو د ښاغلي عبدالله عبدالله د دهغه نيوکي ځواب د دهغه کميسون مشر په خپله ورکړي اصل کښې نوموړي هغه پوليس مامور ځغورل غوښتي چې د رايو دهغه سپني ماڼى د وخت دمخه د رايو مرکز ته ونه رسيږي چيري چې په زراو خلګه ورته په انتظار کښې وو مانا دا چې په يوه مرمي يې دوي نخښي وشتل غوښتونو هم ددې څخه اټکل کيدي شې چې ښاغلي به نور څوني چارواکي اولټ ماران نيولي وي چې د خپل سيال د رايو د ورکولو مخ نوي وکړي عجبه خبره خو داده چې د لومړي پړاو د ټولټاکنو د مخه او بيا د دويم پړاو د ټولټاکنو د مخه هم د دهغه ځان خوښې ډلي د لوړي کچي مشرانو وويل که د دوي نوماند ولسمشر نه شې نو به دوي شوي ټولټاکني ونه مني نو نن که عبدالله عبدالله يا دده بل ملګري داسې خبره وکړي نو د افغانانو دپاره څه نوي خبره نه ده خو بلې خواته وګوري چې اشرف غني وائي که ډاکټر عبدالله عبدالله وده ته ماته ورکړه دي به و کور ته ورشې او ده ته امبارکي ورکړي او بله دا چې اشرف غني وائي چې د ټولټاکنو کميسون چې هره پريکړه وکړه وده ته به د منلو وړوي خو بلې خواته ډاکټر عبدالله عبدالله وائي چې دي به تر هغه پوري د ټولټاکنو د کميسون سره همکاري نه کوي تر کله چې دهغه کميسون دده غوښتني نه وي منلي چې په سر کښې سروبې د پيښې خبره کړي ده ددې سره سره چې د ټاکنو خپلواک کميسون مشر په لومړي ورځ ځواب ورکړي وو هم دهغه کميسون وو چې د لومړي وار په ټولټاکنو کښې ډاکټر عبدالله ته بشپړه باور ور باندي کړي وو ولي چې ستا او ستا د ملګرو دا باور وو چې ولسمشري د عبدالله عبدالله ده په تېر وار کښې ستا په برخه کله هم دومره رائي نه وي خو څه چهرلودي ګار کړي دا به موږ په لوئي څښتن پريږدو خو اوس دي د پلمه خپله کړه چې کميسون دي سپناوي وکړي کميسون د مخه هم سپناوي کړي وو اوس به بيا کوي خو د يوې دوني اوچتي څوکي اميدوار ته نه ښائي نه زيب ورکوي چې دومره وړوکي حرکت وکړي هم ددې کبله ولس په ټاکنې دهغه ټولي ناخوالي ليدلي وي چې زياته رائي يې درنه کړي. ددې سره سره چې تراوسه د ټولټاکنو اداري دا پريکړه نه د کړي چې څوک بريالي دي خو متل دي چې ، شن دشانه ښکاره کيږي د تېروار په ډول ته په ځينو ښارو او سيمو کښې کوم جوړنګان کښلي دې دهغه خو تراوسه ذکر نه دي شوي دا ځکه چې هر چاچې څه کړي دي دهغه ټول راپور ناظرينو و انتخابي کميسون ته ورکړي دي هغه به هم د افغانانو و مخ ته راشې د ټولټاکنو په لومړي ورځ چې په جلال آباد کښې عبدالغفار نومي وسله وال او دهغه ملګرو چې يو ماشوم شهيد کړي او نور يې ددې کبله ټپيان کړو چې دوي و اشرف غني ته رائي ورکولي يا يې دهغه عکس په سينه لګولي وو دهغه غفار نومي سړي او دده ملګرو دهغه تشدد ددې کبله وکړي چې خلګه وويريږي او د رائي ورکولو څخه بې برخي شې چې ستايو ملاتړي چهلګري نومي دهغه پيښې په رسنېو داسې وښووله چې دا خو د دولت د مخالفينو په چاودنه کښې وژل شوي او نور ټپيان شول هم ستاسو دهغه ناوړه کړه وړه دي چې هر وګړي په دي غور کوي چې ډاکټر عبدالله عبدالله او دده ملګري څه غواړي ددي سره سره چې افغان ولس د شوو ټولټاکنو وپايلو ته سترګي په لاره دي..؟ هم دهغه افغانان د اشرف غني د ډلي څخه دا غوښتنه کوي چې بشپړه شکايات دي ثبت شې او د ټولټاکنو د چارواکو او ناظرينو او څارونکو د يوې يوه رائي ځغورنه او درناوي دي وشې ځکه چې دوي د افغانستان د ښه صباون دپاره د ډېرو خواريو وروسته خپلې رائي ګار کړي وي د مدني ټولني د بشر د حقوقو او نورسازمانونه دي خپلې دندي په ښه ډول تر سره کړي چې يوه خواته د ولس د رايو درناوي وشې او بلې خواته حق وحقدار ته ورسيږي.
