پښتو
31.12.2014: پښتو څه د يوې دوي يا درې پيړي ژبه نه ده چې ورته توري او ټکي (الفباء)ورته پيدا ورته جوړ کړو بلکې پښتو تر زراو زراو کالو څخه خپل مزل وهلي دي او مخ په وړاندي ورانه ده او ځينې ناپوهان او جاصلان او دښمنان پښتو يوه نيمګړي ژبه بولي لکه د پښتنو دښمنانو چې بشپړه قام د قيس عبدالرشيد او لاره ګڼې او وائي چې هم دي د پښتنو نيکه وو دا بيله خبره ده چې پښتون ولس د تاريخ په اوږدو کښې ديرغلګرو سره په جګړه کښې پاته شوي دي او د نن ورځي پوري هم په دهغه ناورين اخته دي او ده ته وار او موقعه نه دپه لاس ورغلي چې دي خپل نيټه ليک وليکي يا و خپلې ژبي ته دومره کار وکړي لکه د نوو ژبو دپاره چې قامونه پاچاهان رڼ انده او ژبيوهان کوي او تر ټولو لويه غميزه داده چې د پښتنو په ګوتو شمير حکمرانانو د خپلې ژبي سره دهغه وخته څخه نيولي بيا تر نن پوري دومره زياتوب کړي دي چې دښمن به هم نه وي کړي خو زه بېرته هم د پښتنو هغه بې وسه کهول ته امبارکي ورکوم چې د هر ډول زور زياتوب سره سره دوي په وچ ډګار بيله د چاد مرستي دهغه وخته څخه بيا تراوسه د پښتو دودي دپاره خپل هر څه په قربان کړي او د سرسدکه کړي دي چې تاريخ به هر وخت په ياد ساتي او پښتو او پښتون به وياړ باندي کوي هم دهغه کهول د پښتنو سپيڅلي چوپړوهونکي دي او دوي يې غاوران دي چې پښتو يې تل د کورنيو او باندنيو دښمنانو څخه خوندي ساتلي ده وده يې ورکړي ده او مخ ته وړي ده.
اوس وخت را رسيدلي دي چې پښتو ژبه د نړۍ په مخ تللو ژبو په لومړيو څوشميرو کښې ودريږي و پښتو ته په لر او بر کښې خپل ځائي او مقام ورکول شې په زياته په افغانستان کښې چې دوي خپلواک دي او هر هغه څه کولي شې چې د دوي اساسي قانون اجازه ورکوي د دهغه هيواد حکومت ته ولس اجازه ورکړي ده او قانون او آئين اجازه ورکړي ده نو که دوي هم دا کار نه شې کولي نو د افسوس په ځائي موږ ددې ځايه څخه څه ورته کولي شو..؟ نور نه څه نه شو ويلي تر کومه چې د خيتځ او سويل خواو پښتانه دي او د توري ليکي ودي خواته پراته دي ددي سره سره چي د پښتو ژبي دودي دپاره دومره حکومتي چاري په لاس کښې نه لري خو بېرته هم هر د پښتو خوا خوږي په خپل کار کښې بوخت دي او دهڅه کوي چې د پښتو کوټه غټه کړي او په لمن کښې ډېر څه ورواچوي ددې سره سره چې دوي په ښوونځي کښې خپله مورني ژبه نه د لوستي او د خپلې ژبي سره د مينې د کبله زده کړي اوس ليک او لوست په کښې کوي او هر وخت چې په دي خاوره باندي پشتو ژبه نه د لوستي او د خپلې ژبي سره د ميني د کبله زده کړي اوس ليک او لوست په کښې کوي او هر وخت چې په دي خاوره باندي پښتو ژبه په ښوونځي کښې د لوست او ليک دپاره په ډېرو هلو ځلو د ورننوتلو هڅه کړي ده د ډېر بدغبرګون سره دهغه چا د خوا مخامخ شوي ده څوک چې د مورني ژبي په ارزښت خبر نه وي يا د خپلو بادارانو د خوښي دپاره دا ناوړه کار کوي د چاپه وينا چې پښتو لوستل پښتو ليکل يا خپرونى په کښې کول داسې دي لکه څوک چې سره سکروټه په لاس کښې واخلي دهغه غلام دهين انګريزي ژبه په ځان دومره سوره کړي ده که وس ورسيږي دوي به مورني ژبي په بشپړه ډول د منځ څخه وباسي يا به د اردو ژبي په لمن کښې وروغورځوي.
