اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

موږ د خپلو ناخوالو...

موږ دموږ د خپلو ناخوالو خپله مسئول يو خومشران؟
محمد نعيم کاکړ

15.08.2014: يو ورځ يوه ادبي غونډه که جلسه ورته وويل شې هم څه فرق نه راوړي ما په خپل واړي ودي غونډي ته وويل چې د پښتو ژبي سره ډېر زياتي روان دي پښتو ژبه په افغانستان او پاکستان دواړو کښې تر ښکيلاک لاندي ده کله چې دهغه جلسه د څه مهال (دچاو څښلو) دپاره وځنډول شوه زه هم د ملګرو سره راووتم نو دوه کسان چې يو ډېر لوئي شاعر دي او بل ښه غټ سياست مداره دي ماته وويل چې تاته نه وو په کار چې پښتو په افغانستان کښې د پاکستان وارو تر ښکلاک لاندي ده ما ورته وويل چې زه رښتيا وايم او په رښتيا باندي يو ډول راکړه ورکړه او مصلحت نه کوم نه سترګي په پټولي شم که څه هم دوي ماته څو ثبوتونه راکړو خو ما ورته وويل چې ځما هم هغه خبره ده بيا يو بل لوئي سياست مدار يوه ورځ داخبره وکړه بلکې بيانيه يې په ورځپاڼي کښې راغله چې اوس داسې وخت راغلي دي چې لږکي به په ډېر کيو حکومت کوي که څه هم نوموړي ځان يو لوئي وطنپاله او د ولسي واکمني مبارز ګڼې خو د خپلو ګټو په خاطر دوي د ولسي واکي بشپړه نظر تر پښو لاندي کوي او ددې دپاره په درواغو باندي د خپلې وداني تاداوايږدي.
​دادوه مثالونه او بيلګي مي ددې کبله وړاندي کړي چې پښتانه هميش د مصلحت په خاطر تر خپل حق تېر شوي دي که يوه خواته د نورو قامو کرکي او تعصب دي وبلې خواته خپله ځموږ پړي دي چې د خپل ولس او قام سره يې کوو ځموږ که د مشر دي که کشر هميش شپ شپ لري خوشفتانو يې په خوله نه راځي او که دهغه حالات روان وو او موږ هم په دهغه لار روان وو نو به تر دي هم زياته بائيلات ځموږ په برخه وي کله چې د افغانستان د ولسمشري ټولټاکني شوي دي او پايلي د ګډوډيو سره مخامخ شوي دي دهغه وخته څخه تراوسه پوري دومره ناخوالي او شوي د سيسي رامخ ته شوي دي چې څوک ګوته په غاښ کښې ورته پاته کيږي چې په رسنېو او ميډيا کښې په دي اړه ډېر معلومات ترلاسه کيږي خو که په وخت باندي و هر ناوړه عمل ته ګوته نيول شوي وي او ولس ته وړاندي شوي وي نو نن به د داسې ناښودود اوريدلو موقعه نه راتلې هم دا ډول د کرښه و لمرخاته چې کوم رښتيا په پښتنو باندي څرګنده شول هغه هم دنه منلو دي هو ځيني پوه او رڼ انده د ډېره وخته څخه د ډېرو په اړه خپل نظر لرلي خو عام پښتون په دي نه وو پوه چې په دي کښې بيرته هم ځموږ تېروتنه ده چې موږ يا خو د چا خوا نه بده وو يا د خپلو وړوکو ګټو دپاره ټوله قام په اور کښې غورځوو يا بيا ځموږ دا دستور او عادت ګرځيدلي دي چې موږ خپل سياسي مشرانو ته بېلا تبشپه د پيغمبر ټاکلي دي چې د دوي څخه د سره څخه تېروتنه نه شې کيدي ډېر خو داسې هم شته چې دوي د سره څخه د خپل مشر په اړه چپه خبري اوريدو ته نه رسيږي ځما ددې ليک د سره څخه دا مطلب نه دي چې خدائى(ج) دي فضل وکړه چې زه د چا سپکاوي يا دهغه نوم بدي کوم خو دا خپله