​يوه بله نيوکه چې دهغه ځان خوښې ډله يې لري چې ولي په خوست او نورو ځيتځو ولايتو کښې په دومره لوئي شمير وګړو رائي ګار کړي ددې پوښتني ځواب په کاردي چې د رسېنو د لاري نه وي شوي بلکې د ټولټاکنو د خپلواک کميسون څخه شوي وي خو دا يوه خبره موږ د مشرانو څخه اوريدلي ده چې د خلګو زور د خدائي(ج) زور دي دوي چې يووار پريکړه وکړي بيايې هيڅوک نه شې ماتولي د ډاکټر عبدالله عبدالله او دده د ډلي څخه افغان ولس مخ ځه ګرځولي چې دوي ډېر په غرور کښې وو او غرورو لوئي څښتن ته کله هم د منلو وړنه وي او ډاکټر اشرف غني ته يې ځکه په لويه کچه او شميرنه رائي ورکړي چې يوه خواته که دي د نړۍ د لويو اقتصاد پوهانو څخه يو دي او ښه چارواکي دي خو بلې خواته يو ولسي کس دي او ولس دا هيله ځيني لري چې دوي به په هيواد کښې د اقتصادي پرمختيا د څنګه نور داسې کارونه وکړي چې افغانستان د دهغه اوږده ناورين څخه وباسي ډاکټراشرف غني کښې نور داسې وياړونه شته چې هغه دده په سيال کښې نه شته چې دلته يې د ملک ځائي نه شته خو دا يوه خبره په کاردي چې په غوږ کښې کښيږدي چې افغانستان ولس خپل هيواد تر دي ځائي د را رسولو دپاره په لکاو لکاو وګړو سرشندني کړي دي دا داوږدو کلو سرشندني نه د يوې ډلي دپاره شوي دي ته د يوې سيمي دپاره نه د يو ځانګړي سړي او شخص دپاره بلکې دا د ټول افغان ولس د خپل هيواد او د ښه ژوند د تېرولو په خاطر شوي دي ولکه هغه د هري سيمي او نژاد څخه وي دا هر څه د افغانانو د برابري يووالي او سوکالي دپاره شوي دي که دا سرشندني هر چا کړي وي.
​افغان ولس په دا دواړو وارو د ټولټاکنو په بهير کښې دا څرګنده کړه چې افغانان نور په خپل هيواد کښې جګړه نه غواړي که د سولي د راوستلو دپاره چې څوني سرشندني کيدي شې دوي به وکړي خو هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې دوي نوره ګډوډي په هيواد کښې جوړه کړي که هغه طالبان وي که نور وي چې په هره بڼه کښې وي اوس افغانانو خپلې رائي په ډېر لوئي شمير کښې ورکړي دي په دي هيله چې د خواپاکو ټولټاکنو د لاري خپل نوي ولسمشر وټاکي او نوي حکومت ژر تر ژره جوړشې تراوسه د دويم پړاو د ټولټاکنو اعلان نه دي شوي چې څوک بريالي دي يا څوک پاته راغلې دي وخت به دا هر څه راڅرګند کړي ځکه چې نن رسنې او ميډيا ډېر مخ په وړاندي روانه ده چې هيڅ هم نه شې پټيدلي داسې هم دا نړۍ وال متل دي چې نمر په ګوتو نه پټيږي په کاردي چې د اساسي قانون سره سم د ټولټاکنو د کميسون و پريکړو ته انتظار وکړي او خپل ښه استاځيتوب ورته ورکړي دا سوچ ونه شې چې زه ولي بريالي نه شوم يا ولسمشر نه شوم بلکې د موخه ولري چې د افغان ولس رائي چې په ډېره ايمانداري يې ګار کړي دي دهغه درناوي وشې نه دهغه رايو چې درغلي په کښې شوي وي خو که څوک کبان په کښې ټولوي يا د وړي او باران غواړي نو دا ارمان به تر سره نه شې ولي افغانان په هر څه يوه شوي دي.
انجلى ماشوم چې په کوڅو ګرڅوي مطلب دي نور دي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←