اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار لنډه پېژندنه

March21 2008
پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار (۷۰) کاله وړاندې د ننګرهار د مزينې رود په حصارک کې د ژوند پر مخ سترګې پرانېستې، لومړنى ښوونځى يې په خپل کلي او کامه کې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى. تر څلور کلنو ديني او ادبي زده کړو وروسته يې د کابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو((ابن سينا او دارالمعلمين)) کې د زده کړو چانس لاسته راوړى دى.
پر (1962) زېږدي کال يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليک تر لاسه کړى دى.
ددغه پوهنځي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز_ څېړنيز غړي په توګه يې څلور کاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يو شمېر نورو لږه کيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې کړې او څېړلې دي.
له (1966)تر (1972)ز يې د هغه بورس له مخې چې د نومړې پروژې د يوه ډېر کاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه، ادبپوهنه او توکمپوهنه(اتنالوجۍ) کې د ماسټرۍ او ډاکترۍ لوړ ترين بريليکونه ترلاسه کړي دي. له هغه راهيسې يې د کابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پر مخ وړې ده.
له (1984_1986)ز يې د برلين د هومبولټ پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه کې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه کاله(1994_1996)ز يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماسټري او ډاکتري څانګې د (Visiting Professor) په توګه دنده پر ځاى کړې او را وروسته يې د کورني پيوستون(Family Reunion) پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار ((اکسفورد)) کې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده.
څېرمه چارې او دندې
1972_1975: د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه.
1978_1979: د افغانستان د علومو اکاډېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مرکز مشري
1980: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د کمېسيون غړيتوب.
1980: د افغانستان د سولې، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري.
1980_1984: د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري.
چاپ او نا چاپ اثار:
علمي او ادبي هستونې
1_ علمي_څېړنې: پښتو نومتړنګونه يا اسمي ترکيبات(الماني)، پښتو پښويه، پښتو ويي پوهنه، پښتو ليکلار، پښتو شعر څنګه جوړېږي؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، پټه خزانه يوه لغوي خزانه، پښتو سيندګى(هممانيزونه_، پښتو سيندګى(نوېزونه)، انګرېزي_ پښتو سيندګى(سربلونه+ اوستربلونه)، د ژبپوهنې بنسټونه، غږپوهنه او د پښتو پښويي(ګرامر) دويمه بشپړه او کره خپرونه، د خوشال ادبي پښتو.
۲_ژباړې: پښتانه او ورونه مليتونه، د کنېشکا د سره کوتل ډبرليک(له الماني)، پټه خزانه(پر الماني).
3_ادبي(پېيلې او ناپيلې) ټولګې: زنداني نغمې، سووزونه او سازونه، وينه او مينه، ګلکڅونه، ګلولې، اندوژوند، اندواند، رزموبزم، پوهه او ګروهه، د سبرونو نڅا، ګلوييونه، څڅواکي، زمانړۍ، د مرجانونو څانګې، نوې پېړۍ او نوې زرۍ، اور و وينې، ساندې او سندرې، مينه د زړه په وينه (ناول) او ناپېيلې(نثري ټولګه).
د دغو چاپي اثارو تر څنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليکنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او دباندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيکي خپرو شوو ليکنو، ژباړو او وينا وو، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په کچه تر علامه حبيبي را وروسته د لوړ ترين ليکوالي ريکارډ څښتن کړى دى.
پر دغو ټولو علمي_فرهنګي هلو ځلو سر بېره د افغان_پښتني ټولنې دغه هڅاند او نوښتګر پوهاند او ليکوال دا څه له پاسه دېرش کاله د((يوې_ کره ليکنۍ پښتو)) او((نوي_ ازاد پښو شعر)) غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پر مخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه کېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پر ځاى کړې ده.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←