اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ پښتونخوا

له ښاغلي ګل جان صادق سره مرکه

((زه له خپل هنره ښه خاطره لرم او راضي يم، ځکه زما د ژوند ټول ضرورتونه له همدې لارې پوره کېږي او زه چې اوس څه يم د همدې هنر په برکت يم))

ګل جان صادق ۳۸ کاله وړاندې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د موى مبارک په کلي کې د محمد اسلم په کور کې چې هغه هم يوتکړه هنرمند و دې نړې ته سترګې وغړولې، لومړنۍ زده کړې يې په تجربوي ښو ونځي کې تر سره کړي او په ۱۳۶۳ لمريزکال له ننګرهار لېسې فارغ شوى دى. له لېسې تر فراغت وروسته د عسکرۍ د مکلفيت دورې ته سوق شو چې د عسکرۍ پر مهال څوځل د مجاهدينو په لاس اسير شوى هم دى، تر عسکرۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شو. په پېښور کې د اسلاميه کالج په پښتو څانګه کې شامل شو، دوه کاله يې دا څانګه تعقيب کړه خو د ناسازو شرايطو له امله ترې پوهنځې نيمګړى پاتې شو، خو هنريې پرېنښود او تر دې دمه يې ورسره ملګرتيا پاللې ده، موږ له ده سره د ده د هنري ژوند په اړه مرکه کړې هيله ده چې خوښه يې کړئ.
څرک : که دا را ته ووايست چې کله مو هنر ته مخه کړه او لومړۍ سندره مو کومه يوه وه؟
ګل جان صادق: ما خو د مکتب له وخته له موسيقۍ سره مينه درلوده او هغه مهال به مې له ځان سره بې سازه سندرې زمزمه کولې او کله ناکله به مې په ښوونځي کې ترانې هم ويلې خو د لومړي ځل لپاره مې چې کله له ساز سره سندرې وويلې، ۱۳۶۰ کال و او سندره وه: روح مې له تنه په رفتن دى ولې نه راځې....
څرک: ستاسو په اصطلاح لومړۍ ګوړه ( شکره) مو په دې اړه کوم استاذ ته ورکړې؟
ګل جان صادق: زما لومړى استاذ خو زما پلار دى خو، په موسيقۍ کې پلار ته شکره نه ورکول کېږي نوبيا مې شاه ولي استاذ ته چې د پښتو تکړه سندر غاړى دى هغه ورکړه او هغه زما لومړۍ استاذ دى.
څرک : پر استاذ شاه ولي سر بېره مو له نورو هنرمندانو هم په دې اړه زده کړې کړي؟
صادق: ولې نه، له استاذ شاولي نه پرته مې له لاى خان چې د هندي هنر يو تکړه استاذ دى او خان محمد چې د پنجاب دى هم هنري زده کړه کړې ده، دغه راز په ۱۳۵۹- کې مې دلته په جلال اباد کې يو کورس چې د ځوانانو د شهرک په نامه و او د هندي استاذانو لخوا پکې تدريس کېده يو څه موده زده کړه کړې ده.
څرک : که دا راته ووايست چې تر دې دمه مو څومره کېسټې کړي؟
صادق: ما زياتره وخت ميداني سندرې ويلي او د هغو شمېر راته نه دى معلوم خو د کمپنۍ مې پنځه کيسټې کړي .
څرک: تاسو څه واياست، د کمپنۍ کېسټې مو ډېرې کمې نه دي؟
صادق: ولې نه، ډېرې کمې دي خو دا په ما پورې اړه لري که زه وغواړم ډېرې کېسټې کولى شم خو زه خپله نه غواړم چې د کمپنۍ د کسټو شمېر مې زيات وي او په منځ کې يې څه نه وي. په ميداني سندرو کې که يو سندرغاړى غلط هم شي پسې نه ګرځي خو د کمپنۍ کسټ بيا داسې نه وي، ډېر کار غواړي. زه خپله کله چې د کمپنۍ کېسټ کوم په اونۍ اونۍ پرې کار کوم، لومړى شعر انتخابوم دهغې لپاره طرز جوړوم او ... دا هرڅه اسانه نه دي نو په دې خاطر زما د کمپنۍ والا کېسټې کمې دي.
