د افغانستان آزمائيښت وامريکي او ملګروملتو ته يو چيلنج
د افغانستان آزمائيښت وامريکي او ملګروملتو ته يو چيلنج
22.09.2014 ليکونکى: محمد نعيم کاکړ
پښتانه وائي که يووارتيراستي هغه دي خدائي خوار کړي که دويم چل خطا کړي بيا دي هغه خدائي(ج) خوارکړي او که دريم ځلي تيراستي نوتادي خدائي(ج) خوارکړي ولي چې ته په وارو وارو تيراستل کيږي او دارښتيا خبره ده چې موږ پښتانه افغانان په وارو وارو موږ تيروتلي يو او ددې تيروتنو څخه موږ ډېر ځاني او مالي زيانونه او تاوانونه وړي دي چې هغه د ځاني او مالي زيانونه څخه نيولي بيا په هر اړخ کښې ځموږ په برخه شوي دي که تېر اوږ دتاريخ موږ پريږدو يواځي د تېرو پنځو سوکلو تاريح ته ځير شو نو به هر څه موږ ته په ډاګه شې تر ټولو خونو په بده داده چې موږ د دومره لويو زيانونو په واروار د کولو څخه هم زده کړه او سبق نه اخلو او بېرته هم هغه څه کوو چې دهغه څخه موږ ځپل کيږوو دهغه ته په ساده ټکو کښې د تاريخ په بشپړه کام په وارو وارو راغبرګيدل دي دا ځکه چې موږ د تاريخ څخه زده کړي نه کوو او کوم ګامونه او ملتونه چې د تاريخ څخه زده کړه نه کوي دهغو سره هم تاريخ داسې چلن کوي لکه د پښتون افغان سره چې کيږي او چې بيا هم د تاريخ څخه هدرنه کوي نو داسې ګامونه د مځکي د سر څخه پوه پناه کيږي يا په داسې حالت کښې پاته کيږي چې ژوند يې د انسانانو غوندي نه وي او هر وخت د نورو و مرستو ته اړوي چې دهغه مرستي هر اړخيزه وي آن دا چې د نورو زور ورو څخه د ځان ځغورني دپاره تر هغه هم زيات زور ور څخه پناه يا مرسته غواړي چې ځموږ په دي نزدې پنځوس کلو کښې دا هر څه موږ ته څرګنديږي هره ډله ټپله بيا بيله لګياده چې ځان ته ياران نيولي دي چې دوي وځغوري نور نو په دي خبره هم په دي ليک کښې نه د په کار خو ځموږ ورڼ اندو پوهانو او د قلم وڅښتنانو ته په کاردي چې په دي لويه پيښه باندي شتني او چيړني وکړي او خپل ولس ته وړاندي کړي او ددې د څنګه د دهغه اوږد ناورين څخه د خپل قام د را استلو چاري نه يواځي په ګوته کړي بلکې ومبارزي ته هم دهغه خپل ولس تيار کړي ځکه چې په نن دوره کښې که څوک په ډګر ليدل کيږي هم دهغه رڼ انده دي ليکوال دي رسنې دي يا ولس او د ولس استاځي مدني ټولني دي چې خپل ږغ يې اوچت کړي دي پاته دا نور دي چې په هم دهغه سياست باندي ځانونه تر لويو څوکيو او تر شتمينو رسولي دي خو د ځاني او و ځان ته نزدو ملګرو دپاره د ګټي دپاره ګارهوي او هغه ناخوالي چې دا ملت او بشپړه ولس ورسره مخامخ دي په هغه باندي پټه خوله دي هم هغه د پارسي متل دي چې من چې مي ګويم وتښوره چې مي ګوهي او دوي چې څه وينا او عمل کوي په هغه باندي ولس نه يواځي پسخندوهي بلکې باندي شکمن کيږي. خو دا يوه خبره د خوشالي ده چې نن ډېر هغه پټې پيښې چې د ډېر وخته څخه د ناروينونو سره مخامخ کړي دي هغه ناخوالي په يوه بله بڼه کښې رابرسيره کيږي چې دهغه يو شمير بيلګي ځموږ په مخ کښې دي چې دلته د بيانولو اړتيانه وينم او دا هيله کيږي چې هغه تيروتني او خطاوي چې په يوه او بل نامه دهغه ځان خوښو کړي وي دا بۀ نوري راوسول شي دهغه