دافغانستان دولسمشري ټاکني دتاريخ په رڼاکې
03.09.2014: ددي دمخه چي په خپل ليک پيل وکړم د دقرآن او حديث وړاندي کول اړين ګڼم چي تر ټولو جهاد دزورور حکمران دمخه کله حق يا رښتيا ويل چي خو دبده مرغه موږ جهاد کبير اير کړي دي او وړوکي جهادونه په بيلو بيلو نومونه کوو او دوام ورکوي او په دي ځان نه خبروو لوئي څښتن دي موږ ټولو ته هدايت اولارښودنه وکړي امين ثم امين
سپين او سره چي په هر ملک او هيواد کښې ګام ايښي دي نو الته يې څو کالي ډېر لږ او وراني ډېر شوي دي چي هغه نن و هرچاته څرګنددي بورته هم دتور ورور ويل کيږي او دوي چي په کوم هيواد کښې ګام کښيږ دي د دوي لومړي کار داوي چي خلګه په بيلو بيلونومو وويشې او بيا په هغو باندي حکومت وکړي(Divid and Rule) دوي د ټولو دمخه هغه بي واکه او کمزوري کسان ځان ته موندي چي د دوي لاس يوڅي(AGENTS) دنده ترسره کوي که دهيواد ددهغه ډول مرسته دباندنيانو سر نه وي نو دوي نه شي کوي چي دبل په خاوره حکومت وکړي هم ددهغه لاس پوڅي خپل هيواد وال په بيلو بيلو نومومو ويشې او يو دبل سره يې په غاړه کښې سره اچوي چي بيا دهر لوري ملاتړ کوي او په پټه و هر لوري ته باور ورکوي چي دده ملګري دي دوي په زياته هغه څوک چي تاريخ يې داسي ښوول شوي چي دڅه خاورو دپاره هر څه ورته کوي او هغه څوک چي په واک کښې وي او دخپل هيواد او ولس ګټې په يوه بيه وچاته نه حواله کوي نو هغه ځپې او پخله په هيواد کښې او په حکومت کښې داسي څوک دوي ځان ته موندي چي دننه په حکومت کښې ګډوډي ورته جوړه کړي په يوه ملک کښې ډول ډول خلګه ژوند کوي دوي غواړي چي دبيلو بيلو دسيسو دلاري لاس ګريوان کړي په زياته بيا دوي ولږ کيو ته چي دنورو ډېر کيو سره ژوند کوي هغو ته ډېر ارزښت ورکوي او ديوي او بلي لاري يې يو بل په غاړه کښې اچوي چي يو دا چي دهغه دهيواد خلګه سره يونه شي چي بياد دوي وګټو ته خنډاو خطر ور سپين نه شي داخو په هيواد کښې داوسيدونکو دنده چي دوي دخپل يو والي او هيواد ګټې په نظر کښې وساتي چي دباندنيو لاسونه ورغوڅ کړي په افغانستان کښې دتاريخ پايه چيه روانه ده لږکي په ډېر وبر لاس دي چي ودي ته دوخت يا دتاريخ جبرويل کيږي يا دهغه پخوانيو او اوسنېو واکمنانو ناخوالي دي چي دوي انډول او برابري په نظر کښې وناساتله او دمصلقونو(مصلتحونو) څخه هر وخت کار اخستي دي چي ددي ډيري تاريهي بثوتونه شته چي دا ځان ته بيل چيړنه غواړي خو ترټولو لويه خواښتونکي خبره په افغانستان کښې دا ده چي لږکي چي په هيواد کښې ميشته دډېرو برخي او حق خوري خو بياهم دوي تر هر چازياته په چغارودي او په نور ميشتو افغانانو تورلګوي چي تحصب او کرکه دافغانانو ترمنځ اچوي.
