د خاص کونړ د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې چارې
د 1357 ل کال د ثور د انقلاب څخه راپه دېخوا د 1368 ل کال پورې، چې هېواد عمومي ادارې د سره ښکېلاک سره د جهاد له امله لړزانده وې او د مقابلې ميدان ګرم و، نو په دې مهال د ټول هېواد ښوونه او روزنه ټکنۍ شوې وه، چې اغېزه يې د هېواد لر او بر ته رسېدلې وه. د هېواد دننه ښوونځي ټول ويجاړ شوي وو او د زده کړې بهير يا بيخي ورک شوى و او يا ې ايله سيورى _هغه هم خړ_ معلومېده چې د څښتن تعالى په پېرزوينه د جهاد په برياليتوب بېرته د دويم ځل لپاره په ښوونه او روزنه کې ساه وغړېده، خو متاسفانه چې بشپړ صحت يې لا د بېلا بېلو نظامونو په وجود کې نه و موندلى يانې د مرکزي دولت د ادارې د نشتوالي له امله يوه ځانګړي نصاب وجود نه درلوده.
د "1380" ل کال راپه دېخوا، چې ښوونه او روزنه تر اوږدې وقفې وروسته يوه اندازه لږه راوغړېده، نو د ښوونې او روزنې په تشکيلاتي جوړښت کې هم يو څه تغيير تر سترګو کېږي، چې عملاً يې د بېلګې په ډول د خاص کونړ ولسوالۍ د ښوونې او روزنې په چارو کې ستاسې مخ ته وړاندې کوو.
د کميت له پلوه د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د 85_1386 ل تعليمي کال له مخې ښه پرمختګ شوى دى، چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو شمېر "20" ته رسېږي.
يو نوى نوښت، چې په اوسنۍ ښوونه او روزنه کې ليدل کېږي او د يادولو وړ دى، هغه دا دى چې ولاياتو ته د ښوونې او روزنې د وزارت په سلسله د رياست تشکيل او همدا شان په ولسواليو کې د ښوونې او روزنې مديريت تشکيل او تاسيس شوى دى، چې د مديريت په سر کې يو امر د مدير په توګه، يو تن اداري مامور، يو تن تحويلدار، يو تن ملازم او دوه تنه د نظارت غړي لري، چې د ولسواليو د ښوونې او روزنې او د مرکز د ښوونې او روزنې د رياست ترېمنځ ارتباطي پل دى.
د خاص کونړ د ولسوالۍ د ښوونې او روزنې د مديريت د 85_1386 ل تعليمي کال د احصايې له مخې دا ولسوالۍ "20" شل ښوونځي لري، چې "3" درې ليسې )ثانوي(، ښوونځي، "1"يوه ديني مدرسه، "14" څوارلس ابتدايي ښوونځي او "2" دوه منځني ښوونځي لري.
دوه د ذکور لېسې )ثانوي( ښوونځي او يوه لېسه د اناثو لري. همدا ډول د ذکر شوي تعليمي کال د احصايې له مخې "5" پېنځه ابتدايي ښوونځي د نسوانو لپاره او "9" نهه ابتدايي ښوونځي د ذکورو لپاره تشکيل شوي دي، چې د همدې 85_1386 تعليمي ل کال له مخې يې د زده کوونکيو شمېر "9002" نهه زره او دوه تنو ته رسېږي، چې له دغې جملې څخه يې "6048" تنه هلکان او "2804" تنه نجونې زده کوونکي په درس بوخت دي. ددغو ټولو زده کوونکيو تدريسي بهير د "251" تنه ښووکيو له خوا پرمخ وړل کېږي، چې له دغې جملې څخه "6" تنه يې ښځينه ښوونکي دي او "245" دوه سوه پېنځه څلوېښت نور يې نارينه ښوونکي دي. همدا شان ښوونې او روزنې ته د منسوب پرسونل يوه برخه يې "18" تنه مامورين او "73" تنه اجيران تشکيلوي.
د خاص کونړ ولسوالۍ د موسمي وېش له پلوه د يخي هوا )سرد سير( برخې او د تودې ګرمسير هوا برخې لري، چې له شلو "20" ښوونځيو څخه يې "5" پېنځه د يخ موسم لرونکي ښوونځي او پاتې "15" پېنځلس يې د تودې سيمې ښوونځي نومول شوي دي.
د ثبت او سجله پلوه ټول "20" ښوونځي دولتي ښوونځي دي، چې شخصي ښوونيزې ادارې دلته وجود نه لري.
د ځاى او تعمير له مخې "8" اته ښوونځي تعميرونه لري او پاتې "12" دولس يې د شنه اسمان لاندې د تودو او سړو باوجود په خپلو زده کړو بوخت دي. ځاى لري، خو تعميرونه نه لري.
لکه څنګه چې دمخه وويل شول د کميت له مخې د ښوونې او روزنې په برخه کې يو څه بدلون تر سترګو کېږي، چې مثبتې خوا ته قدم وهي، خو له بده مرغه چې کيفيت يې لکه څنګه چې لازم وي، هغه شانته نه برېښي. په کيفيت کې وروسته والى يې د ځينو عواملو اغېزه بللى شو، لکه د تعميرونو نشتوالى، د درسي کتابونو کمښت، د زده کوونکيو لپاره د مېز او چوکۍ نشتوالى، د لابراتوارونو، کتابتونونو، درسي لوازمو، درسي موادو، ورزشي لوبغالو او مسلکي ښوونکيو نشتوالى او نور په دې برخه کې د زيات پام وړ عوامل دي، چې د ښوونې او روزنې په کيفيت کې يې د پرمختګ قدم سوکه کړى دى.
نو په دې تړاو زموږ غوښتنه له اړونده چارواکيو څخه دا ده، چې په دې برخه کې د زيات خدمت کولو وياړ ترلاسه کړي او د خپل زورېدلي ولس او د راتلونکي نسل ستونزې او مشکلات ورحل او لنډ کړي.
بل وړانديز مو دا دى، چې چارواکي دې په دې ولس رحم وکړي او هغه څه دې نه وايي، چې نه يې کوي. مطلب مې له هغه غوړو او زېړو ژمنو څخه دى، چې چارواکي يې د دولتي مامورينو او په تېره بيا د ښوونې او روزنې له پرسونل )ښوونکيو( سره يې کوي، چې کله بيا د حساب د تصفيې وخت راشي، د ټول کال د ژمنو قيمت ايله دوه درې سوه افغانۍ وټاکي، چې په اصطلاح په هغه انتظار هم نه ارزي.
که په رڼو الفاظو دغه ژمنې له يوې خوا نه د مطبوعاتو مخ تور او د رسنيو ژبه غوړوي، خو له بل پلوه زموږ راتلونکى نسل هم په چل او فريب روږدى کوي. ددې بحث لړۍ به په همدغه سپوره غوندې ګېله او د چارواکيو په دې غوړو وعدو راونغاړم.