خوار ولس ته به وړاندي شې دوي په زده کړي ځيني وکړي او د مبارزه به وکړي چې تاريخ بيا په دوي باندي دهغه ناورينونه راغبرګه نه کړي نه و داسې چاته اجازه ورکړي چې څوک د مشر په نامه يا په بل نامه خپلې ګټي په نظر کښې وساتي او پاته ټول ولس او ملت په سره لمبو کښې ودروي ولي چې ځموږ پخواني تاريخ او اوسنې د دهغه ناورينونو څخه ډک دي چې هيڅوک ددې څخه ډه ډه نه شې کولي د باندنيو او د کورنيو زورځواکو لخوا په بېلو بېلونو دا بشپړه کام او ولس سره څه وشو په هغه باندي د نړۍ کتابونه مجلي ورځپاڼي او رسنې ډکي دي او افغانانو ځان ته کوم نوم وګاټي هغه هم چا څخه پټ او و ډرنه دي خو تر دي خو لويه بده داده چې ورځ تر بلې موږ د ناخوالو او بدو سره مخامخ کيږيو خو ددې خلاصون چاري زه دا لار وينم چې بايد موږ د تېرو تنو داسې جاج واخلو چې هغه خطاوي په ګوته کړو او دهغه نه يواځي مخ نوي وکړو بلکې داسې لاري چا د لټوو چې بيا را باندي راغبرګي نه شې او ددې د څنګه خپل زور په دي وانه چوو چې دا په فلاني وخت کښې فلاني دهغه تيروتني کړي هر چاچي دا تېروتنې کړي وي دهغه زور دادي نن د موږ ټولو څخه وځي يواځي نيوکي په چا کول او د ناخوالو مخ نوي او هغه ته سنجونه نه کول سياست نه دي نه د کام او ولس په ګټه دي بلکې د نورو ناخوالو سره مخامخ کيدي شو په کاردي چې رڼ انده پوهان او ليکوالان خپله دنده تر سره کړي ولس ته وړاندي کړي سياست والو ته نه يواځي په ګوته کړي بلکې ودي ته اړکړي چې هغه عملي کړي او په خپل سر هغه څه ونه کړي چې دهغه څخه ولس نور د خواريو سره مخامخ شې د تاريخ په اوږدو کښې د کام مشرانو سياست والو تيروتني کړي دي که هغه د کرښي ودي خواته دي يا که وهغه خواته دي که دوي د وخت او حالاتو سره سم خپل سياست مخ ته وړي وي نو به نن بشپړه پښتون افغان د دهغه اوږده ناورين سره نه وي مخامخ شوي دا هم بايد د نظر څخه ونه غورځول شې چې په موږ کښې خپله داسې د نورو لاس پوځي په ډېر لوئي شمير شتون لري چي هغه د خپل کام د خپل ولس او د ټاټوبي په ضد د ډېره وخته څخه کار کوي د داسې چا لاس غوڅول هم په کاردي او ودي ته کتنه نه د په کار چې دا څوک دي هم دهغه څ،ک دي چې دوي و باندنيو ته وار ورکړي دي چې زموږ و چارو ته لاسونه دننه کړي نن پښتانه افغانان د بېلا بيلو ناخوالو سره مخامخ دي خپل ټاټوبي خپل ښار خپل کلي او کور ورته سور اوردي هغه کومو بده نه د چې موږ نه يوور سره مخامخ د پښتنو د بېلو بېلو پښو ډبرونو کلو کورو آن دا چې ور ور يې د وروړ دښمن کړي دي په بشپړه خاوره کښې دا کرکه خوره کړي ده چې يو په بل باندي باور د منځ څخه وتلي بلکې هر يو په بل باندي د جاسوس ګمان کوي ملکي دا ګمان کوي چې وژني يې نو د کام او ټاټو بې رښتنو ځامنو تا ځموږ د ټولو دنده او فرض جوړيږي چې په دي لويو شخړو کښې يو داسې سپيڅلي لاره وباسو چې موږ يواځي اوس دپاره بلکې د هميش دپاره ځان د دهغه ناورينونو څخه راوباسو چې موږ په کښې راګيرلو او دهغه لاره هم هغه څوک را استلي شي چې وړاندي اشاري ورته شوي دي ددې سره سره چي وخت ته يواځي لنډ دي بلکې کړکيچن هم دي.
