اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

ملک امان الله کاسي څوک دي

19.09.2014: لومړى برخه
ليکونکى:عبدالجبار کاکړ
يادمردغوندي شمله د دستارپريږده
يا په کړه لکه ښځه ميزورونه
خوشحال بابا
موږ په يو داسي چاپيرچل کښې ژوندکوو چيري چي رښتني سوچه او غزتلي سړو داسي چل کيږي چي دوي وشاته پاته کول کيږي خو هغه ديې يو دوه نمبره کسان دولس په سرد رول کيږي لکه دلمر ګښت وارو چي سهار يې مخ يوه خواته وي غرمه وبلي خواته او ماځيګر په بل لور او زورځواکي داهڅي کوي چي داسي ننګياليان دسانحه څخه دبيلو بيلو لارو ليري وساتي چي رامخ ته نه شي بلکي په ډېرو ناستو کښې وارو اښادته موقعه او وار ورنه کړي چي دي هم دخپله وينا وخپل ولس ته واوروي کنې که موږ په خپل ګريوان کښې وګورونو دنن په سياست مدارانو کښې څوک کيدي شي چي دملک امان کاسي وارو يې زياته سرشندني ياقرباني ورکړي دي

خو دملک امان چيري ناست وو او دنور چيري ناست او څه کوي؟ خو دملک امان کاسي سرشندني د ده صبر او دسپيڅلتيا او صداقت کله لوئي څښتن بيله دڅه بدله هم داسي پريښودي ملک امان کاسي دهغه درياب وارو وځليدي چي څوک يې او به وتړي او بيا دهغه يو ځائي شوي او به دهغه تړلي بنديوشې او به ديوه لوئي سيل په بڼه کښې وبهيږي او ډېر څه دځان سره يو شي ملک امان کاسي هم په داوروستيو څو ورځو کښې د داسي سيلاب وارو راڅرګنده شو چي نه يواځي ډېر څه په ډاګه کرو بلکې ډېر يې رابر سيره کړو او د دوي رښتني څهري او مخونه يې ولس ته ورڅرګنده کړو که څه هم دوي ددي نړۍ څخه سترګي پټي کړي خو و تاريخ ته يو نوي رخ او موړ ورکړي او هغه څه يې وپښتون افغان ولس ته واورولي اودوي ته رښتني لاره وروښووله چي په لسيځو لسيځو څخه په چا کښې داتوان نه وو چي دوي خپل ولس ته وړاندي کړي دملک امان کاسي په کابل کښې بي وخته مرګ خو يوه لويه تشه رامخ ته کړه خو دده چي هم په کابل کښې او بيا دکابل څخه دده جنازه وکوټي ته دافغان دولت په ځانګړي الوتکه کښې رارسول چي دافغان يو لوړ پوړي پلاوي دجنازي سره کوټي ته راتلل چي دافغان دولت څخه هر لوئي او وړوکي مننه کوي بيا دملک امان کاسي دومره لويه جنازه چي په چشمه اچوزي کښې وسپارل شوه او بيا دومره لويه پاته چي څومره خلګو ګډون په کښې وکړي دهغه څه دي چي ديوه يوه سړي په برخه کيږي خو ملک امان کاسي يو سوچه سپيڅلي صادق او په رښتيا هم دخپل هدف سره ولاړ وو چي لوئي څښتن دخپل دهغه ارزښت بدل وخدائي بخښلي ته ورکړي ځکه چي ډېر داخبره کوي چي ملک امان کاسي تاريخ ته نوي رخ او موړ ورکړي چي تاريخ به اثابته وي کنې هيچا دکوټي څخه وکابل ته نه وو ويلي چي دخدائي بخښلي دي په ځانګړي الوتکه کښې وکوټي ته راورسول شي خو لکه وړاندي چي وويل شول يو خو لوئي څښتن ټولي لاري و دوي ته برابري کړي بل داچي د دوي ارزښت دملک څخه دباندي ډېر اوچت وو که څه هم دلته دملک امان کاسي دمخ نوي دپاره ډيري دسيسي شوي وي.
