تاريخ راغبرګيږي د تاريخ پاڼه
28.10.2014: ليک: محمد نعيم کاکړ
که افغانانو د تاريخ څخه زده کړه کړي وي دوي به د پيړيو پيړيو څخه د داسې ناخوالو سره نه مخامخ کيدي ولي چې په هره پيړي يا لسيځو کښې چې دوي د کومو ناورينونو څخه زيات کړکيچن وي او ترشاه ډېر بدعوامل پريږدي لکه د پنځه ديش کلونو څخه چې دهغه تور ناورين روان دي او د ختم کيدو يې څه آثار او نخښې نښاني نه ښکاره کيږي او افغان خوار ولس هم په دهغه هيلو کښې چې د دوي ژوند مرګ هم په کښې نخښتي وي ژوند کوي ځموږ ډنډه دانه ده چې دلته څوک پړکړو يا يې بريالي وګڼو ځکه چې ودي ته د کتابونو د ليکوالو اړتياده دابه ومنو چې افغانستان په يوه داسې جغرافيائي ځائي او موقعت باندي کرار لري چې د هر چا خوله اوبه ورته کوي او غواړي چې په خپل زور او ځواک يې لاندي کړي خو د افغانستان تور يالي ولس د ډېرو خواريو او مشکلاتو سره سره په دوو لاسو و دوي ته غاږ ماتونکي جواب ورکوي او ورکړي يې دي خو د بده مرغه بيله د څو په ګوتو شميرونکو حکمرانانو يا مشرانو نور ټولو داسې انتهک عمل نه دي کړي چې موږ يې و ننګوونه دوي داسې تګ لاره د تاريخ په اوږدو کښې لرلي ده چې په خپل ولس يې باور کړي وي دوي د خپلې واکمني دپاره د ورور وژني پلار وژني او د خپلوانو د سترګو استلو يا وژلو او بندي کولو څخه هم ډه ډه نه د کړي چې بيا ډېره ورته دريدلي ده يا يې ماته خوړلي دي و نورو ملکو او واکمنانو ته ځان رسولي دي يا يې د دهغه باندنيو په وږه په ورور يې بريد کړي دي ددې سره سره چې په دهغه ناخوالو کښې لوئي لاس هم د دهغه باندنيو دو چا هم غوښتو داسې ولي چې دوي د پاچاهانو و څنګ ته خپل لاس پوځي افغانان کښينولي وو چې د لومړي ورځي څخه نيولي بيا تر نن پوري دا هر ه روان دي.
لکه وړاندي چې وويل شول چې د تاريخ څخه د حکمرانانو د نه زدي کړي د کبله نن تاريخ په موږ باندي په وارو ارراغبرګيږي نن چې کوم صورت حال د افغانستان جوړ دي ځما په اندد اميرشيرعلي خان ته ورته دوردي چې يوه نيمه پيړي د مخه وو خو وخت او زمان د کبله به سل په سلو کښې نه وي ورته ورته خو د ۱۸۶۰ء شاوخوا کلو ته ورته دي خو د يوه خبره بيخي څرګنده ده چې لک څنګه چې انګريزانو نه غوښتو چې افغانستان او افغانان دي په کراره ژوند وکړي هم دهغه بهير اوس هم روان دي چې دوي خپله لاس وګريوان وي چې ددې وشاته يو لوئي سياست روان دي خبره د امير شيرعلي خان وه کله چې د ترکيې سلطان عبدالحميد و امير ته ليک را واستوي چې افغان امير دي د انګريزانو سره ښه اړيکي وساتي او غوښتني دي ومني او د روس څخه دي ځان ليري وساتي امير شيرعلي خان د انګريزانو ډېر لوئي مخالف وو دوي د سلطان د ليک په جواب کښې په خپل ليک کښې وليکل چې د انګريزانو په دوستي باندي اعتماد نه شې کيدي انګريزان د ضرورت په وخت خپل دوستان او ملګري هيروي او دوي پرته له مرستي څڅه قسمت او سرنوشت ته نه پريږدي دا ډېر اوږد مګر ډېر تاريخي ليک دي چې دلته ځائي نه شو ورکولي خو د ليک ددې د مخه د مخه چې استنبول ته ورسيږي په لندن کښې د باندنيو چارو وزارت ته ورسيدي چې په دي ليک باندي انګريز لوړ پوړي ډېر په خښم او عصبي شول.
سيدجمال الدين افغاني چې په ۱۸۵۵ء کښې ځينو باندنيو ملکو ته د سفر وروسته راستون شو نو ډېر څه د خپل ملک دپاره د کولو نيت لرلي نو د انګريزانو په لمسون باندي محمد رفيق خان لودهي امير ته کرکه رامخ ته کړه او سيدجمال اين افغاني ودي ته اړشو چې خپل ټاټوبى پريږدي خو دوي اميرشيرعلي خان ته ليکلي وو چې انګريز د ټول مشرق يا خيتځ دښمن دي خو ددي کبله د انګريز بريدلي دي چې په د خيتځ د ملکو ټول نظامونه داستبداد په بنسټ ولاړدي او خلګه د ناپوهي څخه د خرافاتو په کنده کښې پراته دي او د دهغه ملتونو ته د نجات ورکولو وظيفه د باچهانو په عهده ده خو سيد جمال الدين افغاني د هيواد څخه ولاړي او بيا نه راوګرځيدي خو دده نظرياتو په افغانستان اغيزي وکړي بلې خواته د زار روس تاو تاو و افغانستان او منځني آسيا ته کيدي داخبره يې کوله چې دوي دوحشانو سرکولي کول غواړي چې په دهغه سيمه کښې ژوند کوي.