اوس راځودسرو اوسپنو راغلي پخوانيو په تاريخي کردار باندي خبري کوو چي دهر ملک په ناخوالو کښې د دوي ډېرلوئي لاس دي چي يو شمېر بيلګي يې موږ وړاندي کوي شو هم دتاريخ په رڼا کښې په ۱۷م پيړي کښې چي دانګريزان وهندته دسوداګري د دوي دپاره وهند ته راغلو دوي په کلکه کښې ځان ته يو دفتر ونيوي او دهغه دفتر وروورو دومره وده وکړه چي دهغه ټول هنداو شاوخوا ملکو نه يې ونيول دا يې څنګه ونيول په تاريخ کښې دهر څه ثبت او کيک دي دوي لومړي ځان ته لاس پوڅي ونيول دوخت راجه ګانو سره خپلي اړيکي ونيول دوي يې سره وويشل بياو راجه ته باور ورکړي چي دده په ملاتړ کښې ولاړ دي د دوي ترمنځ يې دښمنې واچولي يو بل يې پرله ووهل بي واکه يې کړو وروسته يې و ځان ته اړ او مجبور کړل چي وروسته جګړه ي دحيدر آباد دکن د واکمن سلطان ټيپره چي په خټه پښتون وو او دپلار دوخته څخه يې دباتوري ننګيالتوب نوم يې دباچاهي دلرلي لومړي يې دخپلو ګاونډيانو سره په کال کښې لاس په ګريوان کړي چي دده زور يې تر ډېره واستي بيا يې پخپله بريد ورباندي وکړي دي يواځي يې دمخه کرکه اچولي وه دوي يې په جګړه کښې سره اچولي وو دوي يو دبل دښمنان شوي وو خو دوي دانګريزانو په چل ول نه پوهيدو که څه هم دحيدرآباد دکن حاکم ټپو سلطان وافغان پاچاشاه زمان څخه مرسته غوښتي وه شاه زمان ديوه لوئي لښکر سره وهند ته را روان وو تر لاهور پوري ځان رسولي وو چي انګريزانو په خپل چل ول په هرات کښې دده په ضدبغاوت وشو شاه زمان يواځي په دکن کښې دانګريزانو ومخ ته ورواتي چي ډېر لږ دده پوځان ورسره ووچي په ډېره باتوري يې دانګريز په وسله وال پوځ سره جګړه وکړه او شهيدشودانګريزانو يو غټ دښمن چي د دوي دقبصه ګري ومخ ته د زمري واروو دريدي دده سره سره چي دوي دومره توان نه لري خو ددي نر افغان داوينا چي تراوسه په ياديږي چي دګيډړي دسل کاله دغلامي څخه دزمري ويوي ورځي وخپلواکي ته ارزښت ورکوي هم داسي يې په نړ يوالو څرګنده کړه خو نورو حاکمانودګيډړي وارو دانګريزانو تر واک لاندي ژوند تيراوي دا ډول انګريزانو دهند ډېر کامونه يو په بل سره ووهل اوهر هغه زورور يې په يوه کمزوري وواهي چي ددوي ملاتړ دکمزوري سره وو چي بيلګه يې موږ دافغانانو سره سکهانو ترمنځ وشوو جګړو ته اړولي شو دوي دسکهانو ملاتړ وکړي او رنجيت سنګهه يې دپيښوره او تر کابله ورساوي داځکه چي د دوي نيت په را روان وخت کښې بشپړه افغانستان وو او غوښتو يې چي افغانان کمزوري کړي چي بيا ودوي ته هر څه آسانه وي هغه وو چي څه وخت وروسته دسکهانو کارور وکړي ځکه چي سکهان دانګريزانو په بياکي روان وو د ډېرو چل ول وروسته په يوه پيړي وروسته په دلي کښې ځائي خلګو دانګريزانو په ضد پاڅون وکړي چي دوي ورته بغاوت وائي او پاڅون کونکي دآزادي مبارزه وائي په دهغه پلمه دمظو وروستي تش په نامه پاچاظفرشاه دتخت څخه تخته کړي او ټوله هنديې په خپله ولکه کښې راوستي اوس دوي دهند حاکمان شول چي ډېرو چل ولونو وروسته يې دهغه هر څه ترلاسه کړو دمغل وروستي حکمران ته مي ځکه تش په نامه ټکي راوړي دي د ډېره وخته څخه دانګرانو ترلاس لاندي وو او دده حکم په ډلي کښې هم چانه ماني.
