پېغلې ملالۍ او ښاغلي پرکاش ته یوه نوبل جایزه
ليکونکى: عبدالجبارکاکړ
14.10.2014: د نړۍ لويه جائيزه او وياړ چې د نوبل پرائيز ( NOBEL-PRIZE)په نامه نومول شوي دي د نړۍ د نورو نامتو کسانو د څنګه ۱۷ کلن پيغلي ملاله يوسف زي د سوات اوسيدونکي او د هند و شپته کلن ښاغلي پرکاش ته په ورکول شو چې هر دواړو انجونو او عام ماشومانو ته داسې مبارزه وکړي چې هر ماشوم که هغه انجلي وي يا که الک وي وښوونځي ته واستول شې هم دا ډول ښاغلي پرکاش د څو لسيځو څخه دا مبارزه کوي چې څنګه ماشومان په وړوکوالي د کار خواري او مشقت څخه راوګرځول شې او دوي ته هم داسې موقع برابري شې چې په دهغه ماشومتوب ورځي د نورو ماشومانو وارو په ښوونځي سکول او لوبو کښې تېري کړي ولي چا وخت او مهال يا عمر د دوي د کار او خواريو د استلو نه دي.
دا ډېره دوياړخبره ده چې د دوي دواړو وارو ډېر خلګه او اتحادينې په دي کار کښې د ډېر وخته څخه لګيادي چې په کاردي چې په نړۍ کښې هر ماشوم زده کړي وکړي د ماشوم څخه په وړوکوالي کار او خواري او مشقت وانه خستلي شې بلکي ددې دپاره يو نړۍ وال قانون او اصول هم جوړ دي په ملګروملتو کښې يوه داسې تګ لاره منشور او چارټر هم جوړ دي او د نړۍ ټولو ملکو هغه په ځان منلي او لاس ليکونه يې باندي کړي دي او دا ډنده او وظيفه و هر چاته ورسپارل شوي ده چې په هر ملک کښې به په دهغه نړۍ والي کړنلاري او چارټر په کلکه عمل کيږي ددې کار دپاره په هر ملک کښې هم بېلي بېلي اداري او وزارتونه جوړ دي چې دوي هم دهغه کار تر سره کوي چې نه به په يوه ماشوم کار کيږي نه به مشقت ځيني اخستل کيږي او ددې د څنګه به هر ماشوم و سکول او ښوونځي ته ليږل کيږي يوه لويه اداره ( SAVE THE CHILDREN) ماشومان وځغوري په نامه په ډېره لويه کچه د ماشومانو دپاره کار کوي چې د نړۍ په هر ملک کښې د دوي څانګي شته دي او دوې تر خپله وسله کار کوي.
ددې ټولو کارونو چې د ماشومانو د ځغورني او و دوي ته د زده کړو موقعه د ورکولو دپاره د هلو ځلو سره بيا هم په نړۍ کښې په کروړو ماشومان دي چې په دهغه عمر کښې نه يواځي دوي خواري او محنت کوي بلکي ډېر د زده کړو څخه بې برخي دي دا خو پريږده ډېر ماشومان چې شمير يې په لکاو کښې دي دوي لې په لې او اواره ژوندون کوي او دانه دورته څرګنده چې د دوي پلار او مور څوک دي چيري دي او دوي څنګه د دهغه ناترسه ژوند سره مخامخ شوي دي دهغه ډول ماشومان چې لوئي شې نو بيا به دوي څه کوي...؟ هم هغه به کوي چې دوي د خپل ماشومتوب کښې کول خو ددې د څنګه بيا يو داسې ماشومان شته چې د لوړو او شتمنو کورنيو سره اړه لري و دوي ته هر څه خدائي(ج)ورکړي دي او داسې آسانتياوي د لوبو زده کړو اوساتيري دورته جوړي دي چې هغه ماشومان چې بې زده کړو دي يا دوي خواري او مشقت کاږي هغه دوي ته نه د انسان نه د يوه ماشوم په سترګه ورته ګوري که څه هم د دهغه شتمنو کورونيو کښې هم د دوي وارو ماشومان مزدوري او خواري کوي او شپه و ورځ د دوي په