علامه عبدالشکور رشاد
15.11.2014: اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د ۱۹۲۱ م کال د نومبر پر ۱۴ ( د ۱۳۰۰ ل کال دلړم د مياشيتي پر درويشتمه نېټه ) چې له لويي برتانيې څخه زموږ دګران هيواد افغانستان د سياسي خپلواکۍ دوه کاله تېر سوي وه د کندهار ښار د بابړو د کوڅې په يوې مخوري او درنې کورنۍ کې سترګي دې نړۍ ته پرانيستې .
دې کورنۍ د سوداګرۍ تر څنګ دعلم او پوهي سره ښه مينه درلوده او پلار يې ارواښاد عبدالغفور خان دمروجو علومو د مطالعې خاوند او پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې ، په پاړسي عربي ، اردو او انگريزي ژبو پوهيدى او نيکه يې حاجي محمد اياز خان دخپل وخت مشهور سوداګر او ور( غور)نيکه يې محمد جان خان ، تر نيکه يې نېک محمد خان او سرنيکه يې لکي صاحب خان چي ديو لک سکو خاوند او دمعاصر افغانستان دبنسټ ايښودنکي ستر احمدشاه بابا ( ۱۷۴۷ – ۱۷۷۳ م ) د وخت له مشهورو خلکو څخه و.
دا کورنۍ پخوا دپاچا جوړونکو ( King Makers ) کورنيو څخه بلل کېده ، لکه نور محمد خان بابړ چي ( مستوفي الممالک ) او ګل محمد خان بابړ چي د ( امين الملک ) دنده سرته رسوله او دافغانستان ټولي اقتصادي او دهغه دپلان چاري ور دغاړي وې ، دلوي احمدشاه بابا سره يې کورنۍ دوستي هم درلوده او دهغه د لمسي شهزاده زمان چي له خپل پلار تيمور شاه وروسته پر تخت کښېناست او دشاه زمان په نوم يې شهرت تر لاسه کړ ، خسر يې هم و .
روزنه او پالنه
په لومړي ګام کې د استاد رشاد په روزنه او پالنه کي دهغه فاضل پلار مهمه ونډه درلوده ، لکه چي دى خپله د ګوربت مجلې سره په مرکه کي وايې : “زما لومړى استاد زما پلار و ، پر هغه دي خداى ورحميږي زه يې روزلى يم، خو متاسفانه چي د هغه سيورى په ۱۳ کلنۍ کي زما له سره ليري سو او ما دده له ټول فضيلت څخه استفاده ونه سوه کړاي ، تقريبا ً ۶۹ ( اوس ۷۳ ) کاله وړاندي ما انګرېزي الفبا له پلاره زده کړې او عربي ( د ديني زده کړو) کتابونه مي هم تر مختصر پوري له پلاره ويلي دي، پاړسي کتابونه مي لکه ګلستان ،بوستان ، حافظ او نور ټول له پلاره لوستي ، البته نور استادان مي هم درلودل، خو لومړى استاد مي پلار و .” او همدارنګه د افغانستان په نوم کوم اخبار چي په لاهور کي خپرېدى او پښتو برخه يې درلوده ، د دوى پلار ته را استول کېدى او هغه يې مطالعه کاوه .
دندې او کارونه
خو د خپلي ځيرکتيا له امله ډېر ژر په ۱۹۳۳ م کال کې په لومړي درجه له ښوونځي فارغ او په ۱۹۳۴ م کال يې پر ديارلس کلنۍ د ښوونکي په توګه رسمي ماموريت پيل کړ ، چي د پوهي او سن دلږوالي له امله يې په کوچني ښوونکي ډېر شهرت پيداکړ چي حتى ډير شاګردان به يې تر ده مشران هم وه . په ۱۹۴۶ م کال دکندهار د ښار دانتخابي ټولني رئيس او په ۱۹۴۷ م کال دکندهار د ښاروال مرستيال سو او له ۱۹۴۷ م کال وروسته هندوستان ته ولاړ ، هلته يې خپلو ځانګړو زده کړو او هم يې دپښتنواو پښتو په اړه ژورو څيړونو ته دوام ورکړ ، چي د “لودي پښتانه” کتاب ، چي ۴۲۰ مخونه لري او “سوري پښتانه” چي ۴۰۰ مخونه لري يې ښه بيلګي دي او دهغه تر څنګ يې هندي ژبي او ديوانګري ليکدود هم زده کړ او څه سانسګريټ او انګرېزي ژبي يې هم وکوتي .
په ۱۹۵۷ م کال دپښتو ټولني د مسلکي غړي او دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د استاد په توګه وپېژندل سو چي وروسته بيا د پښتو ټولنې د رياست مسلکي مرستيال وټاکل سو، سره له دې چي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد هم و . په ۱۹۶۱ م کال د پخواني شوروي اتحاد دسنت پيرزبورګ (پخوانى لينن ګراد) دښار د ختيځ پېژندني د انستيتوت د پښتو ژبي د استاد په توګه د دوه نيم کاله له پاره ولېږل سو ، چي وروسته افغانستان ته راستون او د کابل پوهنتون د ژبو، ادبياتو او بشري علومو د پوهنځي په پښتو څانګه کي استاد او بيا د دغه ډيپارټمنټ (څانګي) شف (مشر) سو او د وخت لوړه علمي رتبه پوهاندي يې په ۱۹۷۴ م کال کي تر لاسه کړه، څو د۱۹۷۸ م تر پېښي وروسته ډېر ژر لزوماً تقاعد ته سوق سو، خو ددې رژيم د مخالفت سره سره يې خپلي علمي او فرهنګي اړيکيد کابل پوهنتون، د علومو د اکاډمۍ، علمي ټولنو او کړيو سره وساتلې.
ادبي ژوند
استاد رشاد لومړى شعر په ۱۹۳۴ م کال پر ديارلس کلنۍ ويلى، خو د هغه لومړى شعر په ۱۹۳۸ م او لومړى څېړنيزه ليکنه په ۱۹۴۱ م کال د افغانستان په مطبوعاتو (طلوع افغان) کي خپاره سوي دي . دده په وينا له ۲۶ کلنۍ څخه د ويښو زلميانو د نهضت غړى و .