دنده په يو داسې حالت کښې تاسو ته وړاندي کوم چې موږ په بشپړه پښتون قام په ډېر بزنونکي ځائي او مقام دديدلي يو چې د وتلو لاره يې هيچا ته نه ښکاره کيږي مشکلات او ستونځي دومره پله و ډلي دي چې سړي غړۍ ورته اچوي موږ پخوا هم ويلي وو چې د کله څخه چې د پښتانه په سينه باندي توره کرښه کړل شوي ده دهغه وروسته داقام روغه ورځ نه ده ليدلي او په را روان وخت کښې هم نه شې په برخه کيدي تر کله چې دهغه توره کرښه د منځ څخه وي پوه پناه شوي پښتون افغان ددې بشپړه سيمي يو لوئي ځواک دي خو دا ځواک هغه وخت جوړيدي شې چې دوي په يوه ولکه او جغرافيه کښې راشي او دا ددوي بشري حق دي چې څوک يې نه شې بې برخي کولي خو د بده مرغه ډېر د خپل دهغه بشري حق غوښتنه هم نه کوي ولي چې په يوه نه يوه ډول د دوي پنځه سره ګوتي په غوړيو کښې دي خو ددې د څنګه داسې مشرتوب چې هغه د نن ورځي د نړۍ او سيمي په کړکيچن سياست پوه وي او په خپلو قامي ګټو يو ډول راکړي ورکړي ته تيار نه وي خپلې ځائي ګټي يا خپلو ټوله ايزه ګټو ته د قام د ګټو په مخ کښې څه ارزښت نه ورکوي څوک به داسې پوښتنه کوي چې داسې څوک د کومي سپوږمکي يا سياري څخه راوستل کيدي شې تروت ځواب هم دا کيدي شې چې ولسواکي او جمهوريت يواځني نړۍ واله لاره او اصول دي چې ددې لارې موږ سپيڅلي مشران او لارښودان مخ ته ټاکلي شو.
​نن چې پښتون افغان د کومو ناوړو ستونځو سره مخامخ دي هغه د چا څخه پټ او وډر نه دي خو ځيني سترګي په پټوي مصلحت وي يا دومره جرآت او توان نه لري چې په دهغه ناخوالو باندي بشپړه کام راټول کړي دا وخت که يوه خواته غير خلګه دي او بلې خواته په لوئي شمير پښتانه دي چې د دښمن سره لاس ټينګ کړي دي په يوه او بل نامه باندي پخپله خپل پښتانه ځپي د هري لاري خپل کام او هيواد ته داسې زيان رسوي چې دښمن په کور کښې خوشالي ورته کوي دا عمل د ډېره وخته څخه را روان دي خو ځما ددې ليک موخه هم داده چې يواځي به په رسنېو او ميډيا باندي د نورو ليکونه لويويابه ګورو يا دا چې خپله به ماته ګډ ليک کووو رسنېو ته به ورکوو دا ډول به خپل ځان ته ډاډورکوو چې زه خو د کام په غم کښې خپله ونډه تر سره کوم او بس.....؟ خو خبري او ليکنه هغه وخت ارزښت مومي چې هغه باندي عمل وشې نو دهغه عمل ته به ولس څوک راږغوي داسې خو دهغه دنده د سياسي مشرتابه او لاښودانو وي چې په کار وو چې ډېر پخوا دوي د دهغه ناخوالو د مخ نوي دپاره راجګ شوي وي خو دوي داسې ونه کړل شول ولي چې د پښتانه سياسي مشران هغه نظر نه لري نه په سياست پوه دي او کيدي شې چې دوي د پښتانه د دهغه ناخوالو د مخ نوي دپاره ډېر پخوا مبارزه پيل کړي وي ولس خو د دوي بشپړه ملاتړ وکړي کومي تش په تامه نعري او شعارونه ولس ته وړاندي کول خو په غمل کښې دهغه مشرتابه په ځائي ددې چې کام د دهغه ناورين څخه خوندي کړي د دوي بې عملي نور هم ولس به عمله کړي د تېرو ديش پنځه ديش کلو د دوي سياست ځموږ و مخ ته دي ولس هم ښه په پوه شوي دي.