انګريزانوچي په خپل چل ول ټول هنداو شاو خوا ملکونه ونيول نو يې ددي دڅنګه دافغانستان دنيولو ودسيسوته هم دوام ورکړي ددي دپاره اړينه وه چي يوه خواته دخيبر دلاري وبلي خواته دبولان درۍ لخوا لاره جوړه کړي افغانستان دخپلوکورنيو جګړو دکبله ددي توان ن لرلي چي خپلي سيمي تر واک لاندي وساتي نو ځکه دوي وافغانستان ته دلاري دصفاکولو دپاره لومړي دبلوڅو سره په چمونه پيل کړو دکلات خان مير نصير خان دويم ته دکاله ۵۰زره روپي ومنلي دهغه واکمني يې دعرب دبحر څخه تر مستونګ او بيادلس بيلي او ايران پوري ومنله دا د کال ۱۸۵۳ء ورځي شپي وي خان دپاره خپل استاځي وټاکي چي هغه روپي خان څنګه لګوي چي انګريزانو ورته ورکولي دهغه انګريز ميجر دڅه وخت دپاره به کلات کښې پاته شو بيا ايران ته ولاړي چي الته ځان ته لارو وباسي اوس نو د دويم خان نصير په خاوره کښې دسيسي پيل شوي نصير خان دويم په ۱۸۵۷ء کښې مړ شو ويل کيږي چي ګل محمد چي داروغه وو وخان ته زهر ورکړو چي دده واک او اختيار په حکومت باندي لږ شوي وو اوس دخان ورور خدائي داد خان دده په ځائي وتاکل شو چي د۱۶کلو په عمر کښې وو خو ډېر وخت نه وو تير شوي چي ځينو سردارنو لکه لس بيلي جام آزادخان نوشيرواني دخاران نورالدين منيګل او نور دخدائي دا دخان په ضدراپاڅيدل په خان باندي په يوه حکومتي غونډه کښې بريدو شو چي دي په کښې ټپي شو دهغه بريد په ده باندي دده تربور شيردل خان وکړي چي بياوسنيدته وتښتيدي چيري چي دانګريزانو حکومت وو خان په ځائي باندي شيردل خان وټاکل شو خو په څو مياشتو کښې شير دل خان ووژل شو بيرته په کال ۱۸۶۴ء کښې خدائيدادخان په تخت کښينول شو خو دده په ضد دجهالاوان سردار سرراپورته کړي خو تاج محمد نومي دهغه سردار بندي شو ددهغه کال په جولائي کښې دلس بيله جام نورالدين مينګل او آزادخان نوشيرواني بياسرونه رپورته کړو خو وزير ولي محمد دوي وټکول او کلات کښې بنديان شول آزاد خان کندهار ته وتښتيدي ددهغه ګډو ډيود مخ نوي دپاره دسيندپويټيکل کرنل پائيري دهغه سرداران په جيکب آباد کښې سره راوغوښتو خو څه يې نه کړو تراوسه لنډه داچي انګريزانو دخپل پخواني چل څخه ګټه ترلاسه کوله چي وويشه او حکومت باندي وکړي انګريزانو چي په افغانستان کښې دمحمدزوداميرانو سره په دهغه کلو کښې څه وکړو او خپل خپلوان يې يو په بل څنګه وټکول هغه خو دومره دشرمه ډک دي او دومره اوږددي چي دلته راوړل نه شي کيدي ددي دپاره په کار دي ي دقاضي عطاء الله خان دپښتنو تاريخ ولولي
