د پوهاند زيار په اړه يو څوخبرې
په بلجيم کی د استاد پوهاند دوکتور زيار نمانځغونډې ته د دېپلوم اېنجينرمحمدحکيم اګدري او امين الله دريځ پيغام
ويانا،۱۱-۲۹- ۲۰۱۴
16.12.2014:د ټولمنلي استاد پوهاند دوکتور زيار په اړه يو څو لنډې خبرې
د نويو پوهنيزو ميتودونو پر بنسټ هغه پاخه او بنسټيز ګامونه، چې پوهاند زيار ايښي، په رښتيا، چې د پښتو ژبې او ادب د ودې او سيالۍ په بهير کې سيال و سارى نه لري. د دې څرګندونې د پخلي لپاره يې ژبپوهنيزې څېړنې، ژباړنې او ادبي پنځونې يادولاى شو، چې د رسنيزو ليکنو او کتابونو په بڼه يې پر پښتو او پښتنو لورولې دي.
استاد پوهاند دوکتور زيار د نويو پوهنيزو اړتياوو او نړيوالو پوهنيزو کولتوري پرمختګونو له غوښتنو سره له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې له نورو پرمختلليو ژبو غوندې د (( يوې يوا زېنۍ ليکنۍ پښتو)) او ورسره ورسره د نوى، ازاد او سپين پښتو شعر غبرگ غورځنگ له ډېرو برياوو سره پر مخ وړی دی او ډېر پلويان او پليوني راپيدا کړي وي.
دغه ټولمنلي استاد پر پورتنيو هڅو سربېره د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوکه ګړدودي څېړنې ترسره کړې او تر هېواد دننه او بهر يې په پښتو، پارسي، الماني او انګرېزي ژبو څه له پاسه درې زره پوهنيزې، ادبي او رسنيزې ليکنې، ژباړنې او ويناوې کړې چې د بېلابېلو رسنيو له خوا خپرې شوې، او په دې توګه يې د سيمې او نړۍ په کچه د سترو پوهانو په شمېر کې را وستي دي.
د ويلو بله خبره داده، چې پوهاند زيار يوازې د ژبپانګې د بډاينې لپاره کار نه دى کړى، هغه د نژدې سلو پښتو ګړدودونو د څېړنې په رڼا کې لويه او پرمختللې پښويه وليکله، چې پښتو يې تر ډېره ځايه له پرمختلليو ژبو سره سياله کړه. دا پښويه همداسې، چې پر هېڅ ځانګړي ګړدود تکيه نه کوي، په ټولو پورې اړه لري. په هغه کې د ژبنيو جوړښتو تر ټولو لنډ، اسانه او سم واريانټونه ټاکل شوي، چې د اوږد مهالي گرامري رنګارنګۍ يا ګډوډۍ ته يې پاى ټکى کېښود او له دې پلوه يې د پښتني-افغاني کولتوري ملي سيالۍ او برابرۍ يو والي ته لار هواره کړه.
همدا يوه مياشت له مخه يې د((گړنو-څرگندنو)) يوه بل ژبپوهنيز او يوه ادبي اثر(ناول) تر څنگ د ويپوهې ۸۰۰ مخيز کتاب له چاپه راووت، چې مينه والو ته يې د وييرغاونې او په ټوله کې د خپلې مورنۍ پښتو د ښه ترا نومهالې ليکنې څېړنې لپاره د لوستنې سپارښت کوو. هيله ده، زموږ ځوان ليکوال، شاعران، رسنوال او څېړنوال چې استاد يې کمپيوټري پښت بولي، لږ تر لږه پر هېوادني کچ له (دري) پارسي ژبې سره د مثبتې ملي سيالۍ په موخه د (( يوې-کره ليکنۍ پښتو ليکلاره راخپله کاندې او نور د ((خپلې سيمه ييزې گړنۍ پښتو)) کارونې ته پايټکی کېږدي!