​نزدې درې نيمي لسيځي کيږي چې په بشپړه پښتون افغان خاوري باندي جګړه روانه ده په لکاو پښتانه افغانان د نورو په دهغه جګړو کښې ووژل شول ژوبل شول معذوره شول ټاټوبى کښې چې هر څه وو هغه په دا بله خوا راواړول شول خو ځموږ هر اړخيزه مشران که هغه سياست مداران دي که انقلابيان وو يا مذهبي او جهادي مشران يا طالبان دوي د دهغه دومره ناخوالو څخه يو ډول زده کړه ونه کړه نه يې و دا کام ته يوه داسې تګ لاره په ګوته نه کړه چې هغه دا خوار ولس د دهغه ناورين څخه راوباسي د نورمحمدترکي څخه نيولي بيا د اوسنې ولسمشر حامد کرزي پوره هر ورځ ځموږ سړي وژل کيږي آن دا چې د توري کرښي په هغه خواميشته پښتانه هم داسې وژل کيږي خو تراوسه يوه مشر و د خپل کام ته داونه ښوول چې دوي ولي وژل کيږي څوک يې وژني او تر کله به وژني..؟ نه يو څوک په دا ولس کښې راپور ته شو چې هم دهغه پوښتنه يې د دهغه مشرتابه څخه کړي وي و خوار کام او ولس ته خو دا ويل کيږي چې دا جګړه د باندنيو يللغرګرو په ضد ده يا دا چې دا جګړه د تهره ګري په ضد دي خو خبره دومره ساده نه ده د پردي وشاته نور څه روان وي خو خبري په بل شي کيږي ځموږ مشران د سره څخه يا خو ه سياست پوه نه دي يا دوي په هر څه پوه دي خو هغه خوهر خدائي پاک نه دي ورکړي د نه پوهنه په بل شې کيږي ځموږ مشران د سره څخه څخه يا خو په سياست پوه نه دي يا دوي په هر څه پوه دي خو هغه جوهر خدائي پاک نه دي ورکړي د نه پوهنه خبره داده چې نودي کام او ولس ته تر ټوله زياته اړتيا او غوښتنه ده خو ځموږ سياست مداران په بل لوري روان دي دوي شې کولي چې خپل ولس ته رښتيا خبره وښائي خو کله چې دغاړي وخوله ته و درسيږي بيايې کام او ولس په ددشي دا ځموږ هر يو مشر تر دهغه آزموينو تېر شوي دي خو بيا يې هغه لاره خپله کړي چې هغه ځموږ دوراني او بربادي ده دوي په دي هم خبره نه دي يا يې ځان ناخبره اچولي دي چې ځموږ د بشپړه کام دصباون خبره ده موږ هر څه دلاسه ورکړي دي ولي چې د هر څه د لرلو سره سره موږ هيڅ نه لرو دا ځکه چې بشپړه کام بې واکه او بې اختيار شوي دي د ناپوهي د سياست د کبله يې هر څه د نورو په لاس کښې ورکړي دې و موږ ته تش درپدري کډوالي او نورو ته د مجبوري په چپه بل څه نه دي راپاته ځموږ هر څه په اومه سيمني پيلي دي او بس.،.؟ آيا موږ کښې به داسې فکر را پيدا شوي چې خپل هر څه د نورو د ګټو په خاطرونه پلورو..؟ اوس چې پښتنو افغانانو خوارو خلګو دومره سرشندني او قرباني ورکړي دي د دهغه هر څه وروسته د قام پرستو که د انقلابيانو که د مذهبي ګوندو مجاهدينو(جهاديانو) يا که د طالبانو څخه پوښتنه وکړي چې ددې مسئوليت په چا راځي ولې چې څوک په نورو باندنيو باور کوي چې دوي به سوکاله کړي د داسې چا څخه بل ناپوه او جنايت کار نه شته په زياته بيا د پښتانه دپاره او د پښتانه په اړه داسې خبري کړي چې د سړي کالبوت لر زيږي کله واتي چې تاريخي هيواد يې تجزيه کيږي اوس بيا په کتابو کښې دا خبري ددې تاريخي کام په اړه کيږي چې مړ کيدونکي (DYING NATION) خو د هر څه د هر اړخيزه مشرتابه د ناوړه کړونو پايلي دي ځکه چې وائي چې مشر يې غږوي اختر به ماځيګروي خو ولس ژوندي دي داسې ارمان به د چا پوره نه شې خو مبارزي ته بايد هر وګړي تيار شې د خپل او د پريدي توپير وکړي..