د جهاد پر مهال په کابل کي اوسېد، خو مضامين او شعرونه به يې په مستعارو نومونو چي په هيواد کي خطر ورته پېښ نه کړي، د کلفورنيا په Freedom ، د ناروې په مجاهد ولس، جرمني ، اطريش، هند، پېښور ، کراچي او نورو ځايونو کي خپرېدل او چي ډېر به ترخه نه وو او په سمبوليک ډول به پکي د وخت رژيم غندل سوى او ملي جهاد او آزادي ستايل سوې وه ، په کابل کي هم خپرېدل او له ۱۹۹۲ م کال وروسته چي د تنظيمونو تر منځ د واک د ساتلو او يا تر لاسه کولو جګړه پيل او ايتنيکي اختلافاتو ته لمن ووهل سوه، د هغه دغندني په خاطر يې هم شعرونه او ليکني له هيواد څخه دباندي خپرې کړي او د طالبانو په وخت کي په يوه غونډه کي چي د ۱۹۷۹ م کال د روسانو د يرغل د غندني په اړه نيول سوې وه، استاد رشاد د سر په بيه د طالبانو سياست د روشنفکرانو او دموکراسۍ په اړه وغانده او دا يې په ډاګه وويل چي: ” زه ويښ ځلمى وم ، يم او اوسم به او دا ګوند هغه ګوند دى چي په افغانستان کي يې د لومړي ځل له پاره د ډيموکراسۍ ږغ پورته کړ .”
د ۱۹۷۸ م کال تر پيښي را وروسته بيا تر ۱۹۹۲ م کال پوري ددوى د سياستونو د غندني په اړه يوه شعري ټولګه د ” ملحد شاهۍ” په نوم ليکلې او د ۱۹۹۲ م کال څخه بيا تر ۱۹۹۶ م کال پوري يوه شعري ټولګه د”تنظيم شاهۍ يا ملا شاهۍ” په نوم ليکلې او وروسته يې د طالبانو تر سقوط پوري د ” طالب شاهۍ” په نوم يوه شعري ټولګه ليکلې ده . استاد د خپل ژوندانه تر وروستۍ شېبې پوري د زورواکۍ او بلواکۍ پر ضد شعرونه او ليکني کړي دي ، خو په څرګند ډول ويلاى سو چي ژوند يې تل د چارواکو سره په مخالفت (اپوزيشن) کي تېر سوى دى ، چي نه يې ظالم واکمنان منلي او نه يې پردۍ واکمنۍ ، د ډيموکراټ او متعادل سياست خوښوونکى او ريفورمست دى . په دغه توپير چي په لږ آزاد چاپېريال کي يې مخالفت څرګند او د اختناق په شرايطو کي به يې په پټه او سمبولونو مخالفت کاوه . له دا ټولو ستونځو سره سره چي په وار وار تعقيب سوى او تهديد سوى و او دا امکان يې هم تر لاسه کړى وو چي څو ځله په شخصي ډول جاپان ، هندوستان ، پاکستان ، يمن امريکا، سعودي عربستان او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړي ، خو خپل هيواد يې خوشي نه کړ او بيرته خپل هيواد ته راستون سوى دى .
ارواښاد استاد به تل دا ويل چي ” هيوادپر هر چا ګران دى خو ما ايمان پر راوړى ، که مرم هم به دلته يم او که ژوندى يم هم به دلته يم .” ارواښاد استاد په پاړسي، عربي، اردو، هندي، روسي او انګريزي ژبو پوهېدى او له ترکي او جاپاني ژبو څخه يې هم استفاده کولاى سواى . پر خپلي مورنۍ ژبي سربېره يې په پاړسي او اردو ژبو کي هم ښه عروضي شاعري کوله ، خو دوى خپل ټول ژوند د پښتو ادب د پرمختگ او ودي په لاره کي تېر کړى دى ، علمي ، ادبي او تاريخي اثار يې ليکلي ، د نړيوالو ادبياتو ژباړي يې کړي او زيات شعرونه يې زموږ شعري نړۍ ته ډالۍ کړي دي . ددوى (۴۹) اثار له سلګونو مقالو سره چاپ سوي دي چي په لاندي ترتيب سره ذکر کيږي :
چاپي اثار
ملحد شاهي يا کمونيست شاهي، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۷۸ م کال د کودتا څخه تر ۱۹۹۲ م کال پوري د وخت د حکومت د کړنو غندنه پکي سوې ده.
تنظيم شاهي ، شعري ټولګه ده چي د ۱۹۹۲م کال څخه تر ۱۹۹۶ م کال پوري د هغه وخت د حالاتو ذکر پکي سوى دى.
طالب شاهي ، شعري ټولګه ده، چي د طالبانو د حکومت وروسته چاپ سوې ده.
لودي پښتانه په ۴۲۰ مخونو کي، د ۱۹۵۸ م کال چاپ .
ډهلي د پښتنو په وخت کي، سريزه، د ۱۹۶۰ م کال چاپ .
د ليو تولستوى درې نکلونه، (پښتو ژباړه) د ۱۹۶۱ م کال چاپ .
د يولسم ټولګي پښتوقرائت ، د ۱۹۶۱ م کال چاپ .
د دولسم ټولګي پښتوقرائت، د ۱۹۶۱ م کال چاپ .
د امير خسرو دهلوي هندي شاعري، د ۱۹۷۴ م کال چاپ .
د خيرالبيان لغتونه، سريزه، په ۱۲۲ مخونوکي، د ۱۹۷۴ م کال چاپ .
د خيرالبيان په سريزه کي درې مقالې، د ۱۹۷۴ م کال چاپ .
د دولت لواڼي د دېوان سريزه ، د ۱۹۷۴ م کال چاپ .
د واصل روښاني دېوان، سريزه او سمون، د ۱۹۷۴ م کال چاپ .
پاڼي ڼي، اښت ادهياى او په هغه کي پښتو کلمې، د ۱۹۷۵ م کال چاپ .
ګيتانجلي (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، په ۱۰۴ مخونو کي ، د ۱۹۷۵ م کال چاپ .
تاج (د رابندراناټ ټاګور اثر) د پښتو ژباړي سريزه، د ۱۹۷۵ م کال چاپ .
د ګولډن شتت د فرهنګ سريزه، د ۱۹۷۷ م کال چاپ .
د ګلشن روه سريزه په ۱۹۲ مخونو کي، د ۱۹۷۷ م کال چاپ .
د احمدشاه بابا د پښتو اشعارو شرحه، سريزه او سمون، د ۱۹۷۷ م کال چاپ .
د احمدشاه بابا د دېوان غورچاڼ، د ۱۹۷۸ م کال چاپ .
