اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

خبري د مسلماني او عمل ددي په ضد

په پاکستان کښې ځينې اسلامي ګوندونه چى دوي سياست په بشپړه ډول د اسلام په نامه کوي او پارليمان ته ، وزراتونو ته سفارتونو ته هم د اسلام د سپيڅلي نامه ځايونه رسوي خوچى کله دوي ودهغه څوکيو ته ورسيږي دوى حکومت ته هم ورسيدل خو دومره څه يې ونه کړو چې څوک دا ووائي چى دا ګوندو چى د اسلام په نامه يې د ولس څخه رائي راوړي دي خو کړه وړه يې په بشپړه د عام سياسي ګوندو وارو دي عجبه خو داده چى دهغه مذهبى ګوندونه دهغه سيمو څخه رائي او ووټ ترلاسه کوي چيرى چى پښتانه ميشت دي د پاته پاکستان هم دهغه مذهبي ګوندوته په پارليمان کښې د يوې او دوې څوکي دوي د پاکستان په تاريخ کښې نه دي ګټلې که يوار دوه دوي ته داسي موقعه په لاس ورغلى هم ده دوي دولس سره په کړو ژمنو کله هم عمل نه دي کړي يوه خواته ددهغه مذهبي ګوندونه چى وسيکو لر سياسي ګوندونه د کرکي په سترګو ګوري او د مسلمان په سترګه که ورته ګوري هم خو په ډير ټيټ نظرورته کتل کيږي د هغه اسلامي ګوندونه چى د حکومت د جوړولو وخت راشي هغه هم په بلوچستان او خيبرپښتونخوا کښې نودوي هم ددهغه سيکولر سياسى ګوندو سره په ګډه حکومت جوړه وي چى دا وخت هم جوړدي خو دوي وساداره او سپيڅلۍ ولس ته څه جواب لري ددي پوښتنه څوک ددوي څخه نه شې کولې

پاکستان چى نزدې اته شپته کاله دمخه جوړشو او د ملک د بيلو بيلو قامونه په سرهم ددي دپاره جوړشو چى دلته به ددوي دين او مذهب خوندي وي دهرقام دود دستور ژبه تاريخ او کلتوربه خوندي وي د اسلام په نامه خو دوي د پاکستان سره يوځائي کيږي خوخپل دود دستور ژبه تاريخ ته په څه زيان نه ورسږي بلکې دهرقام وارزښتونو به نه يواځي ځغورنه کيږي بلکې وده به هم ورکول کيږي چى په دي کښې يو ډول مذهبي خنډهم نه شته که وي نوبه په نړۍ کښې د هرقام او سيمي په نامه نزدې پنځوس ملکونه د مسلمانانو نه وي چى هر مسلمان قام په خپل نامه ږغ کوي او په خپل نامه باندي يادسيږي خو په پاکستان کښې دميشتو قامونو د ژبو دودوستور کلتور تاريخ سره څه وشو هغه ځموږ او ستاسو په مخ کښې دي دلته هغه د زراؤ زراؤ کلو ژبى دودنه کلتور تاريخ تر پښو لاندي کيږي د مورنيو ژبو به ځائى باندي ودوي ته انګريږي ژبه ورته ويل کيږي او داسې چاپيريال يې په دې ملک کښې جوړکړي دي چى دبا درارانو دهغه ژبه وزده کولو ته هره کورني ليواله ده که خواردي که شتمن دي هر سړى داهڅه کوي چى ځوي او اولاده يې انګريزي ژبه زده کړي نه ودوي ته د مورني ژبى د زده کولو اړنياشته نه دارو ژبى د زده کولو څخه حجت ورته شته هم دهغه مذهبي ګوندونه چې په حکومت کښې راشې دوي هم هرڅه هغه ډول (ASITIS) روان ساتي بلکې هم ددهغه مذهبي ګوندواو لادونه په انګريزي لوړو ښو وښځيو کښې زده کړي کوي چى پتلون يې اغوستي وي ودوي ته خوندورکوي.

