د کومو کړو سزا راکول کيږي
ليک: محمد نعيم کاکړ 24.07.2014
نه شو ويلي چې پښتنومين حيث القوم کومه ګناه کړي ده چې دوي د يوه داسې ناورين سره مخامخ کړل شوي دي چې نه يې سرشته نه يې څه سرشته نه يې دښمن څرګنددي نه يې خپل يادوست هر يوه د پښتانه په سرګرځولي دي که هغه د ډېره ليري څخه راغلي دي يا د ګاونډ څخه يا پخپل کور کښې راته شين دي چې موقعه په لاس ورشې و ژوند کولو ته نه ايله کوي ددې سره که پښتون هر څوسوان هم ورسره وکړي خو بېرته يې هم ځغملو ته تيار نه وي کله کله سړي ته دا سوچ ورولويږي چې دا خو يوه داسې د سيسه د دهغه قام په ضد نړۍ والو تياره کړي ده چې دهغه بوټي د سره څخه واستل شې داخبره ځکه راته دريږي چې موږ شاوخوا په يوه ژور نظر و ګورونو هيڅوک د پښتانه دوست نه شته او هر په نړۍ کښې يا په سيمه کښې يا په ګاونډ کښې راسره پروت د سره څخه ودي ته تيارنه دي چې ستا سمه او جائيزه خبره درسره ومنې خو خپله نا سمه او ناجائيزه خبره په تاومنې چې ښکاره بيلګه يې د افغانستان اوسنې د ولسمشري د لومړي او دويم پړاو تر سره شوي ټولټاکني وي که يو لوري بريالي شوي وو نو هيڅ خبره نه وه هر چا به امبارکي ورکړي وي او خپل ولسمشر به منلي وي خو د بده مرغه هم دهغه څوک چې ماته يې وخوړله او دده سيال وو او په خټه پښتون وو دهغه په ضد يو طوفان راپورته شو آن دا چې افغانستان يې په داوباندي دلګولو څخه ډه ډه ونه کړه تور يې داولګوي چې ګټونکي په ډېره لويه کچه درغلې کړي ده او د ولسمشر په ګډون نوري دولتي اداري هم په دهغه درغليو کښې ورسره ملګري دي چې ژوندي بيلګه يې ښاغلي امرخيل وو پښتانه وائي چې و بل ته ګوته پورته کوي لږ د ايله ګوته و خپل ځان ته هم وغزوه او په خپل ګريوان کښې هم وګوره نور په دي اړه موږ څه نه وايو ولې چي ښاغلي جان کيري راوغوښتل شو يا خپله راغلي دواړي خواوي سره کښينولي مخامخ يې افغانانو ته يو ترحه او پريکړه وړاندي کړه چې د هري خواومنل شوه خو دپردي وشاته څه شوي دي په دي خو هم دهغه څوک خبردي يا يواځي لوئي څښتن خو موږ به په دي قناعت او صبر وکړو چې خدائي(ج) دي و هر لوري ته دومره وس او توان ورکړي چې د ښاغلي کيري په منځ کښې شوي لوزنامه عمل وشې ځکه چې پخوا ودي ته ورته پريکړي ډېرې شوي وي چې پايلي يې موږ افغانانو ښه وليدي خو د شوي لوزنامي وروسته د نړۍ والو او په ځانګړي ډول د افغانانو و مخ ته ډيري پوښتني رابرسيره شوي دي چې ددې ځوابونه ښاغلي اشرف غني احمدزي او د ولس کاله دارک په ماڼي کښې پاته شوي ولس مشر حامدکرزئي يه ورکوي چې يواځي د يوه پوښتنه د ولسمشر څخه د کولو اجازه غواړم چې په دهغه دوولس کاله کښې تاته دهغه ځپلې ولس ته ډېره ګټه راوړه يا که ډېر بايلات...؟
نن پښتون خوا ر د ډېرو بدو شخړو او ناورينونو سره مخامخ دي نن يې صباون په خطر کښې دې عزت او ننګ يې ونيلام ته راوستل شوي او بلې خواته د جبرترناتار لاندي او په لکاو وګړي د تېرو څلويښتو کلو څخه و کډوالي ته اړشوي او د يوې سيمي څخه و بلي سيمه ته و کډه کول ته اړدي په دوي باندي څه تيريږي په کار دي چې دا پوښتنه دهغه چا څخه وشې څوک چې په دي هاړ کښې په ښوډېره اسماعيل خان يا نورو خواو کښې په خيمو کښې شپه سهار کوي او د نورو و خيرات ته يې اړکړو دا ځکه چې دوي د سپيڅلي اسلام په نامه و نورو مسلمانانو ته د اوسيدو ځايونه ورکړل هغو پښې دومره اوږدي کړي چې خپله دوي بې کوره کيدو ته اړکړل هر څه يې وروران کړل مشران يې ورته ووژل او پخپلو کورو کښې تر پوزي کړل دا نو يواځي په شمالي وزيرستان کښې نه وشول بلکې په ټول پښتون ټاټوبى کښې وشول او هغه په لکاو پښتانه چې د کال ۱۹۷۸ء څخه تر نن پوري هره ورځ په لساو وژل کيږي او کله کله خو د مړو شميرو سلاو ته ورسيږي نور څومره وراني وشوي يا کيږي د هغه خو شميرنه نه شته ولي شميرنه او پوښتنه خو دهغه چا کيږي چې هغه مشران لري د پښتانه مشران چيري دي ځکه چې ستر خوشحال بابا يو ځائي ويلي دي.