بديع درسي کتاب ، د دارالمعلمين له پاره، د ۱۹۸۰ م کال چاپ .
د ابن سينا مخارج الحروف پښتو ژباړه .
د پښتو تجويدونو تاريخچه په ۷۴ مخونو کي، د ۱۹۸۰ م کال چاپ .
د پښتو اسماء الحسنى سريزه، د ۱۹۸۰ م کال چاپ .
دڅمکنو ميا عمر، د ۱۹۸۱ م کال چاپ .
د حاجي جمعه بارکزي د دېوان سريزه او لغتنامه، د ۱۹۸۲ م کال چاپ .
پر افغانستان او بريتانوي هند باندي څو خبري، د ۱۹۸۲ م کال چاپ .
د پټي خزانې فرهنګ، د ۱۹۸۳ م کال چاپ .
در بارۀ ظفرنامۀ اکبري و ناظم آن، د ۱۹۸۶ م کال چاپ .
د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه، د ۱۹۸۸ م کال چاپ .
لس مقالې، د ۱۹۸۸ م کال چاپ .
سوبهاش چندرابوس، د ۱۹۸۹ م کال چاپ .
د زړه ويني (شعري ټولګه)، د ۱۹۹۱ م کال چاپ .
د افغانستان بدي ورځي (شعري ټولګه)، د ۱۹۹۴ م کال چاپ .
لولپه پېغله (شعري ټولګه) ، د ۱۹۹۵ م کال چاپ .
کوروش خون آشام، ( پاړسي نظم) ، د ۲۰۰۰ م کال چاپ .
د پښتنو غميزه (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۱ م کال چاپ .
خښمېدلې امريکا (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۲ م کال چاپ .
د واده کلى کربلا سو (شعري ټولګه) ، د ۲۰۰۳ م کال چاپ .
د تودو وينو حمام افغانستان سو (شعري ټولګه)، د ۲۰۰۳ م کال چاپ .
د افغانستان د تاريخي جغرافيې په اړه د علامه رشاد سره د مرکو ټولګه، (لومړۍ برخه)، د ۲۰۰۴ م کال چاپ .
تېروتني (تاريخي او ادبي) لومړۍ برخه، د ۲۰۰۴ م کال چاپ .
بې لاسو ښځه (د ليو تولستوى د اثر ژباړه)، د ۲۰۰۴ م کال چاپ .
لوى احمدشاه بابا د خلګو له نظره ، ( د افغانستان د اکاډيمۍ له خوا)، د ۱۹۹۱ م کال چاپ .
روڼې اوښکي (شعري ټولګه) په ۱۲۰ مخونو کي، د ۲۰۰۵ م کال چاپ .
د ګلانو ګېډۍ (شعري ټولګه)، په ۴۶ مخونو کي، د ۲۰۰۵ م کال چاپ .
د بېنوا ياد، په ۴۵ مخونو کي ، د ۲۰۰۵ م کال چاپ .
ادبي نثرونه، په ۶۱ مخونو کي ، د ۲۰۰۵ م کال چاپ .
د کارنامو مېرمني، په ۶۸ مخونو کي ، د ۲۰۰۵ م کال چاپ .
نصاب الصبيان، سريزه، ۱۹۸۲ م کال چاپ .
فوايد فقيرالله، لغتنامه او تعليقات، ۱۹۸۰ م کال چاپ .
د پښتو – جاپاني قاموس په باب .
د حيات افغاني د پښتو ژباړي تصحيح، تحشيه او تعليقات.
د حالنامې سريزه، تعليقات او لغتنامه .
د پټي خزانې عروضي اړخ .
د تاريخ سياح مسيحي کتنه او نظر .
د زمانشاه او سلطان ټيپو سريزه .
پښتانه شعراء (دريم ټوک) د ۲۷ شاعرانو د احوالو او اثارو پېژندنه، تصحيح او تنقيح .
د ملاعبدالباقي د تبيين الواجبات سريزه .
ناچاپ اثار
ژبه يې شعرونه ويلي دي، په دغه اثر کي (۳۸۳) تنه شاعران راغلي دي ، ۸۵۰ مخونه لري .
. پښتانه شعراء په پاړسي ژبه کي ، په دغه اثر کي هغه پښتانه معرفي سوي دي چي په پاړسي ژبه يې شاعري کړې ده ، په دغه اثر کي (۲۰۰) تنه شاعران معرفي سوي دي ، ۷۰ مخونه لري .
. غالب جنگ غازي نواب احمدخان بنګښ او د هغه کورنۍ، ۱۹۰ مخونه لري.
. آيا؟ په دغه اثر کي هغه تېروتني او تېر ايستني په ګوته سوي چي هغه په پښتو او پاړسي ادبياتو او تاريخ کي د پاملرني وړ دي ، ۵۰۰ مخونه لري .
. د قومو او قبيلو په باب ياداښتونه، ۶۷۰ مخونه لري .
. مستشرقين، په دغه اثر کي (۲۰۰) تنه ختيځ پوهان چي د افغانستان، پښتو او پاړسي ژبو په باب يې څېړني کړي ، معرفي سوي دي ، ۵۴۰ مخونه لري .
. امين الملک ګل محمدخان غورياخېل بابړ او د هغه کورنۍ چي د استاد له نيکونو څخه دى ، ۲۴۰ مخونه لري .
. ملي قهرمان غازي محمداکبرخان ، ۲۳۰ مخونه لري .
. سوري پښتانه، ۴۰۰ مخونه لري .
. د کندهار د مدرسو تدريسي نصاب، ۴۰۰ مخونه لري .
. حضرت ابوبکر صديق، ۲۳۰ مخونه لري .
. په زړه پاړسي ، پهلوي او اويستا کي پښتو کلمې، (د پوهنتون د ماسټرۍ په نصاب کي شامل اثر) ۳۸۰ مخونه لري .
. د کندهار زيارتونه، ۷۰۰ مخونه لري .
. ادبي قاموس، دغه اثر شپږ ټوکه دى ، لومړى ټوک (۱۲۰۰) مخونه، دوهم ټوک (۶۳۰) مخونه، دريم ټوک (۱۲۵۰) مخونه، څلورم ټوک (۶۰۰) مخونه، پنځم ټوک (۶۵۰) مخونه او شپږم ټوک (۱۲۰) مخونه لري .
. پښتانه مصنفين، دغه اثر درې ټوکه دى، لومړى ټوک (۱۰۰۰) مخونه، دوهم ټوک (۷۶۰) مخونه او دريم ټوک (۵۸۰) مخونه لري .