لکه وړاندي چې وويل شول اوس وخت را رسيدلي دي چې هر څوک و خپل کار ته وږه ورکړي يو شاعر يو ليکوال دي تر خپله وسه پوري هڅه وکړي چې کوم ليک دود د پښتودپاره ټاکل شوي دي او په باړه ګل کښې چې ژبپوهانو په ګډه کومي پريکړي کړي دي په هغه دي عمل وکړي تر هغه وخته چې بيا د پښتو د ژبپوهانو غونډه کيږي او هغه څوک چي څه وړانديځونه لري هم هڅه د ژبپوهانو سره وچيړي دانه چي د هر يوه زړه وغواړي چې زه دا وايم بايد ځما خبره ومنل شې کنې دابه وکړم او هغه به وکړم داسې خو به بيا بله ورځ هر يوراولاړيږي هغه به جائيزه او ناجائيزه وړانديځ کوي په کاردي چې دهغه نازکه دنده پښويه (ګرائمر)کاروژبپوهانو ته وسپارل شې بله ورځ به بل څوک چي هميش يې د پښتو او پښتون مخ نوي کړي دي هغه به بيځايه نيوکه راپورته کړي نو ځکه يوواربيا داخبره غبرګول غواړم چې بايد د ژبي پښويه ياګرائمر و ژبپوهانو ته وسپارل شې ځکه چې د پښتو پرمختيا د پښتون پرمختيا ده.
دشلمي پيړي په ورسيتو لسيځو کښې پښتو د يوه ډېر لوئي ناورين سره مخامخ وه او دهغه روانه وه چې په بشپړه ټاټوبى باندي د پښتو په ځائي اردو يا عربي ژبه وتپل شې (په پښتونخوا)کښې اوس هم دا هڅي رواني دي ځکه په ښوونځميو کښې و پښتو ته موقعه نه ورکول کيږي چې د لوست او ليک ژبه وګرځول شې په هغه وخت کښې داهڅي مخآمخ رواني وي چې د پښتو ځانګړي پيژندنه (ځ. څ. ږ . ڼ.ښ) د منځ څخه واستل شې نو به پښتو په بله ژبه اړول آسانه شې آن دا چې په خپرونو کښې دهغه ځموږ ځانګړي ټکي نه ګاريدل ما په وارو وارو د خبره کړي ده او زه چې په وارو وارو ليکم ماته بې خونده ښکاره کيږي زه او ارواښاد عزيزالله خان (عزيزماما) هم هغه چاته ورغلو او دي سړي ته مي وويل چې ته ولي دا د پښتو ځانګړي ټکي يا نوري نه ګاروي ددې څخه ته خبر يې چې څه به کيږي...؟ موږ غواړو چې ددي کار څخه لاس واخلي بيا يوه بل تش په نامه پښتون راته وويل که تاسي (زه) د پښتو د دهغه ځانګړو ټکو په ځائي د اردو ټکي ګار کړم نو به پښتو ليک دود او لوست ډېر آسانه شې ما په ځواب کښې ورته وويل چې دا څه خبره کوي. لنډه دا چې په وارو وارو داسې هڅي شوي دي اوس هم رواني دي خو بيرته هم وياړ ځموږ دهغه چا په برخه دي چې دوي هر وخت بيداره او د پښتو دودي هڅي کوي ددې سره سره چې د هر اړخيزه خواريو او مشکلاتو سره هر وخت مخامخ وي رښتيا خبره داده چې پښو په ياګرائمر يوه ستونځه ده خو د پښتو ژبپوهانو لګيادي چې دوي ددې هواري راوباسي په دي اړه په وارو وارو غونډي شوي دي په باړه ګلي کښې چې کومي پريکړي شوي وي دهغه ډيري ګټي ترلاسه شوي دي خو که په هغه بشپړه عمل وشې او تر هغه وخته دوام ورکول شې چې د ژبپوهانو بله غونډه د ټولو په ګډون کيږي په پښتو ليک دودکښې هغه څوک د ستونځو سره مخامخ کيږي.
