ملک امان الله کاسي څوک دي
30.09.2014 ليکونکى:عبدالجبار کاکړ
ملک امان الله خان کاسي په خپل صبر همت سرشندني او دخپلي نظر يې او فکر سره تړلي څوک وو چي دهيچاپه ملاتړ و دهغه ځائي ته رارسيدلي وو لکه ځموږ دټولني چي دا دود او دستوره جوړ شوي دي چي زياتره سياسي مشران داسي هڅي کوي چي دده وروسته دده ځوي او دهغه وروسته يې لمسي دپښتنو مشري وکړي چي ددي څخه د وراثت سياست په موږ کښې رامخ ته شوي دي چي ددي څخه ولسواکي او جمهوريت ته زياته زيان رسيدلي او درسيږي په پښتني ټولنه کښې چي ښه پوه دمشري وړ سړي نه رامخ ته کيږي ددي يوعلت هم دهغه دي هوکه ديوه سياسي مشر په ځامنو کښې داسي پوهنه او قابليت وي نو بايد چي هغه رامخ ته شي او هغه هم دجمهوري او دټاکنو دلاري ولي چي په سياسي ګوندو کښې ټاکني هم ددي دپاره کيږي خو دبده مرغه دپښتنو په ټولنه کښې تراوسه ډيري ناخوالي شته دي چي په هغه کښې قبائيلي دفکر او نظر په ګوندو کښې شتون يا سيمه ايزه سوچ او بل دا چي دپښتنو زياتره ګوندو يو بشپړه موخه او هدف نه لرلي دګوندومشري چي د وراثت بڼه يې خپله کړي وي نو دګوندو مشر چي وغواړي دګوندو موخي او تګ لاري ته بدلون ورکړي چي دسياسي کارکونکو څخه لاره ورکه شي او زياتره ګوندونه او مشران نه شي کولي چي وخپل ولس ته خپله څرګنده لارو په ګوته کړي ځموږ دسياسي ګوندوتراوسه يوه خوا نه ښکاره کيږي چي دوي څه غواړي ؟ که نن هم دچا څخه پوښتنه وشي چي ستاسي ګوند څه غواړي نو يې ځواب نه شي ويلي او که ورته ووائي چي کاله دوه خو تاسي داخبره کوله نونه خو په بله لار روان ياست بيانو خواتر څخه بدوي دانن چي په څو لسيځو ولاړ دپښتنو سياست ولس او خاوري ته څه نه دي ورکړي ددهغه لوئي علت هم دا دي خو ددي دڅنګه په سياسي ګوندو کښې نوري بلاوي ځيني کسان لوړ ځائي ته رسوي خو ملک امان کاسي ودي ځائي ته نه وورسولي دي خپلي پوهي لوست او لوړ شعورو دهغه ځائي ته پورته کړي وو ملک ارواښاد چي کومي سرشندني اوقرباني ورکړي دي وړاندي موږ اشاره ورته کړي وه خو ملک سياست دشعور او پوهي په ډانګ کاوي خپله پريکړه اوووډ چي کړي وو دهغه سره ټينګ ولاړوو کله هم داهڅه نه دکړي چي دچاد خوشالولو څخه به دي لوړ ځائي ته ورسيږي ارواښاد ملک امان الله خان کاسي يو ولسي څوک هم وو او دخپل ولس ستونځي دهوارو دپاره يې ځان نه سپماوي دخوار او غريب حال يې ساتي کله چي دملک امان کاسي دکلي چشمه اچوزي ګډي مځکي چي ډېره لوړه بيه يې لرله دبلوچستان ايالتي چارواکو سياسي او قبائيلي مشرانو پخپلو کښې دهغه مځکه وويشله او په دامځکه يې دکورو او مانيود جوړولو تياري ونوي و دهغه مځکي ته پوليس او نورخواکونه راغلو ارواښاد ملک امان کاسي لومړي يواځي وروواتي او ومخالفت ته يې ملاوتړله چي وروسته ټول کلي دملک امان په مشري کښې راووتي او دپويس او ځواکونو سره يې جګړه وشوه دملک دنيولو حکم وشودچشمه