. جغرافيايي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوکه دى ، لومړى ټوک (۸۰۰) مخونه او دوهم ټوک (۳۶۰) مخونه لري .
. د کندهار تاريخي ياداښتونه، دغه اثر دوه ټوکه دى ، په لومړي ټوک کي مخکي تر مغلو حالات بيان سوي دي او (۹۷۰) مخونه لري او په دوهم ټوک کي وروسته تر مغلو حالات بيان سوي دي چي (۱۰۴۰) مخونه لري.
. د احمدشاهي عصر نوميالي، دغه اثر هم دوه ټوکه دى، لومړى ټوک (۵۰۰)مخونه لري او دا برخه د احمدشاهي شاهنامې د تعليقاتو په نامه راغلې ده . دوهم ټوک (۴۲۰) مخونه لري چي په دې برخه کي له احمدشاهي شاهنامې پرته د نورو نومياليو ذکر راغلى دى .
. پښتانه مشاهير، درې ټوکه دى ، لومړى ټوک (۱۵۰) مخونه ، دوهم ټوک (۲۰۰) مخونه او دريم ټوک يې تر لاس لاندي و لږ ليکل سوى دى .
. د طريقت شجرې ، د هغو طريقو په باب چي په افغانستان او پښتنو کي مشهوري دي ، ۲۰۰ مخونه لري .
. نسبي شجرې، دغه شجرې پنځه ټوکه دي، لومړى ټوک په هندوستان کي د پښتنو نوابيو او نامتو کورنيو په اړه دى، (۲۷۰) مخونه لري، دوهم ټوک د سدوزو پاچاهانو، شهزاده گانو او سردارانو په اړه دى ، (۹۰) مخونه لري، دريم ټوک د محمدزيو پاچاهانو ، شهزاده ګانو او سردارانو په اړه دى، (۱۸۵) مخونه لري ، څلورم او پنځم ټوکونه د پښتنو قومو او قبيلو په اړه عمومي شجرې دي، چي څلورم ټوک (۳۲۰) مخونه او پنځم ټوک (۱۲۰) مخونه لري .
. سل متله په اوو ژبو، دغه اثر په څلورو ټوکونو کي دپښتو، پاړسي عربي، انګريزي، روسي، اردو او ترکي ژبو ورته متلونه راوړي دي .
. ۲۰۰۰دوه زره روسي متله په پښتو ژبه ، دغه اثر څلور ټوکه دى، لومړى ټوک (۳۶۵) مخونه ، دوهم ټوک (۴۵۰) مخونه، دريم ټوک (۴۲۰) مخونه او څلورم ټوک (۴۲۵) مخونه لري.
. د خوشال فرهنګ، دغه اثر اووه ټوکه دى، لومړى ټوک طب نامه (۴۰۰) مخونه، دوهم ټوک بازنامه (۲۶۰) مخونه، دريم ټوک رباعيات او قطعات (۲۸۰) مخونه، څلورم ټوک دستارنامه (۴۸۰) مخونه، پنځم ټوک غزليات او قصايد (۵۲۰) مخونه، شپږم ټوک غزليات او قصايد (۳۲۰) مخونه، اووم ټوک غزليات او قصايد (۳۶۰) مخونه لري .
. د پټي خزانې فرهنګ، دوهم ټوک، (۴۰۰) مخونه لري .
. د ګلشن روه لغتنامه ، (۸۰۰) مخونه لري .
. نواب حافظ رحمت خان بړيڅى او د هغه کورنۍ (د افغانستان د علومو اکاډيمۍ له خوا تر چاپ لاندي دى) .
. د فرهنګونو په باب، په دغه اثر کي هغه ټول فرهنګونه چي په ختيځ کي ليکل سوي ، معرفي سوي دي ، ترتيب يې په لاندي ډول دى :. بديع، (۷۵۰) مخونه لري .
پښتو فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
پاړسي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
عربي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
ترکي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
هندي فرهنګونه (د الفبا په ترتيب).
. بيان، (۵۰۰) مخونه لري .
. قافيه، (۶۵۰) مخونه لري .
. عروض، دغه اثر څلور ټوکه دى، لومړى ټوک (۱۱۳۰) مخونه، دوهم ټوک (۳۶۸) مخونه ، دريم ټوک (۴۴۰) مخونه او څلورم ټوک (۹۵) مخونه لري.
. معاني، (۶۵۰) مخونه لري .
. نقد، د پښتو، پاړسي ، او عربي ادبياتو په تاريخي او علمي برخو کي، (۵۰۰) مخونه لري .
. مکتبي قاموس، په دغه اثر کي د ښوونځيو د کتابونو(۶۰۰۰) لغاتونه تشريح سوي دي .
. په ګلشن روه کي د بابو جان منتخبات نثر نه دى، (د پوهاندۍ اثر) ۲۴۰ مخونه لري .
. لاله، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري .
. چاپ سوي څلوېښت حديثه .
. د محبت نغمې، (شعري ټولګه)، (۱۵۰) مخونه لري .
. نيم ديد، (شعري ټولګه) .
. د شعرونو پنځه ټولګي، لومړۍ ټولګه (۶۲) مخونه، دوهمه ټولګه (۵۰) مخونه، دريمه ټولګه (۱۲۶) مخونه، څلورمه ټولګه (۶۲) مخونه او پنځمه ټولګه (۱۸۰) مخونه لري .
. شمس الکفات خواجۀ بزرګ احمد بن حسن ميمندي، ، (۱۰۵) مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
. شهيد سردار محمدداود، ۱۸۰ مخونه لري ، (نيمګړى اثر) .
. امان الله شاه غازي .
. (۱۰۰) زاړه لغاتونه .
. د سنسکريت ژبي ګرامر، (۷۴۰) مخونه لري .
. د جاپاني ژبي ګرامر او معلومات، دغه اثر دوه ټوکه دى، لومړى ټوک (۱۳۰) مخونه او دوهم ټوک (۱۶۵) مخونه لري .
. د روسي ژبي ګرامر، دغه اثر هم دوه ټوکه دى، لومړى ټوک (۱۶۰) مخونه او دوهم ټوک (۱۷۰) مخونه لري .
. په پښتو کي مناظرې، (۷۵) مخونه لري.
. الفنامې، (۸۵) مخونه لري.
. د پښتو نظم عروضي سيستم، (۴۵۰) مخونه لري .
. په پښتو کي د نظم ډولونه، (۲۹۰) مخونه لري .