چوپړ يې لګياوي او داسې خوار ماشومانو په ډېرو کورو کښې ليد ل کيږي خو هغه وخت نړۍ والي ژمني د ملګروملتو چارټر او خپله ملکي قانون د موږ څخه ايروي داسې هم د اسلام په ګډون هر مذهب دا لارښودنه کوي چې ماشوم که هر څوک وي که و هر ځائي وي په کاردي چې دهغه سره ښه چلن وشې خو په دي اوسنې نړۍ په زياته بيا په وروسته پاته ملکو کښې چې قانون څه لارښودنه کوي په هغه باندي همل نه کيږي بلکې هر سړي او هر حکومت او چارواکي ځان ته خپله لاره قانون جوړ کړي دي يو سړي چې قانون پلي کوي يا يې نافذه کوي چې هغه پخپله د ماشوم چي په شتمنو کورنيو کښې رالوئي شې هغه کښې هم پخپله د قانون
څومره درناوي کوي خو هغه ماشومان چې په شتمنو کورنيو کښې رالوئي شي هغه کښې هم ډېر د ډېرو آسانتياو څخه بې لارې شې او په چپه لار روان شې د داسې ماشومانو څخه و خپل ښوونځي او زده کړو ته ارزښت نه ورکوي دوي ته چې د ژوند هره آسانتيا ور په برخه وي دوي زياتره وخت هم داسې په بېلو بېلو چارو او لارو باندي تيروي خو هغه خوار ماشوم چې غواړي زده کړي د خپلو همځولو سره لوبى وکړي د خپلې کورني سره واوسي خو د بده مرغه هغه ته خدائي پاک دهغه موقعه نه د ورکوي کنې په خوارو ماشومانو کښې ډېره لوئي لوئي سړي را وړاندي کيږي او په نړۍ چې کومو سړيو لوئي نومونه راوړي دي او د بشر دپاره څه کړي دي هغه هم زياتره د خوارو کورنيو څخه راوتلي دي دا ځکه چې د شتمنو دپاره د هيڅ شې کمي نه وي پخپله ملاله يوسف ذي او ښاغلي پرکاش د ډېرو شتمنو کورنيو څخه نه دي خو خدائي پاک د دوي څخه د بشر د ښيګږي دپاره رامخ ته کړي دي.
تر ټولو زياته ماشومان په دريمه نړۍ کښې ژوند کوي چې ودي ته اړدي چې په وړوکوالي خواري او مشقت وکړي او د زده کړو او تعليم څخه بې برخي شې تر لوبوونه رسيږي چې د ماشوم دپاره اړيني دي پرتله خلګه يا آبادي ډېره زياته ده چې ښکاره خبره ده چې ماشومان هم ډېرو شتمني او دولت په سم ډول نه دي ويشل شوي ددې ملکو اوسيدونکي تراوسه په دي نه دي پوهيدلي چې ماشوم غوښتني څه دي زده کړي او تعليم و يوه ماشوم ته څومره اړين او ضروري وي او ددې د څنګه د حکومتونه هغه بې غوري چې د زده کړو او تعليم په ډګر کښې دوي کوي هغه يوه لويه تېرونه او جنايت دي چې ددې دومره خواريو سره سره يوه خواره کورني ماشومان ښوونځي او سکول ته استوي خو د چارواکو د بې غور يو د کبله يوه ماشوم ته هغه څه نه ور زده کول کيږي د کوم څه دپاره چې ماشوم ورځي او داسې يو شمير نوري ناخوالي دي چې دريمي نړۍ په زياته بيا د پاکستان ماشومان ورسره مخامخ دي ددې سره سره چې شتمنو کورنيو د نورو ځانګړتياو د څنګه و خپلو ماشومانو ته بېل ښوونځي سکولونه کالجونه او پوهنتونونه جوړ کړي خو د خوارو ماشومانو دپاره داسې څه نه شته ددې سره سره چې د خوارو ماشومانو شمير ډېر زيات او د نورو د ډېر لږ دي که دهغه لږکي ټوله زده کړي وکړي بيا هم موږ نه شو ويلي چې ټولنه يا ځموږ ملک ټول زده کړي کوي يا يې لري.
