غرب د جمهوريت دعوه دار
ليک: محمد نعيم کاکړ 06.07.2014
په افغانستان کښې دواړه وار ټولټاکني پخپل وخت تر سره شوي لکه د نړۍ نور وروسته پاته ملکو وارو څه ګډوډي ارومرو په کښې کيږي خو تر کومه چې د افغانانو غوښتني دي په دي دوه واره ټولټاکنو کښې دوي وښووله چې په خپل هيواد کښې لومړي سوله او جوړجاړي غواړي او په هيڅ صورت ودي ته تيار نه دي چې د هغه اوږده جګړه دي نور دوام وکړي د افغانانو د ولسمشر په دواړو پړاونو په ټولټاکنو کښې دا هم څرګنده کړه چې دوي په خپل هيواد کښې داسې بدلون غواړي چې نه يواځي هيواد يې پرمختيا وکړي بلکې د نړۍ سره په هره څانګه کښې همکاري وکړي او بل دا چې نزدې د څلورو لسيځو څخه چې کوم چاپيرچل په افغانانو (Scenario) کښې بشپړه بدلون راوستل شې او هغه زورځواکي چې خپل ځاني او ډله ايزه ګټو ته ولس او د هيواد په پرتله زياته ارزښت ورکوي دهغه څخه په بشپړه خپل هيواد او خپل ملت راوباسي چ د هر سړي د خپلواکي د څنګه د ملت هم خپلواکي په برخه شې او هغه باندي لاس وهني چې د کلو کلو څخه د دوي په هيواد کښې پخپله ځينو افغانانو په مرسته لاسونه را اوږده کړي دي هغه اوږده باندني لاسونه غوڅ کړي او کوم افغانان چې د نورو د ګټو دپاره کار کوي و هغو ته هم درس ورکړي او هغه زورځواکي چې د کلاشنکوف په شپيلي يې تراوسه حقونه وهل هغه مهار کړي او په افغانستان کښې څومره ژبي کلتورونه او د دوي دودونه چې د څو کلو څخه يې مخ نوي شوي وو دهغه بهير د هميش دپاره خاتمه وکړي. د ولسمشر د دوي پړاونو ټولټاکنې چا وګټلي په دي باندي هر څوک رسيدلي دي ځکه چې افغان مدني ټولنه او عام وګړي نن دا غوښتنه کوي چې د دوي د رائي درناوي ورکړي ولي چې د ډېرو ګواښونو ناخوالو او کړاونو سره سره به دواړه وارنارينه او ښځي خپلي رائي د روکولو دپاره د رائي مرکزونو ته ورسيدل د خپل رائي درناوي غوښتنه د يوې ځانګړ سيمي يا ډلي لخوا نه کيږي بلکې هر يو هم دا غوښتنه لري بيله دهغه چا که چيري داوږد د سياسي چاپيريال يا سيناريو بدليږي چې ارومرو به بدليږي د دوي ګټي د خطر سره مخامخ کيږي خو ځکه داسې څوک دوړي او باران غواړي چې د دوي ګټي او لوټ مار د نور څه وخت دپاره دوام وکړي.
افغانانو په دواړو د ولسمشر په ټولټاکنو کښې و نړۍ والو ته وښووله چې د دوي په خمير کښې ولسواکي او جمهوريت نخښتي دي خو هميش ددې ملت څخه زور ځواکو په يوه او بل نامه ګرځولي دي افغان ولس د نړۍ والو ته خپل پيغام ورکړي خو بيرته هم ځان خوښو ودي پروسي ته زيان ورساوي چې په رښتيا هم افغانانو هر څه وګټل خو ماته هغه چا وخوړه چاچي ناحقي کوله دلته ويل کيږي که ځانګړي نوماند خبره ونه منل شوه نو دا به وشې هغه به وشې که لوئي څښتن غوښتو هغه به کيږي د چا په خوښه څه نه کيږي ګټه هميش رښتيا کوي نو ځکه چې اوس به هم رښتيا بري وړي.
