غني خان د پښتو ادب ځلاند ستورى
لیک: بهاالدين بها، ننګرهار
لوى غني، شاعر، مجسمه جوړوونکى، پوه، اديب، سياستوال، د مينې، سولې او روغې جوړې خاوند، د باچا خان د زړه سر، له نړۍ څخه وکوچېدو، خو د هغه د خپلې ژبې، خاورې او خپل کلتور او د هغه خدمتونه به دى تل ژوندى ساتي. داى دلته يې شجره او ادبي هڅې په لنډ ډول معرفي کېږي: د 1914م کال د ډسمبر په مياشت کې د پښتونستان د اشنغر د رزړو په کلي کې د خان عبدالغفار خان په کور کې يو ماشوم پيدا شو، چې دغه ماشوم د پښتني ادب يو ځلېدونکى ستورى و. دا ماشوم غني خان و. د ښاغلي غني يو ملګرى ليکي چې غني خان په کوچنيوالي کې ډېر ښکلى او د مور و پلار ډېر نازولى و، په غاړه يې د سرو زرو درنه اوږۍ او په ښي غوږ به يې د سرو زور والى و، خو د قدرت اراده نه وه، چې د غني د ناز دا موده نوره هم اوږده شي. غني له پيله له سختيو او ربړو سره ګير و، نو ځکه د پنځو کلونو په عمر د مهربانې مور له غېږې څخه بې برخې شو. مور يې په ځوانۍ کې د وبا په ناروغۍ وفات شوه، دى او کشر ورور يې ?ولي خان? د درې نيمو کلونو او يوه خور يې ?سردارو? د اتو مياشتو په عمر بې موره شول. په دې وخت کې غفارخان د پرنګيانو حکومت له خوا په درې کاله بند محکوم شو. نو د درېيو ماشومانو روزنه د دوى انا، د باچاخان وور ته ورترغاړې شوه. د وخت زړه لا هم سوړ نه شو، د باچاخان مور هم په حق ورسېده. نو غني، ولي او خور يې له سرپرست څخه بې برخې پاتې شول. غني خان لومړنۍ زده کړې په هغه ازاد قومي ښوونځي کې پيل کړې، چې باچا خان او د هغه د وستانو د غريبو هلکانو لپاره په ?اتمانزو? کې جوړ کړى و، زده کړې څه له پاسه په کې وړيا وه. باچاخان ځکه خپل زامن د غريبانو ښوونځي ته واستاوه چې خلک ونه وايي چې باچا خان د خپلو او د نورو د زامنو ترمنځ توپير کوي، خپل زامن معتبر او غوره ښوونځيو ته بيايي او د نورو زامن د غريبانو ښوونځي ته لېږي. په هغو ورځو کې د باچا خان دا خيال و چې له غني څخه يو لوى اسلامي عالم جوړ شي، نو ځکه يې په غني خان اووه کاله عربي دوديز علوم ولوستل. باچا خان ډېر وخت له جېل کې بندي و او يا به هم د خپل قومي سياسي غورځنګ د تبليغ لپاره په دوره وتلى و. غني خان لسم ټولګى په بري سره پايته ورساوه، وروسته د ډهلي جامعه مليه مدرسې ته لاړ. دا هغه وخت و چې په افغانستان کې د سقاو زوى باغي شو او باچا خان د خپل ورور ډاکټر خان په مشرۍ يو طبي پلاوى افغانستان ته ولېږه، اووه ډاکټران او دېرش نور زليمان په دې پلاوي کې شامل وو (غني خان په کې و) خو انګرېزان د دې ډلې پاسپورټونه تر هغه وخته وځنډول چې د افغانستان پاچا تاخ او تخت پرېښودل او د کندهار له لارې بهر ته لاړ. غني خان د څوارلسو کلونو په عمر په بمبيي کې د لندن په نيت د اوبو بېړۍ ته وخوت او همغه ورځ يې خپل لومړى شعر، د تسلي په نامه وليکه. د انګلستان په ازاد چاپېريال کې د غني خان ناياب ښايست د هغه لپاره يو لوى مصيبت شو، چېرې چې به چې ته، نو انګرېزۍ نجونې ورپسې وې او سبق ته يې نه پرېښود، په پاى کې د لندن يوه فلمي لوبغاړه ورباندې مينه شوه، چې ډېره ښکلې وه. باچاخان خبر شو او حکم يې وکړ چې سم له لاسه دې امريکا ته لاړ شي، غني خان امريکا ته لاړ او په لويزيانا ايالت کې په زده کړه بوخت شو. عبدالغفار خان بيا بندي شو او له دې سره د غني خان ژوند بيا له تريخوالي سره مخ شو او په ژوند کې يې ډېره ګډوډي راغله، په ځانګړې توګه اقتصادي تنګسې ډېر راګير کړ. غني خان د خپلې سيمې په باره کې وايي: د سيند د سپينو شګو نه مې جوړ کړلو