څوک چې په شوو پريکړو باندي عمل نه کوي داسې هم د نړۍ په هره مخ په وړاندو ژبو کښې پښو په ګرائمر کښې ستونځي رامخ ته کيږي او په ليک دود کښې هم مشکل لري پخپله دهغه انګريزي ژبه چې ډېر خلګه وياړ باندي کوي ددې په ليک دود کښې پيچومي نه شته او په بيلو بيلو سيمو کښې په بېل بېل ډول نه ليکل کيږي او په زياته بيا د چاچي مورني ژبه انګريزي نه وي خو دهغه ژبه خاوندان ليري ددوي و دهغه ناخوالو ته څوک ګوته پورته کوي خواري او مشکل خو د پښتو سره دي چې په حکومت کښې هم تر ښکيلاک لاندي ده او چيري چې حکومت سرپرستي نه کوي الته هم تر ښکيلاک لاندي ده.
پښتو ژبه د نورو ډېرو ناخوالو سره مخامخ ده کله موږ ددې ناخوالو د منځ څخه د وړلو هڅي کړي دي لومړي دا چې بايد هر پښتون کوچني ته په ښوونځي کښې په پښتو ژبه زده کړي وشې هر ماشوم د خپل تاريخ او جغرافيه سره پيژندګلوي ولري پښتو د دفتر ژبه وګرځول شې او دومره حق چې بشري حق دي هغه ورکول شې څوک چې د زړه په وينو يو کتاب يوه مجله يا ورځپاڼه چاپ کوي دهغه سره دي دومره مالي مرته په حکومتي کچه کيږي چې يو ليکوال او مدير نور کتابونه چاپ کړي مجلي او ورځپاڼي راوباسي هغه ته نوره وده ورکړي دا نه چې دا هر څه څوک چاپ کوي او بيا پخپله يې په خلګو د خيرات په ډول ويشي ځموږ په ولس کښې دومره سوچ نه شته چې د هر کار په روپو کيږي بايد چې يو څوروپي په ورکړم دا ځکه چې حکومتونه ځموږ و ژبه ته ارزښت نه ورکوي چې په کومو ملکو کښې چارواکي و خپلې ژبي ته ارزښت ورکوي او سرپرستي يې کوي هغعه ژبي وده او پرمختيا کښې واوج ته رسيدلي دي پښتو يا نوري ژبي به څه وده وکړي چې نه يواځي مرسته نه ورسره کيږي بلکې په داسرسر هم ټکول کيږي او د ګډوډي هڅي کيږي د وياړ وړدي ځموږ هغه ليکوال شاعران رڼ انده او زبپوهان چې په وچ ډګار يې خپل هر څه د پښتو دودي دپاره قربان کړي دي او نن يې پښتو په نړۍ والو پيژندلى ده خو حکومتونه ددې وياړ څخه بې برخي بلکي ددې ټولو ناخوالو مسئول دي..؟
تر کومه چې په ليک کښې ستونځي دي ددې هوارول د ژبپوهانو دنده ده بايد چې کار واهل کار ته وسپارونه دا چې په يواځي سر په نيوکو خپل وخت تېر کړو ځما د ورځپاڼي ځلاند سپاړس کاله کيږي زه هر ورځ په پښتو ژبه ډېر ليک کوم او دا مي باور دي چې چا به په لاس دومره ليک نه وي کړي ستونځي او ناخوالي هم ډيري رامخ ته کيږي خو زه نه دا چا څخه ددې په بدل کښې څه غواړم نه په چا باندي څه آسانه کوم دا زما د