اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

نړۍ دي ټول ولسونه د يوه لوئي ناورين څخه وځغوري

23.12.2014 لیک:محمد نعيم کاکړ
په تېره اوني کښې دوي داسي پيښي وشوي چي په رښتيا هم ددي وړدي چې هر د عقل خاوند غور ور باندي وکړي هو يوه بله پيښه هم ديادوني وړده چې کله يو تورپوستي امريکائي مائيکل براون اتلس کلن ځوان چې د يوه پوليس لخوا ووژل شو چې د امريکا د ميسوري په ايالت د فرګون په ښار ګوټي کښې دا پيښه رامخ ته شوه هم ددې پيښې په ضد په امريکا کښې مظاهري رواني دي چې د سپني ماڼي پوري رسيدلي دي هم د دهغه تور لوستي د وژني په اړه داخبره هم هغه وخت د سړي و مخ ته درسيږي چې د بشر وژنه که هر چيري کيږي او هر څوک يې کوي په کاردي چې په ټوله نړۍ کښې د داسې پيښو غندنه وشې بلکې د مخ نوي دپاره يې ټوله نړۍ چې موږ ورته يو نړيوال کلې ورته وايو دهغه په ضد راوپارڅيږي چي دهغه نړۍ ولسونه د دهغه ظالمانو د منګولو څخه راوباسي چې د خپلو ګټو دپاره نورو ولسونه په باورنو کښې سوځي چې ژوندي بيلګه يې افغانستان دي چې د تېري نيمي پيړي څخه داور په لمبو کښې خلګه سوځي په وېنو کښې لميږي داسې ورځ نه تيريږي چې په لساو افغانان ددې اوږده وخته څخه وژل کيږي يوه خواته خو دهغه خوار افغانان په داسې ناترسي وژل کيږي هر څه يې ور ورانيږي خو څوک يې د پوښتني کولو نه شته خو بلې خواته يو امريکائي پور پوستي وژل کيږي ټوله امريکا کښې مظاهري ورباندي کيږي او د نړۍ ميډيا او رسنې خبري باندي کوي دا دومره توپير...؟
​ملالي يوسف زي څه وړوکي کارنامه تېره اوني نه کړه تر سره يو د نوبل د سولي وياړوو چې يوې د ډېر لږ عمر انجلي هغه هم يوې پښتني ترلاسه کړي ددې سره سره چې پښتانه په نړۍ کښې د وران کارو او تهره ګرو په نامه د پيژندلو هڅي وشوي او ددې سره سره چې په ملاله داسې خبري کيږي چې داهر څه د لويديځ او غرب يوه د سيسه ده اوس چې ملاله داوياړ ترلاسه کړي دهغه چاچې دهغه وخته څخه دهغه سوچ لرلې دوي نور ځان ته ډاډ ورکوي خو ځموږ دپاره داخبره هيڅ ارزښت نه لري خو ارزښت د ملالى يوسف زي هغه ويناده چې دي د نوبل دوياړ اخستلو په وخت و ټولو نړۍ والو ته د رسېنو د لاري په ټيلي ويژن او په تالار کښې ناستو ته واوروله په زياته بيا د ملالي هغه خبره چې نړۍ وال خو په ياو کښې ټينک (TANK) جوړه وي خو دوي نه شې کولي چې ددي په ځائي يو ښوونځي يا سکول جوړ کړي چې په رښتيا هم د زورځواکو په مخ دا يوه څهپړه ده چې دي ورسره کړه خو ملالي يوسف زي داخبره نه شم ويلي چې ولي ونه کړه چې تاسي راشې د پښتنو افغانانو ټاټوبى ته چې هم دهغه زورځواکو د خپل هوس او ګټو دپاره څومره ښوونځي او نور د زده کړو مرکزونه په دهغه څو کلو کښې په باورد ووالوځول او څومره زده کونکي او ښوونکي ووژل خو د ملالي يوسف زي پيغام د ټولو نړۍ والو په ځانګړي ډول سوله خوښونکو ولسونو دپاره دي چې دوي ږغ راوچت کړي او دهغه زورځواکو او جګړه خوښونکو و مخ ته ودريږي څوک چې د خپل هوس او ګټي دپاره دهغه وخته څخه ولسونه په اورکښې سوځي او په وينو کښې لمبووي او اوس لګيادي چې د دهغه مځکي څخه هر ژوندي ورک کړي او د ځان په ګډون هر څه پوه پناه کړي چې په سر کښې درې لوئي ښاماران دي چې دخپل هوس او ګټې په خاطر بشر ته يو ارزښت نه ورکوي او نړۍ وال يې په يوه داسې غوبل کښې راګير کړي دي چې هيڅوک نه څه ورسره کولي شې نه د دهغه ورانيو څخه راګرځوي شي يواځي او يواځي ولسونه په زياته بيا د لويديځ ولسونه کولي شې چې دوي پاڅون وکړي او بشر ددهغه را روان ناورين څخه وځغوري او د وسلي او ټانک په ځائي ښوونځي جوړ کړي د نړۍ د سره څخه غريبي او خواري (POORITY)لري او دهغه نړۍ وال کلي خوشاله او سوکاله کړي..؟