محل دې ټول خرګي جان ورته حيران حيران کتل قالين مې په کې خور کړ، د سرو پاڼو د ګلاب اوچت يې دېوالونه د سازونو د رباب يوازې زه پادشاه ومه په سر مې تاج د غم په خوا کې مې دلبره وه، موسکۍ سترګې پُر نم رښتيا هم، د غني خان ژوند هغې دوه لارې ته رسېدلى و، چې يوه لار ټولنيز يا سياسي ډګر ته تله، بله لار د غني د سپېڅلي طبيعت، فطرت، ادب او ښکلا دنيا ته. هغه په 1945م کال د سياست ډګر ته د تلو هڅه وکړه، په مرکزي پارلماني انتي بيرو لپاره ودرېدو ځان يې کانديد کړ. د ده په وړاندې درې ډلې ولاړې وې. باچا خان د ?زلمي پښتون? غورځنګ وځنډاوه. د 1948م کال د جولاى په څلورمه نېټه د شپې پر يوه بجه د پاکستان حکومت له خوا ونيول شو. دا مهال په پښتونستان کې د پاکستان سخت تشدد او ظلم روان و، ډېرې ازادۍ غوښتونکې پښتنې مېرمنې کونډې، واړه يتيمان، زاړه بنديان او زلميان ووژل شول. غني خان شپږ کاله په زندان کې تېر کړل. ده په زندان کې هم شعرونه ليکل، دى د هريپور په بنديخانه کې بندي و، د خپل کتاب په پاى کې داسې ليکي: کتاب خلاص شو، خو شعرونه ډېر پاتې دي، خير بيا په چېرته څه غم وکړو، ژوند هم عجب شى دى. وايي چې تر بند وروسته چا غني خان ته وويل: ته او قافلې يې سره ډېر بد ګير کړي يئ. د دې لپاره چې د غني خان پر ټولنيزه فلسفه او ادبي افکارو باندې څه ناڅه رڼا واچول شي، نو غوره لار دا ده چې د ده خپل کلام ته ځير شو او ويې لولو. اانسان د غني په نظر ډېر لوړ مقام لري، دى ان د کايناتو او موجوداتو مطلب او اروا انسان ګڼي او بې له انسانه اسمان هم بې مانا ويني: څنګه ملامته زه په ګناه شم چې وس قسمت او تدبير د بل دى څنګه ستومانه زه په خندا شم خوب دى د بل او تعبير د بل دى غني خان د عارفانو په څېر د انسان زړه د خداى کور ګڼي او ديوه مفکر انسان په توګه خپل خداى، نه په جومات کې لټوي، نه په مکه کې. بلکې په خپل زړه کې يې مومي او وايي: په جومات کې مې ونه موند، په مکه کې رانه ورک شو خداى مې زړه کې راپيدا شو، چې مې مخ د يار کړ ښکل غني خان خپل فکري مشکلات داسې بيانوي: خدايه! عقل چې و، زړه دې ولې راکړ؟ په يو ملک کې دوه خودسره پادشاهان پادشايي او فقيري دې ولې يو کړه د ژوندون په هره ساه کې مرګ پنهان د خپل خداى مينې ده ته دومره جرئت ورکړى، چې رندانه خبرې کوي، لکه: ما به شمع شمع کړله تا که جوړ رانه پتنګ ما د قصده وې ملنګ يم ما رښتيا کړمه ملنګ ما پېښې کړې د تورزنو تا مې کور له راوړو جنګ زه خو غږ کولاى نه شم په ګيلو ته خپه کېږې. غني خان او ژوند: غني خان ډېر خوشبين دى او ژوندون ته په ډېر اهميت قايل دى، د ده په نظر ژوند حرکت او وړاندې تلل دي، پاڅېدل، غورځېدل او د ستونزو په وړاندې مبارزه کول دي، يا بالاخره اروايي خوشحالي ته رسېدل دي، دى وايي: چې خمار مستي ترې وځي شراب ښې ترخې اوبه وي چې سرور غرور يې نه وي دا ژوندون، ژوندون د څه وي چې په ژوند کې سخته نه وي لکه بې مالګې طعام چې په خوله کې خندا نه وي لکه ډک د خاورو جام ژوند که تل فرني څټل وي دا خو سپى هم شي څټلاى که تش نسل زياتول وي دا غويي هم شي کولاى ژوند نه خېټه نه ماڼۍ دى نه ډېرى د سرو لالونو نه ياران، نه معشوقې دى نه باغونه د ګلونو. نو د غني خان له نظره ژوند څه دى، داسې ځواب وايي: ژوند خو تله دى يو په مخه غورځېدل او پاڅېدل دي ټکى سوز او ټکى ساز دى څه خندل دي، څه ژړل دي غني خان او کورنۍ: غني په خپله کورنۍ کې تر هرچا زيات د ننګيالي پلار عبدالغفار خان درناوى د ځان فرض ګڼي، کله چې يې پلار د انګرېزانو په جېل کې پروت و او