دافغانستان اوسني حالات هم بايد چي په دهغه تاريخي رڼا کښې وکتل شي امريکا ناټو او نور ملکو نه په څنګه چل ول افغانستان ته په ۲۰۰۱ء کښې راغلو هغه ټول ځموږ ومخ ته څه ژمني يې کړي وي څه يې وکړو دهغه هم د بيان کولو څه اړتيانه شته وويشه وي ټکوه او تر لاس يې لاندي وساته دا د دوي تګ لاره وه ځکه چي پښتانه وائي چي تور سپي دليوه ورور دي دوي هم په هغه لاره تګ وکړي خو ددي دڅنګه يې کارونه هم ډېر کړي دي خو تر ټولو ښه کار چي دوي وياړ په کولي شوي هغه په افغانستان کښې وخواپاکو ټولټاکنو ته لاره هوارول وو ولي که اعلان شوي ټولټاکني خواپاکي شوي وي او هر چا چي ګټلي وي هغه ولسمشر جوړ شوي وي نو به دافغانستان لانجي تر ډېره هواري شوي وي افغانستان به په جمهوري لاره روان شوي وه ولي چي افغانان وولسي واکمني ته ډېر ليواله وي د دواړو نوماندو د ډلو لخوا دټولي نړۍ او ټولټاکنو داداري سره دانوزو شو چي دوي به دافغانانو وپريکړه نه غاړه ايږدي دلومړي پړاؤ وپاپلو ته دواړو غاړه کښيښوده بيا دويم پړاؤ ټولټاکنې په داسي حال کښې ترسره شوي چي افغانانو خپلي رائي دخپلو سرو نه په شندلو ترسره کړي د دويم پړا، د رايو شمېرنه هم و ډېرو ته څرګنده شوه خودبده مرغه يوه لوري دپايلو دمنلو څخه سرغړونه وکړه او ګواښونه يې ورکړو دامريکا دباندني چارو وزير دوه ځله و کابل ته راغلي دواړه دولسمشري نو ماند يې سره کښينول چي په دهغه هم ټوله خبر دي خ دجمهوريت او دولسواکي په نامه چي څه وشو هغه دپسخدز په چپه بل څه نه دي...؟
امريکا چي دافغانستان په چارو کښې ډېره بوخته اود خپله ده اوس هم کولي شي چي افغانستان په ولسي او جمهوري لاره روان کړي ددي څخه به امريکا نړۍ والو ته دجمهوريت دپاره خپلي هلي ځلي ښکاره کړي افغانان به دامريکا سره دنوري زياتي همکاري دپاره تيار او آماده شي او دخپلو ګټو په رڼا کښې به دامريکاسره تړونونه لاس ليک کړي افغانان به هم په کراره شي نو ددي دپاره اړينه ده چي دولسمشري په ټولټاکنو کښې چي هره يوه که هغه عبدالله عبدالله دي ياکه اشرف غني چي زياته رائي ترلاسه کړي دي هغه ته حکومتي چاري وسپارل شي هو بيا دي وخپلي مخالفي ډلي ته په خوښه په حکومت کښې برخه ورکړي چي ددي لاره به هيواد په يوه سمه لاره روان شي او دافغانانو زړه به په کراره او سباؤن به ځلانده شي.
هغه څوک چي بيځايه ګواښونه کوي هغه هم بايد په دي پوه شي چي د دوي دهر څه دافغانانو دافغانستان او دولس واک په ضددي چي د دوي په زيان هم دي بلکي دټولي سيمي په ګټه نه دي که چيري د دوي دخوښي نو ماندنه ټاکل کيږي او دوي ګواښونه کوي نو هر څوک په دي خبر دي چي ګاونډيانو او نورو ډلو خولي واځي کړي دي چي څنګه په افغانستان کښې ګډوډي جوړه شي او دوي وخپلي نړۍ مبارزي ته دوام ورکړي او هغه څوک چي ګواښونه کوي دوي خپله په افغانستان کښې د۲۰۰۱ء دمخه حالاتو ته بلنه ورکوي ددي سره سره چي دوي په لويه کوټه ناست دي ددي سره سره چي ټول ملت يوه خواته دي او دوي بله خواته دي.