د پښتو ژبې نومياليو ليکوالو لا هاغه مهال د پوهاند زيار پوهنيزو هڅو ته په درناوي کتلي، په ځانګړې توګه استاد حبيبي، استادبېنوا، استاد الفت، ناروېژي استاد مارګنستېرن او داسې نورو پوهانو يې د نوې پښتو ژبپوهنې په رڼا کې يې پرلغښتې ليکنې څېړنې پوره ستايلې او لوړې ارزولې دي
موږ داسې مهال د استاد پوهاند دوکتور زيار د پوهنيز- ادبي ژوندانه په اړه څه ليکو، چې له هېواده لرې په جلاوطنۍ کې اوسي، نه يې کوم اداري، سرکاري واک و واګى په لاس کې دى او نه يې هم د لرلو هيله لري. همدا ټکى موږ ته په ځانګړې توګه د دې زړورتيارابښي، چې د استاد د کمسارو او تلپاتې پو هنيزو اومانيزو کارنامو يادونه وکړو.
بويه، هر څوک د ليکلو رښته لري، خو د څنګه ليکلو د لارښوونې رښته يوازې د ژبپوهانو ده. دوى د ټاکلې پوهې پر بنسټ ښه پوهېږي، چې "څه" "څنګه" وليکل شي؟ او د دې لپاره پوهنيز لاسوندونه وړاندې کوي، چې هغه په نړيواله کچه منل شوي او علمي ارزښت لري. که څوک د دوى پر وړاندې درېږي او وايي، چې زه هم ليکوال يم او خبره مې سمه ده، دې ته به ورته وي؛ لکه يو څوک، چې د ودانيو چارې يې زده کړې او ودانۍ جوړولاى شي يا دچا خبره، يوخټګر ووايي، چې د ودانيو د انجنير خبره سمه نه ده، زه تر هغه ښه پوهېږم. ددې مانا به دا وي، چې هغه د يوې ودانۍ د جوړښت لپاره د رياضي، فزيک، هندسې، مېخانيک و ډېناميک ټولې شمېرنې بېځايه ګڼي او د ودانۍ انجنيري نقشه بې مانا ورته ښکاري.
بله ښه بېلګه يې دا هم کېداى شي، چې نن ورځ ميليونونه انسانان له کمپيوټر سره سر و کار لري او ورسره بوخت دي؛ خو دا ټول کمپيوټرپوهان نه دي او په دې هم نه پوهېږي، چې کمپيو ټر څنګه جوړېداى شي او پروګرامونه يې څنګه هره ورځ نوي کېږي او اسانېږي؟!
په دغه کار يوازې هغه انجنير پوهېږي، چې د کمپيوټر په برخه کې يې ځانګړې علمي - تخنيکي زده کړې کړې وي، نه هر هغه څوک، چې تش کمپيوټر کارولای شي.
ژبه هم د يوې ودانۍ يا يوه کمپيوټر غوندې څيز يا Object دى، چې موږ ټول يې وايو او ليکو يې؛ خو په موږ کې د ګوتو په شمېر انجنيران شته، چې دغه Object له Subjective پلوه پېژني او پرې پوهېږي، چې هغوى ته ژبپوهان وايو.
موږ کړاى شو د پوهې په يوه څانګه کې يو څه ووايو؛ خو د سپيناوي واک به يې د هماغې څانګې ځانګړيو پوهانو ته ورکوو او استدلال ته به يې غوږ نيسو.
پښتو د بلې هرې ژبې غوندې خپله بېله ژبپوهنه، پښويه (گرامر) او نورې څانگې خرانگې لري. نن ورځ د پښتو ژبې يوازېنى ژبپوه ښاغلى پوهاند ډاکتر زيار دى، چې د ټولو نړيوالو پوهنيزو معيارونو په رڼا کې يې دغه پازه منلې ده، بې له دې، چې د کوم سرکاري ټولنې، بنسټ يا بلې ما لي سرچينې ملاتړ ورسره وي، په يوازې سر يې د خپلې اکادېمۍ په چوکاټ کې پر مخ بيا يي.
په کارده، ډېره مننه يې وکړو، چې نه پيسې غواړي، نه څوکۍ او زموږ تاسې ټولو د ګډې ژبې لپاره "خدايي خدمتګار" دى. داسې انسان تاسې چېرته پېژنئ، چې دومره ځان ځورولو ته يې د يوه بېوزلي ولس د کولتوري ودې، بډاينې او سيالۍ لپاره اوږه ورکړې وي او له هېچا د هېڅه هيله هم ونه کړي، هغه هم داسې مهال، چې په ننني خيرن پانګوال سيستم کې بې پيسې څوک يوه شېبه تشې خبرې هم نه درسره کوي.