غني خان ته يې يو له ګيلو ډک ليک ليکلى و، غني خان په ځواب کې دا بيتونه ورولېږل: بابا ته ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي زه يې لولم هره شپه دوبار دوباره کله خاندم، کله ژاړم، لېونى يم اى زما په بند کې پروت غريبه پلاره نه، نه ته نه يې غريب ډېر لوى يې اوچت يې مصيبت هم ستا عزت دى عزت داره خداى به رحم و په تا باندې لږ کړى بل ښه زوى به يې و کتلى ستا دپاره چې تا کې کوم جوهر دى ما کې نه شته ستا نېکي زما بدي دواړه بېشماره ته سلار يې د کاروان په نېغه لار ځې زه کوږ ځغلم لکه اوښه بې مهاره ستا د زړه فوارې ډکې د مينې زما زړه دى وچ کوهى نه لري داره وهم منډې تا پسې خو ته هم ليرې وينم ستا ايله ايله د پښو غباره پروا نه شته که په منډو منډو مړ شم فقط ستا او د خپل قام د نوم د پاره. غني خان خپل کتاب چې په انګرېزۍ ژبه يې ليکلى، خپل ګران پلار ته داسې ډالۍ کوي: I dedicate this book to the first pathan I knew and the first I have know my father. ?زه دا کتاب هغه لومړني پښتون ته ډالۍ کوم، چې زه يې پېژنم، تر ټولو غوره انسان ته چې ما پېژندلى يانې زما پلار ته? قوم او غني خان: غني خان له خپل قوم سره ډېر لېونۍ مينه لري او تر هر ولس يې پښتون ولس زړه ته ډېر نژدې دى. غني خان په دې چې په پښتون ولس کې پيدا شوى، د خداى شکر داسې پرځاى کوي: خدايه! شکر چې پيدا دې له دې قام کړم د پښــتون د نــر وجـــود دې يو اندام کړم او چې خړمخى پښتون ورور يې غېږې ته ورشي نور يې نو د دنيا ټول ښايست هېرېږي. غني خان وايي: سر څه د سپي سر وي چې فدا نه وي په قام نر څه ښځونى وي چې شيدا نه وي په قام په بل ځاى بيا وايي: ستا دا لاس د قسمت لاس دى ورانول، جوړول دوى کا د فرعون د کور په شانې دا حصار خاورې ايرې کړ پاڅه وښيه دنيا ته د پښتون د بچو ننګ پاڅه واوروه شغال ته د ويستلو تورو شرنګ غني خان او هېواد: غني خان له خپل هېواد سره هم د زړه له کومې مينه لري، نو ځکه وايي: ما ليدلي محلونه د لندن دي جينکۍ مستې ازادې ګلبدن دي ما ليدلي د پيرس ښاپېرۍ ښکلې په کردار ګفتار خوږې لکه بلبلې ما ليدلي تاج محل غوټۍ د ګلو د ډهلي ښکلي ښارونه د مغولو خو چې ووينم زه خپل د خټو کور رانه هېر شي محلونه ښايسته نور دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کلي ورته څه دي د دنيا ښارونه ښکلي چې خړمخى ورور پښتون مخې له درشي درنه هېر به ټول ښايست د بحر و بر شي د غني خان ترانه اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما زه يم ستا د خاورې ته زما د مينې جوړه يې ته مې د غيرت او د پښتو رنګيني جوړه يې ته مې د نيکه او د بابا د وينې جوړه يې ستا زړه کې ويدې دي ټولې تللې زمانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما سترګې مې لوګۍ شه ستا د خاورو د کورونو نه عقل مې ايرې شته ستا دپاره د فکرونو نه ځار شمه قربان شم ستا د غرونو د سيندونو نه ستا هره دره کې دي د تورو نښانې ما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما ستا عزت چې نه وي زه به نوم او عزت څه کړمه ته چې خوار و زار يې زه به خوب او راحت څه کړمه ستا سر چې وي ټيټ، نو به زه شان او شوکت څه کړمه مسته به دې خاوره کړم په وينې مستانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زما يا خو به دې سيال کړمه وطنه د جهان يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان زه به دړې وړې شم خو تا به کړم ودان نر يمه پښتون يم تا ته يادې افسانې زما اى زما وطنه! د لالونو خزانې زم