. سبک پېژندنه، (۲۰۰) مخونه لري .
. د ډورن په پښتو ډکشنري کي تېروتني .
. تېروتني او تېر ايستني، په پښتو، دري او عربي کتابونو کي .
. پښتو نکلونه او پښتو کيسې .
. ځيني ادبي خبري، (۲۰۰) مخونه لري .
. د جاپان سفرنامه (يون ليک)، (۹۰) مخونه لري .
. د امريکا سفرنامه (يون ليک)، (۱۰۰) مخونه لري .
. د يمن سفرنامه (يون ليک)، (۱۳۵) مخونه لري .
. بړيڅي پښتانه، (۱۲۰) مخونه لري .
. غازي ايوب خان، (نيمګړى اثر) .
. برمکيان، (۲۲) مخونه لري (نيمګړى اثر) .
. زړه پاړسي (فـُـرس قديم)، (۵۰) مخونه لري .
. د سوسيالوجۍ په اړه ياداښتونه، (۱۲۰) مخونه لري .
. پښتانه شعراء په عربي ژبه کي، (نيمګړى اثر) .
. د پښتو کتابو کاتبان، (۱۲۰) مخونه لري .
. تعليقات ، (۶۰) مخونه لري .
. سرياني قصيده، (۴۰) مخونه لري .
. د خوشال خان ياد، (۱۰۰) مخونه لري .
. عربي ګرامر، (۱۲۰) مخونه لري .
. شيخ قاسم سليماني، (۱۲۰) مخونه لري .
. د تحفه القاسمي په اړه نيمګړې ليکنه .
. دخوستي، تڼي، ګوربزي لهجو ځيني کلمات .
. رقوم نويسي .
. پنځه کتابونه د مختلفو ياداښتونو، (۶۰۰) مخونه لري .
. د محاربۀ کابل په اړه نيمګړي تعليقات .
. پردي دودونه، (۲۰) د مخونه لري .
. د فوايد دعوا لغتونه، (۱۵۰) مخونه لري .
. وحدة الوجود، (۴۰) مخونه لري .
که ددوى ۸۰ ناچاپ اثار د ټوکونو په ډول وشمېرو چي ما ته څرګند دي (۱۱۶) ټوکه ناچاپ اثار د کتابونو په ډول او په لسهاوو ناچاپه مقالې او نور اثار يې هم سته ، چي ډيري څېړني ته اړتيا لري او هغه چي موږ ته څرګند دي ، په ټوليز ډول د استاد (۵۹) اثار او په سلهاوو مقالې او شعرونه چاپ او (۸۰) اثار او په لسهاوو مقالې او شعرونه يې ناچاپ پاته دي .
د پوهانو له اندونو
اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد د خپل استعداد، علاقې، پرله پسې زيار او مطالعې په نتيجه کي عالم، عامل او معلم پېژندل سوى او د پښتو ادبياتو د تاريخ د معاصري دورې ليکوال ارواښاد کانديد اکاډيميسن سر محقق محمد صديق روهي د استاد په اړه ليکي:
“پوهاند رشاد په تاريخ، ادبپوهنه او لغت پوهنه کي د تبحر درلودلو له امله د روښانفکرانو له خوا د”فاضل استاد” لقب ګټلى دى . د ده د معلوماتو پراختيا او قوي حافظه اورېدونکى په حيرت کي اچوي. فاضل استاد په اوسني وخت کي د پښتو او پاړسي ادب د کلاسيکو متونو د مشکلاتو د حل کولو له پاره يوه مهمه مرجع ګڼل کيږي. استاد رشاد نه يوازي د خپل علمي تبحر له کبله، بلکي د تقوى او د نفس د مناعت په درلودلو سره د پوهانو او روښانفکره قشر په منځ کي خاص محبوبيت ګټلى دى”.
محمد صديق روهي
هېره دي نه وي چي فاضل استاد ته د ۱۳۸۲ ل کال د مرغومي پر نهه ويشتمه په جلال آباد ښار کي دده په وياړ جوړ سوي سيمينار په ترڅ کي د (علامه) بېسارى دروند لقب ورکړه سو.
مړينه
دا ستر پوهاند او نابغه علامه رشاد بابا د ۱۳۸۳ ل کال د لېندۍ د مياشتي پر يوولسمه (۱۱مه) نېټه، د چهارشنبې په ورځ د کابل په څلورسوه بستريز روغتون کي د ماپښين پر دوولس نيمو (۱۲:۳۰) بجود زړه د ناروغۍ له امله په حق ورسېد.
انالله و انا اليه راجعون
علامه رشاد دتاريخ ليکني په ډګر کي
ليکوال : پوهنوال رسول باوري
تر دې مهاله زيات شمير پوهانو ، څيړونکو اوليکوالو د علامه رشاد پر علمي شخصت ليکني او څيړني کړيدي . او د څيړنو دا لړۍ لا روانه ده . يو شمير پوهانو د علامه رشاد تخليقي اثارڅيړلې او په هغو کي يې د نوښت غښتلۍ څرک موندلۍ دۍ ، يوشمير څيړونکو د استاد ادبي څيړنو ته پام کړۍ او په هغو کي يې د علامه رشاد ځواکمن دريځ جوت کړيدۍ او همداشان په ژبپوهنه ، کلتور پوهنه ، متون پوهنه او د پوهي په نورو ډګرونو کي يې د علامه اکادميسن پوهاند رشاد ونډه جوته کړېده . زه په دې لنډه ليکنه کي علامه رشاد د يوه مورخ په توګه را يادوم اوور سره يوځای هغو ځانګړنو ته د درنولوستونکو پام اړوم چي د معياري تاريخ ليکني بنسټيز ارونه دي .
