اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

کتاب او دکتاب لوست دکتاب خورول

02.12.2014 ليکونکى: عبدالجبارکاکړ
کتاب چي په هره ژبه وي او چاته چي لوئي څښتن داوياړ ورکړي وي چي په بيلو بيلو ژبو يې لوستي شي په کار دي چي ويلولي ولکه هغه په هر مضمون(TOPIC) باندي وي ځکه هر کتاب خپل ارزښت لري او دعلم خزانه يې په ورقو کښې خوندي کړي وي ځموږ دپاره خو سترکتاب قرآن شريف او حديث شريف دي خو ددي کبله چي ځموږ په مورني ژبه نه دي نو ځکه چي موږ ډېره ګټه نه شو ځيني ترلاسه کولي خو بيرته هم دتفير په زور تر ډېره موږ دقرآن شريف څخه ګټه ترلاسه کوي شو خو قرآن شريف دومره ژور(DEEP) علم دي چي ياخوي خپله مورني ژبه عربي نه وي يا يې عربي داسي زده کړي وي او دومره علم او زده کړي په کښې کړي وي نو هغه نيک بخشان په رښتيا هم ګټه ځيني اختي شي قرآن دعلم يو لوئي سمندر دي چي څومره چي لوست په کښې کيږي او څومره څوک ځان په پوه کوي هم دومر يو لوستونکي دعلم په دهغه سمندر کښې غوټي وهي خو بيا هم وپائي ته ځان څوک نه شي رسوي خو څوک چي په بشپړه دقرآن په علم ځان وسپولوي او په هر څه ځان پوه کړي نو هغه ته بيادانړۍ او داکائنات ورڅرګند شې ځکه چي دلوئي څښتن دپيژندګلوي يې په برخه شي او بيا هر څه هيڅ ورته ښکاره کيږي خو
خوشحال بابا وايي:
چي غوټي پسي وهي په لاس به درشې.
چاويل چي په درباب کښې ګوهرنه شته
نولنډوټکو موږ دا ويلي شو چي قرآن شريف دټولوزده کړو او علومو سرچينه ده خو شرط يې دادې چي موږ په قرآن ښه پوه يو داځموږ دمسلمانانو عقيده او ايمان دي او دارښتيا هم دي خو دبده مرغه ددي دونې لوئي سمندردلرلو سره سره موږ په تنده کښې ژوند کوو او نن و داځائي ته رارسيدلي يو چي پخپله مسلمانان يو بل په ډله ايزه سره وژنو او داهم واوي چي داخو دقرآن او حديث په رڼا کښې کوو نو ددي څخه داڅرګنديږي چي موږ دقرآن په علم او زده کړو نه يو پوه ولي چي قرآن مجيدخو يو قرآن دي نو داتوپير او داختلافات او وژني بياڅه مانالري خو هغه وخت به مسلمانان خپل سرونه په لاس کښې ايږدي چي ددهغه لوئي قرآن توري والو ځي او سپني ورقي پاته شي لکه چي ځموږ ايمان دي.
لوئي څښتن بشر په ټولو کائناتو کښې تر هر چالوړ او پوه او پوه وګرځاوي ځکه يې خپل مرستيال يا نائب وګرځاوي او هر څه يې ورته په ګوته کړل دي نائب هم دخپله عقل دماغ او پوهي څخه کار واخستي او نن دعلم او زده کړو اوج ته ورسيدي او دعلم بيلي بيلي څانګي يې راوستلي او په نړۍ يې وپيژندلي او نن هم مخ په وړاندي روان دي آن دا چي نن مريغ زهره ته لا جوړه وي سپوږمي باندي دمخه خپله پښه ايښې وه خو ددي دڅنګه وبشر او وګړو ته دخپلو زده کړو او علم او زور ډيري آسانتياوي ور په برخه کړي چي دلته شمېرل څه آسانه کار نه دي دهغه دسائنس او ټيکنالوجي دا دومره پرمختياپه يوه پيړي ياتر دي هم په لږ وخت کښې انسان ترلاسه کړي ده که ديوې يوې نيمي پيړي مړي راژوندي شي او دنړۍ ودي اوسني جل بل ته وګوري نوداګمان به وشي چي داخو هغه څه نه دي چي ده دتلو دمخه په دي مځکه ليدلي وو خو نن سائنس او ټيکنالوجي دومره مخ په وړاندي روانه ده چي هر ورځ نوي نوي آسانتياوي دبشر په برخه کيږي چي ددي دمخه دچا په خيال او سوچ کښې هم نه وو خو داهر څه دعلم او زده کړو په زور او دسړيو په ولوله او جذبه ترسره کيږي.