چې يې څکلي د مغول مزې دي
ددوي په غاړه ډيري لږي دي
په ښکار د چاري د پښتنودي
نور څه يې مه ګڼه لکه خزې دي
پښتون افغان نن ودي ځائي ته را رسول شوي دي چې يا به بشپړه پوه پناه کيږي يا به خپل ولس ته رښتيا وائي ولس به په هر څه خبروي خو ځموږ ولس ډېر ننګيالي دي خو مشرتابه څخه نوره هيله کول عبث ده و لکه هغه هر ځائي دي که په دوي کښې همت وي او د ځان د سوکالي په ځائي يې د خاوري او قام ګټي خوندي کړي وي نن به دهغه باتوره ولس د دهغه ناخوالو سره نه مخامخ کيدي ولس به هم رښتيا وائي او رښتيا به اوري ولکه په رښتيا اوريدلو دمغره يا زړه چاودي چاماغزه ولسونه هغه ژوندي پاته کيږي چې دوي پياوړي او زړوړمشرتوب ولري او دومره زيرک وي چې د وخت د مخه د را روان طوفان د مخ نوي چاري د نيولو همت لري داسې مشران نه وي هر څه طوفان تباه او وران کړي بيا دي ځان په خبر کړي يا خبري ډېر کوي غټ غټ وائي د قام په ضد چي کومه طوطيې رواني وي هغه ته په مړو سترګو ګوري خو دومره وس او توان نه لري چې دهغه چا لاس ورغوڅ کړي يا خپل ولس په روانو طوطيو خبر کړي يا ږغ ورباندي وکړي د لږ مهال دپاره به زه داخبره دلته وکړم چې بيځايه په نورو باندي تور لګوو يا داخبره کوو چې نړۍ وال سيمه وال ګاونډوال او په خاوره کښې راسره ميشته ټول ځموږ د ځپلو دپاره يو موټي شوي دي خو داخبره نه کوو چې موږ خپله مسئول يو په خپلو ګټو خبر نه يو د نورو د خوشالي دپاره موږ هر څه و نورو ته ايله کوو که ځموږ د اسلامي ګوندو مشران دي که د ملت دعويداره مشران دي يا که مترقي څوک دي دوي هميش خپل قام او ملت و نورو ته قرباني کړي دي دا ځکه چې د نورو قامو کچه د موږ څخه بيله ده نو ځکه دوي هميش ددې سره چي تر موږ لږ دي زياته ګټي ترلاسه کړي دي خپل ولس او قام يې د مرګ ژوبلي څخه خوندي کړي دي او په نړۍ ځان د يو پرمخ تللې قام په حيث پيژندلي دي خو پښتانه ځان ته څه راوړي دي د سردار محمدداود خان شهيد څخه نيولي بيا تر اوسنې ولسمشر پوري داسې په نورو سيمو کښې پراته د پښتنو او د دوي د مشرانو څه حال دي ولي سردار محمدداودخان شهيد ته د يوه ګاونډ لخوا د افغانستان د مذهبي مشرانو په ملاتړ دده د تخت د چپه کولو په داسې وخت کښې رواني وي چې دمترقي سياست دعويدارانو کښې يو ډلي چې داودخان ته ډېر نزدې ګوندو هغه ځان د مخه کړي او د شهيد تخت يې ورواړاوي بيا د نورمحمدترکي د حفيظ الله امين ډاکټر نجيب د ګل بدين حکمت يار بيا د طالبانو د مشر او اوس د حامد کرزئي سره څه روان دي چې بېرته هم هغه ځائي ته راځو چې د بشپړه ملت سره څه روان دي..؟ دا يوه تاريخي بحث دي چې پائي ته دلته نه شو رسيدلي.
