اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

دوېم پړاو ټولټاکنې او ډاکترعبدالله

ليکونکى: جمال خان

25.06.2014: کله چې په افغانستان کښې د ولسمشري د څوکي دپاره د لومړي پړاو ټولټاکني وشوي ګڼ شمير افغانانو پکښې ګډون وکړ چې د نړۍ والو له خوا د افغانانو په دومره لويه کچه رائي ورکولو او د ولسي او ډيمو کريسي سره د دوي مينه دومره وستايل شوه چې نړۍ ټولو ميډياو او رسېنو په وارو وارو ليکنې وکړي او خبري اتري په وکړي خو د بده مرغه هغه څوک چې هميش يې د شاتر دروازو ځانونه و واکمني او څوکيو ته رسولي دي او په تياره يې هر څه غوښتي دي هغو د بشپړه افغانانو دهغه نړۍ وال ارزښت او وياړ دلاسه ورکړي دا نه چې افغان ملت خپله دهغه پيرزوينه دلاسه ورکړي ده بلکې هغه چاچې په دي خوب کښې وو چې ارومرو به د افغانانو ولسمشر جوړيږي دهغه دلاسه د هر څه وشو په لومړي وار کښې هم د دهغه چا دا هيله وه چې ارومرو به دي ولسمشر جوړيږي که په درغليو وي يا که د بلې لاري که څه هم کټونکي بل څوک وو خو په لومړي پړاو کښې د ولسمشري و څوکي ته ډېرو ځايونه نوماند کړي وو نو يوه هم دا هڅه نه کوله چې دې دي و مخ ته شې ولي پنځوس په څه بالا په سلو باندي رائي چانه شوي خپلولي خو بيا هم يوه نوماند داهڅه وکړه چې ځان تر ټولو وړاندي ښکاره کړي چې په دويم پړاو کښې دي په افغانانو اغيزه وکړي چې ارومرو به بريالي کيږي که څه هم په لومړي پړاو کښې دده سيال زياتي رائي وړي وي او که هم دهغه ښاغلي او نورو ګډوډي دوړي او باران نه وي غوښتي نو د دويم پړاو ټولټاکنو ته د سره څخه حجت او اړتيانه وه.
​په لومړي پړاو کښې چې کومي درغلي وشوي که هري خوا وکړي خو نه د افغانستان د ولسمشر ښاغلې حامد کرزي لخوا نه د ټولټاکنو د خپلواک کميشن لخوا کلک ګامونه پورته شول نه قانون په حرکت کښې راغلې نه نړۍ والي ټولني څه غبرګون ښکاره کړي په کار خو دا وو چې هغه د ټولټاکنو د اداري کار کونکو د چا دپاره او په کومه کچه او په کوم ځائي کښې درغلې کړي ده...؟ که قانون په افغانستان کښې پولي شوي وي نن به د دويم پړاو د ټولټاکنو وروسته دهغه ناخوالي نه رامخ ته کيدي اوس چې د ټولټاکنو د اداري د چارواکو په وينا چې خپل درې زره کار کونکي د کارو څڅه ګوښه کړي دي دا د لانجې هواري نه دي دوي په کار وو چې محکمئي ته سپارل شوي وي او افغانانو ته ورپيژندل شوي وي چې دوي د کوم کوم د ولسمشري د نوماند دپاره د څه په بدل کښې څومره درغلي کړي ده نو به ددې څخه هر چا ادر او درس اخستي وي.