اميرشير غوښتو چې افغانستان يو ناپيله خپلواک او پرمخ تللې هيواد وي او انګريزانو او روسانو سره ښه اړيکي ولري دوي يوه اته کسيځه کابينه ياد وزيرانو شورا اعلان کړه چې مشر لومړي وزير اجرايوي رئيس اعلان کړي او نور ډېر نوي او پرمختيائي کارونه يې تر سره کړو امير يو بشپړه او منظم پلان درلو د او غوښتو يې چې ټول ولايتونه په يوه چوکاټ کښې واچوي خو انګريزانو کله غوښتو چې دلته چې يو بشپړه او منظم او پياوړي دولت منځته راشې په داسې حالاتو کښې چې د امير په لغل کښې قاضي قادر غوندي جاسوس هم درلو دهغه به هره ناسته چې د امير سره پيوند کړه ټول حال به انګريزانو ته هم دهغه سړي رسولي خو نور محمدشاه کندهاري چې د امير به هم ځان ورساوي او د کابيني مشري به نورمحمدشاه کوله.
امير غوښتو چې خپلې کواوي او پوځونه د وخت د غوښتنو سره سم جوړه کړي ولي اوسينو ځواکو دا توان نه لرلي چې د نوو جګړو کښې په ښه ډول وجنګيزي دوي غوښتو چې و خپلو ځواکونو ته د جنګ چاري تکنک روزني او جنګي زده کړو وپسولي دوي حسين علي خان د يوشمير روزل شوو او تجربه لرونکو افسران چې زياتره پخواني پوځي افسرانو وو و افغانستان ته راوغوښتو چې سردار بهادر غلام تفشبند عبدالمجيد او فتح علي خان وو چې افغان ملي اردو ته د ښوونکو په حيث راوغوښتو خو د بده مرغه دا ټول د انګريزانو جاسوسان وو دا ځکه چې انګريز نه غوښتو چې افغان ځواکونه پياوړي شې خو بيرته هم د افغانان ځواکونو ټولګي او قطيات جوړشول چې د کابل په ګډون او نورو لويو لويو ښارونو ته ورسول شول په رښتيا هم د هغه يوه روزل شوي اردو وه چې دهغه وخت په ژبه اردل پلټن ورته ويل کيده خو بد مرغي هغه وخت رامخ ته شوه چې کله انګريزانو په دويم وار په افغانستان يرغل وکړي خو اميرشيرعلي خان اجازه ورنه کړه چې د انګريزانو سره وجنګيږي ددې سره سره چې د انګريزانو پوهانو ويل که امير دغه اردو د انګريز و سيالي ته را استلي وي دوي به انګريزانو ته کلکه ماته ورکړي وي.
د امير ټاکل شوي لومړي وزير سيد نور احمدشاه کندهاري چې رښتني افغان وو د اميرشيرعلي خان ښې لاس وو او ډېر باور يې ورباندي کوي او د انګريزانو سره به د اسټراټيجک خبرواترو ته ګماري دا سړي دومره پوه او د خپل هيواد سره دومره مينه لرله چي انګريزان پخپله ګوته په غاښ ورته پاته وو ويل کيږي چې په هند کښې د انګريزانو د لوړ پوړو سره يوه غونډه چې امير هم په کښې ناست وو ټولو د انګريزانو په جامو کښې وو خو يواځي سيدنور احمدشاه په خپلو افغاني جامو کښې ورسره ناست وو د اميرشيرعلي واکمني د سيد نور احمدشاه د ذکر نه کولو څڅه نيمګړي پاته کيږي امير دوست محمدخان په وخت کښې چې کومي لوزنامي شوي وي نور احمدشاه په پيښور کښې د انګريزانو سره په دهغه لوز نامو مخالفت ښکاره کړه او ورته وويل چې ټولي شوي لوزنامي چې د انګريزانو سره شوي دي دا يو اړخيزه او يو جانيه دي لکه دا چې دا لارښودنه شوي ده چې د انګريزانو دوست به د افغانستان دوست وي او د انګريزانو دښمن به د افغانستان دښمن وي خو افغانستان په دهغه لوزنامو يو ډول غبرګون نه دي ښکاره کړي نو راشې چې دهغه لوزنامي د سره څخه وچيړو د جنوري څخه تر مارچ تر مياشتي د سيدنور احمدشاه د سيال نور تر منځ اوږدي خبري وشوي دوي و انګريزانو ته وويل چې دا غوښتنه چې په افغانستان کښې دې و انګريز مامورينو ته ځائي ورکول شې دا د دوي لويه تېروتنه ده ولي چې دا کار و افغانانو ته د منلو وړنه دي او څلويښت کاله د مخه د ښاغلي ميکاټن پيښه ځموږ مخ ته ده.
هم د دهغه خبرواترو په دوران کښې په ۱۸۷۷ء کښې سيد نور احمدشاه په ناڅاپي ډول مړشو او جنازه يې کابل ته ورسول شوه خو دا هم يوه د سيسه وه اومرموز مرګ وو خو په افغانانو کښې ډېرلوئي سړي هر وخت پيدا شوي دي خو د خواښني خبره داده چې يا خو د نورو په سازشونو د منځ څخه وړل شوي دي يا دوي پخپله سره وژلي دي..