معلوماتي ټيکنالوجي چې د ځان سره کوم وياړونه راوړي دي او د نړۍ چې کوم رخ او سمت ټاکلي دي په هغه باندي ډېر لږ څوک پوهيږي خو دا يوه خبر هر چاته څرګنده ده چې زړي پوتي او درواغونه او د خلګو تېراستنه او نور چلونه واره نه خوري د افغانستان يواځني لانجه داده چې ځيني ډلي اوس هم غواړي چې د پخواوارو د خلګو په سترګو کښې خاوري ور دوړه کړي او و ځانګړي څوکي ته ځان ور ورسوي خو افغان ولس ودي ته تيار نه دي نه نړۍ وال چاپيريال داسې جوړ دي چې د ولس غوښتني يا پريکړي تر پښو لاندي شې کله چې د ولسمشري دويم پړاو ټولټاکني تر سره شوي نو نړۍ والو او اروپائي ټولني او ملګروملتو او ناټو د افغانانو ستاينه وکړه چې د لومړي پړاو په پرتله د اواردومره درغلي نه دي شوي د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا يو ډول نيوکه رانخله خو کله چې د ټولټاکنو د بهير و پائي ته ورسيدي او د هر يوه نوماند د استاځو و مخ ته د شمېرني بهير پيل شو او د هر يوه نوماند ترلسه کړي ټولي رائي ورته معلومي شوي نو د نوموړي د پښو لاندي مځکه ولړځيده او لاس دلاسه يې داسې ناټک او ډرام جوړ کړي چې لومړي يې د نوک د ځائي جوړولو هڅه وکړه خو اوس يې د سوک ځائي جوړ کړي خو د ولس پريکړه يې تر پښو لاندي کړه.
د ولسي او جمهوري حکومتو خپله يوه لاره او اصول وي چې هر څه د ولس په خوښه کيږي چې دهغه پرمخ تللې نړۍ اروپائي ټولنه ملګري ملتونه ډېر ښه په پوه دي په جمهوريت کښې مصلحت ځائ نه لري لکه څنګه چې د افغانستان په اړه د ائتلافي حکومت خبره هم کيږي خو لومړي به د ټولټاکنو کميشن د ګټونکي ولسمشر او دهغه د ډلي اعلان کوي بيا دهغه وروسته که ائتلافي حکومت راځي هغه د ګټونکي ډلي په خوښه وي خو د مصلحت ځائي او نوم په جمهوريت کښې نه شته نه د ائتلافي حکومت هغه هم د دوو ډلو تر منځ ولي چې په ولسي واکمني کښې يوه حکومتي ډله وي بله مخالف ډله چې په حکومتي ډلي ټينګ نظر ساتي او حکومت چې کومي تېروتني کوي په هغه نيوکي هم کوي او بلې خواته د حکومت دهغه تېروتني د بل وار د ټولټاکنو په دوران کښې د خپلو رايو د زياتولو دپاره په کار راوړي.
که په رښتيا ورته وکتل شې په افغانستان کښې د ولس واکي او جمهوريت دپاره ډېر په زړه پوري چاپيرال جوړدي يوه خواته ګټونکي ډله ده چې هغه ته حکومتى ډله او بلې خواته بايلونکي ډله ده چې د اپوزيشن کردار تر سره کوي شې او که دواړه ډلي و غواړي دوي سياسي ګوندونه هم نوميدل شې او نو ددې دپاره اړينه ده چې نړۍ وال د څارونکي په حيث د دويم پړاو د شوو ټولټاکنو څارنه وکړي که څه هم ددې اړتيا نه وه ولې چې دا ټوله چاري افغانانو به د دويم پړاو د شوو ټولټاکنو څارنه وکړي که څه هم ددې اړتيا نه وه ولې چې دا ټوله چاري افغانانو په خپله مخ په وړاندي وړ يوې هر يو چې د ورکړل شورايو په خواپاکي شميرني کټونکي ډله اعلان کړي او هغه ته دي بلنه ورکول شې چې حکومت ونوموي د ائتلافي حکومت يا په ټولټاکنو باندي په کاردي چې مصلحت د سره ونه شې ولې که د مصلحت خبره وي نو بيا دا دوه پړاو د ټولټاکنو ضرورت څه وو چې د ومره خواري خوار و افغانانو په ځان يو وړي نړۍ واله ورو روپي چې د افغانستان په بيارغونه کښې ډيري قرباني ورکړي که د ټولټاکنو پايلي د اساسي قانون په رڼا کښې اعلان شې او دواړي خواوي يوه په حکومت کښې او بله په اپوزيشن کښې پاته شې دا به د نړۍ والو د يارلس کلو تر ټولو لويه لاس ته راوړنه وي او که دوي څه پلمه غواړي يا چې چا بايلات کړي دي او د ولس و پريکړي په غاړه نه ايږدي بيا نو د ولسواکي خبره نه بلکې بل څه د پردي وشاته روان دي.