محمد نعيم
يو ورځ يوه ادبي غونډه که جلسه ورته وويل شې هم څه فرق نه راوړي ما په خپل واړي ودي غونډي ته وويل چې د پښتو ژبي سره ډېر زياتي روان دي پښتو ژبه په افغانستان او پاکستان دواړو کښې تر ښکيلاک لاندي ده کله چې دهغه جلسه د څه مهال (دچاو څښلو) دپاره وځنډول شوه زه هم د ملګرو سره راووتم نو دوه کسان چې يو ډېر لوئي شاعر دي او بل ښه غټ سياست مداره دي ماته وويل چې تاته نه وو په کار چې پښتو په افغانستان کښې د پاکستان وارو تر ښکلاک لاندي ده ما ورته وويل چې زه رښتيا وايم او په رښتيا باندي يو ډول راکړه ورکړه او مصلحت نه کوم نه سترګي په پټولي شم که څه هم دوي ماته څو ثبوتونه راکړو خو ما ورته وويل چې ځما هم هغه خبره ده بيا يو بل لوئي سياست مدار يوه ورځ داخبره وکړه بلکې بيانيه يې په ورځپاڼي کښې راغله چې اوس داسې وخت راغلي دي چې لږکي به په ډېر کيو حکومت کوي که څه هم نوموړي ځان يو لوئي وطنپاله او د ولسي واکمني مبارز ګڼې خو د خپلو ګټو په خاطر دوي د ولسي واکي بشپړه نظر تر پښو لاندي کوي او ددې دپاره په درواغو باندي د خپلې وداني تاداوايږدي.
​دادوه مثالونه او بيلګي مي ددې کبله وړاندي کړي چې پښتانه هميش د مصلحت په خاطر تر خپل حق تېر شوي دي که يوه خواته د نورو قامو کرکي او تعصب دي وبلې خواته خپله ځموږ پړي دي چې د خپل ولس او قام سره يې کوو ځموږ که د مشر دي که کشر هميش شپ شپ لري خوشفتانو يې په خوله نه راځي او که دهغه حالات روان وو او موږ هم په دهغه لار روان وو نو به تر دي هم زياته بائيلات ځموږ په برخه وي کله چې د افغانستان د ولسمشري ټولټاکني شوي دي او پايلي د ګډوډيو سره مخامخ شوي دي دهغه وخته څخه تراوسه پوري دومره ناخوالي او شوي د سيسي رامخ ته شوي دي چې څوک ګوته په غاښ کښې ورته پاته کيږي چې په رسنېو او ميډيا کښې په دي اړه ډېر معلومات ترلاسه کيږي خو که په وخت باندي و هر ناوړه عمل ته ګوته نيول شوي وي او ولس ته وړاندي شوي وي نو نن به د داسې ناښودود اوريدلو موقعه نه راتلې هم دا ډول د کرښه و لمرخاته چې کوم رښتيا په پښتنو باندي څرګنده شول هغه هم دنه منلو دي هو ځيني پوه او رڼ انده د ډېره وخته څخه د ډېرو په اړه خپل نظر لرلي خو عام پښتون په دي نه وو پوه چې په دي کښې بيرته هم ځموږ تېروتنه ده چې موږ يا خو د چا خوا نه بده وو يا د خپلو وړوکو ګټو دپاره ټوله قام په اور کښې غورځوو يا بيا ځموږ دا دستور او عادت ګرځيدلي دي چې موږ خپل سياسي مشرانو ته بېلا تبشپه د پيغمبر ټاکلي دي چې د دوي څخه د سره څخه تېروتنه نه شې کيدي ډېر خو داسې هم شته چې دوي د سره څخه د خپل مشر په اړه چپه خبري اوريدو ته نه رسيږي ځما ددې ليک د سره څخه دا مطلب نه دي چې خدائى(ج) دي فضل وکړه چې زه د چا سپکاوي يا دهغه نوم بدي کوم خو دا خپله دنده په يو داسې حالت کښې تاسو ته وړاندي کوم چې موږ په بشپړه پښتون قام په