خو دبده مرغه دهغه آسانتياوي او پرمختياوي که يوه خواته دستايني وړ دي خو بلي خواته ويره هم د دوس سره ملګري ده دبده مرغه که يوه خواته دوي دبشر دآسانتياؤ دپاره بي ساري کارونه کړي دي خو بلي خواته يې بشر په بشپړه فناکيدو تيروتني هم کوي چي هغه وسلي دي چي هم دهغه پوهانو دنورو ولسونو دوژولو دپاره جوړي کړي او زيرمه کړي دي او دنړۍ ټوله يا ډېر زياته شتمني اون پوهنه يې په دهغه ويجاړونکوو سلو باندي لګولي دي په ځائي ددي چي د بشر دنوري ودي او پرمختياپه چارو يې ګار کړي او يوه بله بدمرغي داده چي دانسانو په دي نړۍ کښې يوه لويه برخه نن هم ددهغه انساني کرامات څخه بي برخي ده چي دلوږي بي کوري بي زده کړو بي دارودرملو او بي شمېره ناخوالو کښې ژوند کوي او پخپلو کښې لاس وګريوان دي يوه خواته چي بشر دومره پرمختياکړي ده خوبلي خواته ټوله ايزه پياوړتيا يې شاء ته تللي ده په کار دا وو چي ددهغه ټوله ايزه اړخ هم دومره ومخ ته تللي وي او دبرابري او مساوات لاره يې خپله کړي وي خو ددي يو لوئي علت تمه لالچ او برلاسي ده کنې ولي به دنړۍ يو برخه دهري ښې او ښادي خاوندوي او بله لويه برخه به دبده مرغيو په حالت کښې ژوند کاوي خو دبشر جوړښت او نيچر هم داسي کيدي شي چي په بل بشر نن چي په اسلامي نړۍ کوم ناتار جوړ دي هغه وهرچاته څرګنده ددي سره سره چي لوئي څښتن ودوي ته دعلم او زده کړي دکولو دپاره په خپل سترکتاب قرآن شريف کښې لارښودنه کړي ده او ځموږ ستر پيغمبر هم په وارو وارو د زده کړو او علم دکولو په وارو وارو وينا کړي ده خو بيرته هم موږ ودايوه ارزښت او وينا ته غوږنه دي ايښي چي دداټولو ناخوالو او ناورينوعلت هم دادي چي موږ و زده کړو او علم ته دومره ارزښت ورنه کړي لکه دنړۍ نورو ملکو او ولسونو چي د ډېرو وخته څخه ورکاوي او نن هم هغه ملکونه دپرمختيااوج ته رسيدلي دي او اسلامي نړۍ چي لوئي څښتن دمځکي لاندي خزاني ورته زيرمه کړي دي دوي نه شي کولي چي دهغه څخه ګټه ترلاسه کړي هم هغه چاته دوي اړ او مجبوره دي چاچي د زده کړو او دعلم په زور دوي ځان ته اړ کړي او مجبوره کړي دي نه يواځي دهغه په علم او زده کړو پسول شوي ملکونه ددهغه زيرمولويه برخه دخپلي ټيکنالوجي په زور وړي بلکي نور داسي چلنونه کوي چي وکور به ته لږ او ځان ته لويه برخه ترلاسه کوي او ددي څخه علاوه داسي سياستونه کوي چي نور په جګړو کښې په يوه او بل نامه سره واچوي او دوي دخپلوګټو دڅارلو دپاره دخيريه غونډي ورته کښيني او دادي نن دهر څه موږ په خپلو سترګو ګورو او ددهغه ناورين سره بشپړه عقيدي په رڼا کښې ورسره مخامخ يوخپل ورور دنورو دګټو دپاره پخپله وژنو خپل ټاټولي دکلو کلو څخه ورانو دخو دلږ ګړۍ د دپاره خپل ګريوان ت سرنه ټټه وو چي داو ولي؟ ددي سره سره چي ځموږ دين او مذهب هر څه موږ ته راښوولي.