اچوزئي دکلي ډېر کسان ونيول شول او بندي خاني ته ورسول شول ملک امان دافضل خان لالا سره خبري وکړي چي هغه وخت دبنيظير بهټو په حکومت کښې مرکزي وزير وو چي په ايالتي چارواکو باندي دهري خوازور اودباؤ راغلي دوي اړ شول چي خپل حکم واخلي او دهغه پراخه مځکه دچشمه اچوزئي مالکانو ته بيرته دملک امان کاسي په هلو ځلو بيرته ترلاسه شوه که دي نه وي راولاړ شوي نو به دهغه مځکه نورو په نه څه ترلاسه کړي وي خو نن چي دهغه مځکه دهر سړي دپاره د کروړوبيه لري د دووي په قبضه کښې ده ملک امان کاسي ډېر بي روزګار ځوانان په سرکاري نوکرلو کښې لګولي دي په ځانګړي ډول په واپډاکښې ولي دواپډا لوئي مرکز او دحبيب الله پراچه بجلي ګهر ددوي په مځکه او د دوي وکلي ته نز دي جوړ دي اوحق هم د دوي کيږي داسي ملک امان کاسي ډېر نوري قرباني ورکړي دي چي هغه دکلي په ګټه دي خپلي مځکي ورکړي دي داخبري مي په دي خاطر وکړي چي ددي سره سره چي ملک امان الله خان کاسي زياته وخت سياست او لوست ته ورکړي وو او داهڅي به کومي چي په زياتره سياسي غونډه ادبي ناستو په مشاعرو او ولسي چارو کښې ګډون کاوي خودکور کلي سيمي دچارو څخه هم ناخبره نه وو او تر خپله وسه يې برخه په کښې اخستله.
دملک امان الله خان کاسي چي په سياست کوم نظر وو يا دده سياسي شته وه هغه بيله دڅه ځنډه هم دخپلو ملګرو سره ګډه وله هم يې په رسنېو کښې په ډاګه ګوله خو سياسي تحليل يې ډېر رښتني او په وخت وو داهر څه يې دتاريخ په رڼا يا د زمان او مکان سره سم وړاندي کول ځکه دوي ته سياسي ګوند او رسنېو زياته ارزښت نه ورکاوي داسي هم وشول چي دده نوم به په يوه غونډه ياجلسه کښې واخستل شو او دي به وينا ته ودريدي نو لاړ ډسپيکربه باندي بند کړي يا به ارواښادملک ته وارنه ورکاوي چي ويناوکړي ولي چي ارواښاد رښتيا ويل او رښتيا لاري وولس ته ښووله او ځموږ په سياسي مشرتابه او سياسي ګوندو کښې در ښتيااوريدلو ځغم نه شته نه دوي هغه سياست کوي په کوم سياست چي دوي ولس په ځان راټول کړي دي نه يواځي سياسي مشرتابه او سياسي ګوندو دا هڅه کوله چي ملک امان د ځان ملګري کړي بلکې خپله دوي ځان داوسنېو سياسي ګوندو ځان ليريکړي وو بلکي دابه ويل چي سياست اوس درواغ دي سياسي ګوندو او مشران د خپلي لاري څخه اوښتي اوداتوان نه لري چي خپل ولس ته رښتيا ورڅرګند کړي هم دهغه خبره وه چي ارواښاد ملک امان کاسي دخپل مرګ څخه څو ورځي دمخه په کابل کښې دپښتو ټيلي ويژن سره په مرکه کښې هغه ټولي ناخوالي چي پښتون افغان ولس د ډېرو لسيځو څخه ورسره مخامخ دي او هغه سياسي تيروتني چي مشر تابه کړي دي هغه يوه يوه خپل ولس ته ور په ګوته کړي ځکه دلته رسنېو داسي خبري نه شوي خورولي داټولي تاسوته وړاندي کړي چي ارواښاد ملک امان کاسي دخپل هدف اودخپل هري چاري سره رښتني وو او خپله سپيڅلي او سوچه والي دکبله دهر چاسره ښې اړيکي ساتي.