ما ليکوال به هميش خدائي بخښلي ملک امان کاسي څخه داغوښتنه کوله چي خپل ژوند ليک وليکي خو دوي ونه کړل شو چي دهغه لوئي کار وکړي ولي چي دملک امان کاسي دخپل ټاټولي اودخپلو خلګو دښيګڼې مبارزه دومره پراخه او اوږده ده چي په يوه دوه مضمونو کښې نه شي احاطه کيدي که دوي داکار کړي وي نو به يو بشپړه کتاب ځيني راوتلي وي خو بهر حال نه د دوي داخيال وو چي دومره ژر به ددي نړۍ څخه کوچ کوي داسي هم دهيچا به فکر کښې دانه وي چي دي به دومره ژرمري که عمر څومره وي دملک امان کاسي خو دومره زيات عمر نه وو خو مرګ بيله دڅه ويلو په وګړوراځي.
ملک امان کاسي په ۱۸۴۶ء يا۴۷ءکښې دکوټي څخه په نزدي واټن کلي چشمه اچوزي کښې داحاجى عبدالرزاق په کور کښې ږيږيدي خپلي لومړي زده کړي هم په خپل کلي کښې کولي خو د ډېر عمر نه وو چي بابا يې په حق ورسيدي او په وږو يې دکور چاري ولويده خو په دي وختو کښې چي دي ځوان شو په پښتنو کښې دقام ولي سياست په خپل اوج باندي وو او بيا د دوي کورني او کلي او مشران دکاموالي په سياست کښې راروان وو نو ځکه په ارواښاد يې هم اغيږي وکړي داسي هم دپښتنو د کاسي قبيلي په اړه ويل کيږي چي دوي دپيرروښان دغورځنګ ملګري وو او دهغه ريښه تراوسه په کاسيانو کښې ليدل کيږي دهغه قبيلي دپښتنو په وطن پالني غورځنګونو کښې هميش برخه لري ده چي دملک امان کاسي وارو دشهيد عبدالصادق کاسي ملک عثمان کاسي او ډېرو نورو نومونه موږ راوړي شو په دهغه شپو کښې چي باچاخان او خان شهيدددي سيمي په سياست ځليدل ملک امان کاسي هم ملګري شوکه څه هم دوي دسياست په پيچونه پوهيدو خو دخاوري او د کام مينې په دوي دومره اغيزي کړي وي چي د ژوند تر وروستي سګلي پوري يې وساتل ملک لومړي وار هغه وخت د نورو سياست والو سره ونيول شو کله چي خان شهيد الصمدخان پاکستاني جابرانو دبندڅخه راخوشي کړي او دوي يې مخ ته ورغلي وو خو خدائي بخښلي يې ځکه راخوشي کړي چي دي وروکي وو خو په نورو مقدمه وچليده هم هغه په بنديان شول ددې وروسته دي دخان شهيد ملګري شو او هر وخت به ورسره ملګري او دکامولي سياست کاوي خو خان شهيدبه څو ورځې حکمرانانو دبند څخه راخواشي کړي بيا به بيرته ونيوي او په کلو کلو به په بندکي تړلي وو خو چي ديو څو ورځو دپاره به راخوشي شو ملک امان به ځان ورسولي وواو خپله سياسي تنده به په ماتوله هم په دهغه وخت کښې دوي سياست زده او دنز دي څخه وليدي او به دي هم پوه شو چي خان شهيد او نور دپښتنو بلوڅو سينديانو او نوري مشران ولي نيول کيږي او په کلو کلو په بنداو جيلو کښې په ډېر بدحالت کښې ساتل کيږي داځکه چي دوي دخپلو خلګو هغه حق او برخه غواړي چي په بشپړه پرمخ تللي ملکو کښې ولسونوته ورکول کيږي ملک امان الله خان کاسي هم دهغه لاره خپله کړه او په روان شو په وارو وارو وبندي خانونه ولاړي دوخت دبدنامي حيدر آباد سارش کښې ونيول شو چيري چي خان عبدالولي خان مير غوث بحش برنجو نواب خير بخش مري سردار عطاء الله مينګل او نور دپاکستان دلوړي کچي قام دوست مشران په دهغه مقدمه کښې نيول شوي وو ددي دمخه په ملک امان باندي ۲۲کاله بند او سزاختلي وو خو دحيدرآباد په سازش کيس کښې خو داويره وه چي دنورو مشرانو په ګډون ملک امان کاسي هم اهدام او پهانسي شي خو داځموږ ايمان دي چي هر څه دلوئي څښتن په خوښه کيږي.
