سوله او امنيت د ټولي سيمي او ولسونو غوښتنه
(PEACE IS THE NEED OF MASSES OF THE AREA) 05.11.2014: ليکونکى: عبدالجبارکاکړ
د هند پاکستان بنګله ديش افغانستان او ددې سيمي اوخطي ولسونو چې نن د خواري غريبې او ناخوالو په منځ کښې څنګه راګيردي کيدي شوي چې ددې پخوا دوي داسې ناخوالو او بدبختيو سره نه وو مخامخ شوي ددې ټولو ناخوالو علت په څه کيدي په کاردي چي رڼ انده د قلم خاوندان او دانشوران په دي باندي نه يواځي غور وکړي بلکې خپل ولسونه د رسېنو او د ميډيا د لاري خبر کړي او په دي ولس وپوهه وي چې ددې ټولو بدبختيو مسئول او ذمه واره د دهغه ملکو حکمرانان د يا خو هغه باندني زورځواکي دي چې د ملکو ترمنځ يې داسې هميشي دائمي (PARMANANT ) جګړي اچولي دي چې د څو څو لسيځو څخه را رواني دي لکه د هند او پاکستان تر منځ د کشمير لانجه هم هغه زبرځواکو اچوله ده چې هر وخت د هغه دواړه ملکونه په حالت جنګ کښې سره ګوري ددې سره سره چې دا دواړه ملکونه زروي وسلي هم لري او دواړه يو بل ته تهړي هم سره ورکوي خو دا سوچ هم دهغه حکمرانان نه کوي که دوي په جګړه کښې سره ښکيل شې په يوه بل زروي وسله ګار کړي نو څومره زيان به يو بل ته سره ورسوي او که دوي يو د بل ښارونه په نخښه کړي نو څوک به ژوندي پاته شې او دوي به بيا په چا باندي حکمراني کوي د جاپان دناګاساکي او ابروشيما حالت باندي ول خبر دي د باندنيو حکمرانانو څخه علازه د دهغه خوارو ملکو حکمرانانو هم د حکمراني نشئه په سر کښې دي او دوي غواړي چې په زور د نورو ملکو په چارو کښې لاس وهنه وکړي و ملکو کورني امنيت خراب او و جګړو ته پکي وو هي چې ددې څخه د جګړي اورهميش تودوساتي چې دهغه ژوندي بيلګه افغانستان دي که څه هم په دهغه ناورين کښې د نړۍ د زورځواکو لويه په برخه ده خو د ځائي حکمرانانو کړه وړه او کارونه هم د جګړو په جوړولو کښې نه شې مبراکيدي ددې دپاره چې دا ليک ډېر اوږنه شې او موږ د خپلې خبري خبري څخه و بلې خواته ولاړنه شو په لنډ تورو کښې به داخبره داسې وکړو چې نن پوځي زورطاقت ميزائيل زروي وسله او لوئي توپي ددې باور نه ورکوي چې يو ملک دهغه ويجاړونکي وسلي ولري نو هغه زبرځواک دي ځکه وسله او بمونه او ميزائيل تباهي وراني او د ولسونو د وژني په چپه بل کرامات نه لري او دا په جاپان کښې په ثبوت ورسيده بلکې د يوه ملک زور نن په اقتصاد کښې نخښني دي چې ژوندي بيلګه يې ولسي چين دي نن چين د نړۍ تر ټولو لوئي يا دويم لوئي طاقت او زور ورځواک دي چين دهغه ځائي ته يواځي د ښه اقتصادي پرمختيا د کبله را رسيدلي دي د جګړي او د وسلي په زور نه دي را رسيدلي هو د خپلې ځغورتيا او سلامتي دپاره يې وسله هم جوړه کړي ده ځکه د نړۍ حالات ( SCINARIO) نورو زبرځواکو ملکو داسې ورته جوته کړي ده خو هم دهغه پخواني چين وو چې د نړۍ تر ټولو زياته وګړي (POPULATION)هم په دهغه ملک کښې اوسيدل پوځي زور او طاقت يې هم لاري خو چايې باک هم نه کاوي خو کله چې اقتصاد ته موخه