موږ ته ښايي خپل ښه او بد وپېژنو او په ناخبرۍ کې بېځايه سر زوري ونه کړو. هماغسې، چې د نورو ژبو د زده کړو کړاو ګالو، لومړى بويه د خپلې ژبې د سمې زده کړې په لار کې ستونزې وګالو. دا خبره هسې يوه پلمه ده ، چې وايي: (( زه د زيار په ليکنه نه پوهېږم))! (همدا ښاغلي او اغلې چې په بهر کې اوسي د ډېرو نا اشنا ژبو زده کړې ته يې ملا تړلې او سختې ورته نه ښکاري؛ خو د زيار صاحب په ليکنه کې چې ځينې آر پښتو ټکي وويني بيا وايي موږ پرې نه پوهېږو. دا سمه ده، چې نه به پرې پوهېږي؛ خو هماغسې، چې په کورونو کې فرهنګ عميد، المنجد او د اروپايي ژبو ډيکشنريانې پرانيزي او د نااورېدليو وييونو ماناوې لټوي، پښتو سيندونه او بيا له امير شېرعليخانه تر ننه پورې د استاد د نويزونو(نويو لغتو) سيندگی دې هم په کورونو کې وساتي پرادې يې نيزي او د ځينو وييو ما ناوې دې ولټوي. دا خو نه شي کېد اى، چې د يوه انسان دې په سلو کې سل ټوله ليکنۍ او علمي- ادبي ژبه زده وي. که داسې واى؛ نو بيا د هرې ژبې لپاره د دومره سيندونو او ان سمندرونو ليکلو ته څه اړتيا وه؟
موږ ټول، چې په رسنيزو- ښوونيزو چارو کې بوخت يو، په کارده، د استاد پښويه(گرامر)، وييپوهنه او ليکلار څو څو ځله ولولو، ځانونه پرې وپوهوو او خپلې ليکنې يې له مخې سمې کړو که نه نا ليکلوسته به پاتې شو.
د پوهاند زيار په ژبپوهنيزو هاندوهڅو پښتو ژبه تردې پړاوه را رسېدلې، چې نن سباله فلسفې نيولې تر دوتري ليکه پورې دژوندانه هرډول ويناييزو اړتياوو ته ځواب ويلای شي. که په خوبولې پښتني ټولنه کې د زيارصاحب غوندې ککرۍ نه وای، د هر ليکوال، څېړنوال يادبلې هرې علمي- فرهنگي څانگې پوهيال او فرهنگيال له لاسه پوره نه وه.
پايلنيوی
موږ په پوره ډاډ و خوښۍ وايو، چې پوهاند زيار د پښتو ژبې لپاره يوه لويه شتمني ده. دا پر ځاى ګام دى، چې له دغې شتمنۍ د پښتني کولتور د بډاينې او سيالۍ لپاره ګټه واخلو او پرېنږدو، چې ايډيولوژيک، ګوندي او سيمه ييز توپيرونه مو د پوهې له رڼا بې برخې کاندې.
موږ اړ نه يو، چې له پوهاند صاحب زيار سره د اړوند فلسفي، ايډيولوژيک يا سياسي ليدلوري په اړه هرومرو همغږي و اوسو؛ خو د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه کې وسمهال يوازېنۍ ستره سټه او سرچينه ده او پوهنيزه لارښوونه به يې منو.
موږ د استاد منندوی يو او د هڅو يې زښت ډېر درناوى کوو ، او لااوږد ژوند، روغتيا متره او زغم ورته غواړو چې د پښتو ودې، ځلونې سمسورتيا او سيالۍ ته يې د زړه وينه ورکړه او دغه ژبه يې له« ټبرني او سيمه ييز » اکره ساينټيفيک پړاو ته را ورسوله.
موږ د هېواد ټولو ليکوالو، استادانو، رسنوالو،کولتوري او اکاډيميکيو بنسټونو او د افغا نستان دولت ته وړانديز کوو، چې د پوهاند صاحب ډاکتر مجاور احمد زيار د دومره سترو پوهنيزو- ادبي هلو ځلو او هاند و هڅو د درناوي په پار د لوى استاد او د پښتو ژبې و ادب د ستوري په نامه وپېژني او په دې توګه يې پر افغاني پوهې او فرهنگ باندې ټاکلې رښته پر ځاى کاندې!
په پښتني- افغاني مينه او مننه