​په روانه اوني کښې هغه جبر او ظلم چي سي.آئي.اې د تهره ګري په نامه په بندي خانو کښې د نيولو بنديانو سره کړي وو هغه هم راڅرګند شو چې ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ کښې ورته پاته شوه او د نړۍ لخوا د دهغه ظلم تشدد او غير بشري عمل غندنه وشوه پخپله د افغانستان ولسمشر ډاکټرمحمداشرف غني احمدزي هم د دهغه غير بشري عمل غندنه وکړه خو ډېر بيا پټه خوله پاته شول چې دا ډېره خواښونکي خبره ده ددې يو بل علت دادې چې په نړۍ کښې داسې حکمرانان ډېر شته چې دوي په دهغه ناوړه عمل کښې ورسره ملګري دي اوس اوس چې زه په دي ليک بوخت هم رسېنو داخبر ورکوي چې د پيښور په يوه ښوونځي وران کار او تهره ګر ننوتي دي او يو مخ يې په ګوليو شهيدان کوي چې د زده کونکو په ګډون يې ۱۵۰ شهيدان او تر دوه سوه زيات ژوبل کړي دي.
​رحمان باپا وائي چې که دانا يې اور د خپله سره مړه کړه، رښتيا خبره ده چې د زور زياتي وژني او تشدد کښې څومره افغانان پښتانه وژلي يا يې وژني او څومره ناورين چې په دهغه خاوره راوستي دي دا ظلم په نړۍ کښې ساري نه لري نو ځکه دنده او مسئوليت هم د دوي دي چې هغه ټولي چاري ولټوي او په کار يې راوړي چې نه يواځي خپل ټاټوبي د رواني خونړۍ اوږدو پيښو څخه وځغوري بلکې کوم را روان ناورين دي د هغه مخ نوي وکړي او ددې دپاره چې هر څه د دوي دلاسه کيږي دهغه څخه ځان ونه سپموي او د نړۍ ولسونه ودي ته راوبولي چې د دوي سره مرسته وکړي او خپل حکمرانان ودي ته اړکړي چې د خپلو ګټو دپاره دي نړۍ د ناورين سره نه مخامخ کيږي..؟
​اوس چې په افغانستان کښې په سيمه کښې ټولي څهري بربنډي شوي او هر چاته دا څرګنده شوي ده چې څوک څوک دي او دوي د چا په ملاتړ افغانان او پښتانه د تېري نيمي پيړي څخه وژني هر څه يې ور وران کړي دي دا وخت چې کومي ډول ډول ناخوالي و دوي ته ورپيښ دي ددې مخ نوي هم يواځي يواځي د ولس په زور د منځ څخه وړي شې ولکه هغه هره ناخواله وي افغانان پښتانه چې د طالب او تهره ګر يا القائده په نامه د تېرو څوارلس کلو څخه د ناتار سره مخامخ کړي دي هم د دوي په نامه زور زياتوب و خپل اوج ته رسيدلي دي څنګه به د خپل ټاټوبي د نور ناورين څخه وځغورل شې..؟
دا پوښتنه بايد هر افغان پښتون په دي خبره غور وکړي بيا د خپلو ملګرو هيواد والو د سيمي او د نړۍ والو ولسونو پوري ورسوي موږ ټولو وليدو چې څوارلس کاله د نړۍ په درځنو درځنو ملکو په مليونو لښکري ۲ افغانستان کښې پاته شول او د کوم کار دپاره چې دوي راغلي وو چې سوله او امنيت راولي آيا دوي سوله او امنيت راوستي که نور يې امنيت ګډوډ کړي..؟ دوي چې کومي ژمنې په کال ۲۰۰۱ء کښې په بون کښې کړي وي هغه تر سره کړي..؟ څرګنده خبره ده چې ځواب يې نادي بلکې که دا وويل شې دا به راته څرګنده شې چې دوي په افغانستان کښې نوره هر اړخيزه ګډوډي رامخ ته کړه که څه هم دوي به نور کارونه کړي وي خو دوي ددې دپاره افغانستان ته راغلي وو چې دوي به لومړي سوله راولي بيا به دوي نور کارونه مخ ته وړي اوس پوښتنه داده چې دوي سوله او امنيت راوستي..؟څورلس کاله دمخه افغانانو کښې زياترو و دوي ته هر کلي ويلي وو خو دوي په دي نه وو خبر چې دوي به تر پخوا هم د بې امنيتي سره مخامخ کيږي...؟