د تاريخي اثارو د پيژندني او د هغو په اړه د رايې څرګندوني لپاره تر ټولو لومړنۍ پړاو د هغه تاريخي اثر د ليکوال او يا مورخ د ذهنيت او ليد لوري پيژندل او پوهيدل دي ، چي نوموړۍ مورخ کومو اندونو او ځانګړو افکارو ته ژمن او يا لږ تر لږه له هغو څخه اغيزمن شوۍ دۍ . علامه رشاد هم د نورو مورخينو په څير ليد لورۍ او د خپلو تاريخي ليکنو لپاره يې معنوي مودل او ذهني لارښود درلود ، هغسي چي استاد رشاد د لودي پښتانه نومي اثر په سريزه کي ليکي : (( په نړۍ کي له لرغونو زمانو دادوددۍ چي ملکونه ، اولسونه ، کامونه ، کورنۍ ، او حتی شخصيتونه لوړيږي ، ځوړيږي ، ودانيږي ، ورانيږي وړيږي ، واک مومي ، بيواکه کيږي ، ژوند مومي او محوه کيږي ، دا ټولي اوښتني ( تغييرات ) ځانته سببونه لري ، د دغو سببو نو پلټنه او ګرويږنه او د هغو د اغيزو او نتائجوڅيړل او شنل د تاريخ غايه ده ))
دا د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر مورخ او فيلسوف ابن خلدون نظريه ده . نوموړي په اتمه هجري پيړۍ کي ژوند کاوه ، په تونس کي وزيږدۍ ، بيا يې دد ژوند تر ورستيو کلونو د الازهر پوهنتون کي د الهاياتو ، فلسفې او اسلامي تاريخ داستاد په توګه دنده تر سره کول . د ابن خلدون څخه په لسګونو تاريخي ، فلسفي او ديني کتابونه په ميراث پاته دي ، خود ( د ابن خلدون مقدمي ) په نوم اثرنړيوال شهرت ګټلۍ دۍ ، په دې اثر کي د تاريخ او ټولنپوهني په تړاو دنوموړي اندونه خپاره شويدي . د ابن خلدون نظرياتو نه يوازي د اسلامي نړۍ دمورخينوپر افکارو اثر ښندلۍ ؤ ، بلکي د نړۍ پر بيلا بيلو فلسفي او تاريخي ذهنيتونو يې داسي اغيزي پريښي ، چي يوشمير يې متاثره کړي او يو شمير نورو بيا د خپلو افکارو د تدوين لپاره د منځپانګي تر بريده ورڅخه ګټه پورته کړيده ، چي په لويديځه نړۍ کي د بيلګي په توګه نامتو ټولنپوه اګست کنت او په ځانګړي ډول د شلمي پيړۍ انګليسي نامتو مورخ او فيلسوف ارنولد تايبې يادولای شو چي په علمي کړيو کي يې د (( تمدنونو د انحطاط فيلسوف )) په نوم زيات شهرت وګاټه . د ټولني دايروي وده چي د ابن خلدون له نظرياتوڅخه راپيل شويده ، په اوس مهاله بيلا بيلو ايز مونو، سياسي او ټولنيزو مسلکونو کي په يوه يا بل ډول کارول کيږي . علامه رشاد هم د ابن خلدون نظريو ته ژمن پاته شوۍ د تاريخ ليکني هغه متود يې کارولۍ چي ريښې او جرړي يې د ابن خلدون په نظريو کي له ورايه څرګندي دي .
ډيرو شننوکو د علامه رشاد په اړه دا خبره منلې چي هغه هيڅ يوه کرښه د کاغذ پر مخ نه راکښل څوچي د هغې په اړه به يې باور او ډاډ نه وای حاصل شوۍ . همدا وينا داستاد علامه رشاد د نورو ټولنيزو علومو تر څنګ په تاريخي څيړنو کي هم په پوره وړتيا څرګنده ده . د علامه رشاد څخه په زيات شمير تاريخي ليکني د ادب او ژبپوهني په تړاو را پاته دي ،چي د بيلګي په توګه ، ډيلۍ د پښتنو په وخت کي سريزه ؛ در باره نظامنامه اکبري و ناظم ان ؛ کوروش خون اشام ، د قيصه خوانۍ خونړۍ پيښه ، څوارلس کلن غازي حاتم او زيات شمير نور داډول خپاره شوي اثاريادولای شو ، خو زما د دې ليکني لپاره د علامه رشاد د نورو تاريخي کتابونو څخه د لودي پښتانه په نوم تاريخي اثر چي د ۴۲۵ پاڼو په لرلو پههند کي د لودي کورنۍ بشپړ تاريخ دۍ ، او هم مي د يوې بيلګي په توګه د نورو تاريخي مقالو څخه په لس مقالې نومي کتاب کي د (( دکرلانيو پاچا هي کورنۍ )) د بحث لپاره ټاکلي دي .
په تاريخي اثارو کي هغه ليکنه يا کتاب د زيات باور وړ ګرځي چي د تاريخي څيړنو ټول ارونه پکښي کارول شوي وي . د دې ارونو څخه يو هم د باوري منابعو او لاسوندونو څخه ګټه اخيستنه ده چي د پيښو د تصديق او سپيناوي لپاره کارول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه او هم د کرلانيو پاچاهي کورنۍ په اړه د هري پيښي او هري وينا لپاره لاس وند وړاندي کړي او هره وينا يې د ماخذ په مرسته د منلو وړ ګرځولې ده . د دې ادعا د ثبوت لپاره د لودي پښتانه ، تاريخي اثر د متن هره پاڼه لوستونکي ته د ډاډ څرګند لاس وند دۍ . د بيلګي په توګه : په ۷۹ نه اويا يمه پاڼه کي چي د سلطان بهلول د رسيدلو په اړه سرليک پيل کيږي ورسره سم د بيلا بيلو ماخذونو او لاسوندونو ياودنه کوي ، د خورشيد جهان ؛ مرقع افغان ؛ شوکت افغان د اثارو بيلا بيلي پاڼي را يادوي ، چي د نوموړي مطلب د کره کولو لپاره تر ټولو ډاډمن اخځونه دي ، او دا ميتود د لس مقالي نومي اثر په بيلا بيلو برخو کي هم په پوره ځير تيا کارول شويدۍ .
د برلاسو تاريخي څيړونکو يوه ځانګړ تيا دا ده چي د پيښو پر مهال ليکل شويو اثارو ته پوره پام اړوي او د لومړي لاس منابعو په توګه د هغو اثارو څخه زياته ګټه پورته کوي چي د پيښي مهال ته نږدې او يا پر يوه مهال وي ، پوهاند رشاد هم د بر لاسو مورخينو په څير د لودي پښتانه په اړه زيات هغه اثار او منابع کارولي چي د هغه مهال ليکوالو ليکلي دي ، لکه مسالک الممالک ( اصطخري ) کتاب الهند ( البيروني ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) حدودالعالم ، تزک بابري ( بابر نامه : اودخان خان )طبقات ناصري ( جوزجاني ) اوداسي په لسګونو ، نور يادولای شو .