په ډېر لوئي شمير ماشومان د هري آسانتياو څخه ددې کبله بې برخي شوي دي چې دهغه زور ځواکو نړۍ والو ملکو جګړي او د سيسي دي چې دوي په وروسته پاته ملکو باندي ورتپلي دي د افغانستان د نورو وګړو د څنګه بې شميره ماشومان دا وخت د زده کړو څخه بې برخي و خواري او مزدوي ته اړشوي دي او په ډېر لوئي شمير افغانان ماشومان د خپلو مشرانو سره د خلګو د کورو مرداري او بسونه کچري په سروړي او ډېر يې په دي کار کښې ځوانان شوي دي زده کړي او د ماشومانو نوري اړتياوي او ضرورتونه د چا په يا ددې په افغانستان کښې د ۳۵ کلو څخه جګړي د بم چاودني ځان وژونکي بريدونه هوائي بمبار او نوري ناخوالي هغه څه دي چې د ماشومانو د څنګه يې لويان هم ځورولي دي او دا وخت د وزيرستان د لکاو کډوالو په منځ کښې په لکاو لکاو ماشومان د زده کړو څخه بې برخي او د کډوالي و ژوند ته اړدي ددې د مخه په نورو قبائيلي سيمو ملاکنډ سوات او نورو ځايو کښې دي ته ورنه ناورين روان دي اوس بيا نور ملکو لکه عراق سوريه يمن ليبيا فلسطين او د امريقاځينو ملکو کښې ودي ورته ناورينونه روان دي د ګاونډيانو تر منځ لانجي هم د داسې ناخوالوسوب جوړيږي د بيلګي په ډول د کشمير په لانجه د هند او پاکستان رواني جګړي او ددې د مخه جنګو او داسې نوري ډيري لانجي دي چې نه يواځي ټول وګړي په زياته بيا ماشومان په مخه کړي دي تر ټولو لويه شخړه داده چې کوم خلګه دا وخت جګړه کوي هغه لومړي سکول او ښوونځي نړوي..؟
تر هغه وخته چې شتمني او زورځواکو ملکو په خپله تګ لاره او فکر کښې بدلون نه وي راوستي او هغه شتمني چې دوي يې په جګړو لګوي هغه د بشپړه بشر او په زياته بيا د ماشومانو په ښيګڼي نه وي لګولي په نړۍ کښې د روانو جګړو څخه لاس په سر شوي نه وي د بشر درناوي يې نه وي کړي او دا پريکړه يې نه وي کړي چې د نړۍ به د جګړو ځاله نه بلکې د سولي او امنيت ځانګو به ځيني جوړ وو تر هغه وخته نه بشر په کراره کيدي شې نه يو ماشوم په لويديځ يا غرب کښې خو دوي د بشر د حقوقو درناوي کوي د ماشومانو څخه تر ډېره ښه کيږي قانون پلي دي او نور ډېر څه شته خو داسې هم نه ده چې الته مشکلات نه شته خو ځموږ په پرتله الته ډېر لږ دي.
د ماشومانو د ښيګڼي دپاره چې ملاله يوسف زي او ښاغلي پرکاش ته چې کوم وياړ ورکول شوي دي دوي ته امبارکي وايو او هيله ځيني لروچې دوي به خپلې هلې ځلې نوري ګرندي کړي بلکې د نورې نړۍ ولسونه به د ځان ملګري کړي چې د روانو نړۍ والو ناخوالو م نوي وشې او دا هغه وخت کيدي شې چې په نړۍ کښې سوله راشي سوله هغه وخت راتلي شې چي شتمني او دولت د وسلي (ARMS) په ځائي د بشر او انسانيت په ښيګڼي او سوکالي باندي ولګول شې دا هم هغه ملکونه کوي شې چې دوي د بشر د ښيګڼي دپاره د نوبل وياړ په ګډون نورو وياړونه وهغه چاته ورکوي چې هغه د بشر د ښيګڼې او د سوکالي دپاره کار کوي.