رښتيا خبره داده چي موږ دعلم اوږده کړو څخه ډېر ليري ساتل شوي يو کتاب لوستلو دوداو رواج په موږ کښې نه شته دبده مرغه ځموږ ديني علماؤ نه دين قرآن او حديث په بشپړه په مسلمانانو کښې وخوراوي نه يې مسلمان وعصري زده کړو ته پريښودي او ډېرو نيم ملايانو داويناوي وکړي چي وخت او دعصر زده کړي کول کفردي که موږ دخپل قرآن په ښه ډول لوستي او ښه شته موکړي وي نن په دعقيدي او سائنس ترمنځ يو ډول توپيرنه وي ځکه قرآن بشپړه علم دي خوکه څوک يې په ژوره ډول شته وکړي خوهم دهغه زياتره علماؤ داخبره کوي چي کوم نامسلمانو ولسونو چي دومره هراړخيزه پرمختيا کړي ده دوي داهر څه دقرآن ترلاسه کړي ده خو پخپله چي قرآن ځموږ ستر کتاب دي نو بياپه دا اسلامي نړۍ څه شوي دي چي دوي ړانده شوي او ګټه نه شي ځيني ترلاسه کولي...؟
نن چي کوم ولسونه ترناورين او تربدبختيو لاندي هغه دورايه څرګنددي چي لويه بيلګه يې افغانستان دي چي نه يواځي دپرمختياڅخه بي برخي دي بلکي دوراني په لور دتيروڅلويښت کلو څخه روان دي او ځکه چي دوي د زده کړو او دعلم څخه دبيلو بيلو لورو څخه وروسته پاته کړل شوي وو په دوي کښې دکتاب لوست يو ناولده خبره ښکاره کيده په دهغه ملک کښې دښوونځيو تړل يا اور ورته ورکول ترلاسه روان دي کتابونه چي په افغانستان کښې څومره په بيلو بيلو نامه باندي وسوځل شول هغه هم په نړۍ کښې ساري لري څوک چي وخپل ټاټولي او خپلو خلګو او خپلووياړونه ته بلدشي نو داهر څه خود نه پوهي دنالوستي د ورځي څخه کيږي؟ څومره وراني وشو او څوني لاسونه و دهغه هيواد ته وروعتريدل ددي علت څه دي؟ کنې تر افغانستان هم په نړۍ کښې وړوکي وړکي هيوادونه شته خو هغه او هر وګړي هم ددي لاري دښه او بدلوتوپيرکوي .دقرآن مجيدويناده خدالعفوه والرلعرف اعرض عن الجاهلين عفه غواړه دښه کارو لارښودنه کوه او دجاهلد نومخ اړ وه.
رښتيا خبره داده چي غير مسلمان دلوئي څښتن وخدانيت منلي دي بلکي ازمويني او تجربي يې کړي دي خو دوي نه يواځي اسلام ته غاړه نه ايږ دي بلکي داسلام په وراني پسي دي خو د دوي کمال دا دي چي دپوهني او علم ته زور ورکړي دي او ددي لاري هراړ خيزه کارونه اوګټي ترسره کوي نو ددي دپاره موږ ته هم اړينه ده چي ديني زده کړو دڅنګه عصري علم ته زياته پاملرنه وکړو زده کړي او علم لومړي په قرآن شريف کښې دي که هغه په ژوره غورولوستل شي غور باندي وشي او ددي وروسته ونورو هر ډول کتابونه ولولو او مخ ځيني ونه ګرځوو او ددي دوولارو خپل ملت واوج ورسوو دوي ولي برلاسي دي ځکه چي دزده کرو او علم و دهغه ځائي ته رسولي دي کنې ځموږ ددوي په منځ کښې څه توپيردي بلکي موږ ډېر ښه يو چي په دين او داسلام يوچي ځموږ عقيده ده.
.................................................................

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←