خلګو خپل سياستونه وپلورل يا يې نوري داسي چاري خلي کړي هم ددي دپاره چي ځان ته ښه ماڼې ښه موټران او نور ډېر ښه ښه شيان ولري چي ددي لاري په ټولنه کښې معبز او ښه سړي وبريښې په ملک امان کاسي باندي هم ډيري خواري تيري شوي خوتر پايه دا اټکل چاونه کړل شو چي دي لک لري که کک لري داسي نه چي ملک باغ زمينداري مځکه نه لرله اوس يې هم لري خو په دهغه عياشنو په سي دوي منډه نه وهله ددي په پرتله ځموږ ډېرومشرانو او کشرانو خپل هر څه هم ددهغه دپاره په داؤ ولګول خو ملک امان يو صبرناکه سړي وو څو کاله دمخه ده او دده ورور ملک عنايت الله دخپلو مځکو څخه څه مځکه و پلورله په هغه دواړو جلا جلا ښه ماڼي او ښه ميلمستونونه جوړ کړو چي دنورو ډېر وزاري پسي وچاوديدي خو دوي ته بيله دڅه مشکلا ور په برخه شوي خو ددي دڅنګه دواړه وروڼو چي څنګه ميلمستونونه جوړ کړي دي هم هغه ډول ميلمانه يې هم خورول اوس يې هم خوروي.
مرګ حق دي اوهر ژوندي به دمرګ پياله په سرپورته کوي ارواښاد ملک امان الله خان کاسي په ازل هم په دهغه ۱۱م دستمبر ۲۰۱۴ء دده دمرګ نيټه په کابل کښې دکوره څخه ليري ټاکل شوي وه او داسي وشول چي په ډېره درناوي دکابل څخه يې جنازه دجمه په ورځ وکوټي ته راورسول شوه هم په دهغه ورځ د ډېرو خلګو په شتون کښې وخاورو ته وسپارل شوه خو دايوه خبره وهر پښتانه افغان ته ورڅرګنده ده چي دملک امان الله خان کاسي وارو دڅومره پښتنو سره هم په هره خواکښې څه څه ونه شول؟ څومره دخولي او دعمل څښتان يې دموږ څخه بيل کړو او په څه ناورين...؟
ملک امان کاسي او زه ډېر نز دي سره پاته شوي وو د دوي په مرګ زه خپله دومره خواښني يم چي هر وخت مي په مزغو کښې ګرځي راګرځي ارواښاد ځماومخ ته دومره تشه رامنځ ته کړه چي زه ګمان هم نه شوي کولي داسي نه چي ځمادده څخه څه تمه وه ځموږ ملګري سوچه او رښتني وه چي دروپو خبره به موږ کله هم نه وي کړي کله چي دوي مځکه وپلورله نو ملک عنايت الله خان ماته ټيلي فون وکړي چي اته لکه روپى زه تاته درکوم بيامه راکوه ولي چي ته دپښتو په ورځپاڼه کښې ډېر خوار شوي يې ما په ځواب کښې د دوي څخه مننه وکړه ورته ومي ويل چي زه سم روان يم ستاداپيزينه ځما دپاره ډېر څه دي اصل خبره دا ده چي داشتمني داښي او ښادي هيڅ نه دي دسړي اهل دهغه سپيڅلتيااو سوچه والي دي چي په ملک امان الله خان کاسي کښې دهغه او ډېر نور وياړونه وو چي مابه خو په داټول چاپيريال کښې بل داسي څوک نه ښکاري راسي چي موږ ټول لاسونه لپه کړو چي خدائي (ج) دي واروا ښادته دده په صداقت په جنت الفردوس کښې ځائي ورکړي او دده خپلوانو ته صبر جميل (امين)