په پاکستان کښې د ميشته نورو قامو ذکرنه کوم يواځي دپښتنو خبره کوم چى هم ددوي په رايو او ووټو باندي ديو وحکومتي څوکيوته هروخت رسيدلي دي د پښتنو د ژبې د وددستور کلتور تاريخ سره څه کيږي دا د چاڅخه پټه خبره نه ده پښتانه ودوي او دستور ژبې او کلتورته چى د لومړى ورځي څخه کوم زيان رسيدلې دي هغه ټولوته څرګنددي نور زيانونه خوزه دلته نه چيړم خو د دوى د کلتور د ګډوډلو دپاره چى دتيزى نيمى پيړي څخه څه روان دي هغه څرګنده ثبوت د پښتوهغه فلمان دي چى په پاکستان کښې جوړيږي اوبياپه خيبرپښتو نخوا کوټه (سويلى پښتونخوا) افغانستان او خليج په عربى ملکو کښې ښکاره کول کيږى پخوا به انګريزي فلمونه خلګونه کتل ددي کبله چى په هغه کښې ډير لڅوالي اوبى شرمي ښکاره کول کيږي خو دپښتو فلمان چى د کومي ورځي څخه جوړول شرو شوي دي ورځ تربلي ولوڅتوب اوبى شرمي ته روان دي او دومره لوڅ اوبر بنډدي چى انګريزى فلمونه هيڅ هم نه ورت ښکاره کيږي او هر څوک د کلو کلو څخه په دي خبردي خوولکه څوک باک هم په کښې وئي پاکستان چى اسلامى جمهوري ملک هم دي او د فلمانو د څارلو او سلسله کولو ځان ته بيله څانګه لري زه نه شم ويلى چي دوي ولي ودي پښتو فلمانو ته د لوڅتوب او بى شرمى اجازه ورکړي ده په کاروو چى د هغه ادارې داسى چاته اجازه ورکولى چى هغه د اسلامي اخلاقياتو په چوکاټ کښې وي ولي چى ددوي دنده هم دا وي دهغه چارواکي چى په لاهور کښې دفتردي يابه په اسلام آباد کښې وي آيا دوي ته نه ده څرګنده ده چى د پښتنو دود اوکلچرڅه دي؟ پښتنو هغه کوم څوک دي چى انجوني يې نيکرا غوندي او دناولده کسانو په منځ کښې ګډاوي کوي يانور بى شرمه او لوڅ حرکتونه کوي ودهغه څارونکو ته د دنده ورسپارل شوې ده چې دوي وداسې فلمانو اجازه ورکړي چى په کومه ژبه کښې وي د هغه قام استاځيتوب وکړي دهغه درناوي وکړي او دهغه قام کردار دود دستور ژبه تاريخ د نړۍ ولسونوته وړاندي کړي نه دا چى د يوه قام بدنامى وکړي بخريتوب او لوځتوب يې نوروته وړاندې کړي چى هغه د پښتانه قام سره يو ډول اړه نه لري وداسي عمل ته موږ خيانت ووايو که د پښتانه په ضد باندي د سازش نوم ورکړو خوددي د څنګه په دي هر سړي خبردي چى پښتون بشپړه قام ډير باپرده او په اسلام باندي مين قام دي يو پښتون هم نه غواړي چى دهغه لور يا خوردي د پښتانه ننګ داسي ليلام کړي لکه په فلمانو کښې چي نيلاميږي خوپه دهغه پښتو فلمانو کښې چى څوک ښځى کارکوي هغه بازاري ښځي دي چى پښتو يې هم نه د زده خو څومره د خواښتي خبره ده چى د پښتنو دود دستور کلتور او د ژوند چارى په بازاري ښځوپه نړۍ باندي پيژندل کيږي تردي لوئى د شرم ځائى دادي چى په پښتو فلمانو کښې چى کوم ستوري با ايکتران کارکوي هم ددوي په موټو دپښتنو کلتور او نوم په بازاري ښځو ليلاميږي او دوي ورسره ملګري وي داځکه چى دوي د روپو د ګټلو دهغه آسانه لاره نيولۍ او پيدا کړي ده د پيسو دګټلو لاري نور هم شته خوڅوک د بشپړه قام عزت داسي نه ليلاموي يابيا هغه شاعران دي چى داسي شاعري کوي چى هغه ترفلم څارونکو جوړونکو کارکونکو څخه زياته پړه دي پښتون په دهغه ځايه کاروکښې کله هم نه شې ورنزدي کيدي نه شوويلى چى دوي پښتانه دي که څوک دي؟ ولى ډير څوک په پښتنو ننوتي دي اود پښتنو په نامه د پښتون هرڅه تخريب کوي.