او مخه کړه نو نن چين د نړۍ يو لوئي اقتصادي ځواک شو او د امريکا په ګډون ټول ملکو و چين ته مخ واړاوي او چين ته ګوري امريکا هم يواځي په پوځي زورباندي نړۍ والو نه وپيژندلي بلکې يو زور ور اقتصاد يې لرلې او اوس هم لري خو امريکا د اقتصادي مرستو د څنګه په نړۍ والو نه وپيژندلي بلکې يو زور ور اقتصاد يې لرلي او اوس هم لري خو امريکا د اقتصادي مرستو د څنګه په نړۍ کښې د زور د څنګه نوري چاري او حربي هم په کار راوړلي خو د چين وارو د دوي دهغه تګ لاره سمه او بريالي ونه بريښيده ځکه د زور د لاري کلى نه کيږي نه په زور باندي يو ولس د بل د هغه تګ لاره سمه او بريالي ونه بريښيده ځکه د زور د لاري کلى نه کيږي نه په زور باندي يو ولس د بل و ولس ملګري او دوست کيدي شي ځکه چې دا د بشر جبلت او خوي دي جاپان ددې سره سره چې د پوځ او وسليڅخه بې برخي پاته کړل شو خواته يې په نړۍ کښې نوم ددې کبله ترلاسه کړي چې خپله ټوله پاملرنه يې و اقتصاد ته اړولې وه او نن هم د نړۍ ډېرو وروسته پاته ملکو ته مرستي ورکوي چې و ټولو نړۍ والو ته څرګنده ده ددې سره سره چې د امريکي او نورو پرمخ تللو هيوادو په پرتله و ملکو ته د مرستي ورکولو په وخت دومره غوښتني او شرطونه په مرسته اخستونکو ملکو نه ايښوول ددې د څنګه د شوروي اتحاد (پخواني) بيلګه هم ځموږ و مخ ته ده چې د نړۍ تر هر هيواد يې زياته زروي او ويجاړونکي وسلي او پوځي ځواکونه لرله خو اقتصاد يې بې ودي او کمزوري وو نو ځ:ه چې ړنګ شو او د شوروي اتحاد په ځائي روس ځيني راوواتي او دهغه روسيه نن ټوله پام و اقتصاد ته اړولي دي او غواړي چې د امريکا چين وارو د نړۍ لوئي اقتصادي ځواک په حيث راڅرګند شې ځکه د نړۍ په زياتره کښالو کښې د پخوا وارو لاس وهنه نه کوي نو ددې ټولو خبرو څخه دا څرګنده کيږي چې د نن ورځي د نړۍ زورځواکي هغه هيواد کيدي شې چې هغه پياوړي او لوئي اقتصاد ولري.
ځموږ د سيمي زياتره هيوادونه او ددې هيوادو ولسونه چې نن د کومو ناخوالو بد مرغيو او وروسته پاته چارو سره مخامخ دي هغه و ټولو ته څرګنده ده اوس هم دوي د نورو اقتصادي پرمخ تللو ملکو و مرستو ته اړدي و لکه هغه هند دي که پاکستان افغانستان بنګله ديش يا د آسيا او افريقا نورو ملکو نه دي د دهغه ملکو ولسونه څنګه ژوند کوي چې زياتره خلګه يې دوه وخته وچه ډوډي باندي حريان دي په ډېر لوئي شمير خلګه يې کور نه لري کالي نه لري په ډېرو ملکو کښې داسې هم په لوئي شمير وګړي شته چې دوي بې کوره وژيږي په يوه وړوکي ځائي کښې لوئي ځوان سپين ږيري او بيا ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړي د ډېرو ملکو زياته وګړي بې ږدي کړي بې دارو درمله او نور د ژوند داړتياو څخه بې برخي او بيا اواره شې څرګنده خبره ده چې څوک کور اور او د ژوند نوري آسانتياوي نه لري هغه به هم اواره کيږي او کومه خواته چې مخه کړه هغه به کوي نن په دهغه وروسته پاته ملکو کښې خو ګراني بې روزګاري خلګه دومره بيحاله کړي دي