په تاريخي څيړنو کي يوه بله ستره ځانګړتيا دا ده چي د يوې ادعا لپاره د يوه ماخذ وړاندي کول بس نه دي ، لاس بري مورخين د يوه لاسو ند پر ځاي د ډيرو لاسوندونو پيدا کولو او وړاندي کولو ته پام کوي او زيار باسي چي د خپلي ادعا د سپيناوي لپاره څو ماحذونه وړاندي کړي او يا د يوه ماخذ د تصديق لپاره نور ماخذونه وښئي . علامه رشاد هم د همدې ميتود څخه په لودي پښتانه نومي اثر کي او هم په لس مقالې نومي کتاب کي ، کار اخيستۍ دۍ . د لودي پښتانه په ۱۴۹ مه پاڼه کي چي د جونپور دريمه جګړه را يادوي او په لمن ليک کي د هغه مبارک خان سپيناوۍ کوي چي په دې جګړه کي ښکيل دۍ ، او وايې چي دا د ماخذونو په حواله هغه مبارک خان نه دۍ چي د مبارک خان لواڼي په نوم پخوا ياد شويدۍ ، بلکي دا د مونجي خيلو لودي کورنۍ اړوند يوه بل مبارک خان دۍ .(پاڼه ۱۴۹ لودي پښتانه )
اکادميسن علامه رشاد په هغه مقاله کي چي د کرلاڼيو پاچاهي تر سرليک لاندي يې خپره کړيده هم دا ميتود کارولۍ دۍ ، د بيلګي په توګه : د کرلاڼي د نوم څيړلو لپاره بيلا بيل لاسوندونه او منابع وړاندي کوي او تر هغه بريده يې د لاسوندنو او اثارو کره کتنه کړيده چي په پر له پسې توګه يې يو ماخذ په بل ماخذ تائيد کړېدۍ ، او ان دا چي طبعاتي تيروتنو ته يې هم پام کړي او هغه يې يادي کړيدي ، لکه چي په لس مقالې نومي اثر په ۳۶ پاڼه کي ليکي : د صولت شير شاهي په ۱۱۴ مخ کي چي سيد احمد مرتضی ليکلۍ او د عليګړ پوهتون له لوري چاپ شويدۍ هلته د تاج خان سره يوځای بواني ليکل شويدۍ ، چي دا چاپي تيروتنه ده . ( پاڼه ۳۶ لس مقالې )
د تاريخ د علمي يون دوه بنسټيز فکتورونه د زمان او مکان يوالۍ دۍ ، هغه تاريخي پيښه چي زمان او مکان يې څرګند نه وي دبشپړي تاريخي پيښي په توګه نه شميرل کيږي . د همدې اصل له مخي په ټولو تاريخي اثارو کي د پيښي ځای ښودل او د وخت څرګندتيا تر ټولو لومړۍ په پام کي نيول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه نومي کتاب کي په پر له پسې توګه دا اصل په پام کي نيولۍ او د هرې پيښي سره يې د وخت سپيناوۍ کړي او هم يې د سيمي او ځای پيژندل شوني کړيدي . د نوموړي اثر هيڅ يوعنوان او سر ليک بيله څرګندي نېټې نه ليدل کيږي او ورسره د پيښي سيمه او ورشو هم جوته شويده . د بيلګي په توګه په ۱۰۹ پاڼه کي د بهلولپور سرليک را يادوو : بهلولپور د خزينته الا صفی په حواله سلطان بهلول ته منسوب دۍ ، په ۹۳۲ هجري کال چي کله بابر مغل د سلطان شهاب الدين غوري ودان شوۍ ښار سيال کوټ وران کړ نو يې د هغې سيمي اوسيدنکي بهلولپور ته وليږل . د بابر نامې په ۱۶۶ مخ کي ليکل شويدي چي د بهلولپور کلا د چناب د سين پر غاړه پرته ده . ( ۱۰۹ پاڼه ، لودي پښتانه ) .
د ا لنډه ليکنه په پوره روښانتيا دا برملا کوي چي علامه رشاد هغسي چي د هيواد د ستر اديب او نامتو ليکوال په توګه پيژندل شويدۍ ، د هيواد په تاريخ ليکنه کي يې هم ستر لاس درلود او د تاريخ د يوه عالم په څيريې هغه تاريخي پيښي ، تاريخي کورنۍ او يوشمير تاريخي کسان را پيژندلي چي د هيواد د تاريخ لپاره يې پيژندګلوي اړينه وه . او له نيکه مرغه استاد په پوره ځير تيا په تاريخي پاڼو کي د هغو تشو ډکولو ته زيار ايستلۍ چي د اوسني نسل لپاره يې پوهيدل اړين دي . دپام وړيادونه:
په دې لنډه ليکنه کي د علامه رشاد (( لودي پښتانه . پښتو ټولنه . ۱۳۳۶ . )) او (( لس مقالې . دولتي مطبعه . ۱۳۶۷ )) سربيره د لاندي اخځونو څخه هم ګټه اخستل شويده ، چي د الفبا په ترتيب دي :
باوري ، رسول . د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني . د مقالو ټولګه . سلام ټولنه . ۲۰۰۲ .
ساپی ، ضمير . تاريخ چيست ؟ . پوهنتون کابل . ۱۳۵۴ .
شفا ، شجاع الدين . مايه ، بعد از هزار و چهارصد سال . نشرات زردشتيان . ۲۰۰۴ .
فروغ السادات ، اخضري . تطابق عوامل انحطاط دول ابن خلدون . دانشګاه تهران . ۱۳۷۷
مير حسين شاه . تاريخ نويسي در شرق . پوهنتون کابل . پروګرام ماستري تاريخ . ۱۳۶۷ .
د علامه ټولنيزژوند
محب الله ترابي
علامه بابا د ځاني کرکټر له مخېډېر مؤدب، دروند، عزتمند، باوقاره او د ستر همت څښتن و، په ورين تندي او عاجزي سره به يې خبرې کولې او د نورو خبرو ته به يې په پام سره غوږ نيوه؛ کله چې به په خبرو کې له مقابلې خوا څخه اشتباه کېده؛ نو خامخا به يې ورته ښووله؛ بلکې د يوه، دوو تاريخي مثالونو په ويلو سره به يې هغه پوهاوه چې هغه اشتباه سمه کړي.