​اوس چې د دويم پړاو ټولټاکني وشوي او يوواربيا يوه بله لانجه رامخ ته شوه چې ټول افغانان يې اټاله کړل ددې سره سره چې افغانان د لومړي پړاو په پرتله په ډېر لوئي شمير د رائي ورکولو مرکزونو ته ووتل او يوواربيا د نړۍ والو لخوا وستايل شول خو د تېرواروارو يوواربيا هم هغه چا په دهغه وياړونو کښې لغته ووهله په رښتيا هم د افغانانو څڅه دا وياړ چانه دي وړي خو مسئول هغه څوک دي څوک چې د ورځي د ولسمشر کيدو خوبونه ويني يا د ټولټاکنو د اداري چارواکي دي يا خپله ولسمشر او دده ملګري دي چې د دوي د ناوړه کړو څخه هيواد بيا د بې باوري سره مخامخ کيږي نوماند ډاکټر اشرف غني هم دي هغه هم داخبره کوي چې درغلي شوي دي په کاردي چې د ټولټاکنو د اداري دواړي څانګي ددې سپناوي وکړي ولې چې چا ډېري درغلي کړي دي هغه و هر افغان ته څرګندي دي څوک چې د هري لاري ځان د افغانانو ولسمشر جوړول غواړي خو دهغه څ،ک دي چې دوي ښاغلي ضياءالحق امرخيل ته ګوته ونيوله چې دده د سيال دپاره يې درغلي کوله خو هغه پوليس افسر ظاهر يې يا دنه کړي چاچې دا لوبه وکړه او په زراو افغانان يې د رائي ورکولو څخه برخي کړو ولي هغه په زراو کسان چې د ښاغلي دپاره يې په دواړو پړاونو کښې په لويه کچه درغلي کړي وه هغه ده ته په نظر ورنه غلو خو نه د افغانستان ولسمشر نه بل څوک دننه راجګ شو چې دلته قانون شته که ځينو خلګو وينا قانون ده عجبه خو داده چې کله عبدالله عبدالله دا غوښتنه وکړه چې نړۍ وال دي د دويم پواو د ټولټآکنو تيش په نامه جوړه کړي لانجه هواره کړي هم هغه وخت ولسمشر حامد کرزئي دده دهغه غوښتنه ورغبرګه کړه پوښتنه داده چې ولسمشر د اساسي قانون ساتونکي دي که ماتونکي دي چې د ټولټاکنو خپلواکه داره د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې کار کوي نو بيا د ملګروملتو څه کار په لومړي پړاو کښې چې د دويم پړاتو د ټولټاکنو په پرتله په لويه درغلي شوي وه ولې هم دهغه ښاغلي د ملګروملتو څخه د مرستي خواست نه کاوي ولسمشر کرزي هم پټه خوله وو هم په دهغه انتخابي کميسون ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله بشپړه باور لرلي خو ۴۸ ساعته د ټولټاکنو نه وو تېر شوي چې د افغانستان چاري په دا بله خو د را اړولو هڅه وشوه د دارلانشاء مشر ښاغلي ضياءالحق امرخيل چې په سينه کښې د يوه رښتني افغان زړه لري هغه بيله د څه پوښتني د خپلې څوکي څخه ځان ددې کبله ځان ګوښه کړي که چيري دده دلاسه ناخوالي د منځ څخه وځي خو په دهغه دوه پړاو ټولټاکنو کښې چې چاچا د خپلې دندي څخه پورته کار کړي وي آيا دوي به په خپل وجدان سره د خپلې دندي څخه ځان ګوښه کړي خو که رښتيا هم افغان ولسمشر د اساسي قانون ساتونکي دي نو دي ښاغلي امرخيل وارو هغه ټول چې درغلي يې کړي ده او هغه کمندان چې د امر خيل سره شخړه جوړه کړي وه هغه و څارنوالي ته مخامخ کړي هم دا دده يو لوئي امتحان دي د ښاغلي امرخيل په اړه پخپله ددي کميسون مشر ښاغلي ډاکتر احمد يوسف مورستاني په ډاګه ويلي وو چې ښاغلي امرخيل يو داسې تورنه شته چې دي موږ د خپلې دندي څخه بې برخي کړو يا د چا بيځايه غوښتنه ومنو.