ملک امان کاسي په بيلو بيلو سياسي ګوندو کښې پاته شو خو دهغه ګوند ملګري يې کوله چي په هغه کښې دکام ولس او ټاټوبي دسوکالي يې لومړي غوښتنه وي خو په څو لسيځو کښې پاته شو خو دهغه ګوندملګري يې کوله چي په هغه کښې دکام ولس او ټاټوبي دسوکالي يې لومړي غوښتنه وي خو په څو لسيځو کښې چي دسياست لاره سپڅلي او سوچه وه نو هر چاته خپله موخه څرګنده وه خو دتيرپيړي په وروستي لسيځه کښې سياست سره ګډوډشو او سياستمداران په خپلي او ډپاته نه شو نو دملک امان کاسي اختلافات ورسره څرګندشو ځکه چي دوي په سياست کښې خپله موخه او هدف ټاکلي وو او دهدف ټاکلي وو او دهغه سره په رښتيا او ايمانداري سره ولاړ وو او په يوه ګوند کښې هغه څه نه وو پاته شوي کوم سياست چي دهغه ګوندونو ديوي پيړي څخه کاوي خو ملک امان کاسي په خپله خبره او ژمنه ولاړ وو چي دګوند په هره غونډه کښې به خپله خبره کوله چي ونورو ته دمنلو وړنه وه هم دهغه چاچي دسياست چاري په لاس کښې وي داسي هڅي کوله چي ملک او ارواښاد د داسي ناستو او غونډو څخه ليري وساتي خو دوي خپله خبره کوله ملک امان کاسي دلوست او کتاب سره ډېره مينه لرله او اوس يو اکيډمن او پوه سياست مدارو ځيلدي چي ونورو ته دمنلووړنه وو ولي چي ددهغه ګوندو سياست اوس دمسلم ليګ او دګټو او پارليمان ته درسيدو هڅي وي خو ملک امان ته دمنلو وړنه وي خو بيا هم ملک امان کاسي خپله خبره دهري لاري تر خلګور ساولي په هر غونډه که هغه سياسي وي ياکه ادبي وي يا مشاعري وي يا به دکوټي مجلس وو د دوي خبري به هر چا او ريدي چي په هغه کښې به پوه او علم وو ددي دڅنګه دوي د رسنېو سره هم ډيري نزدي اړيکي ساتلي او بريښنائي رسنېو چي زياتره باندني راډيوګاني او ټيلي ويژونونه په کښې د دوي سره به مرکي او پوښتني کولي او خپله خبره به په ډېر سپيڅلتياتر خلګو او پښتنو پوري رسولي ددي څخه علاوه ارواښاد په چالي رسنېو کښې هم خپله خبره رسوله ودوي ته په وارو وارو هغه پښتنو افغانانو چي په دباندي هيوادو کښې ژوند کوي او دوي دخپلي ژبي دودکلتور او سياست باندي غونډي کوي په وارو وارو بلنه ورکول کيده ملک امان الله کاسي ډېر لوئي ميلمه پال وو وکوټي ته چي به هر وخت سياست مداران ليکوال شاعران او نور موړي راغلو دوي به ارومر وميلمتياورته کوله او بيا به خپل نور نزدي ملګري هم ورته راغوښتو چي تر ناوخته پوري به په زړه پوري ناستي او دنظر رادکړه ورکړه به په کښې کيده ددي سره سره دوي به خپل نزدي ملګري په اونۍ دوي کښې په ميلمتياراغوښتو آن دا چي هر وخت به دملک امان کاسي او دده د ورور په کور به ميلمانه ناست وو چي زياتره به پخپله د دوي کور ته وروان وو داختر درې ورځې يانوري ورځې خو به هميش د دوي په کور کښې دده ملګروتيرولي لنډه دا چي ملک امان کاسي ته لوئي څښتن داسي ارزښتونه ورکړي وو چي د ډېرو لږو په برخه کيږي په اوسني وخت کښې خو دسره څخه داسي څوک نه ليدل کيږي.
په رښتيا ويل غوريږي د زړه غوټه
د روغجن خوري لکه سپي دغولو سوټه
خوشحال بابا.
(دوام لري)
............................................................

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←