څرک: د شعر په اړه که درنه وپوښتم د چا شعرونه مو خوښېږي او وايې يې؟
صادق: څه ووايم، زما د ټولو شاعرانو شعرونه خوښېږي، هر يو ځان ته خوند او رنګ لري خو په اوسنيو شاعرانو کې په تېره په ننګرهار کې مې د زړه سواند صيب شعرونه خوښېږي.
څرک : که دا راته ووايې چې پخپلو سندرو کې دې کومه سندره خوښه ده او اورې يې؟
ګل جان صادق: زما خو خپلې ټولې سندرې خوښېږي ، خو چې ډېره مې خوښېږي هغه د بدمرغه فلم داسندره ده چې دا زما خپل کمپوز دى ( څانګه لاړه، څانګه لاړه)
څرک: ګل جان استاذ! تاخو له ډېرې مودې راهيسې دې هنر ته مخه کړې ډېرې سړې او تودې به دې ليدلي وي که د خپل هنري ژوند يوه خاطره دې راته ووايې؟
صادق: خاطرې خو ډېرې دي، ښې هم او بدې هم. خو زه به يوه بده خاطره درته ووايم: يوه شپه موږ په عربانو کې پروګرام درلود، د پروګرام په جريان کې يو تن چغه کړه چې قوماندان د امنيې راغى، دې سره ټول خلک وتښتېدل، وروسته خبر شو چې هغه سړي له ټوکو دا غږ کړى و. خو، البته هغه وخت همدومره ستونزې او ډار و.
څرک: کله له هنري ژوند نه دې را ووځو او اصلي ژوند ته دې راشو، واده مو کړى او که نه؟
صادق: بلې واده مې کړې، شپږ اولادونه مې دي چې دوه هلکان او څلور انجونې.
څرک: له يو شمېر هنر مندانو نه که وپوښتې چې ايا غواړې او لادونه دې دې مسلک يا هنر ته مخه کړي يا ستا لاره تعقيب کړي. هغوى د نه ځواب ورکوي، تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟
صادق: زما اولادونه خو اوس واړه دي او تعليم کوي، کله چې غټ شول او تعليم يې پوره کړ بيا د دوى خوښه ده چې بل مسلک انتخابوي او که هنر. او پاتې شوه د نورو هنرمندانو، هغوى شايد له دې هنر څخه ښه خاطره ونه لري چې نه غواړي خپل اولاد پرېږدي چې دې هنر ته مخه کړي.
څرک : تاسو د ښې خاطرې خبره وکړه، تاسو څنګه ښه خاطره لرئ او ايا له خپل هنر څخه راضي ياست که نه؟
صادق: بلې زه له خپل هنره ښه خاطره لرم او راضي يم، ځکه زما د ژوند ټول ضرورتونه له همدې لارې پوره کېږي او زه چې اوس څه يم د همدې هنر په برکت يم
څرک: په پاى کې که څه ويل غواړې.
صادق: له خپلو خلکو او ولس نه مې دا تقاضا ده چې دوى بايد د هنر او هنرمند قدر وکړي او دوى ته په بده سترګه ونه ګوري او بله دا چې يو شمېر ورونه غلط، غلط فرمايشونه ورکوي له دې څخه دې ډډه وکړي او له هنر مندانو نه هم هيله لرم چې د شعر په انتخاب کې ښه دقت وکړي هغه شعر ووايي چې د ولس او هېواد په ګټه وي او په خلکو ښه تاثير وکړي، نه بد.
سمسور

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

پښتونخواپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←