ډېر بزنونکي ځائي او مقام دديدلي يو چې د وتلو لاره يې هيچا ته نه ښکاره کيږي مشکلات او ستونځي دومره پله و ډلي دي چې سړي غړۍ ورته اچوي موږ پخوا هم ويلي وو چې د کله څخه چې د پښتانه په سينه باندي توره کرښه کړل شوي ده دهغه وروسته داقام روغه ورځ نه ده ليدلي او په را روان وخت کښې هم نه شې په برخه کيدي تر کله چې دهغه توره کرښه د منځ څخه وي پوه پناه شوي پښتون افغان ددې بشپړه سيمي يو لوئي ځواک دي خو دا ځواک هغه وخت جوړيدي شې چې دوي په يوه ولکه او جغرافيه کښې راشي او دا ددوي بشري حق دي چې څوک يې نه شې بې برخي کولي خو د بده مرغه ډېر د خپل دهغه بشري حق غوښتنه هم نه کوي ولي چې په يوه نه يوه ډول د دوي پنځه سره ګوتي په غوړيو کښې دي خو ددې د څنګه داسې مشرتوب چې هغه د نن ورځي د نړۍ او سيمي په کړکيچن سياست پوه وي او په خپلو قامي ګټو يو ډول راکړي ورکړي ته تيار نه وي خپلې ځائي ګټي يا خپلو ټوله ايزه ګټو ته د قام د ګټو په مخ کښې څه ارزښت نه ورکوي څوک به داسې پوښتنه کوي چې داسې څوک د کومي سپوږمکي يا سياري څخه راوستل کيدي شې تروت ځواب هم دا کيدي شې چې ولسواکي او جمهوريت يواځني نړۍ واله لاره او اصول دي چې ددې لارې موږ سپيڅلي مشران او لارښودان مخ ته ټاکلي شو.
​نن چې پښتون افغان د کومو ناوړو ستونځو سره مخامخ دي هغه د چا څخه پټ او وډر نه دي خو ځيني سترګي په پټوي مصلحت وي يا دومره جرآت او توان نه لري چې په دهغه ناخوالو باندي بشپړه کام راټول کړي دا وخت که يوه خواته غير خلګه دي او بلې خواته په لوئي شمير پښتانه دي چې د دښمن سره لاس ټينګ کړي دي په يوه او بل نامه باندي پخپله خپل پښتانه ځپي د هري لاري خپل کام او هيواد ته داسې زيان رسوي چې دښمن په کور کښې خوشالي ورته کوي دا عمل د ډېره وخته څخه را روان دي خو ځما ددې ليک موخه هم داده چې يواځي به په رسنېو او ميډيا باندي د نورو ليکونه لويويابه ګورو يا دا چې خپله به ماته ګډ ليک کووو رسنېو ته به ورکوو دا ډول به خپل ځان ته ډاډورکوو چې زه خو د کام په غم کښې خپله ونډه تر سره کوم او بس.....؟ خو خبري او ليکنه هغه وخت ارزښت مومي چې هغه باندي عمل وشې نو دهغه عمل ته به ولس څوک راږغوي داسې خو دهغه دنده د سياسي مشرتابه او لاښودانو وي چې په کار وو چې ډېر پخوا دوي د دهغه ناخوالو د مخ نوي دپاره راجګ شوي وي خو دوي داسې ونه کړل شول ولي چې د پښتانه سياسي مشران هغه نظر نه لري نه په سياست پوه دي او کيدي شې چې دوي د پښتانه د دهغه ناخوالو د مخ نوي دپاره ډېر پخوا مبارزه پيل کړي وي ولس خو د دوي بشپړه ملاتړ وکړي کومي تش په تامه نعري او شعارونه ولس ته وړاندي کول خو په غمل کښې دهغه مشرتابه په ځائي ددې چې کام د دهغه ناورين څخه خوندي کړي د دوي بې عملي نور هم ولس به عمله کړي د تېرو ديش پنځه ديش کلو د دوي سياست ځموږ و مخ ته دي ولس هم ښه په پوه شوي دي.