پښتو په شاعري کښې د نړۍ څو ژبو څخه يوه ژبه ده چى د نړۍ د لويو ژبو څخه يوه ده او هغه اوچت شاعران لري چى هر پښتون وياړ باندي کوي بلکى په نړۍ کښې د ډيرو پښتنو شاعرانو کلام په نورو ژبو کښې ژباړه شوي دى خوڅوک چى په پښتو د هغه بازاري اولوڅه شاعري کوي داسي چاته موږ پښتانه شاعران ويلى شوي؟ او دا چى ځموږ د لوړو شاعرانو وارو احانوته به عذاب نه رسيږي دويم دا چى پښتانه ډير لرغوني تاريخ کلتور دو دونه او ډير ننګياليان او باتوران لري چى په نړۍ کښې ډير لږ ساري نه ليدل کيږي آيا د هغه څوک چى د پښتو فلمونه جوړه وي دوي يې پخپل تاريخ په خپلو ننګيالانو پښتنو په دود او کلتورنه شې جوړه وي چى دوي ښه وايسيږي او خپل تاريخ هم نړۍ والوته ورښکاره کړي هم يې خپل ولس ته خونه شم ويلي چى دوي ته موږ پښتانه هم ويلى که يا؟ يا دوى هم رښتنې پښتانه دي که نوردي چى ځموږ هرڅه سره ګډه ول غواړي..؟

زه د پښتنو د قام پرستو ګوندوپه عمل باندي حريان يم چى ديو په وارو وارو په حکومت کښې راغلي دي او دوي دخپل قامي ارزښتونو د خوندي ساتلو داوي داره هم دي خو دوي کله هم په دي اړه څه نه دي کړي ددي سره سره چى د پښتو دفلمانو په ضد باندي ډيرى ليکنۍ کيږي آيا دوي هم دوه مخي سياست کوي په کار خو دا ووچي دهغه قام پرستانو په اسلام آباد کښې د دهغه ناوړه عمل په ضد ږغ پورته کړي وي او هغه څهري يې بربنډي کړي وي څوک چى د نورو په دودونو کلتورونو ژبو او تاريخ باندي لوبي کوي تردي نوره خواښنونکي خبره دا ده چى هغه مذهبى ګوندونه چى د ډيره وخته څخه په خيبرپښتونخوا کښې په يواځى سره حکومت کوي يايې د نورو په مرسته په حکومت کښې برخه لري دوي په دهغه دومره وخت کښې په دي نه دي خبرچى د پښتو په فلمانو کښې څه روان دي و داسي فلمانوته څوک و وجدان خاوند اجازه ورکوي شي او بيا په مسلمانى کښې داسي لوڅوالي اجازه لري اسلام خو وښځي ته څومره لورځائى ورکړي دي هغه هم په پرده کښې نوڅنګه يو مذهبى ګوند چى دهغه ټول سياست په اسلام ګرځي هغه څنګه دهغه لوځيتوب بى شرمى دځغملى شې او د داسي فلمانو په ټولنه څنګه اغيزي کيږى ځماپه اندکه اسلامي ګوندونه چى په واک او اختيار کښې هم وي او دوي دهغه لوځتوب مخ نوي نه کوي دوي د اسلام په چوکاټ کښې د سرغړونى مسئول دي او دوي هم په هغه ليکوکني ولاړ دي څوک چى داسي فلمو اجازه ورکوي او دوي دوه مخى سياست کوي.

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←