په تاريخ کښې د خبره څرګنده شوي ده چې د جګړي او د باتوري ډګر موږ ګټلي دي خو د سياست په ډګر کښې موږ ټولو هميش بائيلاټ کړي دي چې ددي ډيري بيلګي وړاندي کيدي شې د باچا حان خان عبدالغفارخان او دده د خپلې سيمي په مبارزه لوئي هند آزاد شو خو دوي څه ترلاسه کړل يا يې کام څه ترلاسه کړل داسې د حزب اسلامي مشر ګل بدين حکمت يار د شورويانو په ضد تر هر چا زياته جګړه وکړه پايلي يې ځموږ و مخ ته دي داسې د ثور د پيښي وروسته کوم مشران ووژل شول او د چا کورونه او نور شتمني وراني شو چا د ثور دهغه پيښه وکړه چا شورويان و افغانستان ته راوبولل څوک ووژل شول او پړه په چا واچول شوه داسې او دي ته ورته بې شميره تيروتني شوي دي چې کومه کومه سړي په ګوته کړي هم هغه خبره ده مي توري دي لالاوهي ګټي دي عبدالله وړي.
د عبدالله پوري راياده شوه چې افغانان په ډېرو بدو حالاتو کښې نزدې شپږ مياشتي د مخه په دي هيله د ټولټاکنو ځايو ته ولاړو چې دوي پخپلو رايو خپل ولسمشر وټاکي خو په کار وو چې په درې څلور ورځو کښې د ټولټاکنو پايلي و ولس ته وړاندي کړي خو په دهغه شپږ مياشتي کښې کوم ناټک روان دي په هغه ټوله نړۍ او خپله افغانان خبردي کله چې ډاکټرعبدالله عبدالله په دي پوه شو چې دده ډلي ماته خوړلي ده نوو کومو بې لاريوته ملاوتړله چي تراوسه روانه ده او په دي هم دهغه ډله خبره ده چې نه نړۍ وال نه افغانان د دهغه عمل خوښوي بلکې خپل سپکاوي کوي خو دي غواړي چې هرومرو د افغانستان په واکمنې کښې لويه ونډه ترلاسه کړي و دوي ته اساسي قانون نړۍ وال اصول د افغانانو پريکړه هيڅ ارزښت نه لري ځکه چې د دوي خوله د ډېره وخته څخه په شخونداموخته شوي ده خو په دي کښې په ډاکټر عبدالله عبدالله دومره پړه نه راځي لکه څومره چې په هغه چاچي راځي چاچې دوي ته دا لاره د تاريخ په اوږدو کښې جوړه کړه وه او پايلي ودي ځائي ته را ورسيده چې خبره ګواښ ته ورسيده که ډاکټر عبدالله شوي ټاکنې ګټلي وي نو هيڅ جنجال به نه وي او هر څه سم وي خو چې کله نوموړي په دي خبر شو نو په ټاکنو کښې تيروتني رابرسيره کړي نو چې څوک اساسي قانون تر پښو لاندي کوي او هيڅ نه منې آن دا که څوک رښتيا وائي يا ليکي وهغو ته هم ګواښونه کوي نو د داسې چا سره بايد څه وشې خو بيرته هم دا د افغان ولس د مدني ټولني او د رښتنو سياست والو ليکوالو رڼ اندو او پوهانو او رسېنو دنده ده چې دوي خپل حق د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کښې ترلاسه کړي او که دوي يووار په افغانستان کښې دهغه حق ترلاسه کړي او هيواد يې د ولسواکي په لور روان کړي نو بيا هيڅوک زور ور داسې هڅه ونه کړي چې د هيواد هر څه په زور تر خپل واک لاندي راولي دانه يواځي دهغه نړۍ والو او افغانان دنده ده چې دوي غواړي چې په نړۍ کښې ولسواکي د بشر حقوق دي وي عدالت وي بلکي د دوي دپاره هم لويه ازموينه او امتحان دي په تلو تلو کښې داکيسه درته اوروم چې يو سړي د چاکره ولاړ چې هغه کور کښې يو لوئي سپي او يو د سپي کوتري وو دهغه کوتري و دهغه ناولده سپي ډېر غپل د ناولده سړي په ځائي ددې چې کوتري وترټي ده په لوئي سپې کښيښوولي کور به ورته وويل چې غپاخو کرتره په تا کوي او ته سپې وهي سړي ورته وويل چې دا ځکه چې دهغه کوتري د دهغه لوئي سپې څخه زده کړي دي. Muhammad Naeem Kakar