​نزدې درې نيمي لسيځي کيږي چې په بشپړه پښتون افغان خاوري باندي جګړه روانه ده په لکاو پښتانه افغانان د نورو په دهغه جګړو کښې ووژل شول ژوبل شول معذوره شول ټاټوبى کښې چې هر څه وو هغه په دا بله خوا راواړول شول خو ځموږ هر اړخيزه مشران که هغه سياست مداران دي که انقلابيان وو يا مذهبي او جهادي مشران يا طالبان دوي د دهغه دومره ناخوالو څخه يو ډول زده کړه ونه کړه نه يې و دا کام ته يوه داسې تګ لاره په ګوته نه کړه چې هغه دا خوار ولس د دهغه ناورين څخه راوباسي د نورمحمدترکي څخه نيولي بيا د اوسنې ولسمشر حامد کرزي پوره هر ورځ ځموږ سړي وژل کيږي آن دا چې د توري کرښي په هغه خواميشته پښتانه هم داسې وژل کيږي خو تراوسه يوه مشر و د خپل کام ته داونه ښوول چې دوي ولي وژل کيږي څوک يې وژني او تر کله به وژني..؟ نه يو څوک په دا ولس کښې راپور ته شو چې هم دهغه پوښتنه يې د دهغه مشرتابه څخه کړي وي و خوار کام او ولس ته خو دا ويل کيږي چې دا جګړه د باندنيو يللغرګرو په ضد ده يا دا چې دا جګړه د تهره ګري په ضد دي خو خبره دومره ساده نه ده د پردي وشاته نور څه روان وي خو خبري په بل شي کيږي ځموږ مشران د سره څخه يا خو ه سياست پوه نه دي يا دوي په هر څه پوه دي خو هغه خوهر خدائي پاک نه دي ورکړي د نه پوهنه په بل شې کيږي ځموږ مشران د سره څخه څخه يا خو په سياست پوه نه دي يا دوي په هر څه پوه دي خو هغه جوهر خدائي پاک نه دي ورکړي د نه پوهنه خبره داده چې نودي کام او ولس ته تر ټوله زياته اړتيا او غوښتنه ده خو ځموږ سياست مداران په بل لوري روان دي دوي شې کولي چې خپل ولس ته رښتيا خبره وښائي خو کله چې دغاړي وخوله ته و درسيږي بيايې کام او ولس په ددشي دا ځموږ هر يو مشر تر دهغه آزموينو تېر شوي دي خو بيا يې هغه لاره خپله کړي چې هغه ځموږ دوراني او بربادي ده دوي په دي هم خبره نه دي يا يې ځان ناخبره اچولي دي چې ځموږ د بشپړه کام دصباون خبره ده موږ هر څه دلاسه ورکړي دي ولي چې د هر څه د لرلو سره سره موږ هيڅ نه لرو دا ځکه چې بشپړه کام بې واکه او بې اختيار شوي دي د ناپوهي د سياست د کبله يې هر څه د نورو په لاس کښې ورکړي دې و موږ ته تش درپدري کډوالي او نورو ته د مجبوري په چپه بل څه نه دي راپاته ځموږ هر څه په اومه سيمني پيلي دي او بس.،.؟ آيا موږ کښې به داسې فکر را پيدا شوي چې خپل هر څه د نورو د ګټو په خاطرونه پلورو..؟ اوس چې پښتنو افغانانو خوارو خلګو دومره سرشندني او قرباني ورکړي دي د دهغه هر څه وروسته د قام پرستو که د انقلابيانو که د مذهبي ګوندو مجاهدينو(جهاديانو) يا که د طالبانو څخه پوښتنه وکړي چې ددې مسئوليت په چا راځي ولې چې څوک په نورو باندنيو باور کوي چې دوي به سوکاله کړي د داسې چا څخه بل ناپوه او جنايت کار نه شته په زياته بيا د پښتانه دپاره او د پښتانه په اړه داسې خبري کړي چې د سړي کالبوت لر زيږي کله واتي چې تاريخي هيواد يې تجزيه کيږي اوس بيا په کتابو کښې دا خبري ددې تاريخي کام په اړه کيږي چې مړ کيدونکي (DYING NATION) خو د هر څه د هر اړخيزه مشرتابه د ناوړه کړونو پايلي دي ځکه چې وائي چې مشر يې غږوي اختر به ماځيګروي خو ولس ژوندي دي داسې ارمان به د چا پوره نه شې خو مبارزي ته بايد هر وګړي تيار شې د خپل او د پريدي توپير وکړي..

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←