​ټوله افغانان په دي رسيدلي دي چې په لومړي پړاو کښې هم اشرف غني احمدزي بريالي شوي وي او په دويم پړاو کښې خو ښاغلي ډاکټر اشرف غني دومره رائي وړي دي چې ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله څومره بيځايه لاس و پښي وغورځوي په خپل سيال پسي نه شې رسيدلي خو خبره دلته نه د بنده افغانان چې د ۳۵ د جګړو او خواريو د څنګه کومه پوهنه او شعور پيدا کړي دي هغه د ستايني وړدي نن چې په سيمه کښې څه روان دي په هغه باندي د هر افغان نظردي په عراق کښې څه روان دي په سوريه کښې څه روان دي ايران چې ځان يې د امريکا لوئي دښمن ګاڼې نن هغه ايران و امريکا ته بلنه ورکوي چې د يوې ځانګړي مذهبي فرقي په ضد دي د زوره څخه کار واخلي خو په سوريه کښې ددي مخالف طرز عمل دي دلته په ننې نړۍ کښې چې څه کيږي په هغه خو هر څوک خبريږي خو د پردي وشاته چې څه کيږي په هغه ډېر لږ کسان خبر وي خو سياست مداران او رڼ انده په دي ټولو نظر ساتي په ګاونډ پاکستان کښې چې څه روان دي او بيا په قبائيلي سيمه کښې چې څه کيږي چې تر پنځه لکه زيات خوار قبائيل په دهغه سره هاړ کښې د خپلو کورو څخه بې کوره کيږي او د بل ځائي خاوري په يا دوي دا ځکه چې دوي په خاوره باندي اورپکي سره راټول دي ددې سره سره چې دهغه ياغيان د دمخه څخه د دهغه ځايو څخه وتلي دي خو زور يې ياتاو يې د خوار قبائيل ولس څخه استل کيږي د هغه اورپکي څوک وو چا دلته ميشته کړي وو د چا په ګټه يې کار کاوي د ځان ته پوښتني دي.
​ډاکټر عبدالله عبدالله چې د افغانستان يو پيژندل شوي څوک دي او دي د هيواد په دننې او باندنيو چارو ښه پوه او خبر دي او دوي په دي هم هره ورځ خبريږي چې په افغانستان کښې د تېرو د ولس کلو څخه ځان وژونکي بريدونه چاودني او مخامخ جګړي دومره بې شمير شوي دي چې شمير يې نه کيږي دوي چې د شوو ټولټاکنو د ټولټاکنو د خپلواکي اداري په ضد خپلو پلويانو کوم لاريونونه او مظاهري پيل کړي دي ددې سره سره چي دوي دا وائي چې سوله ايزه مظاهري دي خو دوي دوني باور لري چې دښمن به داسې ورانونکي بريد نه کوي که دي په دهغه عمل ډاډه دي او دا باور افغانانو ته ورکوي چې وراني او تخريب به نه کيږي نو خو بيا ډېره ښه خبره ده چې لاريونونه دي کيږي ولي چې اساسي قانون ددي اجازه ورکوي که د نوموړي دا خيال دي چې دښمن يوه موقعه هم دلاسه نه ورکوي چې څومره افغانان څوريږي نو بيا ډاکټر عبدالله عبدالله ته په کاردي چې په دهغه مظاهرو کولو يوواربيا غور وکړي که چيري دښمن د پخوا وارو چې اوس هم نه دي لاس په سر شوي يو خو نړي هڅه وکړه نو ددې مسئوليت به د چا په غاړه وي دده په غاړه که د ولسمشر حامد کرزي په غاړه يا که د نورو چارواکو په غاړه..؟
​ښه خبره به داوي چې عبدالله عبدالله د ټولټاکنو و پريکړو ته و دريږي کوم شکايتونه چې دوي لري هغه د ټولټاکنو و خپلواک کميسون ته وړاندي کړي چې د بريالي نوماند اعلام وشې ستر محکمه شته که دده حق وو هيڅوک دا حق دده څخه نه شې وړي ولسمشر نه يو کس جوړه وي شې نه يې يو ډله جوړه وي شې نه يې چارواکي جوړه وي شې ټولټاکني او انتخابات په ټوله نړۍ کښې هم ددې دپاره کيږي چې يواځي او يواځي ولس دي چې دهغه لوئي پريکړي کوي چې دوې پريکړه وکړه بيايې څوک نه شې ماتولي که څوک د ولس پريکړه نه منې نو هغه بايد خلاته ولاړشې د افغانستان ولس په پټورايو خپله فيصله ورکړي ده په کاردي چې ټول غاړه ورته کښيږدي هغه ولسمشر حامد کرزي دي که ډاکټر اشرف غني دي که ډاکټر عبدالله عبدالله دي يا که نور کورني دي ياباندنيان دي..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←