پښتو په ما باندي دا حق دي کله هم ما داهڅه نه دکړي چې زه د خپلې خواڅخه په ليک دود کښې بدلون راولم بلکې د خپله وسه داهڅه کوم چې د باړه ګلي د پريکړو په رڼا کښې ليک وکړم دا ځکه چې زه ژبپوه نه يم نه ما په ښوونځي کښې خپله مورني ژبه پښتو لوستلي ده دا کار د ژبيوهانو ده هر چا دا کار نه دي تر کومه چې د پښتو دي ګانو خبره ده دا رښتيا خبره ده چې موږ تېروتني په کښې کوو خو دا ځموږ پړه بايد چې ونه ګڼله شې بلکې هغه زورځواکي چې ځموږ قام يې ددې بشري غوښتني څخه بې برخي کړي که ځموږ ولس او مشرانو په رښتيا هم ددې د مخ نوي هڅي په بشپړه ډول ونه کړي نو به موږ د خپل هر څه څخه بيګانه شو چې اوس هم بيګانه شوي يا په دهغه لور روان يو.
تر کومه پوري چې د بلوچستان د ايالتي حکومت پريکړه ده چې کوچنيانو ته به لومړي زده کړي په مورني ژبه ورکول کيږي په رښتيا هم به دهغه کوچنيان زده کونکي دي ګانو څڅه د ناخوالو سره مخامخ کيږي په هغه صورت کښې چې دوي اردو ژبه هم په لومړيو ټولګيو سره لولى دا ځکه چې يو خوا د کوچنيانو دپاره دا ډېر ستونځمن عمل دي چې د لومړي ورځي څخه ودوي ته دوي ژبي (پښتو. اردو) زده کړي پېل شې خوکه کوچنيانو ته يواځي خپله مورني ژبه ور زده کيږي نو به د ناخوالو سره ډېر لږ مخامخ کيږي دا چې يواځي د پښتو په لوست به دوي دوه زړه (CONFUSE) کيږي دا د منلو وړنه ده ولي چې انګريزي ژبه چې د کوچنيانو مورني ژبه نه ده او بل دي چې ډېره بې ډوله ژبه ده لکه په (C#) چې دوي چ جوړوي او داسې نور ډېر د ستونځو څخه ډک توره دوي زده کوي شې نو به مورني ژبه ولي نه زده کوي..؟ خواړه ددې سره لري چې دوي ته څنګه کتاب او څنګه استاد او ژب پوه چې کتاب ورته ليکي هغه يې په برخه کيږي د حبيب الله رفيع د لومړي زده کړي قائده چې دوي د کډوالو کوچنيانو دپاره په پيښور کښې جوړه کړي وه او داسې نوري د پښتو قاعدي او ليک دودکړنلاري شته خو که ښه استاد ور باندي واوړي نو چې افغان کډوال کوچني په بدو حالاتو کښې خپله ژبه پښتو زده کوي شې نو ځموږ د ځائي ماشومان ولي موږ دومره بې ودي او ناپوه وګڼو خو خبره داده چې موږ د مورنيو ژبو دودي او ماشومانو ته په لوست ورکولو کښې څومره سوچه او رښتني يو او هغه څوک چې مورني ژبي يې بې ارزښته غورځولي وي هغه ودي عمل ته څومره سوچه او رښتني دي او ځموږ هغه کهول چې د مورنيو ژبو دپاره يې دهغه وخته هلې ځلې کولي هغه څنګه کردار تر سره کوي..؟ وخت به دا پريکړه کوي..؟