چې د يوه جرم څخه مخ نه ګرځوي غلا ډاکي د خلګو برامته وژني په بېلو بېلو نومو باندي کرکه او نفرت خورول او ټولنه کښې ګډوډي رامخ ته کول ددې ټوله سرچينه د اقتصاد د کمزورتيا او د ښه حکومت داري د نشتوالي راپورته کيږي د دهغه وروسته پاته ملکو يوه بله بدمرغي د شتمني د د کمزورتيا او د ښه حکومت داري د نشتوالي څخه راپورته کيږي د دهغه وروسته پاته ملکو يوه بله بدمرغي د شتمني او دولت داسې ويش دي چې يو وړوکي ډله د ملک او ولس هر څه د ځان ګڼې او و لويه برخه ته څه نه پريږدي چې ددې څخه په ټولنه کښې ګډوډي رامخ ته کيږي ولي دهغه وړوکي شتمنه ډله د هر ناجائيزه ګټې څخه مخ نه ګرځوي آن دا چې زياتره حکومتي قانون ته هم غاړه نه ټټوي او دا هر څه موږ په خپله ټولنه کښې وينو.
نن چې ځموږ اسلامي نړۍ د کومو ناناخوالو سره مخامخ ده او د اسلام په سپيڅلي نامه باندي مسلمان ورور خپل مسلمان ورور وژني او په داسې ناترسي يې وژني چې هيڅ بشريت او اسلام ددې اجازه نه ورکوي کله د طالب په نامه کله د القائده په نامه کله د تهره ګري د جګړي په نامه او اوس بيا داعش يې رامخ ته کړي چې د ملکونو د ځواکونو سره ښکر په ښکر دي دا به څه پايلي ولري او نور څومره اسلامي ملکونه به په دا اور کښې راګير شې ددې اټکل اوس نه شې کيدي خو په اسلامي نړۍ باندي دا فرض کيږي چې په ګډه يوه کړنلاره وټاکې کنې د ډېرو بدو ناخوالو سره به مخامخ شې او هغه څوک چې ودي اورته پکي وهي هغه هم ددې څخه ځان نه شې ځغورلي.
ځموږ په دي سيمه کښې په زياته بيا پاکستان او افغانستان چې د کومو شخړو سره مخامخ دي هغه د چا څخه وډراوپټ نه دي نن دا دواړه ملکونه که يوه خواته د تشدد سره مخامخ دي و بلې خواته د هر اړخيزه اقتصادي ناخوالو سره هم مخامخ دي دواړه ملکونه اداري فساد داسې په مخه کړي دي چې ملکي او دولتي اداري يې خپل هر څه يا وجودلاسه ورکړي دي که ورته ځير شو نو دا به راته څرګنده شې چې دواړه نزدې د يو ډول ناخوالو سره مخامخ دي خو پاکستان تر افغانستان زياتو بد مرغيو سره مخامخ دي دلته د اقتصادي بد مرغيو د څنګه فرقه ايزه کرکي په سرحداتو باندي ډزي ډوزي دننه په ملک کښې پوځي ځواکو د جنګياليانو سره په جګړو کښې ښکيدل د هند سره د جګړي خطر د هند لخوا د کشمير په لانجه خبري نه کول او په ملک کښې سياسي ګډوډي او روان حکومت ته خواري او مشکلات رامخ ته کول او تر ټولو لويه ناخواله د پاکستان سره دا روانه ده چې خپل باور يې نه يواځي د ګاونډيو سره بلکې په زياتره نړۍ کښې دلاسه ورکړي داسې ښکاره کيږي چې د غيري مسلماني نړۍ په پاکستان باندي دانه ريليږي چې د پوځي ځواک يا اقتصادي ځواک شې آن دا چې د افغانستان هر حکمران چې راغلي دي هغه و پاکستان ته ګوته پورته کړي ده چې د روان تشدد مسئول پاکستان دي او د نړۍ زياتره ملکونه هم دهغه خبره کوي او پخپله په پاکستان کښې دا غوښتنه په پارليمان کښې کيږي چې چارواکي دي په خپله باندني تګ لاره او پاليسي کښې بدلون راولي.