لکه وړاندي چې وويل شول چې موږ به خپل ولس ته رښتيا وايو څوک چې دمشرتابه دعويداره دي هغه به ودي ته هم دهغه خپل ولس اړوي چې دوي و ولس ته جواب ورکړي مشر داسې نه وي چې تاوان يې د قام وي او ګټه د ځان يا د نورو وي خو ددې د مخه به ولس پخپل دا پريکړه کوي چې راځي موږ په داسرسر باندي وهي ولي چې موږ مشران خوړلي دي بله دا چې موږ خو وژل کيږو خو په دي نه يو خبر چې ولي وژل کيږو..؟ څوک موږ وژني..؟ تر کله به وژل کيږو...؟ او دا چې هم دهغه ډول به په موږ باندي ژوند تيريږي لکه د څو لسيځو څخه چې را روان دي...؟ يا به موږ دا پريکړه کوو چې موږ يو پياوړي قام يو د سيمي يو لوئي ځواک يو يولرغوني اوږد تاريخ لرو او ځموږ سرشندني دومره ډېر دي چې شمير يې نه شته خو د بده مرغه سرشندني موږ کړي دي خو ګټه يې نورو خوړلي ده چې ژوند بيلګه يې په يووار تر درځن زياتو ملکو خپلواکي ترلاسه کول وو خو ځموږ په برخه هيڅ نه راغلو ددې سره سره چې بيشمره وراني مووشوي وروستي خبره داده چې د کله څخه موږ د دا ناخوالو سره مخ شوي يو..؟ که په ځير ورته وګورونو د نن څخه نزدې سواپيړي د مخه چې د وخت اميرخپل ولس او خپله خاوره د نورو دپاره وويشله د پښتانه دوراني او بربادي شپي او ورځي پيل شوي چې تر نن پوري دوام لري دويم دا چې د اسلام په سپيڅلي نامه باندي بشپړه زياتوب ددې ولس سره وشو او تراوسه روان دي ځکه چې د اسلام په نامه چې کومه جګړه نن هم روانه ده هغه دوراني په چپه موږ ته څه نه دي راکړي تر ټولو لويه پيښه دا چې دهغه د نورو د ګټو جګړه د پښتانه و خاوري ته ورپوري وهل شو چې دا څرګنده نه ده چې دهغه جګړه نوره څومره دوام کوي او موږ به نور څومره وګړي شهيدان ورکوو تر کومه چې د باندنيو ملکو د پوځي ځواکو په افغانستان کښې پاته ده دوي ونه کړل شول چې په دهغه ۱۴کلو کښې کښې ځموږ په هيواد کښې سوله راولي نه د دوي موخه داده خو دلته دوه مخي سياست د څو کلو څخه روان دي غله ته وائي غلا کوو کور به ته وائي بيداره شه دلته ګاونډي يارولي دي چې د طالب په نامه وراني جاري ساتي او بله خواته افغانانو ته وائي که زه ولاړم دابه تر سره وشې خو ددې ټولو ناخوالو د اواري يو لاره ده چې دا ټول پښتانه افغانان سره جوړشې او يوه موخه ولري چې د بشپړه خاوري څخه د جګړي خواندورکوو لکه باندنيان دي که ګاونډيان دي د دوي يې کورودان ځموږ د چارو څخه دي لاس وکاږي موږ خپلې چاري نيولي شو خو دا هغه وخت کيدي شې چې هر پښتون افغان لوئي څښتن سره دا ژمنه وکړي چې دهغه وراني او دهغه ورور وژني او دهغه بې ننګي په دمنځ وړمه او د هر هغه چا لاس به غوڅه وم چې ځما وراني د ځان د ګټو په خاطر کوي..