​هغه افغانان چې په يوه او بل نامه چې په جګړو کښې بوخت دي په کاردي چې دوي داخبروو پېتلي چې دا جګړي اوس ځموږ دوراني بڼه کړي ده د دوي په نامه نور جګړي کوي چې خپلي ګټي ترلاسه کړي او افغانستان وران کړي تراوسه چې هر څه وشو هغه خو وشول ددې وروسته چې څه را روان دي هغه بږنونکي دي په کاردي چې دهغه را روان ناورين څخه خپل ولس او خپل ټاټوبي وځغورو خو دا هغه وخت کيدي شې چې د جګړه خوښونکو څخه ځان بېل کړو او د خپل ولس سره و دريږو او هغه څه وکړو چې هغه ځموږ د ولس او خاوري په ګټه وي هم د دوي نوم دي چې نور ښاماران يې د جګړي دپاره ګاروي که دوي ځان ځيني بېل کړي بيا نه شې کولي چې د دوي په نامه جګړه کوي دهغه جګړه خوښونکو و موږ ته يو داسې ناورين جوړ کړي دي چې هره ډله هر سړي يې يو د بل په درولي دي او داسې سره راګير کړي دي چې يواځي د خپل د وژني يا زيان په رسولو سوچ وکړي نور هم څه ځيني پاته وي سوله او امنيت اسلام خوښ کړي ده په کاردي چې موږ هم دهغه لار خپله کړو اوس چې هر څوک وژل کيږي يا جګړه ورسره کيږي هغه خو ځموږ خپلوروروي خو باندنيانو چې کوم چل ځموږ په خاورو جوړ کړي دي هغه يو بل سوړ جنګ پيل کيدو په حال کښې دي چې وروسته به په توده جګړه بدليږي چي دا هر څه به هم ځموږ په خاوره وي نو هر څوک ددې څخه اټکل کوي شې...؟ ځموږ دوراني تياري يوه يوه نيمه پيړي د مخه شوي وه چې دوي د لوئي لوبى يا (GREATGAME) نوم ورکړي وو ددې تر سره کولو دپاره تر ټولو زياته د اسلام سپيڅلي نوم ګار شوي دي چې اوس دوي ګټه ځيني اخلي په کاردي چې د دوي د لاس څخه د اسلام نوم راوباسو او نړۍ والو ته دا ږغ ورسوو چې اسلام د جګړي او تهره ګري نوم ه دي بلکې د سولي بشر دوستي او امنيت نوم دي ددې ژوندي بيلګه د سه شنبي په ورځ د پيښور په سوه ښوونځي کښې ټولي نړۍ وليده چې د تحريک طالبان په نامه اووه جنګياليان و يوه ښوونځي ته د ورځي په رڼا کښې د مليشيا په جامو کښې ورننووتل.بريد کونکي چې ځانونه د اسلام لښکر ګڼې مسلمان دي او کوم زده کونکي ځلميان چې دوي ووژل يا ژوبل کړل هغه هم مسلمانان دي اوس دهغه بريد کونکي چې ووژل شول دوي د شهادت په نامه دا کار وکړي او ماشومانو ته څه نوم ورکړو.
​ماشوم او ځلمي چې لوئي څښتن په دوي روزه هم نه د فرض کړي او د نړۍ هر مذهب د سپين سري سپين ږيري او د ښځي او ماشوم دنه وژلو حکم کړي دي نو دوي څنګه په مرميو يو مخ دهغه بې وزلي وژني ددې سره سره چي اسلام د بشر د وژني په کلکه مخ نوي کړي دي رښتيا خبره داده چې دهغه ښامارانو د ټول بشر په زياته بيا د مسلمانانو سره داسې چل وکړي چې دوي يې يو د بل په وژنه سره وپارول او چاپيريال يې داسې ورته ګډوډ کړي چې د دښمن او تشدد په چپه يې هيڅ نه په کښې پريښوول چې دهغه ژوندي بيلګه د پيښور د آرمي پبلک سکول ده چې هر سړي حريان ورته پاته دي که د نړۍ ولسونه را پورته نه شول او خپل خپل حکمرانان يې د دهغه بشر وژونکو او د نړۍ د پوه پناه کولو څخه نه راوګرځول نو د کائنات دهغه مځکه به په باروتو دوي سره سر کوټه کړي چې بشر په بشپړه ​کباب کړي نو ددې دپاره په کاردي چې نړۍ وال ولسونه بشر د دهغه ناورين څخه وځغوري.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←