رښتيا خبره داده چې نړۍ او د سيمي ملکونه يو بل ته ډېر نزدي شوي دي ځکه که افغانستان د جګړي سره مخامخ وي او تشدد روان وي نو پاکستان هم د رواني جګړي څخه ځان نه شې ځغورلي او که پاکستان کښې جګړه او تشدد وي نه هند افغان نه ايران او نور ملکونه هم ځان نه شې ځغورلي بلکې نړۍ هم بې اغيزي نه شې پاته کيدي نو ددې د څنګه که جګړه او تشدد دوام وکړي نو يو ډول اقتصادي پرمختيا نه شې کيدي ددې سره سره چي موږ دا په داګه ويلي شو چې د ياد شو ملکو چې کومي ناخوالي دي دهغه سرچينه اقتصادي وروسته پاته ورځ ده چې ددې تړاو د امنيت او جوړجاړي سره دي نو ځکه دا اړينه ده چې ددې سيمي او خطي ملکونه و اقتصادي پرمختيا ته واړوي خو ددې دپاره به دوي هر يو په خپل خپل ملک کښې د هري لاري چې وي سوله او امنيت به راولي او سوله او امنيت هغه وخت راتلي شې چې هر يو ملک او حکومت دا ژمنه وکړي چې هر ځائي تشدد کيږي دهغه مخ نوي به کوي په ګاونډي ملکو کښې به لاس وهنه نه کوي خپله خاوره به د بل ملک په ضد نه ګاروي نه به ياغيانو ته وسلي ورکوي ددې دپاره په کاردي چې دچين په ګډون د سيمي د ملکو دمشرتابه يو غونډه وشې او دا ايجنډا ورکول شې چې د هري لاري چې وي دوي به يو د بل په همکاري جوړ جاړي کوي او يو به هم ځان ددې څخه نه سپموي چې په سيمه کښې امنيت راشي نو دهغه ملکونه اقتصادي پرمختيا کولي شې چې اقتصادي پرمختيا وشې زياتره لانجي به پخپله هواري شې ددې سره سره چې د کشمير په ګډون نوري لانجي هم شته چې د سيمي د ملکو تر منځ پرتي دي لکه د چين او د هند تر منځ سرحدي لانجه خو چين او هند په دهغه لانجه باندي غونډي او خبري هم سره کوي او اقتصادي همکاري هم سره کوي او دواړه په اقتصادي ډګر کښې ډېر مخ په وړاندي روان دي ددې سره سره چې دواړه ملکو په ډېره لويه کچه وسلي هم راسره راټولوي داسې د کشمير لانجه ده چې ددې ثبوت په ملګروملتو کښې موجوددي او پخپله د کشمير ولس دا لانجه د هوارولو داره د څو لسيځو څخه په مبارزه بوخت دي هيڅوک د کشميروالو څخه دا حق نه شې عضب کولي خو يواځي هند دي چې ځان دوري دوري کوي خو يوه ورځ به ارومرو کشميروال دهغه حق ترلاسه کوي خو ددې مانا ده چې لانجه يواځي په زور هواره شې ولي چې زور او جګړه نه يواځي هند او پاکستان پوخ پناه کوي بلکې ټوله سيمه هم دبربادي سره مخامخ کوي داسې هم نړۍ د يوه بې سرحد لوري ته روانه ده چې يو قدغن به د منلو وړنه وي هر ملک چې په اقتصاد کښې پياوړي وو هغه ته به ولسونه مراجح کوي او چې د کومو ملکو اقتصاد ناتوانه او بې ودي وو او ولس يې د ناخوالو او دريدريو سره مخامخ وو هغه سباون نه لري دا اوس د هر ملک د چارواکو خوښه ده چې دوي ددوو لارو څخه کومه يوه خپلوي.