علامه بابا هيڅکله چاته د شتمنۍ او لوړ دولتي مقام له مخې درنښت نه درلود، بلکې هغه ته يې د هغه د پوهې له مخې پام اړاوه، په هغه ليکنه کې چې کانديد اکاډميسن محمد اعظم سيستاني په ښکلا مجله پرلپسې۱۴مه ګڼه، ۱۲م مخ کې د علامه بابا په اړه کښلې، ليکلي: «… زما څو ځله فکر سوی دی چې کله به په ځينو پوهنيزو څېړنغونډو کې کوم لوړپوړی چارواکی راتلی، نو برخوال به يې د درنښت لپاره درېدل؛ خو استاد به هيڅکله له ځايه نه ښورېده او دغه نوي راغلي چارواکي به د ده درناوی کاوه، هغه عادت نه درلود چې د زورورو پر وړاندې خپله هسکه غاړه ټيټه کړي، ځکه چې هغه د عزتمند نفس، ملي غرور او لوړې پوهېڅښتن و.
همدارنګه زياتوي چې: ((د ډاکټر نجيب الله دولت په ۱۳۶۵ کال وغوښته چېځينې فرهنګي څېرې د هغوی د مانيزو ارزښتونو د پنځولو له امله چې د ستاينې وړ وو، د دولت له خوا د لوړو علمي رتبو په ورکړه ونازول سي، خو استاد علامه رشاد دا ډول لقب و نه مانه او نه يې خپل آثار ورته کانديد کړل، آن د افغانستان د علومو اکاډمۍ ته يې خپل عکس هم ورنکړ، دا له دې امله چې د هېواد فرهنګيانو ته د دا ډول علمي القابو په ورکړه کې علمي معيارونه په پام کې نه نيول کېدل او هغه څوک چې به يې وړ نه و هم يې تر لاسه کول. خو په اخير کې د اکاډمۍ چارواکو د هغه د استخدام له قرارداد ليک څخه عکس وشکاوه او د ده د اکاډمېسنۍ له لقب سره يې خپور کړ.
علامه بابا طامع او مداح نه و چې د مادياتو د خاوندانو يا په بله وينا د زر او زور د څښتنانو سترګې ورته را اوښتي وای. هغه يو ريښتينی انسان، د سپېڅلي وجدان خاوند و او له نورو څخه يې هم همدا غوښتل، د علم په ورکړه کې لکه حاتم طايي داسې و، د ادب او فرهنګ د مينانو په منځ کې بله ډېوه او د افغاني ولس شمله وه.
لکه څنګه چې يادونه وسوه، علامه بابا يو دروند، نرم خوی، د نيکو اخلاقو او لوړې طبعېڅښتن و. د نفس پاکي او سترتوب يې درلود، د بېدل او سنايي غوندې و، سر يې د چا په درشل نه مښه او نه ښکته کاوه، په دې اړه خپله فرمايي:
سر مو کوز مه کړېټيټو اسرو ته
دا لوی پېـغور دی پـت او پــښتو ته
دې بــنده ګــۍ ته تندی پرې مه ږده
چې تــمه، ډار يې بيايي ســــجدو ته
همدارنګه تل د حق او ريښتيا د لارې ملګری و، په خپل ولس او خپله خاوره کې يې په مينه او درنښت ژوند وکړ او هيڅ چېرې ترې پردېس نه سو، چې دا هم د خپلې خاورې او هېواد سره د ده د مينېڅرګندويي کوي. د خاينو سره يې روغه نه وه او د هيواد د پوهانو او د هغه چا چې د خپلې خاورې سره يې مينه درلوده کلک ملاتړی و. ارواښاد علامه بابا سرمايه نه لرله، خو د ده سرمايه يوازې د ده قلم، مشواڼۍ او کتاب وه.
علامه بابا يوازې د پښتنو نه و، استاد خو د پښتو تر څنګ په نورو ژبو هم کتابونه کښلې او خپله يېځان په قوم او قبيلې پورې نه منحصر کاوه، بلکې په ټول افغانستان او افغانانو پورې يې اړه لرله.
ارواښاد علامه بابا ته د خدای (جلا جلا له) ورکړي استعداد او پوهې په برکت د علامه، اکاډمېسن او پوهاند د لوړو القابو تر څنګ د علم او ادب په اسمان کې د شپږم ځلانده ستوري په نامه وپېژندل سو.
علامه بابا تل د خپل ولس په درد دردمند کېده او په خوشحالۍ يې خوشحالېده او د خپل وطن او ولس پرمختګ او پښتو او پښتنواله پالل يې تر ټولو ستر ارمان و. د دې خبرې د اثبات لپاره چې علامه بابا سره د خپل ولس غم و او د هر وګړي په درد درمند کېده، غواړم د ګل حبيب «وفادار» د ښکلا مجلې په پرلپسې۱۴مه ګڼه کې د «علامه د يو ګاونډي درې خاطرې» تر سرليک لاندې ليکنه کښلې، زه يې دويمه خاطره د پورتنۍ خبرې د اثبات لپاره دلته کټ مټ راوړم:((يوه ورځ مې وليدی چې استاد زموږ له کوڅېڅخه درې کوڅې پورته ولاړ دی، زه ورغلم او ورته مې وويل: السلام عليکم! تر روغبړ وروسته يې وويل:څه کوې؟ ما ورته وويل: چې زه ستا په خاطر راغلم چې ته دلته څه کوې، ده راته وويل: دغه دوا مې يو چاته ته واخيسته، نه پوهېږم چې کور يې چېرې دی.
ما ورته وويل: استاده! نو څنګه کېدای سي چې دوا دي ورته راوړه او کور دې نه دی ليدلی؟ استاد راته وويل: ته داسې وکړه، هغه کور پيدا کړه او دا دوا ور ورسوه، خو زما نوم مه وراخله.
ما دوا واخيستل، د نسخې پر نامه مې د کوڅې له ماشومانو پوښتنه وکړه، هغو هم کور راوښود او دروازه مې وروټکول، يو سپين ږيری سړی راووت، ما دوا ورته ونيول او ورته ومې ويل، چې: ناروغ ستاسو د کور دی؟ ده راته وويل: هو زما يتيم لمسی ناروغ دی، خو دغه دوا چا درکړه؟ ما ورته وويل : چاچې دا دوا راکړه نو دا خبره يې را باندې پخه کړه چې د هغه نوم به نه در يادوم. د سپين ږيري سترګې له اوښکو ډکې سوې او راته يې وويل: ما د دې نسخې پيسې نه درلودې، نو هغه مې په درملتون کې پرېښوده، خو دا چې چا واخيسته او اوس دوا چا راوړه، خدای (جل جلا له) پوهېږي، خدای(جل جلا له) دي خير ورکړي.
